Categories

اعلان

Loading…

ولې بې کاره يو؟/ ليکنه: محمدحامد اکبري

کار نشته او کار نشته زموږ لپاره تر ټولو ستړې کوونکې کلمه ده،تاسې هم په خپل ژوندنيز چاپېريال کې ډېر داسې ځوانان ګورئ چې له پوهنتونو فارغ دي او د کار او روزګار په لټه يوې او بلې ادارې ته ځغلي.

خو دا بايد هېره نه کړو چې له پوهنتون او يا ښوونځي څخه فارغېدل په دې مانا نه ده چې تاسې به خامخا په کومه دولتي او يا خصوصي اداره کې دنده تر لاسه کوئ، که داسې فکر کوئ ،د کار موندنې لپاره تر ټولو ښه قاعده دا ده چې د کاري فرصتونو په تمه مه کښېنئ،يو څه وکړئ او پخپله کاري فرصتونه رامنځته کړئ.

کاري وړتياوې رامنځته کول تر ډېره ستاسې په خپلو لاسونو کې دي،په ډېره لږه پانګه د يو کوچني دوکان پرانيستل او اداره کول،د يو رستورانت جوړول او اداره کول، د برقي سامان آلاتو پلورنځی،د کمپيوتري او معاصرې پرمختللې ټکنالوژۍ سره آشنايي او په عملي ډګر کې د هغې کارول،د لبنياتو دوکان جوړول او په هغه کې له نوښت څخه کار اخيستل دا ټول هغه څه دي چې کاري فرصتونه رامنځته کوي،نوې لارې چارې ومومئ او تل  د ځان لپاره د خوښې وړ کاروبار غوره کړئ او د هغه کاروبار د بريا په اړه فکر وکړئ په دې سره به نه يوازې تاسې له وزګارتيا په امن ياست بلکې د کاروبار په پراختيا سره به مو ګڼو نورو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې وي.

زړه ماتوالی او ناهيلي مو هم د کار موندنې پر وړاندې خنډ کېدای شي خو همت، زړورتيا او پر ځان باور مو بريا ته رسوي، د کار موندنې لارې چارې درښيي او د دندې د موندلو لپاره انګېزه درکوي.

زموږ په ټولنه کې يوازې د کار نشتون ستونزه نه ده بلکې د کارموندنې د هنر او مهارت نشتون ستاسې د کارموندنې پر وړاندې مهمه ستونزه ده.

هوکې ! ځوانان  کار غواړي او کار ځوانان،داسې ځوانان چې د چارو د تر سره کولو وړتيا،لېوالتيا او انرژي ولري.

که زه د ليکنې په لاندې برخه کې د کارموندنې په اړه ستاسې ځينې نيمګړتياوې او کمزوري ټکي په ګوته کوم، نو دا فکر  مه کوئ چې دا هر څه بېځايه دي ،دا يوازې د تجربې پر بنسټ ليکل شوې کرښې دي چې له تاسې سره د خپلو کمزورتياوو په موندنه کې مرسته کوي،زه باوري يم چې د يو ځوان په توګه تاسې د کار کولو وړتياوې لری مګر تاسې نه ياست توانيدلي چې په خپل وجود کې ويدې وړتياوې راويښې کړئ.

هېره دې نه وي چې په هېواد کې د بېکارۍ له لوړې کچې انکار نه شي کېدای،دا څرګنده ده چې زموږ او تاسې ټولنه د بېکارۍ له ستونزې سره لاس او ګريوان ده چې حکومت هم د بېکارۍ په له منځه وړلو کې پاتې راغلی.

د حکومت په رګونو کې خور شوی فساد، نا امني او له اقتصادي سرچينو څخه لږه ګټه اخيستنه د بېکارۍ زېږنده فکتورونه ګڼل کېدای شي.

تاسې ولې بېکاره ګرځئ؟

پام مو وي چې د بېکارۍ ټوله پړه پر حکومت مه اچوئ،وړاندې مو هم ځينو اړينو ټکو ته اشاره وکړه،ستاسې ځينې کمزورتياوې هم د کار پر وړاندې ستاسې پر وړاندې ديوال ګرځي.زه يې درته وايم،تاسې له خپلو ملګرو سره د اړيکو پاللو له هنره بې برخې ياست، که څه هم خپل ځان درته ډېر ټولنيز او مطرح ښکاري خو برعکس ستاسې د  ژوند ډېره لويه برخه په بېهوده او بې ګټو کړنو کې تېريږي،. پر خپلو وړتياوو او مهارتونو مو شک لرئ،کېدای شي دا شک مو پر ځای هم وي ځکه چې تاسې له پوهنتون څخه فارغ هم ياست او له په دې نه پوهېږی چې له انټرنېټ څخه څرنګه ګټه واخيستل شي؟ هوکې تاسې تر اوسه د برېښناليک د استولو لپاره حساب هم  نشی پرانيستلی،که کومه اداره له تاسې څخه د خپلې پېژندګلوۍ او تحصيلي سندونو غوښتنه وکړي نو اړ ياست چې له کوم بل ملګري مرسته وغواړئ دا ځکه چې تاسې لږ تر لږه د برېښناليک د استولو او ځوابولو وړتيا هم نه لرئ،نو کاري فرصت به څنګه تر لاسه شي؟!

زموږ موخه يوازې د ټولنې غير فعال،بهانه کوونکي او ټنبل بې کاره وګړي دي،په داسې حال کې چې د بېکارانو يوه برخه هغه ځوانان دي چې بشپړه وړتيا،جرئت،همت،پر ځان باور او انرژي لري خو توپير يې په دې کې دی چې دوهمه ډله ځوانان ډېر ژر کاري فرصتونه مومي او د لومړۍ ډلې بېکاري غزېدونکي وي.

آيا کله مو د خپلو مهارتونو په لوړوالي فکر کړی؟ آيا کله مو له ځان سره د اوسنۍ پرمختللې تکنالوژۍ او د بهرنيو ژبو له زده کړې سره خپله لېوالتيا څرګنده کړې؟

کله مو په ټولنه کې له  فعالو ملګرو سره ټولنيزې اړيکې رامنځته کړې؟ آيا له هغوی مو مرسته غوښتې؟!

که ځواب مو هو وي نو د دې مانا ده چې تاسې نور د وزګارتيا او روزګار ترمنځ واټن له منځه وړئ  او که ځواب مو برعکس وي نو بيا خپله کمزورتيا ومنئ او باور ولرئ چې ټولې ادارې د مسلکي او ماهر کاري ځواک په لټه کې دي،هغه ځوانان چې د خپلو وړتياوو او مهارتونو د لوړولو لپاره نه ستړې کېدونکی کار کوي،ډېر ژر دنده موندلی شي او هغوی چې د کاري فرصتونو په انتظار دي تر ډېره وخته بې کاره ګرځي.

85 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *