Categories

خیر/ اجمل پسرلی

د پارک پر چوکۍ نژدې راته کښیناست. ویې خندل. پورته غاښونه یې لویدلي وو، لاندې یې چینجو وهلي وو.

لکه باران وهلې پیشو، سوړ بوی یې ته. پوزې ته مې غیرارادي لاس ونیو. دی د چوکۍ سرته وڅکیده، ورو یې راته وویل:

 -که لږ پیسې درسره وي

جیب ته مې لاس کړ. شل کراونه مې د ده په لاس کې کیښودل. په تور رغوي کې یې پاکه سکه وبریښیده. دی پاڅیده. پښه یې لږ نګوښیده.

راولیټیدم:

« ماښام دی، کاشکي مې لږ ډيرې پیسې ورکړې وای»

د ونې لاندې ودریدم:

« نشه به پرې وکړي»

 پاڼه مې راوشکوله. بوی مې کړه، تریخ بوی یې ته:

« سړی د نشې نه ښکاریده»

شکولې پاڼه مې پر مځکه وویشته. د پارک د شاتني وره لور ته چې دا سړی تللی و، ور روان شوم. دی هلته له دروازې سره ناست و. په غیږ کې یې سپینه پیشو وه، هغې ته یې اشاره وکړه:

« ډوډۍ مې ورته واخیسته».

زه پرې تیر شوم، له پارکه ووتم.

پراګ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *