Categories

اعلان

Loading…

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

اتمه برخه

*     *     *

ميرويس خان د انګورو  واښکی ور واخيست، ورو يې وويل:

_د خاکران په جرګه کې اتلس کسان وو. څوک خاين درته ښکاري؟

سيدال خان ناصري د انګورو دانه خولې ته واچوله. ويې ويل:

_ټول په وطن مين خلک دي، خو يواځې په دوو کسانو شک لرم.

ميرويس خان په بېړه ور وکتل.

سيدال خان وويل:

_عطاګل او ملک قاسم  څو ځله په جنګي کلا کې ليدل شوي دي.

ميرويس خان وويل:

_دواړه خبر که چې د راتلونکې جومې په شپه  مو د قومونو مشران راټول کړي دي، غواړو چې پر جنګي کلا د حملې تياری ونيسو.

د سيدال خان سترګې رډې راوختې.

ميرويس خان وويل:

_خو دواړو ته د جرګې د جوړېدو دوه مختلف ځايونه ور وښيه.

*     *     *

ملک قاسم په غوسه وويل:

_دا نو څه ملنډې دي، له ماښامه راهيسې مو په کوټه کې کېنولی يم، د عبدالله کور ته څه وخت ورځو؟  نيمه شپه شوه.

سيدال خان ناصري ورو وويل:

_ملک صېب، بس يواځې د يو څو شېبو خبره ده.

عطاګل په خبره کې ور ولوېد:

_سيدال خانه! پر موږ مو ملنډې ووهلې، په  دې سپينه ږيره مې دوه ساعته  مزل راوکړ، دلته راغلم، خو نه جرګه شته او نه هم مرکه!

دروازه خلاصه شوه، د لاس مينځلو اوبه راغلې.

سيدال خان وويل:

_عطاګل کاکا، ځينې مشران رانه غلل، جرګه مو بل وخت ته وځنډوله.

ملک قاسم چيغه کړه

_نو موږ مو ولې برمته کړي يو؟

سيدال خان وخندل:

_ملک صېب. تاسو زموږ مېلمانه ياست. غوړه ښوروا، پاکه او پسته بستره، ښکلې کوټه، نور څه غواړئ!  هسې هم په دې توره شپه  کې خپل کلي ته نه شې رسېدلی.

ملک قاسم ولاړ شو:

_ملنډې مه وهه! تا خو احوال راولېږه  چې د جرګې ځای د عبدالله  په مهمانخانه کې دی، خو زه مو دلته راوستم.

سيدال خان وويل:

_اوس خو جرګه نشته، نو ځای يې ولې درته مهم دی.

د ملک قاسم رنګ والوت، بېرته کېناست، لاسو نه يې چلمچي ته ونيول، خړې اوبه ترې تويې شوې.

سيدال خان ناصري د باندې ووت. بالا خانې ته وخوت. ميرويس خان وړې کړکۍ ته ولاړ و.

سيدال خان ناصري وويل:

_ملک  قاسم په پوست پاک نه راته ښکاري، ډېر نا ارامه دی.

ميرويس خان تر کړکۍ سر وايست، پر ستورو د سپوږمۍ تته رڼا پرته وه.

ميرويس خان وويل:

_ملک قاسم ته دې څه ويلي وو؟

ورته ومې ويل چې ملګري د عبدالله په کور کې راټولېږي.

_او عطاګل کاکا ته؟

_هغه مې د عبدالرحمن  د باغ کشمش خانې  ته راغوښتی و. ورته ومې ويل چې کشمش خانه مو  فرش کړې ده.

دواړه غلي شول، چرچرک نارې وهلې….

د آسونو د پښو دربا راغله. ميرويس خان کيڼ لورې ته وکتل، ګڼ سپاره د عبدالرحمان  تر باغ تېر شول، د عبدالله د  کلا لويې دروازې ته ودرېدل. ميرويس خان خپلې سترګې ټينګې کړې، څو ځله يې ورپولې. د کلا دېوال ته زينه ودرېده، څو عسکر تر دېوال واوښتل.

چيغې شوې!

ميرويس خان  وويل:

_ځان ور ورسوه

سيدال خان په بېړه پر زينو کښته شو، چيغه يې کړه

_هلئ!

له څو ځوانانو سره په منډه له کلا ووت.

ميرويس خان کوټې ته ورغی.  ملک قاسم او عطاګل وارخطا ول.

ميرويس خان وويل:

_ملک قاسمه! ته خاين يې!

د ملک قاسم سترګې رډې راوختې.

ميرويس خان وويل:

_تا ګرګين ته  د خاکران د جرګې احوال ور وړی و.

ملک قاسم چيغه کړه!

_چټياټ مه وايه!

ميرويس خان وويل:

_موږ پر تا او عطاګل اکا باندې شک درلود، د خاين د مالومولو له پاره مو دواړو ته د خيالي جرګې د جوړېدو مختلف ځايونه ور ياد کړل، پوهېدو چې خاين به ګرګين ته د جرګې د ځای په اړه خبر ورکوي، د ګرګين عسکر د عبدالرحمن  تر باغ تير شول او  د عبدالله  پر کور ور وختل.  

ميرويس خان غلی شو، د ملک قاسم سترګې رډې راختلې وي.

ميرويس خان وويل:

_ملک قاسمه،  تاته مو د عبدالله کور در ياد کړی و.
ملک قاسم ګام واخيست، د ښوروا په کاسه کې وخوت، ميرويس خان يې پورې واهه. ميرويس خان پر بله لمپه  ولوېد، تياره شوه.

ميرويس خان چيغه کړه!

_ويې نيسئ!

ميرويس خان د باندې ووت، د کلا دروازه خلاصه وه.

د چوترې پر ژۍ کېناست. خپل سر  يې په دواړو لاسونو کې ونيو. نږدې غږ يې واورېد:

_وتښتېد؟

ميرويس خان ور وکتل، عطاګل و.

ميرويس خان وويل:

_اکا! درته شرمنده يم. مجبوروم، خاين مو بايد پيدا کړی وای…
عطاګل سړه سا وايسته. د ميرويس خان  تر څنګ کېناست، ورو يې وويل:

_بچيه! خوا مه بدوه، که زه ستا پر ځای وای، ما هم همدا کار کاوه.

سيدال خان راغی، ويې ويل:

_ملک قاسم څه شو؟

ميرويس خان وويل:

_وتښتېد.

دواړه غلي شول.

ميرويس خان وويل:

_د حاجي عبدالله په کور کې خو په څوک نه يي ژوبل شوي.

_نه، مشر زوی يې مازې په لاس ولګېد.

عسکرو څه ويل؟

_ويل يې چې دلته د حکومت پر ضد خلک راټول شوي، خو څه يې ونه موندل، بېرته لاړل.

ميرويس خان سړه سا وايسته، ورو يې وويل:

_د دوهمې جرګې د جوړېدو کار څنګه شو؟!  

*     *     *

ژېړې پاڼې ورغړېدې، نرۍ بړبوکۍ  راغله، پر آس سپور مول وهلي سړي خپلو سترګو ته لاس ونيو، دوړه د کلي په مينځ کې د پراته ډېران پر سر راوګرځېده، ډېران ته نږدې يې د ډنډ په خوسا اوبو کې  سېکه وخته.

سړی له آسه کښته شو. مول يې خلاص کړ، له کلا ګڼ کسان راووتل، سړي ته يې غېږ ورکړه، يوه بوډا وويل:

_ميرويس خانه! لاره خو دې غلطه نه کړه!

ميرويس خان وخندل:

_نه حاجي بابکه! مانجې ته څو وارې پخوا هم راغلی وم.

يو ځوان راغی، آس يې د کلا تر مخ ولاړو کتار غواوو ته نږدې وتاړه.

ميرويس خان وويل:

_آس وږی دی! له سهاره راهيسې يې ژامې نه دې خوځېدلې!

بوډا وويل:

_غم يې مه کوه، په اوربشو به يې موړ کو.

ډله کلا ته ننوته. لمر ته کتار کوټې ولاړې وې، د کوټې تر مخ چوتره  له لمر وهلو سره بخونو انګورو ډکه وه.

ميرويس خان وويل:

_حاجې بابکه! وامې ورېدل چې دلته په مانجه کې انګورو مرض کړی و.

بوډا وويل:

_هو! خونده يې نه وه، له درېيو زرو تاکونو مو يواځې همدا ممېزو ته واچول.

ټول برج ته وختل، په وړه کوټه کې سور ليکې ليکې ټغر هوار و. څنډو ته يې رنګارنګ توشکې ښکاېدلې.

ميرويس خان سړه سا وايسته:

_بابکه! دې کوټې د اصفهان بالاحصار را په زړه کړ.

کېناست. پيالې وکړپېدې، توره چايجوشه راغله، په خټين لوښي کې نيمه مميز شوي انګور پراته ول.

ميرويس خان وويل:

_د جرګې له پاره څوک راغلي دي؟

بوډا بالښت ته ډډه ووهله. ويې ويل:

_هو! د ملک حبيب الله کوټه ډکه ده. بس! يواځې د هزاره وو مشران يو څه وځنډېدل. نه وو ملامت، لاره ليرې وه. ايله پرون را ورسېدل.

ميرويس خان د چايو پياله ور پورته کړه.

بوډا وويل:

_سيدال خان ناصري، بابو جان بابی، مياجي بهادر خان….

يودم غلۍ شو، خپل تندي ته يې څپېړه ورکړه، ويې ويل:

_اوف! څه بلا يې بولي!  ګل خان بابړ.

وره ته نږدې ناست ځوان ته يې وکتل، ويې ويل:

_بچيه! ماغزه مې سم کار نه کوي، له ما يې د نورو  نومونه هېر شول.

ناست ځوان وويل:  

_يوسف خان، عزيزخان نورزی، نورخان بړېڅ، نصروخان الکوزی، يونس خان کاکړ….
ميرويس خان له چايو غوړپ وکړ، ويې ويل:

_هغه زما وراره، محمد خان او ملګري يې را رسېدلي دي؟

ځوان وويل:

_هو!

بوډا وويل:

_ميرويس خانه! وخت خراب دی، ولې دې دومره لاره يواځې را ووهله؟

ميرويس خان وويل:

_بابکه! وراره مې ډېر راته ټينګ و، ويل يې چې له موږ سره يو ځای لاړ شه، خو د ګرګين جاسوسان ډېر دي.  ښه مې وګڼله چې د سهار په خړه کې يواځې له کوره  راووځم.

بوډا سر وخوځاوه:

_سم وايې زويه! سم وايې.

غلی شو، يودم يې وويل:

_هاغه ملک قاسم څه بد کړي و! وراره دې  کيسه راته وکړه. سم اصول داره سړی و. شک مې هم نه پرې راته چې د پرديو جاسوس به وي.

ميرويس خان سړه سا وايسته:

_بابکه! د انسان پېژندل سخته ده. د بدو ورځو يار مو ګاڼه، خو خيانت يې وکړ، اوس د  ولس  له ويرې په جنګي کلا کې اوسي.

بوډا ټوخي واخيست. په زحمت يې وويل:

_ستړی به يې، له ډوډۍ او لمانځه وروسته يوه سترګه خوب وکه. د جرګې ځای مو د ملک حبيب الله کوټه ټاکلې ده. بېګاته به له خيره هلته ورځو.

*     *     *

د بالښت پر سر ايښې قرآن شريف ته لاسونه ور وغځېدل، ټولو په يوه خوله لوړه وکړه چې د وطن ازادي ته به ژمن وي.

هر يو بېرته په خپل ځای کېناست.

ميرويس خان وويل:

_اوس بايد د جګړې په اړه خبرې وکو.

سيدال خان ناصري وويل:

_پر جنګي کلا مستقيمه حمله مو له پښو غورځوي. پر دېوالونو ولاړ څلوېښت توپونه وړه خبره نه ده. موږ …

نور خان بړېڅ په خبره کې ور ولوېد:

_لومړی به  له ارګه ( جنګي کلا ) د باندې پر نورو پوځي کلاوو برېد وکړو.

يوسف خان غاړه صافه کړه!

_خال خال، حملې  ګټه نه لري! د ګرګين ټول زور جنګي کلا ده. د جنګي کلا نيول، د شپږو نورو کلاوو د سقوط  مانا ورکوي.

خبرې ډېرې شوې، نوبت له واکه ووت، هر يوه خپله خبره کوله…

ميرويس خان غلی و.

شېبه وروسته ټول په يوه خوله شول، ويل يې چې تلفات منو، خو پر جنګي کلا له حملې څخه نه تېرېږو.

سيدال خان ناصري، ميرويس خان ته وکتل:

_خانه! غلی يې!

ميرويس خان د چايو غوړپ وکړ،  ورو يې وويل:

_پر جنګي کلا مې د حملې پر هر اړخ فکر وکړ، د خپلو جنګياليو له ډوبېدا پرته مې څه ونه موندل.

د کوټې له کونجه يو غږ راغی!

_زړور اوسه! نر پسه د قربانۍ له پاره دی.

نصروخان الکوزي وويل:

_د ميرويس خان خبره سمه  ده. ټول قربانۍ ته تيار يو، خو څومره قرباني!!!

ملک حبيب الله وويل:

_ودې وژل شو، خو چې منطق ولري، پر  جنګي کلا مستقيمه حمله بې نتيجې ده.

ميرويس خان وويل:

_جګړه بې تلفاتو نه وي، خو بايد فکر وکو، کم تلفات او برياليتوب.

عزيز خان نورزي وويل:

_سخته ده، ګرګين له ټوپکو او توپونو سره په جنګي کلا  کې راته ناست دی، موږ منډه پرې ور اخلو، تلفات به خامخا ډېر وي.

ټول غلي شول.

ميرويس خان وويل:

_يو څه وخت راکړئ.

د باندې ووت. سپوږمۍ په ورېځو کې پټه وه. له غونډيو د لېوانو انګولا راتله.

کېناست، ولي يې له دېوال سره ولګول.

يودم ولاړ شو، د کوټې  په وره کې ودرېد، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:

_له ګرګين سره له ښاره د باندې  جګړه کوو.

ورمېږونه کاږه شول، د ناستو کسانو سترګې رډې راوختې.

يوه وويل:

_ګرګين دومره کم عقل نه دی چې جګړې ته  له پخو دېوالونو را ووځي.

ميرويس خان وويل:

_پوهېږم! ځکه نو موږ له هوښياري کار اخلو.

_څنګه؟

ميرويس خان کېناست، ويې ويل:

_زما خبرې واورئ!

18 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *