Categories

اعلان

Loading…

د مثنوي ◆◆معنوي◆◆؛هراړخیزه سپړنه

لومړۍ لیکچه

تألیف؛ استاد کریم زماني

ژباړه؛ احمد سلیم ړنگ

————————————

د لیکوال سریزه

هغه چې تل له نړۍ په الوت کې و 

د حضرت مولانا رح ژوند ته لنډه کتنه

د آریانا سیمه له ډېر پخوا د عرفاني فکرونو او اشراقي تاملاتو زانګو وه، له دې امله د پېړیو په تېرېدو سره یې په خپل لمن کې د عرفان او تصوف په ډګر کې خورا زیات نومیالي روزلي دي.

یو له هغو سترو نومیالیو، حضرت مولانا جلال الدین محمد «بلخيرح »دی چې د «روم ملا» او «رومي مولوي» په نومونو ډېر پېژندل کېږي[1].

مولانا رح په ۶۰۴ سپوږمیز کال د ربیع الاول په شپږمه په بلخ کې زېږېدلی[2]. پلار یې مولانا محمد بن حسین خطیبی دی چې په بهاءالدین ولد پېژندل کېږي او د سلطان العلما په لقب هم یادېږي. بهاء ولد د سترو صوفیه و اونومیالیو عرفاو له ډلې و چې خرقه یې احمد غزالي رح[3]ته رسېږي، او د عرفان په پوهه او سلوک کې یې خورا ډېره مخینه درلودله.

د کشف او ذوق خاوند وو او د هغه مهال په علومو او فنونو کې بشپړ پوه او د استاذۍ تر کچې رسېدلی وو.

بود اندر همه فنون استاد      حق به وی علم را تمامت داد[4]

ژباړه «په ټولو فنونو کې استاذ وو، لوی څښتن ور ته بشپړه پوهه ورکړې وه»

له همدې امله یې خبرې اترې، بحث او شخړې ډېرې نه خوښولې، پوهه او حقیقي معرفت یې د باطني سلوک برخه ګڼله، نه کلامي او لفظي مباحثې  او مناقشې، د هغه مهال د کلام او شخړو پېژندل شویو څېرو لکه فخرالدین رازي په هر ځای او هره ناسته کې له هغه سره ونښتو او هغه یې وځوروو. دا چې فخرالدین د سلطان محمد خوارمشاه استاذ وو او پر هغه یې ډېر نفوذ درلود نو له ټولو ډېر یې د هغه پر وړاندې پاچا ولمسوو، هومره چې نور یې د زغم کاسه نسکوره شوه.

چونـکه از بلخیان بهاء ولد   ګشت دلخسته آن شهِ سرمد

ناګهش از خدا رسید خطاب  کای یـــګانه شهنشهِ اقطاب

چون تـــرا این ګروه آزردند  دل پاک تــــــرا ز جا بُردند

بدرا ز میان ایــــــن اعدا       تا فرستیمشان عذاب و بــلا[5]

ژباړه « کله چې د هغه تل پاتې پاچا بهاء ولد زړه له بلخیانو  و ځورېدو، ناڅاپه یې له سترڅښتن غږ تر غوږو شو چې؛ ای د اقطابو یا ستانه و مشره، دا چې دا ډله تا او ستا سپېڅلی زړه ځوروي د دوی له ډلې بهر شه چې عذاب پرې نازل کړو»

سلطان العلماء له بلخ د تللو هوډ وکړ او ولاړ ، همداراز قسم یې وکړ تر هغې مهاله چې محمد خوارزمشاه د پاچایۍ پر تخت ناست وي خپل ښار ته به بیرته راستون نه شي، او دا هغه مهال وو چې مغلو پر بلخ د برید چمتووالی درلود.

کرد تاتار قصد آن اقوام       منهزم ګشت لشکر اسلام

ژباړه « تاتار د هغو قامونو په لور هوډ وکړ، چې په پایله کې یې د اسلام لښکر ماته وخوړه[6]»

دا چې سلطان العلماء په کوم کال کې له بلخ کډه وکړه، سمه جوته نه ده، په هر حال له ډېرو ښارونو واوښت تر هغې چې د بغداد ښار ته ورسید، څو موده هلته مېشت شو او بیا حج ته رهي شو له حج وروسته ارزنجان ته ولاړ او ژمی یې د ارزنجان په آق نومي ښار کې تېر کړ، کله چې یې وغوښتل له هغه ښار هم ولاړ شي نو علاء الدین کیقباد د خپل استازي په لاس قونیې ښار ته د راتللو  او اوسېدنې بلنه ورکړه.

هغه، له هغه مهاله د عامو او خاصو خلکو د پاملرنې وړ وګرځېد او ټولو یې له حکمت او عرفان ډکو خبرو ګټې پورته کړې:

آمدند و زیارتش کردند        قندِ پندِ وَرا ز جان خوردند[7]

ژباړه « راغلل د هغه لیدلو ته، او د هغه، د ورم او پند خواږه یې وخوړل»

 

ستا ښایست د هغه په څېر دی

د سلطان العلماء مړینه

د ایمان او ارشاد دې ځلانده ستوري په ۶۲۸ سپوږمیز کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د قونیې په ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

دا مهال، حضرت مولانا جلال الدین رح پنځه ویشت کلن وو. د سلطان العماء پریوو او مریدانو له هغه حضرت وغوښتل چې د خپل پلار پر ځای کښېني او د ورم و وراشه او ارشاد لار وغځوي[8]

همه کردند رو به فرزندش    که تو یی در جمال مانندش

شاه ما زین سپس تو خواهی بود        از تو خواهیم جمله مایه و سود[9]

ژباړه «ټولو یې د زوی پر لور مخ کړ چې ګوندې ته یې په معنوي ښایست کې ساری یې، ته به زموږ ستانه یې موږ به له دې وروسته ستا ورم و وراشې تو غوږ یو.»

حضرت مولانا رح د پریوو او مریدانو په لاسنیوي او هغوی ته په ورم و وراشې پیل وکړ او په دې توګه یو کال واوښت.

د هغه اروا د رازونو او اسرارو زېرمه وه

سیّد برهان الدین محقّق تِرْمَذی

هغه د مولانا رح د پلار مخلص او صدیق مرید و، او لومړنی کس و چې مولانا رح ته یې د طریقت په لور لارښوونه وکړه. هغه د لوړو اخلاقي او روحاني مدارجو او مرتبو پرته د خپل وخت په ټوله مانا بشپړ پوه او رسېدلی شخصیت و.

جان او بود معدن اسرار      همچو خورشید چشمهء اسرار[10]

ژباړه « هغه در رازونو ځېرمه و، د لمر په څېر د رازونو چینه و»

یو ناڅاپه یې د سفر هوډ وکړ چې خپل د مرشد سلطان العلماء لیدلو له پاره قونیې ته ورشي، له ډېرو ښارونو واوښت او خورا ستونزې یې هم وګاللې، کله تنده او کله لوږه، چې قونیې ته ورسید او د سلطان العلماء په لټه کې شو حال دا چې هغه یو کال پخوا له دې نړۍ سترګې پټې کړې وې.

کله چې سید ترمذي د سلطان العلماء په لیدلو بریالی نه شو، نو مخ یې مولانا رح ته کړ او ورته یې وویل: ته په شریعت او فتوی کې د خپل پلار ځایناستی شوې خو په باطن کې هم داسې پوهې او علوم شته چې له هغه ما ته رسېدلي دي. دا معاني له ما زده کړه چې د خپل پلار رښتینی ځایناستی شې.

د سید په لارښوونه مولانا رح په ریاضت پیل وکړ او درې پرله پسې چلّې یې ترسره کړې، له دې ریاضت وروسته ته جوته شوه چې د مولانا رح ځان له ناولتیا او خیرو پاک دی[11].

مولانا رح نهه کاله د سیّد ترمذي سره همسکالو او مصاحب و، او له هغې وروسته سیّد له دې نړۍ کډه وکړه او مړ شو.

بود در خدمتش به هم نه سال            تا که شد مثل او به قال و به حال[12]

ژباړه « د نهه کلونو له پاره د هغه په چوپړ کې و، تر هغې چې په خبرو او باطني حال کې د هغه په څېر شو.»

۱.  دا ستاینوم حضرت مولانا رح ځکه ترلاسه کړچې ډېر کلونه په روم کې مېشت وو او له اتمې پېړۍ راهیسې په همدغه نوم ونومېده (ل.ر تفسیر مثنوي مولوی، استاد جلال الدین همایی، ۵۹ پ).

۲. ل.ر نفحات الانس، ۴۶۱ پ.

۳. مناقب العارفین، ۲ټ، ۹۹۸ پ.

۴. ولدنامه، ۱۸۸ پ.

۵. مخکېنی، ۱۹۰ پ.

۶. مخکېنی، ۱۹۱پ.

۷. ولدنامه.

۸. داسې هم ویل کېږي چې د خپل پلار او یا سلطان العلماء په غوښتنه یې د مریدانو لاسنیوي ته مخه کړه.

۹. مخکېنی، ۱۹۳ پ.

۳. مخکېنی، ۱۷۹ پ.

۱۱. ل.ر. زندګاني مولانا جلال الدین محمّد، ۴۴ پ.

۱۲. ولدنامه، ۱۹۶ پ.

107 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *