Categories

اعلان

Loading…

آيا ‘کابل پروسه’ به سولې ته لاره پرانيزي؟

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز 

تېره اوونۍ له خونړیو امنيتي پېښو او ژورو سياسي او داخلي اختلافاتو سره سره، په پلازمینه کابل کې د “کابل پروسې” تر نامه لاندې د سولې او امنیت په نوم نړیوال کنفرانس جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د پاکستان، ايران، امريکا او برېتانيا په ګډون د ۲۳ هېوادونو او څو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون وکړ.

د افغان حکومت په نوښت او مشرۍ د دغې پيل شوې پروسې مدیریت او د پریکړو عملي کول به له افغان حکومت سره وي، کوم څه چې دا پروسه له پخوانيو دا ډول پروسو بېلوي. افغان ولسمشر اشرف غني دغه کنفرانس ته د خپلې وینا پرمهال وویل: «موږ نن دلته راټول شوي یو، څو د ترهګرۍ او وحشت پرضد یو بل ته لاسونه ورکړو او معلومه کړو چې د سولې مینه‌وال یو، د سولې د راوستلو ظرفیت لرو او د سولې په اړه ریښتیني یو… که چېرې افغان حکومت او طالبان د منلو وړ د سولې لار-نقشې د جوړولو لپاره هوکړه وکړي، نو افغان حکومت چمتو دی، چې طالبانو ته اجازه ورکړي، ترڅو د خپلې نمایندګۍ یو دفتر خلاص کړي.»

دا چې د کابل پروسې اصلي موخه څه وه؟ د سولې بهير په بيا پيل کې رول څه دی؟ آیا له دغې پروسې سره د حکومت د سولې تګلاره د بدلېدو په حال کې ده؟ او د کابل پروسې له کنفرانس څخه وړاندې د ملي یووالي حکومت د سولې د تګلارې ارزونه څه ده؟ هغه پوښتنې دي چې د ځوابولو له لارې يې پر موضوع شننه کوو.

د ملي یووالي حکومت د سولې تګلارې ارزونه

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې، د افغانستان د جګړې ختمول، د امنیتي ځواکونو پياوړي کول او د سولې پروسه د هېواد د بهرني سیاست مهم عنصرونه وو. د وروستي هغه په موخه افغان ولسمشر د خپلو بهرنیو سفرونو لړۍ له چین، سعودي او پاکستان څخه پيل کړه او د سولې پروسه کې یې د اسلام‌اباد د پاملرنې زیاتولو په موخه دوی ته ګڼ امتیازات ورکړل. له همدې امله هم د سولې په تړاو د کابل ډېره تکيه پر پاکستان وه.

د افغانستان د سولې په تړاو له پاکستان او چین سره یوځای درې‌اړخیزې هڅې هم پیل شوې، چې د ارومچي يوه ناسته يې ښکارندويي کوي. دا هڅه هم وشوه چې په هغو درې‌اړخیزو ناستو کې د طالبانو په ګډون سره خبرې اترې څلوراړخیزې کړي؛ ځکه د ارومچي ناستې تر ډېره د افغان طالبانو د لویې هستۍ استازیتوب نه شو کولای.

د ملي یووالي حکومت په دغه ټول بهیر کې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې یوازې د مري د خبرو اترو بريا درلوده؛ خو هغه پروسه هم د ملا محمد عمر د مړينې له افشا کېدو سره تم شوه. وروسته د پاکستان، چین، افغانستان او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزې خبرې اترې هم پیل شوې؛ خو هغې پروسې هم په عملي ډګر کې بریالیتوب نه درلود او طالبانو پکې له ګډون څخه انکار وکړ چې له کبله يې مخامخ خبرو اترو ته لاره خلاصه نه شوه. د هغې پروسې د ناکامۍ یو عمده لامل، افغان طالبانو ته په سمه توګه د استازيتوب ورکولو پرځای، دوی ته د پاکستان له لارې بلنه ولېږل وو او دا چې که چېرې دوی خبرو اترو ته حاضر نه شي، نو د دوی پرضد به ګامونه اخیستل کېږي؛ که څه هم پاکستان د سولې په څلور اړخیزه پروسه کې دا خبرې ومنلې او د داسې کولو ژمنې یې هم وکړې؛ خو وروسته یې بیا هېڅ ونه کړل. همدا لامل و، چې د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې هم د بل هر وخت په پرتله د خرابېدو په لور ولاړې.

د کابل پروسې اصلي موخې

دا چې د ملي یووالي حکومت د سولې او امنیت په تړاو د کابل پروسې اصلي موخې څه وې، په لاندې برخو کې ورته اشاره کوو:

  • د افغانانو په مشرۍ او ابتکار؛ که څه هم د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وړاندې او وروسته هم د افغانستان د سولې او امنیت په تړاو ډېر کنفرانسونه وشول؛ خو د کابل پروسې کنفرانس ځانګړتیا په دې کې وه، چې دا د افغانانو په مشرۍ، ابتکار او مدیریت سره پيل شو او له همدې امله یې له نورو سره توپير درلود.

 

  • طالبانو ته د خبرو اترو «وروستی» وړاندیز؛ افغان ولسمشر په نوموړي کنفرانس کې لومړی د سولې په تړاو د حکومت ریښتینولي او صداقت ته اشاره وکړه او بیا یې وویل: «زموږ هدف سوله ده نه بریا، خو سوله تر هغو نشي راتللی چې طالبان ورته چمتو نشي. که چېرې افغان طالبان او افغان حکومت د سولې د نقشې په لارې هوکړه وکړي، نو افغان حکومت چمتو دی، چې طالبانو ته اجازه ورکړي ترڅو خپله یوه رسمي نماینده‌ګي پرانېزي. موږ د سولې لپاره یوه موقع ورکوو، خو دا هم باید روښانه وي چې دا موقع به تر ابده پرانیستې نه وي.»

 

  • د نورو سیمه‌ییزو پروسو بندول؛ د کابل پروسې لومړی کنفرانس د مسکو له درې‌اړخیزې پروسې پنځه میاشتې وروسته په کابل کې جوړ شو. د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو پروسه د روسیې، چین او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه پيل شوه، چې کله په سیمه کې یو شمېر جیو-پولیټیک بدلونونه رامنځته شول. خو افغان حکومت د مسکو پر پروسې ډېرې نیوکې وکړې؛ ځکه دا پروسه د افغانستان د استازي له ګډون پرته د افغانستان په تړاو وه. افغان ولسمشر هم، د کابل پروسې کنفرانس ته د خپلو خبرو پرمهال همدې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل: «د سولې اړوند بحث ډېر پاشلی دی. ګڼ شمېر لوبغاړي پر ګڼ شمېر لارو روان دي. ډېر لږ وضاحت شته چې دوی څوک دي ‌او د څه شي استازیتوب کوي؟‌ دا د سوءتفاهم نسخه ده. ‌هغه څه چې موږ اوس تر هر څه ډېره اړتیا ورته لرو، تمرکز دی…خو په مقابل کې ‌یې غواړو چې تاسو هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د یوې منسجمې پروسې تمامیت ته درناوی وکړئ او خپلې جلا لارې خلاصې نه کړئ. جلاجلا چاینلونه ګټور نه تمامېږي، زموږ هڅې هغه وخت نتیجه ورکوي چې په ګډه کار وکړو.»

 

  • پاکستان سره د اړيکو بیا پیلول؛ له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترټولو خراب وضعيت ته رسېدلې او افغان حکومت د افغانستان د سولې په برخه کې پر پاکستان ډېر بدګومانه شوی دی. له همدې کبله يې په هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته رد کړه؛ خو د کابل پروسې پرمهال افغان ولسمشر وویل، موږ ته تر ټولو مهم لومړیتوب له پاکستان سره د مذاکراتو د یوې موثرې لارې پیدا کول دي. که څه هم موږ پاکستان ته د ملګرتیا لاس ورکړ، خو رد شو. دوه‌اړخیز، درې‌اړخیز، څلور‌اړخیز او ان ګڼ‌اړخیز مذاکرات مو هم وازمایل خو پایله یې ونه لرله. بیا هم موږ غواړو د دې جوګه واوسو چې پر پاکستان باور وکړو. البته زموږ ننګونه دا ده، چې موږ نه شو معلومولای پاکستان څه غواړي؟ څه شی په کار دي، څو پاکستان په دې قانع شي، چې یو باثباته افغانستان له دوی او زموږ له سیمې سره مرسته وکړي؟

دغه راز افغان ولسمشر کنفرانس ته د وینا پرمهال له پاکستانه وغوښتل، چې خپلې غوښتنې مطرح کړي او د مذاکرې لپاره اجنډا او میکانیزم افغان حکومت ته وړاندې کړي، چې په مرسته یې سیمه سولې او ثبات ته ورسېږي.

  • په امنیتي برخه کې له کابل سره همکاري؛ له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د قضیې په تړاو سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شوې وه؛ خو له ۲۰۱۱ کال وروسته دغه سیمه‌ییزه اجماع اغېزمنه شوه او د ملي یووالي حکومت پرمهال بیا د بل هر وخت په پرتله له کړکېچونو او اختلافاتو سره مخ شوه. د افغانستان په تړاو د مسکو پروسه او د روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو و لوړپوړو چارواکو څرګندونې یې ثبوت دی. له همدې کبله د کابل پروسې کنفرانس کې هم، اشرف غني د خپلې وینا یوه برخه په همدې ټکي راڅرخوله، چې موږ د سیمې د تروریزم او مخدره توکو پرضد د قاچاق په لومړۍ کرښه کې یو او د نورو هېوادونو جګړې هم مخته بيايو. له همدې امله يې له سیمه‌يیزو هېوادونو وغوښتل، چې له دوی سره په امنیتي برخه کې همکاري زیاته کړي؛ ځکه د ده په اند د امنیتي ځواکونو پياوړتیا به طالبان مات کړي. دغه راز د ګډ ګواښ «تروریزم» له منځه وړلو په موخه یې پر سیمه‌ییزو هېوادونو د امنیتي اېتلافونو په رامنځته کولو هم ټینګار وکړ.

آیا د سولې نوی بهیر پيل شو؟

د اشرف غني له‌خوا د کابل پروسې په کنفرانس کې وړاندې شوې طرحې که څه هم د ده له تېرو تګلارو سره ډېر توپیر نه درلود؛ خو بیا يې هم يو څه نوي او مهم ټکي درلودل. په دغه کنفرانس کې اشرف غني د سولې په تړاو خپل صداقت وښود، له پاکستان او طالبانو سره یې د تېر په څېر بیا پر خبرو اترو ټینګار وکړ او دا چې څوک خبرو اترو ته نه حاضرېږي باید پرضد یې اقدامات وشي او د افغانستان د سولې او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کول، د تېرو تګلارو عنصرونه وو.

دا ځل يې په تګلاره کې نوي څېزونه د ګډ ګواښ (تروریزم) د له‌منځه وړلو په موخه امنیتي اېتلافونه رامنځته کول، د ملګرو ملتونو د تروریزم-ضد تګلارې عملي کول؛ او تر دغې پروسې لاندې اکاډمیک بحثونه پرمخ بېول وو.

که څه هم د کابل پروسه تر ډېره هغه وه، چې پورته بیان شوه؛ او افغان طالبانو د دې کرښو تر لیکلو پورې په دې تړاو کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې؛ خو بیا هم د طالبانو په رسمي وېب‌پاڼه کې په دې اړه یوه مقاله راغلې او هلته یې غبرګون منفي دی. په دغه لیکنه کې استدلال شوی، چې که څه هم غني د سولې غږ طالبانو ته کاوه؛ خو مخاطب یې پاکستان و. په وينا يې، دوی دې راوړاندې شي او د سولې لپاره دې افغان حکومت ته یو مېکانیزم ورکړي. دغه راز د اشرف غني پر لهجه او ځينو ټکو هم توندې نیوکې شوې او په پای کې يې دا پروسه د سولې راوستلو په موخه نه ده بللې.

45 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *