Categories

اعلان

Loading…

د کابل ویر او تر شا یې پراته رازونه/ محمد ګلاب منګل 

تېره چهارشنبه خونړي موټر بم برید، د افغان پلازمېنې اسمان  له لمبو او لوګیو ډک کړ  او ځمکه یې د سلګونو انسانانو په غوښو  او وینو ورنګوله.  روژه په خوله افغانانو یې، چا د خپلوانو له غوښو جنازې جوړې کړای شوې او  چا هم  نه، مګر استخباراتي لوبه او افغان غمیزه دلته پای نه مومي.   

ارګ ته څېرمه د بهرنیو سفارتونو او مهمو دولتي ادارو په منځ د کابل زړه کې دا ډول برید له شکه وتلې د بهرنیو استخباراتو د ستړیاوو او کورنیو مزدورانو  د اخلاص پایله وه، مګر ولي؟

پوښتنه حل ده،  افغان نظام په کور د ننه له جنګي جنایت کارانو، قومي ټېکه دارانو، ټوپکسالارانو او ډلو ټپلو نه د خلاصون او  قوت لور ته ګامونه پورته کوي او په بریالي بهرني سیاست کې یې د سیمې په سطحه د نړۍ پر وړاندې تر ځینو ګاونډیو  ترهګر پالو هیوادونو موقف لوړیږي.

له اوسني بحرانه د وتلو، د ترهګرۍ د سرچینو وچولو او ځینو ګاونډیو ترهګر پالو هیوادونو د لا منزوي کولو په پار د روان کال د جون میاشتې په اوومه نېټه کابل کې د سولې مهم کنفرانس جوړېده. مهم ځکه، چې افغان ولسمشر په کې د ترهګرو  پالونکې هیوادونه، څارګرې ادارې او ټولې ورسره تړلې مزدورې ډلې په ګوته کولې،  په افغانستان او سیمه کې یې د روانې خونړۍ لوبې لوبغاړي رسوا کول.

بهرنیو استخباراتو د خپلې دایمي دښمني پاللو په لړ کې د افغان دولت د دې منظم پروګرام د خرابولو او نورو  هڅو د سبوتاژ لپاره چټک او زورور اقدام وکړ،  په کور د ننه امتیاز طلبو اجنټانو یې، چې تازه ګوښې ته شوي وو، د خپلې بقا په خاطر مخلصانه لاس ورکړ او له موټر بم برید سره کابل د یوه لوی وحشت او کوچني قیامت ښکار شو.

ګوته په شمېر ټیکه دارانو، په روانو پېښو کې د خپلې ککړتیا د پټولو او د افغان نظام د کمزوري کولو لپاره د ولس له احساساتو ګټه پورته کړه، د مدني حرکت تر نامه لاندې، د نظام په شتو چاغو شویو کسانو، دولتي چارواکو او خپلوانو یې د دولتي امکاناتو پر مټ ترګوندي بیرغ لاندې وسلې په اوږه د کودتا خیالي او حتمي ناکامېدونکې هڅه وکړه او  د غم پر ټغر ناست ولس او دولت ته یې یو نوی غم ور جوړ کړ.

د څارګرو  ادارو مشخصو اجیرو کړیو، د یوه عزتمن قوم ټیکه دارانو او د یوې ملي حماسې«جهاد»  ګوته په شمېر امتیاز اخیستونکو  څو موخې تر لاسه کړې او د څو نورو په لټه کې دي.

۱- افغان دولت، چې د ترهګرۍ پر وړاندې یې درنه قرباني ورکړې او لا هم قاطعانه مبارزه کوي، د ترهګرو پر ملاتړ تورنول. چې همدا د سیمې د استخباراتو غوښتنه وه، ځکه همدا استخبارات نړۍ والې ټولنې ته وايي، چې خو هغه ده خپل خلک یې وايي، چې ارګ د ترهګرو پلوي کوي.

۲- د افغان ملت د تر ټولو لويې لاسته راوړنې(نظام) پر وړاندي بلوا  او بغاوت سره د ترهګرو او د هغوی تمویلونکو په ژرنده اوبه ور خوشي کول.  

۳- د سولې په موخه کېدونکی کنفرانس کم رنګه کول او د سولې مخه ډب کول، ځکه د دوی ګټې له سولې نه بلکې جګړې سره تړلې دي.

۴- خپلې بدنامي کړنې پټول او د قوي مرکزي نظام له کمزوري کولو سره د تېرې یوې نیمې لسیزي غوندې بېرته د ټول ولس امتیازات تر لاسه کول.

۵-  د دولت او ملت تر منځ واټن پراخول، خلک پر نظام بې باورې کول او د نفاق اور ته لمن وهل.

سپارښتنې:

۱-  ولس ته په کار ده، چې د ترهګرۍ پر وړاندي بسیج او له افغان دولت سره اوږه په اوږه ودریږي.

۲-  ځوان کهول په تېره بیا د فکر او قلم خاوندان باید د ملي وحدت د ټینګښت او پایښت لپاره لا نور کار وکړي.

۳- سیاستوال باید د مرکزي نظام ننګه وکړي او د بلوا ګرو د کړنو په پایله کې د نظام ړنګولو د ترخو تجربو تکرار ته زمینه مساعده نه کړي.

۴- ملت باید د چا د شخصي ګټو ښکار نه شي، له پردیو استخباراتو سره تړلې ډلې او کسان وپېژني او رسوا یې کړي.

او په داسي حال کې، چې هیواد له تر ټولو نازکې او حساسې مرحلې تېرېدونکی دی، افغان ولس  او هر هغه څوک،  چې په یوه ډول نه یو ډول پر روان وضعیت تاثیر لري، د مکار دښمن او مزدورو  کړیو حرکات شېبه په شېبه وڅاري او د حالاتو د کابو کولو لپاره، مدبرانه، مخلصانه او مسولانه قدمونه پورته کړي، تر څو ګران وطن د دایمي ثبات، ملي یووالي، سرتاسري سولې او چټک پرمختګ خوا  ته بوزو.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *