Categories

اعلان

Loading…

پاکستان ته د دیورند کرښې په اوږدو کې د کټارې پر جوړولو د افغانستان خبرداری

تاند- پاکستان نن /سې شنبه/ وویل، د امنیت د ښه کولو لپاره به ژر له افغانستان سره په خپله پوله کې د کټارو د جوړولو کار پیل کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د پاکستان دا اقدام به افغان چارواکي په غوسه کړي.

اژانس وايي، دوه هیوادونه ډیورنډ کرښې، چې ۲۴۰۰ کیلو متره اوږده ده او په ۱۸۹۶ م کال بریتانیايی استعمار کښلې وه، جلا کړي دي. افغانستان دا کرښه د نړیوالې پولې په توګه په رسمیت نه پېژني او پاکستان وايي چې افغانستان د پاکستان خاورې ته سترګې پټې کړي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس زیاتوي، ډیورنډ کرښه د پښتنو په خاوره کې تېرېږي او د یوه قوم قبیلې او کورنۍ یې په دوو هیوادونو وېشلي دي.

د پاکستان پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دې پروژې لومړی پړاو به پر باجوړ، مومند او خیبر ایجنسیو تمرکز ولري؛ دا هغه سیمې دي چې د پاکستان پوځ وايي، پاکستاني طالبان پرې اوړي رااوړي.

پوځ وايي چې د پولې د لا ښه کنترول لپاره به د ډیورند کرښې په اږدو کې نوې کلاوې او پوستې جوړې کړي.

افغانستان تل ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبان او د هغو مشران ساتلي، جنګي پلانونه، وسلې او پیسې ورکوي خو په عین حال کې ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې وراوړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش وویل«پاکستان حق نه لري چې له افغانستان سره د دیورند کرښې په اوږدو کې کټارې یا نور تاسیسات جوړ کړي.»

ده د افغانستان د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړ چې اشاره یې د دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنخ مخکینیو نښتو ته وه.

دانش وویل«پخوا هم پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو د جوړولو غلطي کړې وه چې زموږ له کلک غبرګون سره مخامخ شو. موږ هیله لرو چې دوی به بیا دا تېروتنه تکرار نه کړي.»

14 total views, 1 views today

1 comment

  1. Suliman Zahid Reply

    که د دواړو خواوو د ولسونو په منځ کی د لوی افغانستان احساس ژوندی پا تی شی ، نو که د اغزن تار په ځای کانکریټی دیوال هم جوړشی او په رسمیت هم پیژندل شی ، هغه به هم د برلین دیوال په څیر یوه ورځ ونړول شی .
    د لوی افغانستان په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *