Categories

اعلان

Loading…

د پېښور قاسم علي خان جومات سبا شنبه د روژې اوله اعلان کړه

تاند – د پښتونخوا په زړه پېښور ښار کې د قاسم علي خان جومات خطیب، مفتي محمد شهاب الدین پوپلزي، سبا شنبه د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

ښاغلي پوپلزي ویلي چې هغه ته د یوې مېرمنې په شمول ۱۳ تنه شاهدان ورغلل او شاهدي یې ورکړه چې نن یې میاشت ولیده نو په دې کې نور شک نشته چې سبا، شنبه یا د خالي ورځ، دې روژه وي.

اخوا بیا د پاکستان د میاشتې لیدلو مرکزي کمېټې د تېر په څېر د پېښوري شاهدانو شاهدي ونه منله او ویې ویل چې په ټول ملک کې میاشت نه ده لیدل شوې له دې امله د یکشنبې ورځ د روژې اوله ده.

د پاکستان ډیلي قدرت او اردو پواینټ ورځپاڼو لیکلي چې مفتي شهاب الدین د پاکستانیانو په وېشلو کې بیا بریالی شو او د نور قوم خولې ته یې ونه کتل.

د پېښور او د پښتونخوا د نورو سیمو خلک معمولا له افغانستان او نورې اسلامي نړۍ سره روژه نیسي او اختر کوي په داسې حال کې چې د پنجاب ایالت اوسېدونکي بیا یوه ورځ وروسته روژه شروع کوي خو په اختر کې له نورې نړۍ سره یوه خوله وي.

73 total views, 2 views today

1 comment

  1. احمد بریال Reply

    دوی روژې ته هم چل جوړوي. زمونږ نړۍ نن د ساینس او تخنیک له برکته دومره کوچنۍ شوېده چې لکه یو کلی د نړۍ له هره ګوټه سړی خبریږی .
    خو پنجاب بیا د مسلمانانو ترمنځ تفرقه اچوي ، روژه او اختر هم له نورو نه جدا په بله ورځ نیسي . منافقان به په ټیټه کنده د دوزخ کي وي.
    قوله تعالى: {إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ} –
    [النساء: 145]،

Leave a Reply to احمد بریال Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *