Categories

اعلان

Loading…

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

نهمه برخه

*     *     *

د جنګي کلا دروازه خلاصه شوه، پر دوو آسانو پسې تړلې سر پټې ګاډۍ ودرېده، ګاډيوان کښته شو، کاږه ګامونه يې واخيستل، لاس يې پر دېوال ولګاوه، ولوېد.

عسکرو ور منډه کړه، پړمخې لوېدلی ګاډېوان يې ستوني ستغ راواړاوه. تر اوږې يې مات شوی غشی راوتلی و.

يوه عسکر چيغه کړه!

_نورو ور وکتل، عسکر د ګاډۍ خلاصې پلې ته ولاړ و، ګاډۍ له مړو ډکه وه.

د ټپي عسکر ځګيروی وخوت، په زحمت يې د خپل سره کوټ جېب ته لاس کړ، په وينو لړلی کاغذ يې را وايست. ورو يې وويل:

_دا کاغذ اعليحضرت ته ور ورسوئ!

يوه عسکر کاغذ ور واخيست، د نارنج ماڼۍ ته يې منډه ور واخيسته، پر زينو وخوت. د لوی سالون دروازه يې خلاصه کړه.

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې:

_احمقه! نه وينې چې جلسه لرو.

عسکر په ماته خوله وويل:

_صېب! صېب! ستا اوښی او د هغه ملګري يې وژلي دي.

په سالون کې ناست قوماندانان ودرېدل، د ټولو سترګې رډې راختلې وې.

ګرګين چيغه کړه!

_څه چټياټ وايې؟

عسکر په خواره خوله وويل:

_د کلا په مينځ کې ګاډۍ ودرېده، له مړو ډکه ده.

مخکې ورغی، ګرګين ته يې کاغذ ونيو، ويې ويل:

_يواځې ګاډيوان ژوندی پاتې دی!

ګرګين په بيړه کاغذ ور واخيست، رنګ يې سور شو، سترګې يې رډې راوختې، چيغه يې کړه!

_اه! نو دومره زړه!

ولاړو کسانو يو بل ته وکتل.

يوه کاغذ ور واخيست. شونډې يې وخوځېدې:

(( ګرګين خانه! که روغې پښې غواړې، نو له دې وروسته  بلوڅو ته په ماليه پسې مه راځه! )).

ګرګين چيغه کړه!

_ ګاډيوان راولئ!

عسکر په بيړه له سالونه ووت.

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې:

_د بلوڅو سيمې ته چا کسان ليږلي وو؟

يو ډنګر سړی را مخته شو، په رېږدېدلي ږغ يې وويل:

_صېب! ما!

_څو کسان وو؟

_څه؟

ګرګين چيغه کړه!

_نه اورې! بلوڅو ته دې په ماليه پسې څو کسان ليږلي وو؟ !

_صېب! ستا اوښي مې نه لېږه، په خپله يې ويل….

ګرګين چيغه کړه!

_احمقه! څو کسان ؟

_صېب! پنځوس عسکر او  پنځلس ګاډۍ!

ګاډېوان راغی، له اوږې يې تازه وينه بهېدله.

ګرګين وويل:

_نور ملګري دې څه شول؟

د ګاډېوان سر وځړېد:

_صېب! ټول يې ووژل.

ګرګين لاړ، پر څوکۍ کېناست.

ګاډېوان وويل:

_صېب! کاکړو ته د ماليې له پاره لېږل شوي درې څلوېښت پوځيان  هم وژل شوي دي، کاکړو  هم په يوه خوله د ماليې له ورکړې انکار کړی.  

کړنګ شو، جام ورغړېد، د ګرګين سوک د لرګې د مېز  له نريو دړو ووت.

چيغه يې کړه!

_لښکر تيار کړئ!

*     *     *

ګرګين پر يوه لوړه ولاړ و، ده د جنګي کلا په ارت ميدان کې  څو  زره منظمو  پوځيانو ته خبرې کولې….

غږېدا يې تونده وه، د بلوڅو او کاکړو چرګې او څاروي يې هم د رحم وړ نه ګنل. ده هغو پوځيانو ته د انعامونو ژمنه ورکړه چې ډېر سرونه پرې کړي.

ګرګين اوږدې خبرې وکړې، ټوله غږېدا يې د وينو او  انتقام په اړه وه.

وروسته يې مهم جنګي قوماندانان را ټول کړل، پر مېز يې د بلوڅو او کاکړو د سيمو نخشه وغوړوله. د حملې لوري يې وټاکل…

سالون ته د ميرويس خان په ورتګ يې نخشه ټوله کړه. ميرويس خان غلی ودرېد.

ګرګين وويل:

_جګړې ته دې څومره کسان تيار کړل؟

ميرويس خان وخندل:

_يو هم نه!

د ګرګين سترګې رډې راوختې!

_بيا نو مه وايه چې صفوي دربار ته صادق يې.

ميرويس خان ټولې شوې نخشې ته وکتل، ويې ويل:

_صداقت له باور سره تړلی دی.

د ګرګين پر ټنډه خولې راغلې. نخشه يې بېرته پرانيسته. پر تورو نښو يې ګوته کېښوده، ويې ويل:

_د دې غونډيو ور هاخوا د بلوڅو څو لوی کلي پراته دي. حمله له همدې ځايه پيلوو، وروسته نورو کليو ته ورځو…بيا د کاکړو وار دی.

ميرويس خان وويل:

_د حملې له پاره مو څومره لښکر برابر کړی ؟

_دوه زره پلي پوځيان، زر سپاره ، لس توپونه او  يوسلو اويا جنګي بګۍ.

ميرويس خان نخشې ته وکتل، ويې ويل:

_د بلوڅو او کاکړو ماتې دومره اسانه خبره نه ده. تر دې کليو ور هاخوا مالداره بلوڅ پراته دي، ان ښځې يې هم په ټوپک پوهېږي.

غلی شو.

ګرګين وويل:

_نو ته په څه درد خورې!

ميرويس خان وويل:

_ما څلور  زره جنګيالي تيار کړي دي، خو نيمايي يې ټوپک نه لري. که د ټوپکو مرسته راسره وکړې، بريالي به يوو.

ګرګين په خبره کې ور ولوېد:

_د ټوپکو خبره مه راته کوه.

_نو بيا خپل پوځيان ډېر که!

ګرګين په حيرانۍ ورته وکتل.

ميرويس خان وويل:

_د پوځيانو شمېره دې شپږو زرو ته ورسوه، توپونه هم بايد تر دېرشو کم نه وي.

يوه قوماندان وويل:

_خو موږ  جنګي کلا يواځې نه شو پرېښودلای!

ميرويس خان وويل:

_جنګي کلا يواځې نه ده، نيمايي پوځيان پکې پاتې کېږي. شپږ نورې کلاوې هم له عسکرو ډکې دي.

ګرګين لاړ، پر څوکۍ کېناست.

ميرويس خان وويل:

_زه دا خلک پېژنم، بلوڅ او کاکړ غښتلي جنګيالي لري، ماتې به دې صفوي حکومت ته بې اعتباره کړي.

ګرګين خپل سر په دواړو لاسونو کې ونيو، يوه شېبه غلی و، وروسته يې سر پورته کړ:

_شل توپونه او شپږ زره پوځيان تيار کړئ.

غلۍ شو، ويې ويل:

_ميرويس خانه! خپل کسان راټول که، د هفتې په پيل کې حرکت کوو.

ميرويس خان وويل:

_درې  زره کسان تيار دي، د نورو غم مې هم خوړلی، ځينې قبيلې په لاره کې پرتې دي، بس له دې خوا پرې ورځم، جنګيالي به يې تيار وي.

ګرګين جام پر سر واړاوه، ويې ويل:

_نو له موږ سره ملګرتيا نه کوې!

ميرويس خان وخندل:

_غم مه کوه! غونډيو ته به په يوه ورځ  ور رسېږو.

*     *     *

ميرويس خان ماسپښين له جنګي کلا  ووت، په هماغه مازديګر يې د بلوڅو او کاکړ و مشرانو ته دوه تکړه سپاره  ور ولېږل چې د ګرګين د پوځ له شمېر، امکاناتو ، د تګ له لارې… او د حملې له ځايه يې خبر کړي.

په دوهمه ورځ يې د ځينو قبيلو له مشرانو سره خبرې وکړې، ميرويس خان خوشاله و، تر دې ځايه يې خپله نخشه  بريالی ګڼله، له جنګي کلا يې د ګرګين نيمايي پوځ او شل توپونه ايستلي ول.

وروسته يې په پاتې نخشه خبرې وکړې.

*     *     *

تور لوګي تر غونډيو پورته ولاړ ول. ميرويس خان آس ته پونده ورکړه، د غونډۍ سرته وخوت، لاندې په لمنو کې پراته کلي  په تورو لوګيو کې پټ ول.

کله کله به د يوه توپ له خولې سره غوړنجه  را ووته.

ميرويس خان بېرته شاته وګرځېد، پر غونډۍ کښته شو، د خپلو زرګونو کسانو مخې ته ودرېد. په لوړ غږ يې وويل:

_همدلته واړوئ!

سيدال خان ناصري مخکې ورغی، سترګې يې له اوښکو ډکې وې.

ميرويس خان وخندل:

_مه وارخطا کېږه! تشو کورونو ته يې توپونه نيولي دي.

سيدال خان وويل:

_وخت يې نه دی؟

_نه!

سيدال خان آس ته پونده ورکړه، د لښکر تر سره  لاړ، بېرته راوګرځېد، پر لوړه ودرېد، چيغه يې کړه!

_خيمې ودروئ!

وخت ووت، ميدان رنګارنګ خيمو ونيو.

ميرويس خان وويل:

_راځه!

سيدال خان آس ته چوکه ورکړه، دواړه پرغونډۍ وختل، لاندې د سوځېدلو باروتو بوی ته. پر غونډۍ کښته شول، د ګرګين ځينو پوځيانو خيمې وهلې. نور د ټوپکو په پاکولو بوخت وو، ځينې يوې بلې خواته  ګرځېدل. کله کله به يو نيم آس وشڼېد.

ميرويس خان يوې لويې خيمې ته ور ننوت. ګرګين پر څوکۍ ناست و، مخې ته يې نخشه پرته وه.

ګرګين سر پورته کړ، سترګې يې سرې وې، په غوسه يې وويل:

_په کليو کې هېڅوک نه وو، چا خبر ورکړی! ان خپل څاروي يې هم ايستلي دي.

ميرويس خان پر څوکۍ کېناست، ويې ويل:

_ته بايد زموږ تر راتګه ماتله شوی وای.

ګرګين وويل:

_طاقت نه راته!

ميرويس خان وخندل:

_او تشو کورونو ته دې توپونه ونيول.

ګرګين په خبره کې ور ولوېد:

_ما قسم کړی،  د بلوڅو او کاکړو  يو دېوال به هم روغ رانه پاتې نه شي.

غلی شو، ويې ويل:

_جنګيالي دې چېرته دي؟

_تر غونډيو ور هاخوا!

_غواړم چې ويې وينم.

ګرګين له خيمې ووت. پر آس يې پښه واړوله، له ميرويس خان او سيدال خان سره پر غونډۍ وخوت. لاندې سلګونه  رنګارنګ خيمې ولاړې وې.

ګرګين ښي لور ته ګوته ونيوله، ليرې د غره په لمنه کې ګڼې ژېړې او سرې ونې ښکارېدلې.

ويې ويل:

_سبا د همدې کليو وار دی.

ميرويس خان وخندل:

_نو دا حملې به مياشتې وخت ونيسي.

ګرګين په حيرانۍ ورته وکتل.

ميرويس خان وويل:

_پوهېږې چې کاکړ او بلوڅ دواړه منظم لښکر نه لري چې په يوه ځای يې ور سره مالومه کړو. د دوی جنګيالي په وړو ډلو وېشل شوي دي، دا ډلې په ځينو کليو کې پټې دي، شايد ځای ځای  د ترپ او خرپ جګړه وکړي، په دوی پسې به زموږ د زرګونو کسانو  يو ځايي ورتګ د وخت ضايع کېدل وي.

ګرګين وويل:

_نو څه وايې؟

_که زما منې لښکر نيم که، نيمايي يې کاکړو ته ولېږه، پاتې به د بلوڅو سيمې جارو کړي. هسې مو هم شمېر ډېر دی، د ترپ او خرپ پر جګړې غښتلي يو. په کم وخت کې به دواړه قبيلې له پښو وغورځوو.

ګرګين غلی و، ده د آس د يال په مړو وېښتو کې ګوتې تېرولې.

يودم يې سر پورته کړ، ويې ويل:

_خبره دې په فکر کولو ارزي.  

ميرويس خان د غره په لمنو کې لرو پرتو کليو ته ګوته ونيوله، ويې ويل:

_دا ځل به يې زه ورسره مالومه کړم!

ګرګين غلی و.

ميرويس خان وويل:

_غم مه کوه! اوس زما وار دی چې صفوي حکومت ته خپل صداقت ور وښيم. سبا نه، بل  سبا به  په هماغه کليو کې زما مېلمستيا وخورې.

ګرګين آس ته پونده ورکړه، پر غونډۍ کښته شو.

ميرويس خان خپل لښکر ته ور وګرځېد، خيمې ته ننوت، د بلوڅو  نويو راغلو مشرانو ته يې غېږ ورکړه، کېناست، ويې ويل:

_څو جنګيالي مو تيار کړي دي؟

يوه په ونه دنګ بلوڅ وويل:

_دوه زره.

ميرويس خان وويل:

_سمه ده، اوس شپږ زره کسان لرو، خو که ګرکين خپل لښکر نيمايې کړ، نو  دې تعداد ته هم ضرورت نشته.

وروسته يې خپل وراره  محمد خان راوغوښت، ورته ويې ويل چې غونډۍ ته وخېژي او  په پټه د ګرګين پوځ وڅاري.

محمد خان مازديګر بېرته راغی، خپل تره ته يې وويل چې ګرګين خپل نيمايي پوځ جنوب لور ته ولېږه.

د ميرويس خان سترګې وځلېدې، د لښکر د تيارېدو امر يې وکړ، څو  زره جنګيالي په شپه کې،  د غره په لمنو کې پرتو کليوته روان شول.

*     *     *

ميرويس خان يوې لوړې ته وخوت، لمر و، له خړو کورونو تور لوګي پورته کېدل.

وړې ډبرې ورغړېدې، ميرويس خان ور وکتل، سيدال خان پورته را خوت.

ميرويس خان پر يوه لويه تيږه کېناست، سيدال خان وخندل:

_څنګه! څوک به وايې چې دلته جګړه نه ده تېره شوې.

غلی شو، د ميرويس خان تر څنګ کېناست، په سوځېدلې سا يې وويل:

_څو کادانو ته مو اور ورته کړ، وينې يې، د پروړې لوګۍ تر ډېرو وي.

غلی شو، ليرې يې ګوته ونيوله، ويې ويل:

_تر هاغه چنارانو ور هاخوا غوټه لوګی بيا د وچو پاڼو دی.

ميرويس خان وويل:

_ګرګين ته مو څوک ور ولېږه؟

_هو، د غرمې مېلمستيا ته مو را وغوښت.

ميرويس خان سوړ اسويلی وايست:

_خو زما زړه دربېږي، ګرګين دومره کم عقل نه دی چې د څو زړو کادانو په سوځېدو دې غلط شي. دومره خو به وايې چې جګړه بې مړو نه وي.

سيدال خان وخندل:

_خو دا ستا نخشه وه، ودې ويل چې ګرګين بايد له لري دا لوګي وويني.

ميرويس خان ودرېد، سړه سا يې وايسته:

_که مړي نه لرو،  اسيران خو تيارولی شو.

سيدال خان په حيرانۍ ورته وکتل.

ميرويس خان وويل:

_د يو څو خپلو بلوڅو  ملګرو لاسونه ور وتړئ!

ګام يې واخيست، خو بېرته ودرېد، ويې ويل:

_هاغه ځای وينې؟

سيدال خان خپل لاس پر تندي کېښود، سترګوته يې سيوری جوړ کړ، ويې ويل:

_لاندې د توت زړې ونې يادوې؟

هو، هماغه ځای دښتې ته نږدې او له کليو ليري دی، شاوخوا تکړه نښه ويشتونکي پټ که!

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *