Categories

اعلان

Loading…

د روژې ځينې احکام او مسایل، مفتي عبدالولي

| په رمضان كې اعتكاف
رسول اللهﷺ به د رمضان په اخري عشره كې اعتكاف كاوه، تر دې چې الله وفات كړ، له هغه نه پس به بيا د هغهٔ بيبيانو اعتكاف كاوه. (صحيح البخاري: 2026، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| مسنون اعتكاف له كومې ورځې پيلېږي؟
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها فرمايي چې رسول اللهﷺ به د رمضان د اخري عشرې اعتكاف كاوه. (صحيح البخاري: 2026، د ام المؤمنين عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د اعتكاف ځاى (مُعتَكف) ته به كله ننوځي؟
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: رسول اللهﷺ به هر رمضان اعتكاف كاوه او كله چې به يې د سهار لمونځ وكړ، نو خپل اعتكاف ځاى ته به ننوتلو. (صحيح البخاري: 2041، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| شل ورځې اعتكاف
ابوهريره رضي الله عنه وايي چې نبيﷺ به هر رمضان لس ورځې اعتكاف كاوه، خو د وفات په كال يې شل ورځې اعتكاف وكړ. (صحيح البخاري: 2044، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
| اعتكاف كوونكى له جوماته سر راويستلى شي
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها وايي چې دې به د حيض په حالت كې د نبيﷺ سر ږمنځولو، په دې حال كې چې هغه به په جومات كې مُعتكِف و، او دا به خپله كمره كې وه، نبيﷺ به دې ته سر له جوماته راويستلى و. (صحيح البخاري: 2046، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| مُعتكِف خپله ښځه تر كوره رسولى شي
علي بن الحسين رضي الله عنهما وايي چې نبيﷺ په اعتكاف كې و، خپلې بيبيانې ورته د ملاقات لپاره جومات ته راغلې وې، نورې واپس شوې، صفيهرضي الله عنها چې واپس كېدله ورته يې وويل: تادي مه كوه، زه دې رسوم. (صحيح البخاري: 2038، د علي بن الحسين رضي الله عنهما په روايت)
| د اعتكاف طريقه
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: د مُعتكِف لپاره دا سنت دي چې نه به د مريض تپوس ته ځي، نه به جنازې ته ځي، نه به خپله ښځه ښكلوي او نه به ورسره جماع كوي، او له ضروري حاجت نه بغير به له جوماته نه وځي. (سنن أبي داود: 2473، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| اعتكاف په كوم ځاى كې
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: اعتكاف يواځې په جامع جومات كې كېږي. سنن أبي داود:2473 ، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د مُسْتَحاضې ښځې اعتكاف
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها فرمايي چې له رسول اللهﷺ سره يې يوې ښځې (بي بي) چې مستحاضه وه؛ هم اعتكاف كړى دى. (صحيح البخاري: 2037، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د يوې شپې اعتكاف
عمررضي الله عنه له نبيﷺ نه پوښتنه وكړه چې ما د جاهليت په زمانه كې نذر منلى و چې په مسجد حرام كې به يوه شپه اعتكاف كوم، ويې فرمايل: خپل نذر پوره كړه. (صحيح البخاري: 6697، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| ليلة القدر د رمضان په اخرنۍ لسيزه كې وي
رسول اللهﷺ فرمايي: ليلة القدر (د رمضان) په وروستۍ عشره كې په طاق شپو كې لټوئ. (صحيح البخاري: 2020، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| اخري عشره کې ډېر عبادت
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها وايي چې کله به د رمضان اخري لس ورځې شروع شوې، نو نبيﷺ به خپله ملا وتړله، شپه به يې روڼوله او خپل کور والا به يې رابيدارول. (صحيح البخاري: 2024 د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| په اخري عشره كې زيات كوشش كول
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها فرمايي چې رسول اللهﷺ به د رمضان په اخري عشره كې په عبادت كې زيات محنت كولو چې په نورو كې به يې هومره نه كولو. (صحيح مسلم: 1175، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| په ليلة القدر كې دعا
عايشه رضي الله عنها وايي چې ما له رسول اللهﷺ نه پوښتنه وكړه چې كه ما ته د ليلة القدر علم وشي، نو كومه دعا په كې وايم؟ ويې فرمايل: وايه: اَللّٰهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي ’’اى الله! يقينًا ته ډېر معافي كوونكي، ډېر سخي يې، معافي خوښوې، نو ما ته معافي وكړه. (جامع الترمذي: 3513، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د قدر شپه
رسول اللهﷺ فرمايي: په رمضان کې يوه شپه ده چې په کې عبادت کول د زرو مياشتو له عبادت نه غوره دي، که څوک د دغې شپې له عبادت نه محروم شو، نو يقينًا له لوی خيره محروم شو. (سنن النسائي:2106، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
| د قدر شپه كله وي؟
رسول اللهﷺ فرمايي: تاسو د قدر شپه د رمضان د اخري عشرې په طاقو شپو كې لټوئ. (صحيح البخاري: 2017، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د ليلة القدر د قيام فضيلت
رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې د ايمان په حالت كې او د ثواب په نيت د قدر په شپه قيام وكړ (تهجد او عبادت يې وكړ) نو د ده مخكيني ګناهونه به وبښل شي. (صحيح البخاري: 1901، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
| د ليلة القدر لټون
رسول اللهﷺ فرمايي: د رمضان د اخري عشرې په طاقو شپو كې ليلة القدر لټوئ. (صحيح البخاري: 2017، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د جګړو نقصان
عباده بن صامت رضي الله عنه وايي چې نبيﷺ راووتلو چې مونږ ته د ليلة القدر په باره كې خبر راكړي خو په مسلمانانو كې دوه سړيو خپل مينځ كې جګړه وكړه، نو نبيﷺ وفرمايل: زه د دې لپاره راووتلم چې تاسو ته د ليلة القدر باره كې خبر دركړم خو فلاني فلاني جګړه وكړه، نو د هغې علم پورته كړى شو، او كېداى شي چې دا تاسو لپاره غوره وي، نو په نهمه، اومه او پنځمه يې لټوئ. (صحيح البخاري: 2023، د عبادة بن صامت رضي الله عنه په روايت)
| ليلة القدر په طاقو شپو كې
رسول اللهﷺ فرمايي: ما ته ليلة القدر وښودل شوه او بيا رانه هېر كړى شوه، لهٰذا تاسو يې د اخري عشرې (لسيزې) په طاقو شپو كې لټوئ. (صحيح البخاري: 296، د ابوسعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
| د ليلة القدر نښه
رسول اللهﷺ فرمايي: د ليلة القدر له نښو نه يوه نښه دا ده چې د دغې په سهار لمر سترګه داسې راخېژي چې تكه سپينه وي، وړانګې (تېزې شعاع ګانې) يې نه وي. (صحيح مسلم: 1821، د أبي بن كعب رضي الله عنه په روايت)
| د قدر شپې علامت
رسول اللهﷺ فرمايي: د قدر شپه اسانه شپه وي، نه ګرمه وي او نه يخه. (صحيح ابن خزيمة: 2192، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
| د ليلة القدر بله نښه
رسول اللهﷺ فرمايي: د قدر شپې په سهار لمر سترګه داسې راخېژي چې وړانګې يې نه وي او لكه پليټ (قاب) تر دې چې را اوچته شي. (صحيح ابن خزيمة: 2193، د أُبي بن كعب رضي الله عنه په روايت)
| ليلة القدر څنګه وي؟
رسول اللهﷺ فرمايي: ليلة القدر يوه روښانه شپه وي، نه ګرمه وي نه يخه، او نه په كې په ستورو ويشتل كولى شي. (المعجم الكبير للطبراني: 17605، د واثله بن اسقع رضي الله عنه په روايت)
| د ليلة القدر په خوب كې ليدل
ابن عمر رضي الله عنهما وايي چې د نبيﷺ څه صحابه وو ته په خوب كې ليلة القدر په اخري اوو شپو كې ښكاره كړى شوې وه، نو رسول اللهﷺ وفرمايل: زه وينم چې ستاسو خوبونه سره په اخري اوو كې موافق شوي دي، نو څوك چې ليلة القدر لټوي نو هغه دې په اخري اوو شپو كې ولټوي. (صحيح مسلم: 2818، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| سرسايه فرض ده
ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي: رسول اللهﷺ سرسايه يو صاع (2.100 كلو ګرامه) كجورې يا يو صاع اوربشې فرض كړې ده. (صحيح البخاري: 1503، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| سرسايه پر چا فرض ده؟
ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي: رسول اللهﷺ سرسايه له مسلمانانو ځنې پر غلام او ازاد، نر او ښځه او صغير او لوى فرض كړې ده. (صحيح البخاري: 1503، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| سرسايه به كله ادا كول شي؟
ابن عمر رضي الله عنهما وايي چې رسول اللهﷺ د سرسايې باره كې حكم كړى چې د خلكو د اختر لمانځه ته له وتلو نه مخكې دې ادا كړى شي. (صحيح البخاري: 1503، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| سرسايه كې به كوم شيان وركول شي؟
ابو سعيد خدري رضي الله عنه وايي چې مونږ به سرسايه يو صاع (2.100 دو كلو سل ګرامه) غنم، يا يو صاع اوربشې، يا يو صاع كجورې، يا يو صاع پنېر يا يو صاع وڅكې (مميز) وښكله. (صحيح البخاري: 1506، د ابو سعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
| د سرسايې فوايد
ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: رسول اللهﷺ سرسايه د دې لپاره فرض كړې ده، چې روژه دار (روژه) له لغو او عبثو خبرو نه پاك شي او د مسكينانو لپاره خوراك شي، چا چې د اختر له لمانځه نه مخكې ادا كړه، نو دا قبول شوى زكات دى او چا چې له لمانځه نه وروسته ادا كړه، نو دغه بيا له صدقاتو نه يوه صدقه ده. (سنن أبي داود: 1609، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
| د اختر په روځ روژه نيول ګناه ده
ابو سعيد خدري رضي الله عنه وايي چې رسول اللهﷺ د دوه ورځو له روژې نيولو نه ممانعت كړی دی: يوه د وړوكي اختر ورځ او بله د لوی اختر ورځ. (صحيح البخاري: 1990، د ابو سعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
| د اخترونو د خطبو مسنونه طريقه
عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وايي چې رسول اللهﷺ، ابوبكر او عمر رضي الله عنهما به د دواړو اخترونو لمونځ له خطبې نه مخكې كولو. (صحيح البخاري: 963، د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| د اختر په ورځ روژه نشته
ابوسعيد خدري رضي الله عنه وايي چې رسول اللهﷺ د دوه ورځو له روژې نيولو نه منع كړې ده، يعنې د لوى اختر او وړوكي اختر له ورځې نه. (صحيح مسلم: 827، د ابوسعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
| د اختر په ورځ تر ټولو لومړى كار؟
ابو سعيد خدريرضي الله عنه وايي چې رسول اللهﷺ به د وړوكي اختر او لوى اختر په ورځ عيدګاه ته وتلو او تر ټولو اول به يې لمونځ ادا كولو. (صحيح البخاري: 956، د ابوسعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
| د اختر څو ركعته دي؟
عمررضي الله عنه فرمايي چې د وړوكي اختر او لوى اختر د لمانځه دوه دوه ركعته دي، ستاسو د نبيﷺ د وينا مطابق. (سنن النسائي: 1420، د عمررضي الله عنه په روايت)
| د اختر د لمانځه تكبيرونه
نبيﷺ فرمايي: د وړوكي اختر په لمانځه كې په اول ركعت كې اوه تكبيرونه دي او په اخري ركعت كې پنځه تكبيرونه دي. او قراءت له دواړو ځلو تكبيرونو نه وروسته دي. (سنن أبي داود: 1151، د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| د مسلمانانو اخترې تر ټولو غوره دي
انس رضي الله عنه وايي چې رسول اللهﷺ مدينې ته تشريف راوړ، د مدينې د اوسېدونكو دوه ورځې وې چې په هغو كې به يې لوبې كولې. ويې پوښتل. دا دوه ورځې څه دي؟ هغوى وويل: مونږ د جاهليت له زمانې نه په دغو كې لوبې خوشالي كوو، رسول اللهﷺ ورته وفرمايل: يقينًا الله تعالٰى تاسو ته د دغو په بدل كې له دغو نه دوه غوره ورځې دركړي دي چې د لوى اختر او وړوكي اختر ورځې دي. (سنن أبي داود: 1134، د انس رضي الله عنه په روايت)
| اختر په هماغه ورځ وي چې خلك اختر كوي
رسول اللهﷺ فرمايي: وړوكى اختر په هغه ورځ وي چې نور خلك اختر كوي او لوى اختر په هغه ورځ وي چې نور خلك لوى اختر كوي. (جامع الترمذي: 802، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د اختر لمونځ كه په اوله ونشي، نو په دويمه ورځ
ابو عمير رحمه الله له خپلو ترونو نه چې صحابه وو؛ روايت كوي چې له بهر نه يوه قافله راغله او ګواهي يې وركړه چې دوى پرون ماښام د اختر مياشت لېدلې ده، نو نبيﷺ د مدينې خلكو ته حكم وكړ چې روژه ماته كړي او كله چې سبا كړي، نو بيا دې عيدګاه ته د لمانځه لپاره راشي. (سنن أبي داود: 1157، د ابو عمير د صحابه ترونو په روايت)
| د وړوكي اختر له لمانځه نه مخكې د كجورو خوړل
انسرضي الله عنه وايي چې رسول اللهﷺ به د وړوكي اختر په ورځ نه وتلو تر دې چې څه كجورې به يې وخوړلې. (صحيح البخاري: 953، د انس رضي الله عنه په روايت)
| د لوى اختر په ورځ خوراك له لمانځه نه وروسته
بريدهرضي الله عنه وايي چې رسول اللهﷺ به د وړوكي اختر په ورځ نه وتلو تر دې چې خوراك به يې وكړو او د لوى اختر په ورځ به يې خوراك نه كولو تر دې چې لمونځ به يې وكړو. (مسند أحمد: 23033، د بريده رضي الله عنه په روايت)
| په اختر كې به عيدګاه ته ښځې هم ځي
ام عطيه رضي الله عنها وايي چې رسول اللهﷺ وفرمايل: پېغلې، پرده دارې او (تر دې چې) حايضې ښځې دې هم اخترونو ته ووځي، د خير او د مسلمانانو دعاګانو ته دې حاضرې شي خو حايضې به له لمونځ ځاى نه جدا ناستې وي. (صحيح البخاري: 1652، د ام عطيه رضي الله عنها په روايت)
| د اختر لمونځ له خطبې نه مخكې
ابن عمر رضي الله عنهما وايي چې رسول اللهﷺ ، ابو بكر او عمر رضي الله عنهما به د اختر لمونځ له خطبې نه مخكې كولو، (او خطبه به يې وروسته ويله). (صحيح البخاري: 963، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| د اختر له لمانځه نه مخكې وروسته نوافل نشته
ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې نبيﷺ د اختر په ورځ دوه ركعته ادا كړل، نه يې ترې مخكې لمونځ وكړ او نه يې وروسته. (صحيح البخاري: 5883، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
| د اختر د لمانځه لپاره اذان او اقامت نشته
ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې نبيﷺ د اختر لمونځ له اذان او اقامت نه بغير كړى دى. (صحيح البخاري: 1147، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
| د اختر له لمانځه نه پس په كور كې دوه ركعته كول
ابوسعيد خدري رضي الله عنه وايي چې نبيﷺ د اختر له لمانځه نه مخكې هېڅ لمونځ نه كولو، خو كله به چې كور ته واپس راغى، نو دوه ركعته به يې ادا كړل. (سنن ابن ماجه: 1293، د ابو سعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
| د اختر له لمانځه نه پس لاره بدلول
جابررضي الله عنه وايي چې كله به د اختر ورځ وه، نو رسول اللهﷺ به لاره بدلوله، (په تلو كې په يوه لاره تلو او په واپسۍ كې په بله لاره راتلو). (صحيح البخاري: ، د جابررضي الله عنه په روايت)
| د اختر په لمانځه كې قراءت
ابو واقد ليثي رضي الله عنه وايي چې نبيﷺ به د وړوكي او لوى اختر په لمانځه كې القمر او قٓ سورتونه تلاوت كول. (صحيح مسلم: 891، د ابو واقد ليثي رضي الله عنه په روايت)
| د اختر په لمانځه كې دا هم لولئ
نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايي چې رسول اللهﷺ به د اختر په لمانځه كې او د جمعې په لمانځه كې سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْاَعْلٰى او هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَة سورتونه ويل. (صحيح مسلم: 2065، د نعمان بن بشير رضي الله عنهما په روايت)
| د اختر په ورځ د مباركۍ الفاظ
جبير بن نفيررحمه الله وايي چې د رسول اللهﷺ صحابه به چې د اختر په ورځ له يو بل سره مخامخ كېدل، نو يو بل ته به يې ويل: (تقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَ مِنْكَ) ’’الله دې له مونږ او تاسو نه (نېك عملونه) قبول كړي. (تمام المنة، ص: 355، د جبير بن نفير رضي الله عنه په روايت)
| د اختر لپاره ښكلې جامې
عمررضي الله عنه د رسول اللهﷺ لپاره يوه جبه راوړه او ورته يې وويل: دا واخله د اختر لپاره او د وفدونو (مېلمنو) لپاره پرې جمال او ښكلا حاصلوه. (صحيح البخاري: 948، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
| د اختر په ورځ خوشالي كول
ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها فرمايي چې د انصارو دوه جينكۍ د اختر په ورځ. ما كره وې، د جنګِ بُعاث سندرې يې ويلې، ابوبكر منع كړې، رسول اللهﷺ ورته وفرمايل: اى ابوبكره! دوى پرېږده، د هر چا اختر وي او دا زمونږ اختر دى. (صحيح البخاري: 952، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د اختر په ورځ لوبې كول
ام المؤمنين عايشه وايي چې د اختر ورځ وه، حبشيانو په سپرونو او نېزو سره لوبې كولې، نبيﷺ زه هم د ليدلو لپاره خپلې شا ته ودرولم. (صحيح البخاري: 949، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
| د اختر د لمانځه لپاره اذان او اوازونه نشته
جابر بن عبد الله انصاري رضي الله عنهما فرمايي: د وړوكې اختر په ورځ اذان نشته، كله چې امام راوځي او نه وروسته د هغه له راوتلو نه، او نه اقامت شته، نه څه اواز او بل شى شته. (صحيح مسلم: 2086، د جابر بن عبد الله رضي الله عنهما په روايت)
| د شوال شپږ روژې
رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې د رمضان روژې ونيولې، بيا يې ورپسې د شوال شپږ روژې ونيولې، نو دا د يو كال روژې په شان دي. (صحيح مسلم: 2815، د ابو ايوب انصاري رضي الله عنه په روايت)

93 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *