Categories

اعلان

Loading…

ولسي جرګه د حکومت او اعتراض کوونکو منځګړتوب کوي

تاند- د ولسي جرګې غړي غواړي چې د حکومت او هغو اعتراض کوونکو منځګړتوب وکړي چې د کابل یو شمېر لارې یې په درولو خیمو بندې کړي او خلک یې له کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي غړیو د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل او وړاندیز یې وکړ چې د هیواد د امنیت او ثبات لپاره دې د وروستیو پېښو دقیقه څېړنه وشي او عاملان دې یې بې استثنا سزا وویني.

د کابل په ځینو مهمو چوکونو کې یو شمېر اعتراض کوونکو د اعتراض په دود خیمې درولي او وايي، تر څو چې د پلازمېنې د وروستیو خونړیو حملو په مخنیوي کې د پاتې راتلو او د تېرې جمعې په ورځ پر مظاهره چیانو د ډزو په خاطر ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار، د کابل د ګارنیزیون مشر او نور چارواکي برطرفه شوي نه وي، له اعتراضه لاس نه اخلي.

د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره د ولسمشر کتنه

اعتراض کوونکو، چې د احمد ضیا مسعود او لطیف پدرام په شان کسان یې مشري کوي، خپل اعتراض ته قومي بڼه ورکړې ده.

د جمعې د ورځې په مظاهره کې ۵ تنه مظاهره چیان ووژل شول او د ۱۹ پولیسو په شمول ۲۳ تنه نور ژوبل شول.

ولسي جرګې پرېکړه کړې چې په دې موضوع د بحث او څېړنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړي چې د هر ولایت یو استازی پکې ګډون ولري.

د ولسي جرګې اداري پلاوي ته ولسمشر غني ډاډ ورکړ، هرڅوک چې د تحقیقاتو په نتیجه کې ملامت وپېژندل شو، د هیواد د عدلي او قضايي اورګانونو له لوري به سزا ورکړای شي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که یې خپلې خیمې لیرې نه کړې قانوني چلند به ورسره وشي ځکه چې په خپل دې کار یې د خلکو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړی دی.

حاضردمه د کابل په ۵ برخو کې خیمې درول شوي خو په هره خیمه کې د ناستو کسانو شمېر تر ۵ کسانو نه اوړي.(عکس د یوې خیمې دی)

665 total views, 1 views today

9 comments

  1. شمس Reply

    دا افغانان خو دومره بی غیرته نه وه چه یو څو کسه یی ټول ښار محاصره کړی. انګریزانو روسانو چنګیزانو او داسی نورو ته نه یو ټيټ شوی خو دا یو څو بی پلاره د لاسه ټول وطن په تکلیف دی

  2. ببرک Reply

    دا افغانان خو دومره بی غیرته نه و خو پاکستان د اسی بیغیرته کړل!

  3. محمدربی آماج Reply

    د جمیعت لنډه غر اوس غواړی چی پدی لاره د لاسه تللی امتیازونه اوګټي بیرته تر لاسه کړی،نور د دوی لمنه باد پورته کړیده او ټول سیاسی کرغیړن مستورات یی برالا شویدی دلته هغه پښتو متل صدق کوی چی وایی: د ګیدړی چی مرګ راشی نوښار ته مخه کړی. نوموړی ستمی ډلی ټپلی چی د امریکی د ستراژیکی سهوی پّه پایله کی د نیم ژواندی حالت نه بیرته واک ته ورسیدل او د بی حسابه ډالرو پّوجه یی فرعونی ته ملا تړلی ده اوس یی نو د اولس برمته کیدو ته ملا تړلي ده حکومت کولۍ شی د قانون په رڼا د عامه نظم ګډوډولو او د عامو خلکوته د ستونځو جوړولو تر مادی لاندی دوی توقیف اوعمل یی بند کړی.

  4. احمد بریال Reply

    ولسي جرګه دغو انارشیستانو غوښتنو ته یو ډول رسمیت او قانونیت ورکوي. که د دغو لنډغرانومخه ژر ونه نیول شي، دغه غیر مسوول کسان به د کابل ښاریانو ژوند نور هم ورتریخ کړي. که څه هم د دوی دغه غیر انسانی او غیر قانونی غوښتنې به له دوي نه د نورې کرکې او نفرت سبب شي او په راتلونکو انتخاباتو کې پارلمان او حکومت ته د دوی د رسېدو چانس ناممکن کړي ، خو عجالتا د کابل ښاریانو ته به د مشکلاتو او ستونزو د ډېرېدو سبب شی.
    د نړې په کوم هېواد کې مظاهره چیانو لارې بندې کړی او د ترافیک د تګ راتګ مخه یی نېولې ده؟
    هېله ده ټول سیاسي ګوندونه ، مدني ټولنې او فعالین د دغو غیر انسانی کړنو مخه ونیسی له دوی سره خپل مخالفت اعلان کړي.

  5. پلوشه Reply

    زه فکر کوم چئ دغه خلکو ته چې تاسې لنډه غر وایئ هغه کسان دي چې ټول افغانان یي د طالبانو له شره خلاص کړل حال داچی نور اقوام یا به له ډاره یا د پیسو په خاطر له طالبانو او پاکستان څخه ملاتړ کوله او دا لکه د امریکې تور پوستان دي چې د سپین پوستانو له زور زیاتی او بد رد ویل او حق نه وکولو په تنګ راغلي. او نور اقوام چي دا حال یی نه وو لیدلی اوس وارخطا دي ، لږ سر مو ګریوان ته کئ انتحار څوک کوي؟ آیا له همدي قومه څخه دي چې خیمې یې درولی؟ ولی تاسې په دې غم کې ځان شریک ڼه ګڼئ؟
    انتقاد کول آسانه ده، ځان خرڅول په امریکا او روس او پاکستان آسانه ده، نورو ته بد رد ویل لندهغر ویل آسانه ده، خو د خلکو سره هم غږئ د هر بی غیرت کار نه ده..

    1. Muhammad asif Minawal Reply

      بی شکه

      1. احمد جلال Reply

        جناب پلوشه خوری زه ستاسو سره په دی شرط موافق یم چی که تاسو او یا هم همدغه کسان چی تاسو یی دفاع کوی یوه ورځ د هرات د شیندد د ولسوالی او یا هم د ننګرهار د هسکی مینی د واده پر بماری همداسی غمازی ښکاره کړی وای او یا مو د د نور ولایاتو په هماننده حملو همداسی غګ پورته کړی وای نو ته او خدای چی دوی په ریشتیا دخلکو په خاطر دا کارونه کوی او که دوی د قدرت تګی دی تاسو لګ سوچ وکړی دوی ولی د شاشهید د حملی په خاطر چی دوی د همدی حکومت په رآس کی قرار لرلو داسی مدنی حرکتونه نه کول دا تروریستی حملی چی د ناصالح په وخت کی کیدلی ولی چا دا غګ پورته نه کړ دا ټول خرڅ شوی خلک دی که مکل معلومات نه تری لری دفاع یی مه کوه

  6. خالده افغان Reply

    وائي چې غوا توره پۍ ئې سپینې! هغه وخت رارسیدلئ چې د افغان ماشوم اوس په وروڼي کې پوهیږي چې:غل، غل دۍ اوکه کاروان درواغ وائي؟ هغو جنایتکاروکړیو چې د امریکې او روس په ډالرو ئې ایمان راوړاو د قرآن په ځای ئې د ډالرو ډيپلومات په تخرګه کې ټییګ ونیوه، ښکاري چې نن ورځ ئې بیا ګټه په خطر کې ده۰ دغه د روسانولاسپوڅکي شوراې نظاراو چاقوبازان او د امریکې ګوډاګیان (جان کیريان)چې زموږ په میلیونونو ولس ئې شهید، زخمي، بې کوره او لالهانده کړ، او په دې روژه کې د خلکو د تنګولوسبب ګرځي، دوۍ که لنډه غر نه دي نو څه دي؟ دوې که د دین او دنیا مخ توري نه دي، نو څوک به وي؟
    نن ئې خیمې وهلي، که بیائې ډالر ونه لیدل، نو غرو ته خیژي، لکه د پخوا په څیر۰ پکول پوشانِ نیکتای دار۰ جمعیت اسلامي بې ریش وتفنګدار۰ فروختن دین ومذهب را به دالــــــــــر و روبــلـــــو، کــــلــــــدار۰

  7. خالده افغان Reply

    که زه د ولس مشرپه ځای وای، دغه شوراګانې او شورواګانې مې د دوکلو دپاره لغوه کولې۰ داټول وخت ضایع کول او اضافي مصرفونه دي۰ ولس د لوږې مري او شوراګانې دې شوروا وهي۰
    مور ئې په کلي درویزه کا ــ»«ــ لور ئې چارک امیل په غاړه ګرځوینه

Leave a Reply to خالده افغان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2