Categories

اعلان

Loading…

د (كه په ميوند كې شهيد نه شوې) كتاب د دريو پاڼو په هکله

احسان الله ارينزی – 

 زموږ د هېواد پياوړى شاعر او محقق ښاغلى واصف باختري، چې اوس – اوس د امريكا په متحده ايالاتو كې د پرديسۍ شپې – ورځې تېروي، يو وخت ماته ويلي و چې د ختيځې نړۍ په فرهنګي كړيو كې ځنې داسې ستونزې شته چې لويديځوال يې نه لري. ده به د بيلگی په توګه تل داخبره كوله چې په افغانستان كې ډېر ځوان شاعران او ليكوال د ډېرو كتابونو د خپرولو په ناروغۍ اخته دي، په داسې حال كې چې په لويديځ كې ډېر معاصر شاعران، ليكوال او نور هنرمندان د كاذب شهرت په ځاى د خپلو تخليقي آثارو منځپانګې ته ډېر ارزښت وركوي او د نويو برياليتوبونو له پاره زيار باسي.

  باختري صاحب به ويل چې په افغانستان كې ځنې كسان غواړي چې د خپلو كتابونو يا كتابګوټو د شمېر په زياتولو سره، ځانونه په خلكو وپېژني. رښتيا خبره دا ده چې په ځينو هېوادونو او په تېره بیا افغانستان كې داسې نوميالي كسان شته يا، وو، چې يوازې څو مقالې او يا د ګوتو په شمار كتابونه يې يكلى دي.

  دې حضراتو چې په خپلو ليكنو كې يې د څومره والي (كميت) په پرتله څرنګوالى (كيفيت) ته ارزښت وركړى، داسې څه ليكلي او خپاره كړي چې په ليكلو او لوستلو ارزي او كلونه – كلونه به په خپلو ليكنو ژوندي پاته وي او خك به يې اثار په ډېره مينه لولي.

  ارواښاد پوهاند  عبدالشكور رشاد زموږ د سيمې وتلى عالم، شاعر او محقق و. هېڅوك د هغه جناب له پنځوس كلنې مطالعې او تجربې څخه سترګې نه شي پټولاى. دغه نوميالى پوهاند يوازې د ګوتو په شمار كتابونه لري!! ارواښاد استادمحمدصديق روهي، پوهاند سرور همايون، ارواښاد ډاكترجاويد، استاد واصف باختري، ارواښاد استاد الهام او ځنې نور د هغه حضراتو له ډلې څخه دي چې څو محدود كتابونه يې خپاره كړي، بله خوا بيا داسې تنكي زلمیان او پاخه خلک پيدا شوي چې غواړي هره ورځ يو كتاب وليكي! دريغې چې دې حضراتو دا كتابونه د ځانونو له پاره ليكلى او په خپلو كورونو كې يې خوندي كولاى او د نورو خلكو وختونه يې نه ضايع كولاى..

  ځينې دا شاعران او ليكوال دومره بيړه كوي چې ځينې خپل (آثار) د سمون له پاره هم دوهم ځل نه لولي او سمدلاسه يې د خپلو هغه خپلوانو يا ملګرو په مالي مرسته چې نن سبا شتمن شوي چاپوي او په دې توګه زموږ ژبې او فرهنګ ته درانده زيانونه اړوي.

  دغه ښاغلي تخصص نه مني، دوى هم شاعران دي او هم كره كتونكي، هم محقيقين دي او هم مصنفين، هم اديبان دي او هم مؤرخين، هم ژورنالستان او…. كېداى شي چې موږ په رښتيا هم داسې تكړه او ښاغلي كسان ولرو چې په ډېرو چارو لاسبري وي، خو له دې واقعيت څخه هم سترګې نه شي پټېداى چې دا كار د ډګر د پراخوالى او د تخصص د نشتوالي يا كموالي له امله، د آثارو ماهيت، منځپانګې او څرنګوالي ته ډېر زيان رسولاى شي.

  دا سريزه د ښاغلي لال پاچا آزمون د يوه كتاب د دريو پاڼو په هكله څه ليكلو ته لاره پرانزي. دا كتاب (كه په ميوند کې شهيد نه شوې) نومي چې په كال 1379 هـ ش كې، د (پښتويون) خپرندويي ټولنې له خوا، 500 ټوكه، د ښاغلي لطيف جان بابي په مالي مرسته، په پېښور كې خپور شوى.

  دا يونليك (سفرنامه) له ننګرهاره (تل بهاره) پيل كېږي او په كندهار (شاهي ښار) پاى ته رسي. د كتاب د متن سرليکونه  داسې دي: له تل بهاره تر شاهي ښاره، پېريانو ته غزنى څه شى دى؟ د قره باغ سهارنۍ، بابا بابا نارې وهي تا رانه غواړي، ياره زابل ته كډې لاړې، كندهار مې د ابا په قباله دى، زيارت كومه د خرقې او د بابا، د چهل زينې په سر كې درته ولاړ يم، د شملې سيورى ته ټوله يې جرګه ده، يو قتل يو اوږد انتظار، كه په ميوند كې شهيد نه شوې، شپه ده د نكريزو، د ارغنداو ښكلې دره ده، د سور زمري بابا زيارت كې د صابرشاه ګوتوكړل ټول خواره قومونه او آخر يې مه كړې د ځوانانو مجلسونه.

  ليكوال د خپل يونليك د متن د لا ښايست له پاره ځاى – ځاى شعرونه هم راوړي. دا شعرونه كله نا كله له موضوع سره اړخ لګوي او كله نا كله پردي يسي. سربېره په دې ښاغلي ليكوال دا كتاب د ځان او په هغه سفر كې د خپلو نورو ملګرو د څو عكسونو په چاپولو نور هم ښايسته كړى!

  زه د ادبي تيورۍ له مخې د يونليك په هكله ډېر معلومات نه لرم. له همدې امله نه غواړم چې د دې كتاب په هكله بشپړه كره كتنه وليكم. كېداى شي چې د صلاحيت خاوندانو به دا كار كړى وي او يا يې وكړي، خو دومره ويلاى شم چې ليكوال معمولاً بېلا بېلو سيمو ته د خپل سفر په ترڅ كې د همدې سيمو د تاريخي، جغرافيايي، اقتصادي، ټولنېزې او فرهنګي پېژندګلوي له پاره يونليكونه ليكي. ليكوال معمولاً غواړي چې خپلو لوستونكو ته هغه سيمې او خلك وروپېژني چې هغوى نه دي ليدلي او راتلونكو نسلونو ته د يوې ټاكلې سيمې او د هغه ځاى د خلكو د اوسني ژوند- ژواك رښتينى انځور وباسي او په كتابونو كې يې خوندي كړي.

په دې ډول ليكنو كې ليكوال هڅه كوي هغه لوستونكو ته يو څه ووايي چې له مطلوبې سيمې څخه په سلګونو كيلومتره ليرې اوسي او يا وروسته زېږي. دا ليكوال د هغه سيمې د طبيعت، تاريخي پېژندګلوئ، خلكو، دود، دستور، ليكلي يا شفاهي ادب، خوشاليو، غمونو، كار، روزګار، اقتصاد او … په هكله په خوږه ژبه معلومات ټولوي چې دى پرې تېرېږي. داسې ليكوال ته ښايي چې د مطلوبو سيمو او خلكو په هكله پوره يا لږ تر لږه يو څه مطالعه ولري.

  كه داسې نه وي پټه خوله افضله ده. وګورئ د هغو چينايي سيلانيانو معلومات چې څو پېړۍ مخكې د ورېښمو په لار تېر شوي، اوس هم د مؤرخينو او محققينو له پاره په زړه پورې او د اعتبار وړ دي او له هغو څخه د تاريخي، اتنوګرافيكي او سيمه یيزه څېړنو د منابعو په توګه كار اخيستل كېږي.

  لكه مو چې مخكې هم وليكل (كه په ميوند كې شهيد نه شوې) كتاب له ننګرهاره پيل كېږي. ليكوال له ننګرهار څخه كابل ته او بيا د وردګو په لار كندهار ته ځي. ليكوال د خپل كتاب په 14-18 مخونو كې د وردګو او د دوى د سيمې په هكله خبرې كوي. ليكوال په 15 پاڼه كې د شيخ آباد سيمې ته رسي، د 16 مخ په پيل كې دى له شيخ آباده (سترګې پوپناه كوي) او د لوګر په دورايي (په اصل كې د تنګي دوه لاره) باندې (سترګې خوږوي). درې كرښې وروسته ليكوال د سيدآباد په سيمه (سلام اچوي) او ليكي: (… په دې وخت كې هغه د وردګي وړانديز راياد شو چې د وخت پاچا ته يې كړى و: پاچا صيب د افغانستان پايتخت بايد سيدآباد شي. د پامير سيلما(سينما) موږ راوړو. زموږ سړكونه بايد كاه ګل شي او بامونه مو پاخه شي.. ملامت نه و چې خپل بامونه يې قير كول، ځكه له واورې نه په تنګ وو. د پاچا هركلی يې په منظومه ژبه كړی و او خپل آدرس يې هم وركړى و:

  وردګ ته په خير راغلې، سيدآباد مى ده آدرس  =  ډان ډان ډس

( تر پای پورې)

  دلته ښاغلى ليكوال د پاچا د ناظم له خولې، پاسنى په اصطلاح وردګ شاعر ته د كوڅې او بازار د هلكانو په سويه كنځلې كوي. له دې وروسته ليكوال بيا هغه شعرګوټى (!) هم رااخلي چې د ده په قول همغه شاعر د وخت لومړي وزير ته اورولى و.

  زه نه غواړم چې د دې شعرګوټي په نقلولو سره د ګرانو لوستونكو وخت ضايع كړم.

  ليكوال وروسته ليكي: (… د وردګو ننداره مو له لرې لرې د سترګو په كونجو كې هم وكړه) او د سالارو دكانونو ته رسېږي. په سالارو كې لمونځ كوي، چاى څښی، بادرنګ خوري او بيا د غزني په لور (يون پيل كوي).

  ليكوال غزني ته په لاره كې يو ځاى ليكي چې (… يوازې زه او موټروان وېښ وو. هغه دې خير اوسي يو نيم ځاى به يې راښوده(!).

  رښتيا دا خبره رانه هېره نه شي كله چې همغه وخت دا كتاب كابل ته راورسېد، په كابل پوهنتون كې د وردګو د ځوانو محصلينو له سخت غبرګون سره مخامخ  شو او خبره د كتاب تر سوزيدنګ پورې ورسېده. هغه ځوانانو چې تمه درلوده د ښاغلي ليكوال په يونليك كې د خپل ځان او خپلې سيمې د تېر، حال او راتلونكي رښتني انځور يا د خپل پلار او نيكه هسكه شمله وګوري يا د پرديو په وړاندې د زرګونو شهيدانو نيمګړو ارمانونو ته پكې وژاړي او يا د ليكوال په مرسته خپل ځان او خپله سيمه ښه وپېژني، ناڅاپه له كنځلوسره مخامخ كېږي او خپله ګوته په غاښ چيچي.

  دې محصلينو اوريدلي وو چې خلك د كتابونو د ليكلو له پاره په مياشتو مياشتو او (لكه ارواښاد استاد رشاد غوندې) په كلونو – كلونو تيارى نيسي، كتابونه ګوري، كتابتونو ته ځي، شپه او ورځ كار كوي او د خپلو سترګو د ځير د كمولو په بيه نورو ته په لاره كې مشالونه ږدي. زه د دغه ښاغلي ليكوال سره موافق نه يم چې كله د يوې سيمې په هكله د څه ليكلو نيت لري(د سترګو په كونجونو كې) ورته ګوري او په ډېره بېړه (سترګې ترې پوپنا كوي) او د معلوماتو يوازنى منبع يې هم خوبولى (موټروان) وي! موټروان د يوه زياركښ انسان په توګه د قدر وړ دى، خو څوك چې د موټروان د معلوماتو له مخې كتاب ليكي، هغه به داسې يو شى وي لكه (كه په ميوند كې شهيد نه شوې)!!!

  زه د حسيب الله په نامه يوديارلس كلن زوى لرم. پنځه كاله مخكې چې زه په كابل او پېښور كې د نړۍ د هېندارې د دايرة المعارف ګوټي د لومړي ټوك (آسيا) په ليكلو بوخت وم، يوه ورځ حسيب الله له ما څخه پوښتنه وكړه چې پلاره! دا ته څه كوې چې ناست يې او كتابونه اړوي رااړوې؟ ما ورته وويل چې بچيه زه كتاب ليكم! ده وخندل او وې ويل چې سخت كارونه په ما كوې او آسانه دې ځان ته نيولي دي!

يو بل ماخستن د پېښور په يوه ډېره توده شپه كې، زه د ستورو په ننداره بوخت وم چې حسيب الله برنډې ته راغی. دى هم آسمان ته ځير شو. لكه چې همغه اونۍ يې په ښوونځي كې د زمكې، سپوږمۍ او لمر په هكله څه لوستي وو. ده له ما څخه پوښتنه وكړه چې پلاره دا ستوري ولې دومره كوچني دي؟ ما چې د پېښور په هغه توده شپه كې د ځواب وركولو حوصله نه درلوده، ورته ومې وويل چې دا د كوم چا د تسبيحو شيندل شوې دانې دي! دى لږ موسكى شو. بيا يې پوښتنه وكړه چې لمر ګرځي او كه ولاړ دى؟ ما فكر وكړ چې د لمر د سكون خبره د ده له پاره ډېره درنه ده، ځكه مې ورته وويل چې لمر هر سهار خېژي او مازديګر پرېوزي!

  زما پام و چې دغه كمكي زده كوونكي ځان خندا ته برابراوه. د ده درېيمې پوښتنې زما حوصله ختمه كړه: پلاره زمكه ګرده ده كه پلنه؟ ما ورته وويل چې پلنه!!

حسيب الله په زوره وخندل او وې ويل: پلاره دومره چې نه پوهېږې بيا ولې كتابونه ليكې؟!… او زياته يې كړه: پرېږده چې پاتې كتاب زه وليكم!

  زه ګومان كوم چې د كتابونو د ليكلو په برخه كې زموږ ځنې ښاغلي مولفين او ليكوال او هغه كمكي زده كوونكي يو شان نظر لري. هغه وايي چې سخت كارونه په ما كوې او آسانه دې ځان ته نيولي دي! او دغه ښاغلي ليكوال د سترګو له كونجونو څخه يوې سيمې ته وګوري او بيا د (موټروان) د معلوماتو له مخې يونليك ليكي!

  زموږ دغه ښاغلى ليكوال ښه پوهېږي چې اوس – اوس د ده او د ده د آثارو د لوستونكو وخت ډېر ارزښت لري او د سرو زرو په تله تلل كېږي. اوس هغه وخت تېر شوى دى چې خلكو به ويل چې هر كتاب په يو ځل لوستلو ارزي. اوس داسې وخت راغلى دى چې ځنې كتابونه بايد لس ځلې ولوستل شي، خو ځنې نور د پاڼې په اړولو هم نه ارزي.

  په دې كتاب كې هرې سيمې ته ډېر سرسري نظر شوى دى. د كندهار په برخه كې خو داسې څه ليكل شوي دي چې د هغه مېلمه پالو خكو له خورا درنې مېلمه پالنې سره هېڅ اړخ نه لګوي. په هر صورت ماته داسې ښكاري چې ښاغلي ليكوال دا كتاب په يوه ورځ يا يوه اوونۍ كې بشپړ كړى او بله ورځ يې د يوه كاذب شهرت د ګټلو له پاره چاپ كړى دى.

اوس راځو هغه مسلې ته چې په اروپا او امريكا كې مېشت افغانان بايد د خپلو پېسو د لګولو په برخه كې ډېر مسوولانه ګام واخلي. د (كه په ميوند كې شهيد نه شوې) د چاپ لګښت ښاغلي عبدالطيف بابي وركړى دى.

د ده دې كورودان وي؛ خو دى په نيويارک كې په دې ښه پوهېږي چې هغه وطنونه ساينس او تكنالوژي آباد كړي دي، نه يونليكونو! د ښاغلي بابي پيسې تر هغه وخته پورې چې د ده په جېب كې پرتې دي، د ده شخصي پانګه بلل كېږي؛ خو كله چې دا پيسې د كتاب د چاپولو له پاره بېلېږي، زموږ ټولو حق بلل كېږي او په مصرف کې یې مسوولیت لرو.

ښاغلي بابي په داسې يوه ټولنه كې اوسي چې ماشومان يې په كمپيوټر او انټرنيټ لوبې كوي، خو په موږ باندې يو نليكونه لولي! ښاغلي بابي دې هملته ساينسي، هنري او ادبي كتابونه وژباړي چې موږ ورته ووايو شاباسې!

په پښتو ژبه كې د ساينس او معاصرو پوهنو او هنرونو ونډه هسې هم په هېڅ حساب ده، هغه ښاغلي پښتانه فرهنګيان چې په لويديځ كې استوګن دي، د پښتو په دې كمبود ښه پوهېږي او په كار ده چې د هغې د پوره كولو له پاره مټې راونغاړي.

  ښاغلي ليكوال خپل كتاب هم ښاغلي بابي ته اهدا كړى دى:

(پښتو پال چـې منور وي           ; دا ځوان قام ته ګټور وي)           

(دا غږ د هغه چا دى چې په رښتيني توګه يې د پښتوپالنې ته مټې بډ وهلې دي. ساه يې پښتو ده، د ژوند خواږه د پښتو په ويلو، ليكلو او وستلو كې ويني. د پښتو ستي ليكوال او منلى دوست لطيف جان بابى يادوم چې د دې يونليك په خپراوي او لورېينې يې زما قلم نور هم ليك ته وهڅاوه. خداى دې ژوند وركړي).

  هغه د كابليانو خبره (مه توره حاجي ميګوم تومره). دلته ګورو چې خبره تر حاجي هم تېره شوې ده او ښاغلي ليكوال د شيخ او كربلايي او زوار مرتبې ټولې په يو ځل په ښاغلي بابي لورولې دي. د ښاغلي بابي دې د دغه سخاوت په وجه كور ودان وي؛ خو موږ له ښاغلي بابي څخه علم غواړو، انټرنيټ غواړو، طب غواړو، انجينيري غواړو، اقتصادي علوم غواړو، نړېوال ادبيات غواړو، هنر غواړو… كه داسې نه کېږي؛ نو خپلې پيسې دې كرارې په جېب كې وساتي او د دې وطن په پرهرونو دې نورې مالګینې پټۍ نه ږدي .

  ورته ګيله له خپروندويه ټولنې (پښتو يون) څخه هم كوو چې د 21 پېړۍ د تكنالوژۍ د معجزاتو په عصر كې موږ ته يونليك خپروي. پښتو يون بايد په دې پوه شي چې دا ټوكر – ټوكر وطن او پرهر – پرهر خلك مرهمونو ته اړتيا لري نه زهرو ته!.

  په پاى كې محترم ليكوال ښاغلي لال پاچا آزمون ته له لوى خداى(ج) څخه د ډېر عمر، ښې روغتيا او وطن ته د اغېزمن او ګټور فرهنګي هيله كوم. موږ د افغانستان لیکوال او يا د دغه درانده كار مبتدي شاګردان بايد د نورو خبرو او نظرياتو ته د قدر په سترګه وګوری. موږ ته نه ښايي چې خپل كار پوره وبولو او د نظر د خاوندانو يا كره كتونكو مشورې له پامه وغورځوو.

آزمون صاحب لا د ډېر كار له پاره پوره وخت لري، دى د پوره استعداد خاوند دى، كه چېرته د خپل كار له پاره سمه لار وټاكي او هغه وپالي، يقين دى چې يوه ورځ به د افغاني مطبوعاتو د ټوكری تر ټولو ښايسته ګل وي. د ښاغلي نوموړي د ډېرو برياليتوبونو په هيله!

پای

2007 – 06 – 19


Read more: http://www.benawa.com/fullstory.php?id=12586#ixzz4j7KQOz3O

61 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *