Categories

اعلان

Loading…

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

دولسمه برخه

*     *     *

ميرويس خان ټيټ شو،  له خاورو يې يو  ماشوم ور پورته کړ، د هغه پر سپېره مخ يې د خپلې لونګۍ څنډه تېره کړه، د ماشوم سترګې پټې وې، پر ټټر يې د تورې سور پرار ښکارېده.

د ميرويس خان سترګې  ډکې شوې، د ماشوم پر سپيره مخ اوښکه ولوېده، ورغړېده، د هغه تر سپېرې زنې پورې يې توره ليکه جوړه کړه.

ميرويس خان ماشوم  پر خپل ټټر پورې ولګاوه. سلګۍ يې شوې. ځان يې کابو کړ.

کيڼ لور ته  يې وکتل، د نارنج د ماڼۍ سپين دېوالونه  تورو لوګيو نيولي ول.

مخ يې واړاوه، د ده ځينې جنګيالي په کنډوالو کې ګرځېدل، څو نورو د ګرګين د مړو شويو پوځيانو جېبونه لټول…

ميرويس خان ماشوم پرې ايست، خپل څادر  يې پرې هوار کړ.

ځګيروی يې واورېد. په بېړه ولاړ شو، د چت را لوېدلي لرګي يې ليرې کړل، له خاورو يې د ګرګين  ټپي عسکر  را وايست. د عسکر کولمې را وتلې وې.

د عسکر په وينو سرې شونډې وخوځېدې:

_اوبه! اوبه!

ميرويس خان منډه واخيسته، د يوه مړه عسکر له تشي يې د اوبو پتک را خلاص کړ، بېرته راغی، سترګې يې رډې را وختې، د تږي، ټپي پوځي غاړه پرې وه، ولاړ قومي مشر پر سره کوټ خپله سره توره پاکوله.

ميرويس خان چيغه کړه!

_ولې؟

قومي مشر يواځې وخندل، روان شو.

له کنډوالو څو په ټوپکو بار کچرې را ووتې. ميرويس خان منډه ور واخيسته، په بيړه يې وويل:

_څه کوئ!

يوه له ونې ټيټ مول وهلي کس ځواب ورکړ!

_د وسلو ډېپو مو مات کړ، ولجه ده.

ميرويس خان چيغه کړه!

_ دا وسلې په بيت المال پورې اړه لري.

ورغی، بار ته يې اوږه ورکړه، تړلې ټوپکې لاندې ولوېدې.

منډه يې واخيسته، له مړو جسدونو يې ټوپ کړل. ځان يې په يوه سا د کلا تر عمومي دروازې پورې ورساوه. چيغه يې کړه!

_دروازه وتړئ!

_درنې پلې وغنجېدې.

د دروازې پر سر برج ته وخوت، تر کلا د باندې يې وکتل، د باغونو خواته   پر غاليو، مېزونو، الماريو… بار خرې روانې وې.

ميرويس خان د خپل يوه جنګيالي له لاسه ټوپک و ايست، له ډز سره د يوې خرې پښو ته مړه دوړه پورته شوه.

خرې ودرېدې.

ميرويس خان وويل:

_هلئ! غله راوګرځوئ!

لاندې د کلا د دروازې تر مخ ولاړ پوځي ناره کړه!

_صېب!زموږ خپل کسان دي.

ميرويس خان چيغه کړه!

_را ويې ګرځوئ!

څو پوځيانو منډه ور واخيسته.

ميرويس خان بېرته له برجه کښته شو، د ګرګين د غونډو سالون ته ننوت، غالۍ ټولې شوې وې، څوکۍ او مېزونه مات پراته  ول.

د باندې ووت، يوه جنګيالي ته يې وويل:

_هله! سيدال خان ته ووايه چې قوماندانان، د قبيلو مشران او ټول لښکر د کلا ميدانۍ ته را ټول کړي. يواځې په برجونو کې څو کسان پرېږدئ.

غرمې ته د کلا لويه ميداني له جنګياليو ډکه وه، ميرويس خان يوه بام ته وخوت. د ښځو، ماشومانو او اسيرانو  په وژلو يې خواشيني وښوده، ويې ويل چې موږ يواځې د خپلواکۍ له پاره جنګېږو، که ظلم وکړو، نو زموږ او د ګرګين فرق څه دی.

وروسته يې د چور کيسې را واخيستې، بار  کچرو او خرو ته يې اشاره وکړه، ويې ويل چې د ګرګين په وژلو به صفوي حکومت ضرور خپل غچ اخلي، همدا ټوپکې او توپونه به يې په درد خوري…. د اتحاد او اتفاق په اړه وغږېد، د جګړې اخلاق يې تشريح کړل، د ښځو، ماشومانو او اسيرانو وژنه يې بې غيرتي وبلله….

ميرويس خان اوږدې خبرې وکړې،  لمر ته د ولاړو زرګونو کسانو سرونه ځړېدلي وو.

د ميرويس خان له غږېدا وروسته يو چاغ،  په ونه لوړ قومي مشر را مخته شو، د بار کچرو درول يې د ځان سپکاوی وګاڼه، ويې ويل چې په دې جګړه کې ده  او د ده اتو سوو  جنګياليو برخه واخيسته، نږدې دوه سوه  شهيدان يې ورکړل، حق يې دی چې له جنګي کلا څو ټوپکي وباسي…
ميرويس خان ناره کړه!

_ که د وطن د ازادۍ له پاره راغلي ياست، پاتې شئ. که نه نو د کلا دروازه خلاصه ده.  

چاغ په ونه لوړ قومي مشر چيغه کړه!

_زما کسان دې راووځي!

له لښکره شل، پنځه ويشت جنګيالي ور ووتل.

د قومي مشر ټنډه تروه شوه.

_زما خبره مو وانه ورېده!

يو ځوان مخکې ورغی، ويې ويل:

_خپل قوم دې سپک کړ، موږ په وطن مين خلک يو.  نه دې غواړو.

قومي مشر خپلې تورې ته لاس کړ، بېرته يې ګوتې مړې شوې، له شل، پنځه ويشتو کسانو سره د کلا د لويې دروازې خواته روان شو، خو پنځه  کسه بېرته ترې را وګرځېدل.

له لښکره يوه چيغه راغله!

_خو دلته نورې نارواوې هم شوې دي. د جګړې پر مهال دوو سياسرو ته لاس ور لوېدلی.  

د ميرويس خان سترګې رډې راوختې! په بېړه يې سيدال خان ته وکتل.

سيدال خان وويل:

_خبره يې سمه ده.

_جنايتکاران معلوم دي؟

_هو، څلور کسه!

ميرويس خان وويل:

_زندۍ يې کړئ!

د سيدال خان سر وځړېد:

_صېب! خو يو يې ستا ترورزی دی!

ميرويس خان چيغه کړه!

_زندۍ يې کړئ!

*     *     *

د جنګي کلا د نيولو  په څلورم مازديګر ملا پيرمحمد مياجي  په بېړه کوټې ته راغی، ميرويس خان ته يې وويل چې کاکړو ته د ګرګين د تللي لښکر پاتې برخه  را روانه ده.

ميرويس خان  د کلا برج ته وخوت، ليري په تور لښکر پسې دوړه پورته کېدله.

د ميرويس خان په امر توپونه ډک شول، د صفوي حکومت بيرغونه ودرېدل،  په زرګونو جنګيالي د کلا دېوالونو ته وختل.

بهادر خان ته يې وويل چې د کلا په ميدانۍ کې زر  تکړه سپاره ودروي. کله چې د دېوال پر سر لومړنۍ توپ تش شو، له کلا به ور وځي او پر دښمن به حمله ور وړي.

ميرويس خان له خپلو ځينو قوماندانانو سره په يوه برج کې ودرېد.

ملا پيرمحمد مياجي وويل:

_دا اووه، اته سوه کسان ناخبره راته ښکاري.

داوود خان هوتک سوړ اسويلی وايست.

_خو د دروازې پر سر ړنګ برجونه به يې وپوهوي چې دلته جګړه تېره شوې ده.

ميرويس خان وويل:

_کار مه ورباندې لرئ! پرېږده چې نږدې راشي.

د ملا پيرمحمد مياجي شونډې وخوځېدې:

_د ګرګين مړينه پټه نه پاتې کېږي، خو که په دې عسکرو کې کوم يو وتښتي، تاوان به مو لنډ وي.

ميرويس خان پر زينو کښته شو، د لښکر تر مخ ودرېد، ويې ويل:

_نه غواړم چې په دې اوو، اتو سوو کسان کې يو هم وتښتي.

له پورته يې وارخطا ناره واورېده:

_خانه! د ګرګين لښکر ودرېد.

ميرويس خان په بېړه پر زينو وخوت. آسونه ځای پر ځای ولاړ ول.

ميرويس خان وويل:

_شک يې واخيست!

له لښکره څو کسان مخې ته راغلل.

ميرويس خان ته نږدې د ټوپک ډز شو.

ميرويس خان منډه واخيسته. د کلا پر دېوال ولاړ پوځي يې پورې واهه!

چيغه يې کړه!

_ما نه وو درته ويلي چې ډزې مه کوئ!

عسکر په ماته ګوډه ژبه وويل:

_صېب! پام مې نه و، ماشه رانه کش شوه.

ميرويس خان په بيړه د ګرګين لښکر ته وکتل، مخکې راغلي آسونه بېرته ګرځېدلي وو.

داوود خان هوتک وويل:

_اوس څه وکو؟

ميرويس خان وويل:

_د ټوپک ګولۍ ور رسېږي؟

_فکر نه کوم.

چيغه يې کړه!

_توپونه تيار دي؟

له يوه برجه غږ راغی:

_هو، ستاسو امر ته ماتله يو.

ملا مياجي وويل:

_ورته وګورئ! لښکر شاته وګرځېد.

ميرويس خان چيغه کړه!

_اور!!!!!!

دېوال ولړزېد، څو پرله پسې توپونه تش شول.

د ګرګين په لښکر کې سرې لمبې را وګرځېدې. د کلا دروازه خلاصه شوه.  بهادر  خان  او زر  سپاره له کلا  ور ووتل. چيغې يې وهلې، د ټوپکو له خولو خړ لوګي را وتل.

وخت ووت، تورې له تېکو را ووتې، تن په تن جګړه ونښته!

داوود خان هوتک چيغه کړه!

_هلته وګورئ! د ګرګين يوه ډله پوځيان تښتي.

ميرويس خان ور وکتل، لمر لوېدو خواته په څو تورو آسونو پسې نرۍ دوړه پورته کېدله.  

ميرويس  خان سړه سا وايسته!

_د صفوي  دربار دومره ژر خبرېدا به مو تاواني کړي.  

*     *     *

ميرويس خان د جنګي کلا له نيولو وروسته د ښار په شپږو نورو کلاوو يرغل ور ووړ.  څلور کلاوي له جګړې پرته تسليم شوې، خو د چهل زينو او قيتول کلاوو مقاومت وکړ.

جګړه ونښته، د دې کلاوو دېوالونه له ګرګينه نيولو توپونو وخوړل.  څه عسکر ووژل شول، نورو لاسونه پورته کړل.

له جګړې وروسته  د ميرويس خان لومړی کار  صفوي شاه حسين ته د يوه ليک لېږل و. په ليک کې يې پاچا په دروند نوم ياد کړ، ويې ليکل چې اوس هم صفوي حکومت ته صادق او وفاداره دی.

وروسته يې د ګرګين ظلمونه را واخيستل، يادونه يې وکړه چې ځينې خلک د ګرګين د وحشت پر وړاندې راپورته شول، خو ټولې قبيلې لا اوس هم صفوي دربار ته درناوی لري، تاسو خپل مشر ګڼي او د ماليې ورکړې ته تيار دي….

دا يې هم وليکل چې د اندېښنې وړ کومه خبره نشته، ورو، ورو به حالات کابو کړي….

ميرويس خان پوهېده چې صفوي دربار دومره ناپوه نه دی، خو  دې ليک لږ تر لږه د دښمن په حمله کې ځنډ راوستی شو.

وروسته يې د ټولو قبيلو مشران را وغوښتل، لويه جرګه يې جوړه کړه، سلګونو کسانوته يې وويل چې کندهار سل کاله وروسته ازاد شو، خو صفوي حکومت کرار نه کېني، دوی بايد تيار  اوسي.

بيا يې د مکې د علماوو  فتوا ور وښوده، د صفوي حکومت پر وړاندې جګړه يې جهاد وباله. ټول قومونه يې يوالې او اتحاد ته را وبلل، ويې ويل چې په يوالي کې مو بقا او په بې اتفاقۍ کې مو ورکه ده….
ميرويس خان اوږدې خبرې وکړې، ټولې خبرې يې د خلکو د يوالي او وطندوستي په اړه وې….

د ميرويس خان له خبرو وروسته د جرګې ټولو غړو  پاچا غوښت. دوی په دې سلا شول چې ميرويس خان خپل پاچا وټاکي، خو ميرويس خان په دې وخت کې پاچاهي ښه ونه ګڼله، ويې ويل چې له ډېر وخت وروسته ټولې قبيلې سره راټولې شوې دي، نه غواړي چې  يو ځل بيا د واک او قدرت خبره  په قومونو کې نفاق پيدا کړي.  

ناسته اوږده شوه، اخېر يې پرېکړه وکړه چې ميرويس خان د ټولو قبېلو مشر کړي. ميرويس خان ومنله، خو شرط يې دا و چې له ده سره به د هر قوم يو نماينده هم موجود وي او ده ته به په کارونو کې سلا  ورکوي.

يوه چيغه راغله!

_ته زموږ نيکه يې! ميرويس نيکه!

له هرې خوا د خوشالۍ نارې راپورته شوې:

_ميرويس نيکه، ميرويس نيکه، ميرويس نيکه….

*     *     *

ميرويس نيکه پوهېده چې د کندهار ازادي به د کابل مغولي حکومت په وېره کې کړي، دی په دوو جبهو کې نه شوای جنګېدلی، ده د خپل ورور يحيی خان په لاس مغولي دربار ته احوال ور ولېږه چې د کندهار لخوا به مغولي حکومت ته کومه ستونزه نه پېښېږي.

بيا يې له مختلفو قومونو شتمن کسان را ټول کړل، له دوی يې د جنګي کلا او نورو شپږو کلاوو د ترميم له پاره مرسته وغوښته.

ړنګو شويو برجونو ته تيږي پورته شوې، لوېدلي دېوالونه ترميم شول، د کلاوو په مينځ کې ړنګې شوې کوټې بېرته ودرېدې.

وروسته يې توپخانه منظمه کړه. په خرابو ټوپکو يې لاس وواهه. له هر قومه يې زړور جنګيالي وغوښتل، لس زره منظم لښکر يې جوړ کړ.

بيا يې د ښار مشهور کوتر بازان را وغوښتل، هغوی ته يې وظيفه ورکړه چې د پيغامونو  د رسولو له پاره کوترې تربيه کړي.

دوی کوترې سره ووېشلې، سهار به يې په يوه کلا کې دانه ور اچوله، غرمه به يې په بله کلا کې له غنمو ډک شکورونه ورته کېښودل، مازديګر يې له ښاره د باندې څو ځايونه ورته ټاکلي ول….
کوترې په لنډ وخت کې تربيه شوې. سهار به يې يو ځای ګېډې مړې کړې، غرمې ته به بل ځای په دانې پسې تلې….

*     *     *

دوې مياشتې ووتې، خو د صفوي حکومت کوم درک ونه لګېد. يوه ورځ ميرويس نيکه د چهل زينو په کلا کې د خوراکي مواودو د ذخيره کولو ګدام کوت چې يو جنګيالی راغی، نيکه  ته يې وويل چې له اصفهانه د شاه حسين خاص استازی محمد جامي راغلی دی.

ميرويس نيکه  جنګي کلا ته ورغی. محمد جامې له عمره پوخ سړی و، سپينه پسته ږيره يې درلوده،  له څېرې تازه ښکارېده.

ميرويس نيکه ټينګه غېږ ورکړه، محمد جامي يې د نارنج د ماڼۍ لوی صالون ته  بوت. دواړه پر څوکيو کېناستل، محمد جامي شاوخوا وکتل، ويې ويل:

_موږ خبر شوو چې د نارنج ماڼۍ سوځېدلې ده، خو اوس  د خرابي کومه نښه نه پکې ښکاري.

ميرويس خان وخندل:

_بېرته مو جوړه کړه!

محمد جامي ميرويس نيکه ته وکتل،  ويې خندل:

_پر همدې څوکۍ به ګرګين ناست و.

ميرويس نيکه وخندل:

_نيت دې سم ونيسه، خير دی چې د يو څو ورځو له پاره پر دې څوکۍ زه هم کېنم. څه خبره ده، موږ  اوس هم صفوي حکومت ته وفاداره يو، تمه ده چې شاه حسين بېرته خپل حاکم  راولېږي….

محمد جامي په خبره کې ور ولوېد:

_خو په  جنګي کلا کې مې ستا لښکر او تياری وليد، ماته خو داسې ښکاره شوه چې پر دې څوکۍ دې پاخه اړولي دي.

ميرويس  نيکه وخندل:

_هوښيار سړی يې! نه غلطېږي، فکر وکه چې همداسې ده.

محمد جامي پياله ورپورته کړه، له چايو يې غوړپ وکړ، ويې خندل:

_تاوان به وکې!

ميرويس نيکه وويل:

_تر اوسه هم چندان په ګټه کې نه وو، يو ځل به همدا تاوان هم وازمايو.

_خو ته کمزوری يې، په دې څو وړو قبيلو له شاه حسين سره ډغرې نه شې وهلی، ملا به درماته کړي.

ميرويس نيکه وخندل:

_موږ په سلو کلونو کې د خپلواکۍ څکه نه وه کړې، اوس يې په خوند وپوهېدو، همدې خوند زړور کړو.

محمد جامي وټوخل، ويې ويل:

_خوښه دې، زه شاه حسين را ولېږلم، راته ويې ويل چې ستاسو له نيت نه خبر شم او بېرته احوال ور وړم.

ميرويس نيکه وخندل:

_نو اوس به زموږ په نيت پوهېدلی يې؟

محمد جامي وويل:

_هو! د وينو بوی مې حس کړ.

ميرويس خان وخندل، ولاړ شو، کړکۍ ته و درېد، ويې ويل:

_موږ په وينو تويولو پسې نه ګرځو، خو که نور زموږ د وينو تږي وي او زموږ په وژلو پسې دلته راځي، روغې پښې به رانه يونه سي.

محمد جامي ودرېد،ويې ويل:

_دا دې وروستۍ پرېکړه ده؟

ميرويس نيکه لاسونه سره وجنګول، دوه کسان راغلل. ميرويس نيکه وويل:

_محمد جامي په جنګي کلا کې تر ټولو پاکې او سوتره کوټې ته رهنمايي کړئ! د ده خپګان زما خپګان دی، عزت يې وکئ او د يوه دروند ميلمه غوندې يې وساتئ!

محمد جامي په حيرانۍ ورته وکتل، ويې ويل:

_څه مانا؟

_مانا دا چې ته به تر يو څه وخته زموږ مېلمه يې.

محمد جامي چيغه کړه!

_خو زه غواړم چې سبا  بېرته د اصفهان خواته حرکت وکم.

ميرويس نيکه وويل:

_خو زه نه غواړم چې اصفهان ته ژر ورسېږي. يو دوې مياشتې ګذاره وکه. ستا په ځنډ کې زموږ خير دی.

مياشت وروسته  په هرات کې د صفوي حکومت حاکم محمد خان  کندهار ته ورغی، ميرويس نيکه ته يې وويل چې کندهار بېرته صفوي حکومت ته ور وسپاري، خو د ميرويس نيکه خبره يوه وه، ويې ويل چې نور نو د غلامۍ له ژونده ستړی شوی دی.

ميرويس نيکه د هرات حاکم ته هم له ښاره د وتلو اجازه ورنه کړه، ده او ملګرو ته يې د نارنج په ماڼۍ کې د اوسېدو ځای برابر کړ.

ميرويس نيکه ته وخت مهم و. ده د وخت په سپما کې خپل برياليتوب ليد.

ميرويس نيکه څو توپونه له کلاوو  واېستل، ځينو ته يې د چهل زينو د غره لوړې څوکې وټاکلې، يو شمېر نور يې د ښار په څنډو کې ځای پر ځای کړل.

ده قومي مشرانو ته امر وکړ چې تر دوو مياشتو پورې  پنځه زره نور جنګيالي هم برابر کړي.

د مني په لومړيو کې خبر ور ورسېد چې د هرات نوي والی پر کندهار د يرغل له پاره له خپلو درېيو زرو جنګياليو سره  را روان دی. ميرويس نيکه ملا پيرمحمد مياجي  را وغوښت، ورته ويې ويل چې دښمن بايد تر کندهاره راونه رسېږي.

مياجي  له پنځو زرو جنګياليو سره له ښاره ووت، د هرات د نوي والي پر لښکر ورغی، څه يې ووژل، څه بېرته دهرات خواته وتښتېدل.

صفوي حکومت غلی کېنه ناست، په يو نيم کال کې يې  څلور نورې حملې هم وکړې، خو مات شول.

اخير د ميرويس نيکه جنګيالي دومره زړور شول چې  د تبريز د حاکم محمد خان پنځه زره کسيز لښکر يې يواځې په پنځو سوو جنګياليو له پښو وغورځاوه. د فراه تر دلارامه پورې مخکې لاړل، محمد خان يې ژوندی ونيو او په زرګونو ټوپکې، آسونه، اوښان، زغرې…او څو توپونه يې کندهار ته راوړل.

*     *     *

سارايي مږې له غاره خپل سر را وايست، ځمکه ودربېده، د غار په خوله کې را ټولې خاورې بېرته غار ته ور ورغړېدې، مږه په غار کې ننوته، په زرګونو تورې، سپينې او خړې نرۍ پښې تېرې شوې…ځمکه دربېده… آسونه شڼېدل، په ګاډيو پسې د درنو تړلو توپونو غنجا خته…. دېرش زره کسيز سور لښکر په مړو دوړو  کې پټ و.

شېبه وروسته د هلمند د سيند پر غاړه  سلګونه سپينې خيمې ودرېدې. د خيمو په مينځ کې يواځينۍ سره خيمه تر نورو لويه او هسکه وه.

په دې خيمه کې يو پنځه دېرش کلن غښتلی ځوان  ناست و، ده د خپل تره د انتقام فکرونه وهل، ټنډه يې تروه وه،  په ذهن کې يې د کندهار ښار په سرو لمبو کې ليد. ځوان خسرو خان نومېده، همدا دېرش زره ګرجي پياوړي عسکر يې تر امر لاندې ول.

خسرو خان مازديګر له خيمې ووت، درې کسان د لرګي په پايو پورې تړلي ول.

يوه عسکر په وېرېدلې غږ وويل:

_صېب! کوچيان دي، د سيند پر غاړه مو له سلامتې رمې سره ونيول.

خسرو خان د اوبو غاړې ته ورغی، پوځې جامې يې وايستې، اوبو ته ور ګډ شو، څو عسکرو مخامخ ګڼو لوخو ته ټوپکونه ونيول.

خسرو خان تر لوخو لامبو ووهله، بېرته را وګرځېد، پښې يې پر ځمکه ولګېدې، په اوبو کې ودرېد، د ټټر ببر لانده وېښته يې سره نښتي ول.

ويې ويل:

_کوچيان راولئ!

په لنډ وخت کې درې لاس تړلي کسان راوستل شول.

خسرو خان وويل:
_اوس يې نو اوبو ته ور واچوئ.

کوچيان له لاسونو-  پښو ونيول شول، اوبه باد شوې، شېبه وروسته د ابو سر ته واړه ډومبکونه را وختل.

يوه پوځي په بېړه توليا ورته ونيوله، خسرو خان ځان وچ کړ، جامې يې واغوستې، خيمې ته ننوت. سترګې يې پټې کړې، نيمه شپه د باندې را ووت. پيره دار وېده و.

خسرو خان چيغه کړه، پيره دار په بيړه ودرېد، ګڼ پوځيان له خيمو را ووتل. خسروخان وويل:

_زه ويده جنګيالي نه غواړم!  اعدام يې کړئ!

پيره دار  ته لاسونه ور ولوېدل، هغه چيغې وهلې، بخښنه يې غوښته… خو د دار ګردې حلقې يې ورمېږ مات او چيغې يې غلې کړې.

سهار ته يې د لښکر مهم قوماندانان را وغوښتل، امر يې وکړ چې خپل څو کسان د جاسوسانو په جامه کې کندهار ته ولېږي او د ميرويس خان د جنګياليو  د شمېر او جنګي امکاناتو په اړه معلومات راوړي.

خسرو  خان هوښيار سړی و، مخکې تر حملې يې د قومونو په اړه معلومات ټول کړي ول، پوهېده چې په دې خلکو کې د غلجي او ابدالي کيسه توده ده، ده د قومونو په بې اتفاقۍ کې خپل برياليتوب ليد. ځکه يې وار له واره پر کندهار د حملې پر ځای د ابداليو مشر عبدالله خان د هرات والي مقرر کړ، خو عبدالله خان ډېر ژر د خسرو خان په هدف پوه شو او ولايت يې پرېښود.

خسرو خان نهيلی نه شو، ده هڅه کوله چې ځينې وړې قبيلې د  ځان ملګرې کړي، خو ميرويس نيکه هم غلی نه و ناست. د ده په امر ټولې کروندې ورېبل شوې او  حاصلات يې کلاوو ته يووړل.

ميرويس خان پوهېده چې ښار محاصره کېږي، ځکه يې د دوو کالو غله – دانه او نور ضروري مواد  ذخيره کړل.

ده ځينې قومي مشران نورو قبيلو  ته ور ولېږل، هغوی ته يې پيغام ورووړ چې په يوالې کې مو بری دی او که دا ځل دښمن ته تسيلم شوئ، نو بيا د پيړيو له پاره د ازادۍ خوبونه مه وينی.  

د ميرويس نيکه په امر له عمومي دروازو پرته د اوو کلاوو نورې ټولې دروازې په تيږو بندې شوې. ده د ټولو جنګي کلاوو  دېوالونو ته اضافه توپونه وخېژول، تر ښار ګرد چاپېره  سرپټي مظبوط سنګرونه جوړ شول.

ده د ښار اوسيدونکو ته ډاډ ور کړ چې تر خپله وسه به د دوی دفاع کوي، خو ځينې کسان نه قانع کېدل، د دوی په زړونو کې وېره ننوتې وه، له ښاره به هره ورځ څو کډې وتلې.

ميرويس نيکه خپله کورنۍ راوسته او په يوه جنګي کلا کې يې واړول. ده د ښار اوسيدونکو ته وويل چې خسرو خان د ګرګين وراره دی او د خپل تره په انتقام پسې راوتلی. که ښار وساتئ، خسروخان ماتې خورې او که ښار پرېږدئ، بل ځای هم نه شی ترې خلاصېدی.

کډې ودرېدې، ځينې تللي کسان هم بېرته راغلل.

ميرويس نيکه  ټولو نارينه وو ته امر وکړ چې د خپلو کورنيو ښځې، پيغلې  او تنکي ځوانان  په ټوپک وپوهوي او د ضرورت پر  مهال دې له ځانه دفاع وکړي.

وروسته يې هرې کلا ته يو،يو قوماندان وټاکه، جنګي کلا يې سيدال خان ناصري ته ورسپارله، د نورو کلاوو مسووليت يې  بابو جان، بهادر خان، ملا پيرمحمد مياجي، عزيزخان نورزی،  نصروخان الکوزی،… او د نورو قوماندانانو پر غاړه ور واچاوه.

بيا يې له خپلو پنځلسو زرو جنګياليو څخه درې  زره سپاره بېل کړل، د د دوی مشرې يې داوود خان هوتک ته ورکړه  چې فراه، سيستان او ګلستان ته لاړ شي او له خلکو مرسته وغواړي.  

په خپله  له دوو زرو کسانو سره له ښاره ووت او د هلمند د بست کلا په زړو کنډوالو کې پټ شو.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *