Categories

اعلان

Loading…

د وينو روژه ماتی/ مجيد ژړاند

د رحمتونو میاشتې له راتلو سره وحشتونو هم خپل سر را پورته کړ، زموږ د ښکلي خوست په زړه کې ترهګرو د وينو روژه ماتی وکړ.

هغوی چې د يوې مړۍ حلالې روزي  ګټلو لپاره  په تياره سهار کې د ښار چوک ته ځانونه رسولي و، تر څو د خپل تندي په خولو   کورنيو ته روژه ماتی برابر کړي، له يوه لوري به د لوی الله ج له رحمتونو برخمن شي، له بلې خوا به نهره خېټه تر مازيګره پورې په پردۍ مزدورۍ کې ځانونه ستړي او دا به هم لوی څښتن په عبادت کې وشمېري، خو ماښام به ډک لاس خپل کور ته ستون شي، له خپلې سپين سرې مور، مېرمنې او وړو ماشومانو سره به روژه ماتی وکړي.

لومړۍ روژه، لومړی روژه ماتی و، خو ترهګرو او  بې دينه خلکو د رحمتونو په همدې میاشت کې د مظلوموخلکو په سرو وينو روژه ماتی وکړ، واړه ماشومان يې بې پلاره او کورنۍ بې سرپرسته شوې، بوره مورکۍ لا  تر اوسه سلګيو نيولې ده، د خپل زوی له شهادت څخه خبره نه ده، مور يې په همدې فکر کې ده، چې په روژه کې خو شيطانان په زولنو تړلي و، روژه خو د بښنې  میاشت ده، تراوېح هم په تېرېدو شوې، خو لا يې هم د زوی درک نه لګيږي، مورکۍ بیا خپل لړزېدلي لاسونه د لوی څښتن دربار ته  لپه کړي، اې خدایه! کاشکې زما زوی زما له زړه خبر وای، ولې يې دومره ناوخته کړل، لمسیان مې له ماښام راهيسې د راتلو په تمه دي.

بیا په خپل لړزېدلي اواز خپلې خوارې اينګور ته غږ کوي: تاسو يې پوښتنه وکړئ، له انډيوالانو سره به چېرته تللی وي، تر ما ورته انډيوالان بهتر دي، خير دغه لومړی روژه ماتی به يې له ماسره کړی و، زما زړه بده ګواهي راکوي، بېګا مې هم په خوب کې  شیطانان ليدل، چې په غاړو کې یې لوی، لوی ځنځېرونه پراته وي، استفرالله مې وويل او له خوب څخه راپاڅېدم.

اينګور يې تر پلو لاندې اوښکې تويوي، عمر خوړلې خواښې ته څنګه  ځواب ورکړي، لکه له خبرو چې هم روژه وي، اوږدې، اوږدې سلګۍ يې واخلي.

نازولی ماشوم د خپلې مور په پلو خپړې لګوي، خو د ژړا په علت يې نه پوهېږي، ماشوم هم د خپلې انا خوا ته راشي او بیا د خپلې مور د ژړا علت ترې پوښتي، خو انا يې هم د ماشوم په څېر پاک زړه لري، ستا پلار پسې خپه شوې ده، پلار دې نن ډېر ناوخته کړ، نه يې ما او نه يې هم ستا مور ته فکر دی، له ابا پرته دې د ډوډۍ په هيڅ خوند نه پوهېږم، بیا د الله ج دربار ته لاسونه لپه کوي او په وچو شونډو دا دعا کوي، خدایه هيڅوک مه نا اميده کوي، خدایه د اميد په ځای مو د نااميدۍ په ټغر مه کېنوه. د سپين سرې مور دعا لا ختمه نه وي، چې څو سپين ږيري د ډډاينې په خاطر کور ته ورځي او د خپل زوی له شهادت څخه يې خبروي او د زوی شهادت يې د تقدير کار ګڼي، سپين سرې مور د خدای له اسرې پرته بل څوک لري، چې ژړا يې غلې شي، خپله ځوانه اينګور او نازولی لمسی به يې څنګه سترګو ته نه درېږي، چې تل يې د همدې سپين سرې مور خدمت کړی و.

له خدایه ګيله منې مور خدای ته د عجز لاسونه لپه کړل:

د اسمانونو مالکه زه خو له روژې پرته هم روژه وم، ما خو به هر وخت ستا له دربار څخه يواځينۍ دا دعا غوښته چې زما عمر هم زما د نازولي زوی کړه، په دعا سره خو تقدير هم بدلېده، نو ولې دې زما په حق کې ظلم وکړ.

خدایه! ولې خدایه ‎! خدایه ولې خدايه! ولېمند يم، چې راته خپره يې کړئ.

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *