Categories

اعلان

Loading…

ټلواله؛ درد یې یوځای چیغي یې بل ځای/  لیکنه او شننه : قاضي نجیب الله جامع

له تېري یوی اونۍ راهیسته کابل یوځل بیا د شمالي ټلوالي د ګوندې پاټکیانو او لنډغرو له امله د ۹۰ کلونو حالت خپل کړي.

دوي د پلازمېني د وروستي خونړي پيښي له امله چې په پایله کښې یې د افغان ملت هره پرګنه د غم او ویر په ټغر کښینستله او عوامل یې هم د لومړینو شواهدو له مخي زموږ یو معلومالحال ګاونډې هیواد دي، د ولس او ملې مدنی خوځښتونو د تمه او آرادی پر خلاف، چې ملت باید پدغسی فجایعو کښې حتا تر وسلوال سیاسي اپوزیشن ( طالبانو )  پوری له یوې خوا یوه خوله او یو موټی پاتی شوي، او بل لور ته د خاینو هیوادونو او کړیو په وړاندی یوه ملی اجماع رامنځته شوی وای.

مګر دوی دغسې ونه کړل بلکې دغه پېښی ته یې لومړي قومی رنګ، بوی ورکړل او بیا یې د دوشنبه په ورځ د ټلواله د رهبرانو له لوری دا هرڅه د یوی خاصي ډلي، قوم او صمت د ګټو په محور داسي راخلاصه کړل چې دوی د ملی یوالی د شرکت په ۵۰٪ ونډه قانع نه دې بلکې دوی لکه د تنظیمی جګړو پر مهال چې د جبل سراج تړون یې په خپل سر مات کړل د حضرت صیب عبوری حکومت ته یې په توطیو د پای ټکې کیښود او د ربانی حکومت یې د ټلواله د مهمو عناصرو په رهبری وروسته له هغه چې مولوی خالص او مولوی محمدی یې بی واکه کړل او حکمتیار یې د ( کې جي بې ) او ( ام ای ۶ ) سره د څارګریزو معاملو په مټ څنډي ته کړل د سیاسي قدرت ( قومی او ګوندي انحصار) غواړي.

هغه انحصاري ولکه چې په  ۱۹۹۵ کال کښې پر کابل د طالبانو د شرعي حکومت پر مهال پایته ورسېده او هغوي وکولای شوی تر څو دغه فاسده حلقه د تاجکستان تر کولابه وځغعلوي.

مګر  تر دې وروسته دوی یوځل بیا د امریکا د بې ۵۲ الوتکو او ناټو د سوټې  په زور په ۲۰۰۱ کال کښې تکرار کړ، او عملا یې د پښتنو د نسلی تباهی او سیاسي کنټرول د دوام په موخه له امریکانو سره د  Military Technical Agreement (MTA) خاینانه او کرغېړن تړون لاسلیک کړ .

کوم تړون چې پر مټ یې امریکایانو ته د دې اجازه ورکوله ترڅو په پښتون میشتو سیمو کښې د طالب او ترهګر په نامو د خلګو کورونو ته د افغانانو د رواجونو او دودیزو عنعناتو پر خلاف ننوزی، بی ګناه کسان یرغمل کړي، خپل سری بمباری وکړی، لوټ یې کړې، په سپیانو یې وپلټی، د ګونټانامو او بګرام په څیر د وحشت اچونی او بربریت څخه ډک زندانونه پري ډک کړي او ترڅنګ یې د داسې بی حرمتیو او جنایتونو ښکار شي، هغه چې په لوی لاس د دې هیواد اکثریته او اصلي څښتنان پښتانه د نظام سره ټکر ته اړ کړي.

مګر اوس دغه خیالونه چې قومي لیږکۍ او ګوندي اردلیان دې د پردیو په دبې سیاسي واک انحصار کړې، اکثریت دې له خپل حق څخه بې برخې کړی، جګړې ته دې په سوله لومړیتوب ورکړې او هر څه ته دي د خپلو محدودو راډیکالو ګوندي، صمتی او قومي ګټو له تورو عینکو وګوري چې د دوشنبه په ورځ د شمالی ټلوالي د عناصرو غوښتنی عینی همدغه حقیقت  توجیح کوی پایته رسیدلی.

نور افغان ملت هیځ ډلې او کړي ته د دې اجازه او جراءت نه ورکوی چې څوک دې د ولس آراده د خپلو تاړاکګرو غوښتنو، چورمارو کړنو، تالان کونکو هیلو او شومو موخو په هدف یرغمل کړي.

افغان ولس ته نور دا د تعمل او منلو وړه نه دې چې یو شریر او فتنه پال اقلیت دې د پردیو په اشارو د افغانانو ګډ ارزښتونه او درنښتونه توهین کړي، ملی هویت دي وجاجوی، ځمکني بشپړتیا دې هر وخت چې یې زړه وی د نړیوالو اشغالګرو سره په دسسې د هغوی د نارواه جګړو او شیطانۍ لوبو په انډوخر بدل کړي او په پایله کښې دا چې د رزالت،ځان پالني او قدرت حوس یې حتا تر دې کچې پر حیوانی  خپلسریو بدل شی چې د ملت غمیز، ملی ماتمونه او دردونه دې د یوی حربي په توګه د خپلو قومی او تنظیمی ګټو د لاسته راوړلو په هدف وننګوي او د ډلګټو د  چیغو په پورته کولو دې له افغان غیور ملت څخه د ریښتینی بدلون او ملی غږونو چې پر ولسی باورونو او لومړیتبونو ولاړ دې مجال واخلی.

هغه څه چې د ټلوالي د تېری یوی اونۍ کړنی که د جمعه له تاو تریخجن او صمتی لاریون څخه راوخلی بیا د دوشنبی د ورځی تر ګوندی نه ملی دریځه او تر څنګ یې د کابل په بهیر کښې چې په ټوله معنا د افغان ولس پر بنسټیز لومړیتوب سوله ولاړ وو او هلته د صلاح الدین ربانی نه ګډون هم د همدغه درد یو ځای او چیغي بل ځای پیغام ورکوی.

په درناوی

63 total views, 2 views today

1 comment

  1. shahed Reply

    کږې خو لې سو ک سموي ، بس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *