Categories

اعلان

Loading…

د سترګو لیدلی حال او پېغامیزه کیسه/ حضرت عثمان نوري مومند

ښه یې ویلي چې (د پوهانو سره ناسته ډېر څه درزده کوي). تېره ورځ له یو ډاکټر (رنځ پوه) سره ناست وم؛ له څېرې ډنګر، او له قط (ونې) لوړ ځوان کلینیک ته راننوت. لومړی یې سلام وکړو او بیا د دېوال غاړې ته په چوکۍ کښېناست.  دې ځوان په اوبو لوند خړبخن څادر په سر اچولی وو؛ د څادر له پيڅکو څخه یې یو، یو څاڅکی اوبه په بدن را څڅېدلې. د مخ له قوارې څخه یې داسې انګېرل کیدله چې نوموړی دې د ۲۵ او ۳۰ کلنو ترمېنځ عمر ولري.

دغه ځوان له تندې ستړی برېښده، خوله یې هم وچه وه، او د یو څو ثانیو په تېرېدلو سره به یې په شونډو نهاره ژبه راښکله. نوموړي ځوان ډاکټر صیب ته وروسته له دې چې ډاکټر ترې وپوښتل: څه تکلیف لرې؟ وویل: ډانټر صیب: چې روژه پېل شوې، سر له هغې ورځې مې ټول بدن، پښې او سر درد کوي؛ همداراز مې مېعده هم سوځوي؛ ماښام چې یو ګیلاس شربت یا یخې اوبه وڅښم، بیا مې یخني (ساړه) په زړه ننوځي، نه پوهېږم چې زه به څه ناروغ یم؟

ډاکټر صیب چې د مریضانو سره په تداوۍ بوخت وو؛ له غاړې یې د فشار آله او دوربین لرې کړل؛ وروسته یې مریض ته مخ ور واړولو، او ورته ویې ویل: سمه ده نوم دې څه دی؟ مریض ورته وویل: نوم مې ضیاءالرحمن دی. ډاکټر وپوښتل: ښه تاسو په راتګ سره مسلسلې څو پښتنې وکړې، چې زه يې په اړه یو ځل بیا پوښتم: سهارني (پېشمني) کې څه خورې؟ مریض وویل: پراټې.  سمه ده نور څه خورې؟ مریض ورته وویل: والله ډانټر صیب والله که مې نور هېڅ هم زړه ته کیږي، خو بس یو دوه پیالې تورې (د شیدو) چای او ورپسې یوه پیاله شنې چای څښم، نور چندانې چشې مې زړه ته نه کیږي.

ډاکټر صیب بیا وپوښتل: د ورځې له خوا خو به کوم دروند کار نه کوې؟ مریض ور لنډه کړه: هو ډانټر صیب په بازار کې کراچي وان یم، د وړو، سرو، وریجو او نورو خوراکي توکو درندې بورۍ په کراچۍ کې له یوه ځای نه بل ځای ته وړم او راوړم.

ډاکټر صیب بیا وپوښتل: د ورځې په پېل، نیمايي، او یا هم د ورځې په پای کې خو به زړه نه درجګیږي؟ ضیاء الرحمن لومړی اسوېلی ووېست؛ او بیا یې ورغبرګه کړه: ډانټر صیب: کله چې کراچي واني کووم، په زړه کې مې هېڅ زور نه وی، او آن ځیني وخت داسې احساس کووم؛ ته به وایې چې ضعف (ذوف) شوم، خو بس څه وکړم، نهه نفره فامیل راترغاړی دی.

     ډاکټر صیب چې د ضیاء له خبرو یې ځوابونه ترلاسه کول، قلم یې په نسخه کې په ډېر چټکۍ ښورولو، او د وروستۍ پوښتنې په توګه یې یو ځل بیا له ضیاء څخه وپوښتل: ښه په روژه ماتې کې څه خورې؟ ډوډۍ ډېره او که شربت یا اوبه؟ ضیاءالرحمن ورته وویل: ډانټر صیب: د بازار څخه سر له مازدیګره کورته ځم؛ له ځانه سره د دېرشو (۳۰) افغانېو یخ (واوره) وړم، د روژه ماتي لپاره چې خپله شربت جوړ نه کړم؛ بیا هېڅ خوند نه راکوي، همدا راز چې یخې شُملې (شومړې) ونه څښم، نشه هم خوند نه راکوي…. ډوډۍ خو مې هېڅ تیریږي هم نه، خو ژر ژر یو دوه مړۍ (کفونه) وکړم او بیا له ډېرې تندې یو دوه جامه یخ شربت وڅښم؛ شربت هم دومره یخ وي؛ چې په څښلو مې غوټ په ماغزو او په سر درد کوي. له دوه غړپه شربت څخه زیات بیا په یوه ساه څښلی هم نه شم. وروسته یو ښه سګرټي چې وړاندې له روژه ماتي مې تېار ډک کړی وي؛ اورلګیت یې کړم، او په یواځې ځان یې په داسې ځای کې چې د ماشومانو شور او غوغا نه وي، ښه په خوند وڅښم.

ډاکټر صیب ته د ضیاء خبرې یو ډول خیال او تصور ښکارېدلې، ځکه خو یې ورته په پوره پاملرنې غوږ نیولی وو؛ کله چې ضیاء خپلې خبرې پای ته ورسولی، ډاکټر صیب ورته وویل: ضیاء: زموږ یو لارښود استاد چې موږ ته یې د روژې په دوهمه ورځ سیمینار راکولو؛ یو ډېر په زړه پورې او مثبت پېغام راکړ؛ هغه وویل: که تاسې په  روژه کې د ورځې له خوا ډېره تنده وینئ؛ او همدا راز په روژه ماتي کې د ډول ډول شربتونو او یا هم د وچو پوڼیو چې د شکرینو په وسیله ډېر خواږه لري؛ وڅښئ، ستاسو صحت ته زیان رسولی شي؛ هغه همداراز خپل یو وراره باسط  ته امر وکړ؛ لاړ شه او د دفتر نه مې د اوبو جک، ګیلاس او چمچوغه (کوچنۍ) څمڅۍ، هغه څمڅۍ چې ماسته یا پيریني پرې خوړل کیږي راوړه !

باسط ژر د لارښود ډاکټر صیب امر پرځای کړ او یاد څیزونه یې ورته په مېز کیښودل. لارښود ډاکټر غاړه تازه کړه او له جک څخه ګیلاس ډک کړ؛ او بیا يې په کې څمڅۍ کیښودله، او ناستو ټولو ډاکټرانو ته د پېغام په ډول وویل: ډاکټر صېبانو: زه په روژه ماتي کې ټولې یو ګیلاس اوبه (شربت) څښم، تاسو به یې ومنئ راسره؟

ډاکټر صیبانو ته د لارښود ډاکټر دا خبره په بشپړ ډول د تایئد وړ خبره نه ښکارېده، دا ځکه چې د اوړي په دې ګرمو ورځو کې چې شاوخوا له ۱۶ ساعتو څخه پورته روژه دار روژه ونیسي؛ تندې او ګرمۍ دومره ځپلی وي؛ چې د یو جام اوبو په څښاک سره یې دوهم جام ته تشویق زیاتیږي، او آن ځیني وخت داسې هم انګیري چې دا شربت کاش نور هم یخ وای !

ډاکټر صیب یو وار بیا ګیلاس چې کوچنۍ څمڅۍ پکې پرته وه، په لاس کې پورته کړ او د ښي اړخ څخه نیولې تر ځان پورې یې نږدې ټولو ګډونوالو ته وویل: زه په روژه ماتي کې په همدې یو ګیلاس اوبو یا شربت خپله تنده په ډېرې آسانۍ سره ماتولی شم، هغه په دې ډول سره چې زه نه غواړم یو ګیلاس یخ شربت په یو وار وڅښم.  زه په دې کوچنۍ څمڅۍ سره له ګیلاس څخه یو، یو غړپ کوم، او ان تردې پورې چې ګیلاس له نیمايي زیات وڅښم، دې ته اړ کیږم چې یو څو مړۍ ډوډۍ وخورم، چې دا د ښه روژه دار د ښه روژه ماتي ځانګړنه ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پای

2017-May-30

66 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *