Categories

اعلان

Loading…

د مډال او ستاینلیک د اخیستلو ادبونه/ ډاکتر محب زغم

نن سبا ځینې وګړي په مډالونو او ستاینلیکونو نازول کېږي او همدارنګه هغه کسان چې تحصیلي دوره، روزنیز ورکشاپ یا کوم کورس تماموي، بری لیک یا ډیپلوم ترلاسه کوي.

مډالونه، بري لیکونه، ستاینلیکونه او ډیپلومونه معمولاً په خاصو مراسمو کې ورکول کېږي او خپل تشریفات لري خو څومره چې ما لیدلي دي، د دې شیانو اخیستونکي اکثراً د دې مراسمو ادبونه نه مراعاتوي. مثلاً کله چې ولسمشر د چا پر ټټر مډال ټومبي، د هغه سترګې په مډال او د ولسمشر په لاسونو ښخې وي. یا دا چې د مډال ورکوونکي ته ډېر نژدې یا له حده زیات لرې درېدلی وي. یا داسې ولاړ وي چې پښې یې ارتې نیولې وي، یا یې یو زنګون لږ قات کړی او کوږ ولاړ وي. ځینو یوه پښه مخې ته، بله شا ته اېښې وي. چا خوله جینګه نیولې وي یا په دې وخت کې مقابل لوري ته څه وايي. موږ په حربي ښوونځي کې د دې مراسمو تشریفات او ادبونه زده کړي وو چې زما په فکر یوازې په عسکرۍ کې نه، بلکې په ملکي مراسمو کې هم باید مراعات شي ځکه چې ښه منطق په کې دی.

د مډال، ستاینلیک یا بل سند د اخیستلو له پاره، له هغه چا څخه چې دا شیان درکوي، یوازې یو ګام (60- 50 سانتۍ) لرې، نېغ، په «تیار سئ» وضعیت ودرېږئ یعنې د پښو پونډې سره نښتې، د پښو مخه د پښې د سور په اندازه سره لرې، زنګونونه سیخ، ټټر لږ مخې ته راوتلی، غاړه سیخه، لاسونه دواړوو خواوو ته ځوړند او ورغوي له ورنونو سره لګېدلي وي. خوله به مو پټه نیسئ.

  • مډال که د ورزشي مډالونو په شان ریتاړه ولري او باید په غاړه کې واچول شي، سر مو لږ ټیټ کړئ چې د مډال د ورکوونکي لاسونو ته برابر شي. کله چې مطمین شوئ چې د مډال ورکوونکي خپل لاسونه لرې کړي دي، بېرته نېغ ودرېږئ او ښی لاس وغځوئ چې له هغه سره لاس ورکړئ.
  • که مډال د ستنې په وسیله پر ټټر ټومبل کېږي، نېغ ودرېږي، مخ د (ښۍ خوا ګور) په وضعیت یعنې ښي طرف ته واړوئ، سترګې هم ښۍ او پورته خوا ته ونیسئ. دا ځکه چې د مډال ورکوونکی به درته ډېر نژدې وي او که مخامخ ورته وګورئ، ساه به مو د هغه پر مخ ولګېږي. کله چې مډال وټومبل شو، لاس ورکړئ.
  • د ستاینلیک یا بل سند د اخیستلو لپاره نېغ ودرېږئ. سند په چپ لاس لږ پورته ونیسئ او په ښي لاس له مقابل لوري سره لاس ورکړئ.

دا هم لازمي ده چې غاښونه مو برس کړئ، سر او ځان پاک پرې مینځئ، مناسب عطر ولګوئ، پاکې او مناسبې جامې واغوندئ. البته د لاس ورکولو په وخت کې به موسکا نه هېروئ.

دا خبرې ممکن معمولي او بې اهمیته ښکاره شي خو که عملي یې کړئ، ښه به ښکاره شئ.

437 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2