Categories

اعلان

Loading…

زموږ ګونګۍ سېنما او د اطلاعاتو کوڼ وزارت/ مهر تاج

ځينې پيغامونه داسې وي چې په لوستلو او اورولو نه رسېږي، خو په ليدلو زړونو ته کښته کېږي.

د دغسې پيغامونو د لېږد له‌پاره تر ټولو ښه لاره سېنما ده.

موږ د يوه فلم د ليدلو پر مهال ښه پوهېږو چې کيسه يې دروغ ده، يو چا له ځانه ليکلې، تمثيل دی، خو اوښکې مو نه ورته درېږي، دا ځکه چې سترګې مو څه ويني، دومره قوي پيغام اخلو چې ماغزه مو هم بيا هغه لحظه د هغه له دروغ ثابتولو ډډه کوي.

له بده مرغه، په نورو برخو سربېره، له دغې لارې د پيغام په رسولو کې هم موږ تر ټولو سيالانو پاتې يوو. هغوی سېنماوې لري، پرله‌پسې فلمونه جوړوي او په خورا ساده ژبه د ولس د پوهاوي کچه لوړوي، خو موږ لنډه خلاصه کړې او ويلي مو دي چې فلم کتل او جوړول حرام دي.

که پاکستاني سریالونو او فلمونو ته وګورو، نو اکثریت یې پر یووالي، کورنيو اړيکو، مینې او محبت را څرخي.

دوی پر بدو پېښو او خپلو نیمګړتیاوو فلم یا سریال نه جوړوي، که يو نيم يې سیاسي اړخ هم لري، نو ټول تمرکز یې د کشمیر پر مسئله وي چې څنګه یې د پاکستان برخه وګرځوي، هلته خپل بیرغ اوچت کړي او څنګه هند ته ماتې ورکړي.

همدا راز هندي فلمونه او سریالونه؛

له عقيدوي پلوه دوی ښه پوهېږي چې د دوی دین و مذهب ناقص او د باور وړ نه دی، خو بیا هم ورته پوره ژمن دي، درناوی یي کوي، پالي يې او نړیوالو ته خپل باورونه ډېر کلک معرفي کوي.

فلمونه او سریالونه یې ټول له خپل هېواد، ملي ارزښتونو، یووالي، کلتور او فرهنګ سره په مینه پاللو را څرخي، په ځانګړې توګه ډېر تمرکز یې پر خپلو مذهبي باورونو وي.

امریکایي او نور غربي فلمونه او سریالونه؛

دوی بيا برعکس دي، نه د مذهب و عقیدې په کیسه کې دي او نه هم د کورني ژوند، اړيکو، انساني عاطفې او خپلوۍ.

د دوی سېنما دوه موخې تعقيبوي:

لومړی، تر نيمايي ډېر فلمونه او سریالونه يې د علمي لاس‌ته راوړنو، پرمختګ، نويو کشفیاتو، ساینس، ټيکنالوجي، تخنیک، د درېیمې نړۍ د ژوند، کلتور او عنعناتو، د سیارو د کشف او پهکې د ژوند کولو د امکاناتو، ربوټونو جوړولو او لنډه دا چې د مبتکرانه انساني تجربو او هڅو په اړه دي.

دویم، فحشا، بداخلاقي، بې‌بندوباري او اسلامي مقدساتو ته سپکاوی.

ایراني او ترکي سريالونه او فلمونه؛

که څه هم دوی په ظاهره مسلمانان دي، خو چندان د عقیدې او مذهب په کیسه کې نه دي.

دوی خپل کلتور او فرهنګ هماغسې نړۍ ته وړاندې کوي لکه څرنګه چې دی، نورو مسلمانانو په ځانګړې توګه افغانانو ته ورښيي چې دوی هم مسلمانان دي، خو د دوی ښځې پرتوګونه نه اغوندي، کمیسونه یې له ډېرې غریبۍ واړه او نیمه ګنډلې دي، نجونې یې تر واده مخکې حاملې کېږي، بده يې لا دا چې کورنۍ یې ملاتړ هم کوي چې دا د دوی حق دی، کوم جرم یا لویه ګناه نه ده، بس تېروتنه ترې شوې او موږ یې باید ترڅنګ وو اوسو، تنها یي پرې نه ږدو.

ناواده کړې خو لا څه کوې، که د واده شوې ښځې خپل خاوند خوښ نه شي او یا یي خوښ هم وي، فقط د خوش ګذرانۍ او ټېم پاس له‌پاره يې هم په شتون کې بل نارینه ملګري سره اړيکي جوړولا شي.

دوی دا هم مسلمانانو ته ښیي چې یوه ښځه هم خپل خاوند طلاقولای شي. دوی ته زنا کول کومه ګناه یا جرم نه ښکاري، خو ستره ګناه او د نه بښلو جرم ورته دا ښکاري چې ولې یو خاوند له خپلې ښځې سره خیانت وکړي او یا ښځه له خاوند سره خیانت وکړي.

(دوی ته له لوی متعال ذات سره خیانت عادي خبره ده، حق یي دی، خو له مېرمن یا خاوند سره خیانت کول د بښلو وړ نه دی، خورا لوی جرم او ګناه ده.) ځکه خو دا زموږ ځینې روشنفکرانو ته اسلامي شریعت پخوانۍ کيسې او زنا کول ورته انسانیت ښکاري او یوه لاشعوره خبره یې کلکه را نیولې چې « لوی مذهب انسانیت دی.» خو دوی دا سوچ نه کوي چې «دا انسانیت دی په کوم مذهب کې؟»

عربي سېنما هم همداسې در واخلئ، بلکې بربنډتوب او بې‌معناتوب کې تر غربي، ترکي او ایراني سېنما هم وړاندې ده.

په پای کې د خپل اطلاعات و فرهنګ او سېنما په اړه غږېږو؛

دوی بېچاره ګانو لاره ورکه کړې، اسانه چل يې زده کړی، له لنډې پولې اوړي، له هغه ځایه اداکاران رانيسي او دلته یې لوبوي.

ژبه پردۍ، مفکوره پردۍ، جامه و کلتور پردی. که یو نیم په‌کې خپل هم پیدا شي، هغه هم دري ژبی وي چې سهي او کره پښتو هم نه شي ویلای او په دري فلمونو او سریالونو کې بیا هماغه ایراني لوبغاړي لوبېږي.

زموږ د فلمونو او سریالونو ژبه او اصطلاحات: طالب، توپک (ډیشووون … ډیشووون، ډز، ډوز، غرب، غروب…)، تاریاک، لنډه‌غر چارواکي او زورواکي.

ولې د وینو تویلو، تربګنیو، توپک، طالب او داعش په نوم د خپلې ټولنې څېره نړۍ ته کرکجنه او بده معرفي شي؟

ولې مینه خپره نه شي، سوله خپره نه شي، نړیوالو ته ځان د دې پر ځای چې توپک په لاس او ناامني خوښوونکی ورمعرفي کوې، ولې ګل په لاس، مینه، سوله او انسانيت پالونکی نه معرفي کوې؟

لنډه دا چې پر مطلق تقلید ولاړ فرهنګ تر ډېره د پاکستان کاپي ده، هغه هم په ډېر ټیټ کیفیت.

یو بې‌خونده مثال يې؛

هلک به په ډرامه کې ساده وطني شلوار جامې اغوستې وي، خو نجلۍ به پتلون کړی وي. داسې شیان چې د ټولنې له روح او واقعيتونو سره هيڅ اړخ نه لګوي، نو له داسې سېنما به څوک څه زده کړي؟

هغه افغانان چې په بهرنيو هېوادونو کې پاتې شوي او د همغوی په تقلید رالوی شوي وي، دوی به له داسې فلمونو خپله ژبه او کلتور څه زده کړي!؟

راځئ واقع بين وو اوسو، ځمکني حقايق په پام کې ونيسو، له خياله حقيقت ته راشو، سېنما د اوسنۍ نړۍ اړتيا ده، موږ يوازې هغه وخت خلک له بهرنۍ سېنما راګرځولای شو چې خپله د خپلې ټولنې د اصلاح او پرمختګ له‌پاره خپل عالي او باکيفيته سېنمايي توليدات ولرو.

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *