Categories

اعلان

Loading…

سیاف : طالبان د اسلام بدناموونکي او د پردیو مزدوران دي

تاند- پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف یو ځل بیا پر طالبانو سخته نیوکه وکړه، هغوی یې د دین دښمنان او د پردیو نوکران وبلل.

سیاف، چې د ولسي جرګې غړی دی،  د احمد شاه مسعود د دوولسم تلین په مناسبت په یوه غونډه کې وویل:«طالبان غواړي چې اسلام بدنامه کړي.»

ده د حضرت پیغمبر یوه حدیث ته اشاره وکړه، ویې ویل:«حضرت پیغمبر د یوې داسي ډلې د پیدا کېدو وړاندوینه کړې وه چې خلک به په متروکو وهي، او دا ډله به تل د خدای په قهر ککړه وي، طالبان هماغه ډله ده چې پیغمبر یې وړاندوینه کړې وه.»

سیاف په عین حال کې وویل چې د سولې پلوی دی خو باید سوله له ازادو خلکو سره وشي نه له طالبانو سره چې مزدوران دي.

فهیم له انتخاباتو پرته بله لار نشته

د مسعود د وژل کېدو په مناسبت په غونډه کې د کرزي لومړي مرستیال قسیم فهیم د انتخاباتو پر ترسره کېدو بیا بیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې له انتخاباتو پرته د واک لېږدولو بله لار نشته.

مارشال فهیم وویل: «د افغانستان د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د واک د انتقال لپاره له انتخاباتو پرته بله هیڅ لار نشته. انتخابات به خامخا کېږي، دا زموږ مسوولیت دی چې د کرزي د دورې تر پایه پوري د انتخاباتو د کولو لپاره نهايي هڅه وکړو. له انتخاباتو پرته بل ډول فکر (زهر) دي.»

ده وویل، له دې سره سره چې د ناامنۍ، د بهرنيو پوځیانو د وتلو، د بهرنیانو د لاسوهنو د دوام او د ګوندونو د مختلفو نظرونو په شان ستونزې شته خو له انتخاباتو پرته بله چاره نشته او افغانستان به پخواني وخت ته ونه ګرځي.

فهیم د انتخاباتي اتحادونو د جوړېدا هرکلی وکړ او د یوه بریالي ولسمشر لپاره یې څو معیارونه په ګوته کړل، ویې ویل:لومړی مسلمان توب، بیا د افغانستان د خلکو په دردونو او کړاوونو پوهېدل او بیا افغان توب مهم دی.»

ده هغه کسان، چې د ده په وینا په جهاد او مقاومت کې یې برخه اخیستې ده، د افغانستان د خلکو په کړاوونو پوه وبلل.

فهیم زیاته کړه:«باید په قومي، ډله ییزو او وطني احساساتو پسې ونه ګرځو، د دې پرځای باید د افغانانو د زحمتونو او کړاوونو د زغملو او مسلمانۍ معیارونه په پام کې ونیسو.»

ده د سولې لپاره د سولې د عالي شورا ترڅنګ د یوه کمیسون د جوړېدا وړاندیز وکړ.

461 total views, no views today

12 comments

  1. خوستوال Reply

    مارشال خو د مسلمانی خبری ډیری کوی خو د د کابل بانک په مسله کی (چی په افغانستان کی غټ سودخور بانک دی) ترټولو ستر سودخور دی راووخوت. او دده دوه زامن هره مبارکه جمعه شپه د عیش او عشرت لپاره تاجکستان ته ځی .

  2. اباسین حساس Reply

    یو لنډه نیوکه لرم ستاسو دلیکنی په یوه برخه کی تاسو لیکلی دی چی فهیم دیوه اولس مشر لپاره دری معیاره وړاندی کړل لومړی مسلمان توب بیا دافغانانو په کړاوونو پوهه او دریم معیار یی افغان توب خوماچی دده خبری واوریدی لوړی یی مسلمان توب دویم مجاهد اودریم معیار یی افغان توب وښود نو بناآ تاسو باید حقایق څرګند کړی

  3. ملا ميوند آخوند Reply

    اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د افغانستان کاغذي زمريو او نانځکو ليډرانو ته سلامونه او نېکې هيلې! دا څرګنده ده، چې د افغانستان د وروستيو څو لسيزو د بدمرغيو مسؤلين هغه نا اهله ليډران دي، چې له کمونیسته رانيولې بيا په مجاهد ورختلې او تر نننيو تيکنوکراتانو رارسېدلې غميزه ده، چې ورځ تر بلې يې ماغزه فاسد کېږي او ټولنه لکه چومجي او ګونګټې خوري.
    زموږ کمونيستانو له روسيې ترخې اوبه څښلې، زموږ مجاهدينو مو له عربو او پاکستانه د نيشکرو شربتونه غوښتل او د آب زمزم غوړپونه او ننني لاسپوڅي مو بيا په امريکاي کوکاکولا او انګرېزي ويسکي ژبه سړوي!
    درنو هېوادوالو! زموږ هېواد يو ډېر بې وزله او غريب دی، ځکه بهرنيو مرستو ته اړ يو، مګر يو څه بايد په خپلو مفزونو کې وسپړو چې د افغانستان نننيو چارواکو په وروستيو ۱۳ کلونو کې زموږ ملت ته څه ورکړل. د غربي نړۍ ۲ تريليونه ډالره څه شول، ننني په افغاني ټولنه تپل شوي ليډران به وايي، چې طالبانو پرې نه ښودلو، مګر دا بيا نه وايي، چې څه اړتيا وه، چې د ليلا په دښته ۲۴ زره ځوانان ووژنی! يا خپلو ځانو او خپلوانو ته د عينو مېنه، يا د پغمان دره يا قرغې بند ووېشی او يا هم د ملت شتمني غضب کړی!!!
    تاسو په خپلو خرڅ شويو مفزونو افغانستان تباه کړ، ځانونه مو شتمن کړل، مګر حرص هم پوله لري، نو تاسو د څلورو لسيزو په بهير کې رموږ ملت ته څه ورکړل، خو د افغان ولس وروستی چانس مو هم له خاورو سره خاورې کړ او ټولنه مو بيا په من او تو ووېشله، چې افغان ولس به يې بيا قرباني ورکوي او اوس هم د افغان ولس د وېشلو لپاره هلې ځلې کوی.
    تاسو مجاهدينو او پرونيو ملحدينو او نننيو مشرکينو وکولی شول، له روسيې او پاکستانه مرستې واخلی خو خپل ملت پرې برباد کړی او نن هم د امريکا په مټه په خلکو واک چلوی او د ظلم مېچن د انسانانو په وينو چلوی، مګر بيا هم نه غواړی، چې افغانستان ته آرامي راشي او خپلو خبرو ته له بده مرغه د رسول اکرم د روايتونو او خبرو پوړنی هم ورآغوندی!
    خدای دې تاسو ته هدايت وکړي او يا دې خپل غضب درباندې نازل کړي، چې ستاسو له غير انساني کړنو د افغان ولس وژغورل شي.
    آمين يا ربالعالمين
    معه سلاموکم الاهلول شعور!
    ملا ميوند آخوند

  4. قاري نسيم Reply

    مارشال صاحب او دده به شان جهادي او خلقي دلي له مسلماناوب برته بله كومه دكري لري د مسلمان غم نشته د جان به غم كي دي!

  5. Hamed Reply

    First of all may Allah gives all the shoahada (martyrs) agreat rewards .secondly I request It will be better to give all the money which spend every year
    On these kind of programs to the poor people who are suffering on the streets of capital city Kabul for a one bread.Mr Sayafe you know there is no concept In Islame for these kind of annually programs .
    Jazakullah

  6. عمران احمدزی Reply

    سلامونه دوستانو

    زما غوښتنه د سیاف محترم نه داد چی تاسو د چا غلامان یاست

  7. Jamil Reply

    دستر استاد علميت او شهامت ته سلام

  8. kahlid Reply

    علمیت تدی سلام په نن دورکی په ټول افغانستان کی ستاسو پشان علیم نه ترسترګوکیږی خوارمان چی دایرغلګرو دټولوافغانانو نوم اونشان وربدکی بل مارشال فهیم صاحب افغانیت ته سلام چی له دومرو ډالروسره سره ده افغانانو غم ورسره دی

  9. حامد Reply

    سیاف په افغانستان کې د تروریستي مکتب لوی موسس او تیوریست دی او طالبان د ده د مکتب طبیعي پایله او جبري شاګردان دي.

  10. غلام رسول دوزخی Reply

    دسیاف اوفهیم قواری(څیری) او خبری افغانانو ته نوری په زړه پوری نه دی، بله داچه د امیر صیب مسعود دقتل په ټول پروګرام کی هم دغه دواړه شریک دی، کله چه دامیرصیب مسعود تلین شروع شی نودغه دواړه په شریکه دغه تلین لمانځی اوغټی غټی خبری پکی کوی، زه حیران یم دغی خلکو ته چه یومسلمان هم وژنی اوهم یی دوژلو څخه وروسته لمانځنه کوی، الله ته به ځواب ورکړی.

    غلام رسول دوزخی

  11. کلیوال Reply

    زه سیاف ته وایم آیا ته خبله مزدورنه یی ته د چا په زور راغلی اشنا او اوس ته د ۴۵ هیوادو غلام نه یی او بیا د شمالی تلوالی غلام نه یی

  12. Fahim Reply

    سياف أو ددي ملكًرو ته وايم تاسو د جا مزدوران ياست

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2