Categories

کندهار، جګړه او سوله…/ آغامحمد قریشي

د هېواد د ملي امنیت شورا د سلاکار په وینا چې افغانان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې په اوسط ډول هره ورځ ۳۰ وګړي قرباني ورکوي. دا شمېر په کال کې ۱۰۸۰۰ ته رسېږي، که سمه څېړنه وشي، ددې قربانیو ډېره برخه به هلمند، ارزوګان، کندهار او زابل ولایتونه ورکوي. له دې ولایتونو یې یواځې هلمند د هېواد د خاورې لسمه برخه جوړوي، چې ډېره برخه یې د طالبانو تر کنترول لاندې ده. که د هېواد له څلوېښت سلنه څخه ډېره خاوره د طالبانو تر لاس لاندې وي، نو د هېواد د نورو سمیو په پرتله به یې په سویل کې پراخه ساحه په کنټرول کې وي.

دې ته ورته د نشيي توکو کر زیات سوی، د هغو  ترهګرو ډلو شمېر چې په افغانستان کې جنګېږي، د حقانې شبکې، دازبکستان د اسلامي غورځنګ او داعش په شمول شلو ته رسېږي. د کابل په شمول د هېواد ګوټ ګوټ، هره ورځ، له ننګونو سره مخ دی. تېر کال کندوز سقوط شو، لښکرګاه، ترینکوټ او د فراه مرکز هم د سقوط له ګواښونو سره مخ شول، چې لا هم په دې ولایتونو کې جګړه روانه ده.

په کابل پروسې کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو شمېر له دوو سوو څخه یولس زره (۱۱۰۰۰) ته جګ شوی. دا بهرنیان د هوا له لارې افغانستان ته نه راځې، ښکاره خبره ده چې، د کندهار، زابل او هلمند ولایتونو سره پر پرته ډیورنډ کرښه او یا خو په ختیځ کې افغان خاورې ته ننوځي. ښه بېلګه یې دا چې، داعشیان لومړی هلمند کې را پيدا شول، د ملا عبدالروف له وژل کېدو سره، یې هلته نوم ورک شو، سمدستي یې په ننګرهار کې سر پورته کړ.

طالبانو د افغانستان له سویل څخه د ۲۰۰۳ز کال په وروستیو کې له زابله جګړه پیل کړه، اوس یې جګړه یوې نیمې لسیزې ته نږدې کېږي. د طالبانو د جګړې سرچینې، پراخ جګړیز بستر او بشري ځواک هم په سویل کې مساعد دی. د ملي یووالي حکومت د ټاکنیزو لانجو وروسته په هېواد کې یو ځل بیا جګړه تونده شوې، پراخه شوې او خطرناکه شوې ده. بهرنیانو چې د ۲۰۱۴ز کال د بحران پراخ اټکل کړی و، هماغسي هم وشول، نه یواځې افغانستان په جګړیز لحاظ بلکي د سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي ځوړ له اړخه هم پراخ زیانونه ولیدل او لا یې هم ګالې.

اوس هم د امریکا د پنټاګون په ګډون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر پخوانی مشر کای ایډه او په افغانستان کې منل شوی عالم ډاکټر فاروق اعظم هم ۲۰۱۹ز کال د افغانستان لپاره یو بحراني کال بولي او ټینګار کوي چې له طالبانو سره دې تر ۲۰۱۹ز کال وړاندې سوله وشي. زه غواړم په دې لیکنه کې پر دې څه ولیکم چې له طالبانو سره سوله چیري او د چا په مرسته شونې ده.

ایا افغان حکومت به و توانېږي چې تر ۲۰۱۹ز کال پورې له طالبانو سره سوله وکړي؟ که طالبان سوله ونه کړي، نو څه به پېښېږي؟ همداسي به وژل کېږو، د یوې نا معلومې او بې برخلیکه جګړې په اوره کې به هره ورځ زموږ کلي او بانډونه سوځي. ایا افغان حکومت او یا هم طالبانو له ځان سره دا پوښتنه مطح کړې چې بلاخره به څه کېږي؟ د هېواد سویل په ځانګړې توګه کندهار د ډېرو بدو پېښو شاهد و.

د روان ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ پر ۱۰مه، د کندهار په ولایت مقام کې یو ډېر پېچلی برید وشو، چې پکې د عربي محتده ایالاتونو د پنځو ډیپلواماټانو او د ولایت مقام د مرستیال عبدالعلي شمسي په شمول پکې ۱۹ تنه ووژل شول، د کندهار د پخواني والي همایون عزیزي په ګډون ۱۸ نور پکې ژوبل شول.

له بُن کنفرانس سره سم زموږ هېلې په افراطې توګه لوړې شوې، له امریکا او متحدینو مو پر کور هم توده ډوډۍ غوښتل او هم مو په خپلو کلیو کې د طالبانو د احتمالې جګړې پر وړاندې د مبارزې تمه ترې کول. د ځمکو غصب پیل، د نشيې توکو کر پراخ، ټولنیز عدلت لا هم تر پښو لاندې کېده. کابل او مزار ته له تاجکستانه، کندهار ته له کویټې سندرغاړي ور وران وو. موږ د بهرنیانو په مرستو کې ډوب وو، د بیا جګړې د پیل اټکل هیچا هم نه و کړی.

د افغانستان جګړه د امریکایې جګړو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه شمېرل کېږي، چې له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۱۵ز کال پوري یې په افغانستان کې د نظامیانو ورځنی لګښت په اوسط ډول یو بیلیون ډالر و. په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د جګړې بیه له خپلو متحدینو سره اوږه پر اوږه ۷۰۰ بیلیونه امریکایې ډالر لګولي.  

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې امریکایانو د خپلې تر ټولو اوږدې جګړې په اوږدو کې لومړی تر ټولو لوی غیري هستوي بم ( د بمونو مور) چې ۲۱۶۰۰ پونډه وزن یې لاره، د داعش پر مرکز وغورځاوه. که څه هم د امریکایانو دا عمل د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ډېرو خلکو غبرګونونه وپارول، خو افغان حکومت او ځینو رسنیو یې هر کلی وکړ.

داعش د القاعدې په څېر اوس د یو نړیوال ګواښ په توګه راڅرګند شوی، خو په افغانستان کې یې په وینا شتون د روسیې پولو ته د رسېدو او له روسانو سره د جګړې په موخه دی. هغوی له اوله په دومره لوی وحشت لاس پورې کړ، چې قومي مشران یې ژوندي پر بمونو والوزول. د هغوی ددې ډول وحشت انتها په دې معنی ده، چې غواړي په مرسته یې خلک وویروي، چې پر وړاندې یې خنډ نشي. د الجزیزه تلویزیون  وروستي مستند فلم کې ښکاري چې داعش قومندانان د افغانستان په شمال کې په دری او په ختیځ کې په پښتو ژبه خبرې کوي. هغوی پر پوتین او ټرمپ دواړو د مرګ شعارونه وکوي. هغوی ادعا کوي چې ملاتړ یې له منځني ختیځه د داعش مرکزي رهبري کوي، حال دا چي، له هغه ځایه د افغانستان تر غرونو پورې د پېسو او امکاناتو رسول خورا ستونزمن کار دی. ډاکیومنټري کې جالبه دا ښکاري چې له داعشیانو سره روسۍ وسلې په لاسونو کې وسره دي.

که څه هم د ملي یووالي حکومت مشران وایې اوس په افغانستان کې له طالبانو پرته ۱۹ ترهګري ډلې جنګېږي، خو طالبان تر ټولو ځواکمن دي چې شمېر یې ۴۰۰۰۰ ته رسېږي. د تېر کال ژمی د نورو کلونو په پرتله خونړی او جګړیز و، چې د طالبانو د جګړې ډېر تمرکز پر هلمند، کندوز، اروزګان او فراه ولایتونو د مرکزونو پر سقوط باندې و. که سمه څېړنه وسي، د طالبانو ډېر شمېر به یې به سویلي ولایتونو کې مېشت وي.

اوس ۸۵۰۰ امریکایې او ۵۰۰۰ د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او مشورې چارې په غاړه لري، خو د ټرمپ اداره وایې چې افغانستان ته به نور لسګونه زره ځواکونه ولېږي، ویل کېږي ددې ځواکونو ډېره برخه به په سویل کې مېشت شي.

د بمونو د مور کارونې او د ډېرو سرتېرو د لېږلو او د امریکایې چارواکو له لورې د حالاتو د خرابوالي د احتمالي خبر ورکولو څخه ښکاري، چې امریکا تر سیاسي مزاکراتو د یمن، سوریې، عراق او سومالیا هېوادونو په څېر پر جګړه او نظامي حل لارې ټينګار کوي.

اوس عملاً ۱۷۰۰۰۰ (یو سل اویا زره) ملي امنیتي ځواکونه له څلوېښت زره طالبانو او یولس زره بهرنیو ترهګرو ځواکونو سره جګړه کوي. هره ورځ بې ساري قربانۍ ورکوي. تر دې چې لاریون کوونکو یې هم پر وړاندې باندې د خپل کرکې او نفرت ډکې څېرې وښودلې.

که څه هم کندهار د هلمند او اروزګان ولایتونو په پرتله تېر کال نسبتاً امن و، خو د میوند او شاولیکوټ ولسوالیو وروستي بریدونه ددې څرګندونه کوي چې کندهار هم نا امن کېدونکی دی.  

په دې وروستیو کې د هېواد په سویل کې د حکومت په نظامې کرښو کې یو اړین کس، جنرال عبدالرازق، د کندهار امنیه قومندان داسي څرګندونی کړي چې له مخي یې ښکاري هغه د ملي یووالي له حکومته خفه ښکاري او پر حکومت نیوکه کوي چې پکې داسي کړۍ شته چې غواړي له هلمند او اروزګان وروسته د کندهار ولایت کمروزي کول غواړي. جنرال رازق وایې چې د سویلي ولایتونو مشران په یو او بل نوم له ډګره لیرې کېږي.

کندهار له هماغه ۲۰۰۴ز کال څخه تر اوسه د راز راز بریدونو شاهد و، په تېرو پنځلسو کلونو کې د کندهار ځیني پېښې د نورو ولایتونو سره بیخي د پرتلې وړ نه دي. تر دې چې په ۲۰۰۸ز کال کې د کندهار د سرپوزې زندان ته د نغم له لارې د دولت وسلوال مخالفان ننوتل او ۹۰۰ سیاسي او غیري سیاسي زندانیان یې ازاد کړل. دې ته ورته نورې حیرانوونکې پېښې یادولای شو، د ۲۰۱۱ز کال په جولای کې د پخواني افغان ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزی د خپل ساتونکي له لورې ووژل شو. دې ته ورته یې، د کاکا زوی حشمت خلیل کرزی؛ د ۲۰۱۴ز کال په جولای کې هغه مهال چې له یوه کس سره یې د خواخوږۍ روغبړ کاوه، په ځانمرګي برید کې ووژل شو. تر دې پخوا چې کندهار کې لا جګړه نه وه پیل شوې، په یوه جشن کې پر حامد کرزي هم د یوه کس له لورې ډزې وشوې، خو هغه ترې بچ شو. د ۲۰۱۴ز کال په نومبر کې د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال په کندهار پوهنتون کې ترور شو.

د سویل د مشرانو وژنې لا جریان لري، د ۲۰۱۶ز کال په ډیسمبر کې ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي معلم میرولي پر مېلمستون نا معلومو وسلوالو ډلیز برید وکړ چې پکې د هغه تنکی لمسی او په ولسي جرګه کې د اروزګان ولایت د خلکو استازي عبیدالله بارکزي ځوان زوی حفیظ الله پاڅون ووژل شو. له دې پېښې لږ وخت وروسته د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې وسلوالو طالبانو د کندهار په لسمه حوزه کې پر معلم میرولي برید وکړ او هغه یې ژوبل کړ.

تر هغه ورها خوا کابل کې هم د سویل مشران وژل شوي او ژوبل شوي. زه چې کله د سویل له ځینو مشرانو سره مخ کېږم، هغوی وایې، ان له افغانستانه بهر کې هم ځانونه خوندي نه بولي. کابل کې د ۲۰۱۱ز کال په جون کې وسلوالو د اروزګان پخوانی والي او د پخواني ولسمشر کرزي نږدې دوست جان محمد خان پر کور ډلیز برید وکړ او هغه یې وواژه. دې ته ورته د ۲۰۱۵ز کال په مارچ کې د اروزګان امنیه قومندان مطیع الله خان هم په مرموزه توګه ووژل شو.

دې وروستیو کې د طالبانو او روسانو اړیکې جوړي شوي، امریکا هم له دې اړیکو ویره لري، افغانستان ته د راتلونکو اضافي سرتېرو ډېره برخه به کندهار کې ځای پر ځای کېږي. د تېر کال ټول ژمی د لښکرګاه او ترینکوټ ښارونه د وسلوالو طالبانو د سختو بریدونو سره مخ وو، چې آن وسلوال طالبان ددې دواړو ښارونو تر څندو ور ورسېدل، خو سقوط یې نه کړای شول.

په کندهار کې تر هغه وروسته بریدونه ډېر شوي چې افغان ځواکونو پاکستاني پوځیان پرې نښودل چې د سپین بولدک دوه کلي ونیسي. افغان ځواکونو تر ۱۰ زیات پاکستاني سرحدي ملېشه ځواکونه ووژل. د کندهار امنیه قومندان پر وخت دې جګړې ته له کافي سرتېرو او تجهیزاتو سره ځان ور رسولی و.

ورته پېښې په کندهار کې وروستۍ نه دي. د سویل خلکو له یوې خوا د پاکستان دښمني پر غاړه اخیستې له بلې خوا په خپلو کلیو کې هره ورځ د طالبانو د جګړې پر وړاندې پراخي قربانۍ ورکوي. کندهار کې د یوې پېښې هم بشپړه پلټنه نه ده شوې او نه هم د پورته پېښو په تړاو هيڅ یو کس نیول شوی. د لومړي ځل لپاره د کندهار پر ښځینه زده کوونکو تیزاب شندل شوي، چې بیا معلومه شوه، هغه کار د پاکستان د کونسلګرۍ په لارښوونه اومرسته شوی و.  

سویل کې نشي توکې، منابع، پراخې جګړیزي سیمې، فکري بستر او نور څه چمتو دي، چې طالبان پکې ښه جګړه کوي. اوس خبره داده چې د لوی کندهار (سویل) خلک دومره پراخي قربانۍ ورکوي، یو ځل خو د حامد کرزي په حکومت کې په دې نوم له حکومته شړل شوي وو، چې ګڼي پر حامد کرزي څوک دا شک ونه کړي، چې هغه د خپل سیمې خلکوته کار کوي. بل لور اوس هم ګورو، چې د لوی کندهار خلکو ته د ملي یووالي حکومت کې کافي ونډه نه ده ورکړل شوې. طالبان جګړه په لوی کندهار کې کوي، د لوی کندهار خلک وژنې او سولې ته یې هم همدا د لوی کندهار خلک ښه هڅولی شي، خو د ملي یووالي حکومت په خلیلي چې د طالبانو سرسخت مخالف و، سوله کوي.  

کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونه له تېرې څه باندې یوې لسیزې په سخته جګړه کې ښکلېل دي. یوه ورځ هم داسي نه ده راغلې چې په دې ولایتونو کې جګړه نه وي سوې. په دې ولایتونو کې په تېرو ۱۶ کلونو کې هیڅ بنسټیز پروګرام نه دی پلی شوی، چې د خلکو په ژوند کې مثب رول ولوبوي، یا خو ځوانان بوخت کړي، چې له جګړې لاس واخلي. د عینو مېنې په څېر بنسټیز کاورنه د ځایي سوداګرو د هڅو پایلې دي.

بل لور د لوی کندهار پر هغو مشرانو هم د غفلت پرړه ده، چې په ملي شورا کې دي. د کندهار، هلمند او زابل له ولایتونو سره پرته اږده ډیورنډ کرښه له هماغه ۲۰۰۱ز کال څخه تر اوسه نه ده ساتل سوې. په سویل کې د نشيي توکو د کر د مخنیوي پر ځای یې د ترویج لپاره پراخ کار سوی. په یادو څلورو ولایتونو کې هر کله داسي چارواکي ګمارل شوي چې یا خو یې پر ولسونو او خلکو ظلم کړی او یا خو یې یواځې د خپل جېبونو لپاره کار کړی. د اروزګان په شمول ددې ولایتونو استازو نه د ولسوالۍ او ولایتي شوراګانو او نه هم د ملي شورا په کچه خپل ږغ جګ کړی، بلکې تل یې د خپلو شخصي ګټو لپاره خپل ولایتونه په اور کې سوي او ګټي یې پرې کړي.

که کره او سمه سروې وشي، نو د پوهنې بهیر به د ټول هېواد په پرتله یواځې په سویلي ولایتونو کې په پراخو ستونزو کې ښکېل وي. په تېرو ۱۶ کلونو کې د پوهنې پر بهیر یواځي د مافیایې کړیو تلسط دی، هغوی نه پرېږدي، چې د پوهنې بهیر پیاوړی او ماشومان په ښه توګه زده کړې وکړي.

موږ ولیدل چې له اسلامي حزب سره د سولې په برخه کې د ختیځ او لویې پکتیا خلکو ډېر رول ولوباوه. دا ځکه چې، له اسلامي حزب په ځانګړې توګه د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره ددې سیمو د خلکو راشه درشه ډېره وه، نو ځکه یې د خبرو لپاره ژر او مناسبه زمینه برابره کړه. د سولې لومړنۍ پایلې ښیې چې له اسلامي حزب سره سوله له طالبانو سره هم د سولې پیلامه بلل کېږي. بل لور ګورو، چې اسلامي حزب پخوا د حکومت پر وړاندې جګړه کوله، خو اوس یې د قانون په چوکاټ کې کافي ننګه کوي. د یوه پیاوړې او ولسواک نظام پیاوړتیا هم په دې کې ده چې مخالفین یې کم او پیاوړي حزبونه او سیاسي ډلې یې ملاتړ وکړي.

۲۰۰۱ز کال کې، د طالبانو د رژیم شړیدل لومړی له اروزګان او کندهار څخه پیل شول، اوس هم که له طالبانو سره سوله کېږي، باید سویلي ولایتونو په ځانګړې توګه د هلمند، اروزګان او کندهار د مخورو رول پکې څرګند او بارز وي. له هماغه ۲۰۰۴ز کال څخه چې په دې ولایتونو کې جګړه پیل شوې، یوه ورځ هم پکې د جګړې اور کم شوی نه دی. زه ډېر داسي دیني علماء، قومي مخور او بانفوذه کسان پېژنم، چې د سولې په برخه کې اړین رول لوبولای شي، خو تر ننه، نه ترې چا د همکارۍ غوښتنه کړې او نه هم چا ورته د همکارۍ زمینه برابره کړې. له دې ډلې یې یو هم مخور عالم ښاغلی دوکتور فاروق اعظم دی، چې په دې وروستیو کې یې افغان ولسمشر ته د سولې په رابطه یوه طرحه هم وړاندې کړې وه. که افغان ولسمشر او په ټوله کې نړیواله ټولنه له طالبانو سره د سولې رښتینې اراده لري، نو دي پر سولي شورا سربیره، له طالبانو سره د سولې په ټول بهیر کې د سویلي ولایتونو مخورو، دیني علماء او بانفوذه کسانو ته ځای ورکړي. هغوی کولای شي په دې برخه پراخې لاسته راوړنې ولري.

ګورو چې همدا د لوی کندهار ځوانان دي چې هر کله یې د نظام ملاتړ کړی، قربانۍ یې ورکړي. که څه هم ما په وار وار ددې لیکني اړوند خبرې د ملي یووالي حکومت مختلفو مشرانو ته مخامخ کړي، اوس یې په لیکلې بڼه ورته وړاندې کوم. د لوی کندهار کادرونه دي په اړینو څوکیو وګماري چې له یوې خوا یې له وړتیا ګټه پورته شي، بل لور د سویل خلک د ملي یووالي په حکومت کې ځان وګوري. داسي نه چې په جګړه کې زه وژل کېږي، خو کریډيټ یې هغسي چا ته ورکول کېږي چې اصلا له طالبانو سره د سولې هیڅ یو ور نه دی ور معلوم، چې له کومي لارې او څرنګه له هغوی سره د سولې خبرې وکړي.

2 comments

  1. سلطان شاه صفاري Reply

    ښکلي او اړین معلومات، د علمي او منطقي اسلوب سره سم لیکل سوي، هیله ده چي پورته ټکو ته پام وسي

  2. منیر احمد ولسمل Reply

    پخه لیکنه. د دیر وخت وروسته می بیا زره پر یوس لیکنی اوبه وچشلی. ارقام او دقیق معلومات می خوش سول. په رشتیا هم باید د ملی یوالی په حکومت او سوله کی د لوی کندهار مخورو ته کافی رول ورکول سی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *