Categories

اعلان

Loading…

مظاهرې ولې په تاوتريخوالي اوړي؟/ سپين روان نورزی

تقريباً له تيرو دريو کلونو را په دې خوا دا دريم لوي ولسي لاريون دی چې په وينو سور کېږي.

په لومړي ځل په خوست ولايت کې د ۱۳۹۴ کال د وري ( حمل) مياشتې په ديارلسمه نېټه په هغه لاريون ځانمرګی بريد وشو چې د فساد پر ضد را بلل شوی و، په دويم ځل په ۱۳۹۴ کال د لړم ( عقرب) په مياشت کې، هغه ولسي لاريون چې په زابل ولايت کې د عامو مسافرو د سرونو پرېکېدو په غبرګون کې شوی و، په وروستيو کې په تاوتريخوالي بدل شو او ځينې افراد په کې ژوبل شول، د ۱۳۹۵ کال د زمري ( اسد) په دويمه د روښنايۍ په نوم لاريون باندې ځانمرګی بريد وشو چې ډېر شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، له دې وړاندې وخت په وخت په قندهار، پلازمېنه کابل، زابل او يو شمېر نورو سيمو کې لاريونه په شکل د اشکالو په وينو سره شوي دي، چې وروستی هغه يې د روان کال د غبرګولې ( جوزا) مياشتې د دولسمې نېټې لاريون و چې تقريباً اوه کسان په کې ووژل شول او له له امنيتي کسانو سره خوا کې له شلو ډېر په کې ژوبل شول.

پوښتنه په دې ځای کې کېده چې ولې په دې هېواد کې لاريونونه په وينو سره کېږي؟

د افغانستان د اساسي قانون شپږ ديرشمه ماده حکم کوي:” د افغانستان اتباع حق لري چې د روا او سوله ييزو غوښتنو د تامين لپاره له قانون سره سم بې وسلې غونډې او مظاهرې وکړي. ”   په قانوني لحاظ خو دلته کومه ستونزه نه شته يانې په قانوني مسايلو کې مظاهرې جواز لري، خو دا قانوني عمل ولې په تاوتريخوالي اوړي او يا ولې د بريدونو ښکار ګرځي چې دا پوښتنه بېلا بېل لاملونه لري، خو تر ټولو لوی لامل يې فرهنګي تاخر دی، يانې د مظاهرو مادي فرهنګ شته ولې غير مادي فرهنګ يې چې دا دواړه لازم او ملزوم دي نشته.

په ولسي مبارزه کې تر ټولو تقريباً وروستۍ او اغېزمنه وسيله مظاهرې او لاريونونه دي، خو دا وسيله نسبت نورو تکتيکونو ته ډېره خطرناک هم ده، په همدې وجه دا تکتيک ډېر چمتوالي او امادګۍ ته اړتيا لري.

په ډېری سيمو په ځانګړي ډول د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې له جګړو نوي راوتلي او ولسواکي په کې لا د ازمويښت په پړاو کې ده، د مظاهرې په اړه داسې تصور شتون لري چې ګواکې دا د غچ اخيستلو لاره ده، په همدې وجه لاريون کونکي تل فکر کوي چې د حکومت مامورين په ځانګړي ډول نظامي کسان د دوی دښمنان دي او د دوی د ټولو فعاليتونو مخه دوی نيولې ده، برعکس نظاميان داسې فکر کوي چې لاريون کونکي باغيان دي په ډېر کوچني حرکت هم بايد په مقابل کې يې د دښمن په څېر غبرګون ښکاره کړي، او يا لاريون د نورو دښمنانو ښکار ګرځي، دا ځکه چې دلته نه مظاهره کونکي د مظاهرې په هغو اصولو پوهېږي او يا عمل نه پرې کوي چې ورته اړتيا ده او نه سرتيري د هغو اصولو پابند دي کومو ته يې چې اړتيا ده.

په نړيوالو اصولو او د افغانستان په قوانينو کې د مظاهرې لپاره ځينې اصول شته که چېرې هغه په نظر کې ونيول شي ښايي هغه ستونزې چې اوس د مظاهرو پرمهال پېښېږي مخنيوی يې وشي.

کله چې مظاهرې ته اړتيا پيدا شي بايد څلرويشت ساعته مخکې امنيتي ارګانونو په جريان کې واچول شي او دا ورته څرګنده شي چې له کوم ځای نه تر کوم ځای پورې مظاهره کونکي ځي، يانې په کوم ځای کې مظاهره پيليږي او تر کوم ځای پورې دوام کوي، څومره خلک په دې مظاهره کې ګډون کوي، له څو بجو پيليږي او په څو بجو پای مومي او موخه يې څه ده.

کله چې په دې مسايلو امنيتي مسؤلين خبر شي، امنيتي مسؤلين مجبور او مکلف دي چې د همدې خبرداري په نظر کې نيولو سره ټول امنيتي امکانات په کار واچوي ترڅو مظاهره په سوله ييزه بڼه پای ته ورسيږي، دوی له دې سره کار نه لري چې څوک په کې زندباد کېږي او څوک په کې مرده باد کېږي يوازې او يوازې دوی د امنيت ساتلو مسؤليت لري.

مظاهره چيان کله چې مظاهره پيلوي بايد مخکې له مخکې يې ځينې تدابير نيولي وي، د بېلګې په توګه:

۱– ټول خلک بايد يوه خوله وي يانې داسې نه وي چې هر سړی يې په خپل سر کشکوي.

۲- ځای بايد خوندي وي، داسې سيمه نه وي چې په هغه کې عادي ګرځېدل هم ممنوع وي او يا داسې سيمه وي چې د دښمن تر تهديد لاندې وي.

۳- په مظاهره چيانو سربيره په هغه سيمه کې د نورو خلکو امنيت او خونديتوب ته هم بايد پام وشي، يانې داسې نه چې مظاهره چيان يو دم مظاهره خوشي کړي يا د خلکو شتمنۍ چور کړي او يا چا ته ځاني زيان واړوي.

۴- مسؤليتونه بايد وويشل شي، هر چا ته مشخصه دنده ورکړل شي ترڅو د مديريت ستونزه پېښه نه شي او د مظاهرې جريان له اخلال سره مخامخ نه شي.

۵- دا ډېره ګرانه ده چې سل، دوه سوه، پنځوسوه، زر تنه او يا له دې ډېر د پنځو او يا لس تنو له خوا اداره شي په همدې اساس بايد ټوله مظاهره په وړو وړو ګروپونو وويشل شي او هر لس نفري يا پنځه نفري ګروپ يو مشر ولري، د هر ګروپ مشر بايد هره ګړۍ له نورو مشرانو سره په تماس کې وي، ترڅو د مظاهرې په جريان کې پردي او يا موقعې طلبه افراد داخل نه شي.

۶- که چېرې تخريب رامنځته شي بايد په هماغه شېبه مظاهره و درول شي، د مديره ډلې له خوا مظاهره ختمه اعلان شي او خلک خواره کړي.

۷- بايد طبي ګروپ موجود وي که چېرې څو يو دم ناروغه شي او يا ټپي شي چې لاس په لاس ورسره لومړنۍ مرستې وکړي ترڅو د تلف کېدو مخه يې ونيول شي.

که چېرې دا مسايل د دواړو لوريو له خوا د مظاهرې پر مهال په نظر کې ونيول شي هغه ستونزې چې د مظاهرو پرمهال پېښيږي مخه به يې نيول شوي وي.

1396-3-14

2017-6-4

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *