Categories

اعلان

Loading…

هغه ۵ تېروتنې چې بریالي خلک یې نه تکراروي

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل

ټول تېروتنه کوي خو ټول ترې درس نه اخلي، ځینې خلک یوه تېروتنه په بار بار ترسره کوي خو چې کله پرمختګ نه کوي پدې نه پوهیږي چې د نه پرمختګ دلیل یې څه دی؟ دوی ته په تېروتنو اقرار سخت کار بریښي، دوي فکر کوي چې د تېروتنو په منلو د انسان ارزښت کمیږي چې همدا فکر یې د پرمختګ په لار کې خنډونه جوړوي، نویو څېړونو ثابته کړې هغه کسان چې خپلې تېروتنې په ورین تندي مني تکرار تېروتنې نه کوي.

تېروتنې ټولې د بښنې وړ دي خو پدې شرط چې څوک یې د منلو جرئت ولري.

څېړونکي وايي یوه ډله خلک چې تېروتنه کوي وايي(هېر یې کړه، ما هېڅکله دا کار پرته له تېروتنو نه دی ترسره کړی.)  بله ډله چې تېروتنه کوي هغوی وايي(ښه وشوه، نور به پام کوم څو بیا یې تکرار نه کړم) د څېړونکو په وینا دویمه ډله خلک کټونکي دي ځکه دوي چې کله خپلو تېروتنو ته پام کوي وخت یې سپما کیږي او کړې تېروتنې په کټه تمامیږي.

هغه خلک چې د بریا فکر په سر کې لري هغوي له تېروتنې درس اخلي او په راتلونکي کې یې د تکرار مخه نیسي. بریالي خلک پدې باور دي چې هېڅ انسان له خطا او تېروتنې خالي نه دی خو هر انسان باید یوه تېروتنه یو ځل وکړي نه په ځلونو  د تېروتنو تکرار د انسان د ماتې ستر لامل دی.

کله چې یوه تېروتنه تکراریږي هغه تېروتنه نه ده بلکې هغه تصمیم او اراده ده.

دلته د هغو تېروتنو یادونه کوو چې ټول یې کوي خو بریالی خلک یوازې یوځل کوي.

۱: د فریبکارو خلکو ملګرتیا

بریالي خلک دویم ځل فریب نه خوري، چا یې چې باور مات کړی پر هغه بیا باور نه کوي، له فریبکاره او درواغجنو خلکو سره اړیکې پرېکوي هېڅکله بیا د هغوي پر خوا نه ورځي، بریالي خلک وايي(درواغجن او فریبکاره خلک د چا په ژوند کې مثبت رول نشي لوبولی، ښه داده چې لار ترې بېله شي).

۲: ډېر لګښت

بریالي خلک نه غواړي تر یو ځل زیات له مالي ستونزو سره مخ شي، هغوي له عایدو کم لګښت کوي، بریالي خلک مالي  آزادي لري خو پیسې د اړتیا مطابق مصرفوي هغوي هېڅکله هغه څېزونه نه پېري چې اړتیا ورته نه لري، دوي بانکي حساب لري چې خپلې اضافي پیسې همالته سپما کوي.

۳: له نورو د ښو تمه

له هره چا د ښېکڼې او نیکۍ تمه کول لویه تېروتنه ده خو بریالي خلک دا تېروتنه یو ځل کوي، دوي پدې پوهیږي چې له هر چا د ښو تمه یې د خفګان او وروسته پاتې کېدو لامل کیږي، بریالي خلک تل له نورو سره ښه کوي حتا که مقابل لوری ورسره بد هم کوي هغوي له خلکو سره پدې خاطر ښېګڼه نه کوي چې دوی هم په راتلونکي کې ورسره ښه وکړي بلکې دا خپل مسولیت او دنده بولي.

۴: د ټولو راضي کول هڅه

د ټولو راضي ساتل ستونزمن کار دی، هېڅوک پردې نه دي توانېدلي چې ټول یې راضي او خوشاله کړي وي، څوک چې د ټولو د راضي کولو هڅه کوي هغوي ځان خفه کوي،  د نورو د خوشالۍ په خاطر ځان خفه کول لویه تېروته ده خو بریالي خلک دا تېروتنه نه تکراروي هغوي پدې باوري دي چې د ټولو د راضي کولو هڅه پرته له دې چې زموږ د خفګان سبب شي بله کټه نه لري.

۵: د نورو د بدلون هڅه

انسان تر هغه بدلون نه کوي څو چې په خپله د بلون لپاره لاس په کار نشي، د هغو خلکو بدلون ستونزمن کار دی چې نه غواړي بدلون وکړي، بریالي خلک دې ستونزمن کار ته اوږه نه ورکوي ځکه پوهیږې چې پدې نشي بریالي کېدای چې د هغوي په ژوند کې بدلون راولي هغوي شاو خوا خلک داسې مني څنګه چې دي.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *