Categories

اعلان

Loading…

جېمز ماتیس وايي، ولسمشر ټرمپ د افغانستان د ستراتیژۍ واک وروسپاره

تاند- د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس نن /چهارشنبه/ وویل چې ولسمشر ټرمپ واک ورسپارلی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر او ستراتیژۍ د بدلولو په اړه پرېکړه وکړي.

تر دې وړاندې نن امریکايي رسنیو ویلي و چې سپینې ماڼۍ دفاع وزیر ماتیس ته واک ورکړی چې افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د لېږلو پرېکړه وکړي.

په واشنګټن کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې حرګند شي، اسوشیتېد پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ د سناتورانو تر انتقادونو څو ساعته وروسته دفاع وزیر جېمز ماتېس ته دا صلاحیت ورکړ چې خبر یې رسماً لا نه ‎دی اعلان شوی.

خو ماتیس نن رسماً وویل ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون /سې شنبه/ غرمه مهال واک وسپاره چې افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو، د هغو د شمېر او دغه راز د افغانستان د وضعیت د بدلولو لپاره پر موجودې ستراتیژۍ د بیاکتنې په اړه پرېکړه وکړي.

تراوسه پورې لا څرګنده نه ده چې ماتیس به افغانستان ته د څومره نورو پوځیانو د لېږلو پرېکړه وکړي خو د ده په شان اکثره امریکايي پوځي قوماندانان، په تېره بیا هغوی چې په افغانستان کې وخت تېر کړی، افغانستان ته د زرګونو نورو پوځیانو د لېږلو پلویتوب کوي.

ماتیس پرون د سنا جرګې دفاعي کمېټې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې یو کال وروسته به د افغانستان حالات څرنګه وي؟

وویل« د جګړې شدت به لږ شوی وي، په افغان حکومت کې به د فساد اندازه ټیټه وي او طالبان به شا ته تمبول شوي وي، طالبان به د جګړې په میدان کې د حرکت لږ ازادي لري.»

امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځیان لري چې اکثره یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي.

63 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *