Categories

اعلان

Loading…

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

شپږمه برخه

*    *    *

وخت ووت، ميرويس خان د ډېرو کسانو زړونه خپل کړي ول، ځينې درباريان به زندان ته ورتلل او له ميرويس خان سره به يې مشورې کولې…يو ځل اعتماد الدوله ورغی، ويې ويل چې له پاچا سره يې د  ميرويس خان د ليدنې زمينه چمتو کړې وه، خو دېوان بېګ دا ملاقات  د پاچا د وخت ضايع کول وګڼل….
اعتماد الدوله وويل چې دېوان بېګ ته د ګرګين يو ليک را رسېدلی دی، ليکلي يې دي چې ميرويس خان هوښيار سړی دی، مخه يې ونيسه،له پاچا سره به يې  ليدنه زما په ګټه نه وي.

د ژمي په وروسيتو کې يوه بله جلسه جوړېده، ميرويس خان ته  دا جلسه ډېره مهمه وه، د صفوي حکومت ټول مهم کسان ورته راتلل، پاچا ته يې بايد د خپلو تر کنټرول لاندې سيمو په اړه معلومات ورکړی وای.

ميرويس خان اعتماد الدوله ته ليک ولېږه، په ځواب کې يې ورته ليکلي و چې دی به تر خپله وسه  هڅه وکړي چې ميرويس خان دې جلسې ته ور وبلل شي.

خو يوه اوونۍ وروسته يې بخښنه ترې وغوښته، ليکلي يې و چې دېوان بېګ ستونزې ورته جوړوي، هغه نه غواړي چې ميرويس خان په دې جلسه کې ګډون وکړي، دا يې هم ليکلي و چې دېوان بېګ له هغه چا سره جوړ دی چې د دې غونډې د نظم او جوړېدو مسووليت لري.  

ميرويس خان  سپهسالار او وزير اعظم ته  ليکونه  ور ولېږل، خو درک يې مالوم نه شو.

يو سهار حسن قلي د غونډی د قيقه ورځ ورته وويله. غونډه د  نوروز  په ورځ جوړېده.

ميرويس خان کړکۍ ته ودرېد، په ځينو کورونو کې د بادامو د ونو سپين ګلان ښکارېدل.

دی مايوسه و، ډېر فکر يې وکړ، خو چاره يې نه ليده، نوي کال ته يواځې درې ورځې  پاتې وې.

*     *     *

درب شو، غولۍ ولړزېد، ميرويس خان په بېړه کېناست، سترګې يې وموښلې، د بالاحصار خواته پرې شوې درېڅې ته ودرېد، تياره وه.

له دوهم درب سره  د بالاحصار د دېوال پر سر سره لمبه راوګرځېده، څو نور توپونه هم تش شول….

ميرويس خان بېرته پر کټ پرېووت،  سترګې يې پټې کړې، دی په دې نيمه شپه کې د توپونو د ويشتلو په راز پوهېده، حسن قلي د صفوي حکومت له مراسمو خبر کړی و. نوی کال د توپونو په دربا پيلېده.

ميرويس خان خواشينی و، ده په يوه مهمه جلسه کې ګډون نه شوای کولای.

تر سپېده چاوده يې سترګې پټې نه شوې. لمونځ يې وکړ، له چايو وروسته يې تودې اوبه راوغوښتې، ولمبېد، جامې يې بدلې کړې، اوږد وغځېد.

غرمه يې ډوډۍ  ورته راوړه، يوه ګوله يې هم تر ستوني نه تېرېده…

ماسپښين  دروازه خلاصه شوه، په بېړه کېناست، سترګې يې وځلېدې…وزير اعظم جلسې ته ور غوښتی و.

د شاهي ماڼۍ عمومي دروازه د ګارډ دوو عسکرو پرانيسته. پراخ شين ځای و، د سړک دواړو غاړو ته د ناجو ونې ولاړې وې، په چمن کې هوسۍ ګرځېدې… ور هاخوا د يوه  طاوس ببره رنګه  لکۍ لمر ځلوله….

ميرويس خان د ماڼۍ تر مخ له بګۍ کښته شو،  د دروازې دواړو غاړو ته د دوو زمريانو ډبرينې مجسمې جوړې وې، د زمريانو له خولو رڼې اوبه بهېدلې…

ميرويس خان ماڼۍ ته ور ننوت، اوږد دهلېز پر سرو غاليو فرش و، په دېوالونو کې يې ښکلې منظرې رسم شوې وې…

يوه ګارډ دروازه ورته خلاصه کړه، په هسک او لوی سالون کې ګڼ کسان ولاړ ول. وزير اعظم، د خزانې وزير،  سپهسالار،  اعتماد الدوله او څو نور کسان مخې ته ورغلل، ستړې مشې يې توده وه، ميرويس خان د نوي کال مبارکي ورته وويله.

سترګې يې پر دېوان بېګ او ګرګين ولګېدې، مخکې ورغی، لاس يې ورکړ، خو د دېوان بېګ  او ګرګين  ګوتې مړې وې.  

ميرويس خان شاوخوا وکتل، د سالون په بر سر کې لوړه اېښودل شوې طلايي رنګه څوکۍ  تشه وه.

خدمتګاران راغلل، چای او مختلفې وچې مېوې يې راوړې.  

وړه دروازه خلاصه شوه، يو تک تور سړی راغی، په لوړ غږ يې وويل:

_اعليحضرت تشريف راوړي!

ټول غلي شول.

لومړی د ګارډ دوه عسکر راغلل او د طلايي رنګه څوکۍ شاته ودرېدل.

شاه حسين په ونه لوړ سړی و، صاف سپين مخ يې درلود، پر سر يې طلايي تاج ايښی و.

شاه حسين پر طلايي رنګه څوکۍ کېناست، په سالون کې ټولو ولاړو کسانو تعظيم وکړ.

په پيل کې د ښار لوی مفتي  غاړه صافه کړه، پاچا ته يې د نوي کال مبارکي وويله او له خدايه يې ورته اوږد عمر او  خوشاله ژوند وغوښت.

وروسته وزير اعظم د خبرو اجازه واخيسته، بخښنه يې وغوښته چې پاچا ته په دې نوي کال کې ښه خبرونه نه لري. ده د صفوي حکومت ځينې ياغي سيمې يادې کړې او ويې ويل چې خلکو پاڅون کړی…

بيا د خزانې وزير خبرې وکړې، له واليانو يې نهيلي وښوده، ويې ويل چې د پخوا په څېر پوره ماليه نه رالېږي، د مرکزې حکومت د خزانې خونده نشته….

وروسته ځينو واليانو خبرې  وکړې، د دوی په خبرو کې هم نا اميدې ډېره وه. ځينې سيمې يې له لاسه وتلې ګڼلې….خو په ټولو واليانو کې يواځې ګرګين ډاډه وغږېد…د ځان ستاينه يې وکړه، ويې ويل چې ماليه پر وخت راټولېږي، هېڅ ستونزه نشته  …او د ده تر حاکميت لاندې سيمې خوندي دي….

د خزانې وزير يې په خبرو کې ور ولوېد او ويې ويل چې تېر کال د ګرګين خان لخوا حکومتي خزانې ته سل زره تومنه هم نه دي راغلي….

د ګرګين رنګ سور شو او د خزانې وزير يې په دروغو متهم کړ.

په دربار کې ګنګوسې شوې…ډېرو کسانو د خزانې د وزير طرفداري کوله، خو دېوان بېګ او ځينې نور  د ګرګين پلويان ول….

شاه حسين غلی ناست و، سترګې يې له خوبه ډکې ښکارېدې، کله کله به يې اوږد ارږمی وايست.

وزير اعظم ټول کسان ارامي ته را وبلل، وروسته يې د ميرويس خان نوم واخيست،ويې ويل چې دی د منطقې سړی دی، په واقعيت پوهېږي.

د دېوان بېګ او ګرګين رنګونه سره شول.

شاه حسين وويل:

_ميرويس خان چېرته دی؟

ميرويس خان مخکې ورغی، تعظيم يې وکړ.

شاه حسين د هغه د تېرو کارونو او صفوي حکومت ته د صداقت ستاينه وکړه، ويې ويل چې اعتماد الدوله په هر څه خبر کړی دی… وروسته  يې له ميرويس خان څخه د هغه د صحت پوښتنه وکړه، دا يې هم وويل چې دوې مياشتې مخکې يې د دربار طبيب د علاج له پاره ور لېږلی و….

دېوان بېګ تعظيم وکړ، پا چا ته يې وويل چې ميرويس خان اوس ښه دی.
خو ميرويس خان حيران و، دی نه و ناروغه شوی. دا يې هم نه په زړه کېدل چې ده ته دې کوم طبيب ورغلی وي.

ميرويس خان له شاه حسين څخه مننه وکړه چې د ده په فکر کې دی.

شاه حسين دا هم وويل چې يو ځل يې ميرويس خان ليدو ته ور  وغوښت، خو دېوان بېګ ورته وويل چې ناروغه دی.

وزير اعظم او سپهسالار ته د دېوان بېګ د ټکولو له پاره ښه موقع  په لاس ورغلې وه. دوی دې خبرې ته پکی وواهه، حيراني يې وښوده، ويې ويل چې ميرويس خان نه دی ناروغه شوی….

پاچا دېوان بېګ ته په غوسه شو، د دېوان بېګ سر وځړېد.

وزير اعظم له ميرويس خانه د خبرو غوښتنه وکړه. ميرويس خان د دې ورځې نتظار ايست، لومړۍ د کندهار او شاوخوا سيمو په عمومي وضعيت وغږېد، د خپلو خلکو دودونه او رواجونه يې بيان کړل…بيا يې د ګرګين د عسکرو  ظلمونه او د خلکو ناموس ته په سپکه کتل ياد کړل، وروسته يې د ځينو قبيلو د پاڅونونو د علتونو په اړه خبرې وکړې…

ميرويس خان په خبرو کې وړې وه، خبرې يې هم هوايي نه کولې، دی د اسنادو له مخې غږېده، د هرې پېښې د قيق تاريخ  يې بياناوه… د هغه قومي مشر نوم  به يې اخيست چې له محلي حکومت سره يې ستونزه درلوده. د پاڅون ځای، قبيله او علت ټول ور مالوم وو…پاچا او ټول درباريان غلي ول.

ميرويس خان د ګرګين د عسکرو او قوماندانو د ظلمونو په اړه اوږدې خبرې وکړې… وروسته يې ګرګين را واخيست،  ويې ويل چې مديريت يې کمزوری دی. ..د ده  د هر عسکر ظلم او ناروا ده ته راجع کېږي…په کندهار کې له صفوي حکومته دا ډول کمزورې نمايندګي به د لويو پاڅونونو سبب شي ….

ګرګين ته غوسه ورغله، ميرويس خان يې د حکومت پر ضد په بغاوت تورن کړ، خو اعتمادالدوله، وزير اعظم، سپهسالار ….دا خبرې بې بنياده وګڼلې، د ميرويس خان تېرې کارنامې يې له سره تازه کړې او  ويې ويل چې ګرګين عقدې اخيستی، د ميرويس خان  پوهه او په خپلو خلکو کې د هغه درناوی او محبوبيت  يې نه  ورباندې لورېږي….

د ميرويس خان له خبرو وروسته ځينې نور کسان هم وغږېدل… خو د  ناستې تر پايه يواځې ستونزې يادې شوې…يوه هم د حل خبره ونه کړه.

وروستۍ خبرې شاه حسين وکړې.

ميرويس خان ته د پاچا خبرې حيرانونکې وې، شاه حسين د فال او پېشګويي په اړه وغږېد، ويې ويل چې ځينو فال ليدونکو، ستورو پېژندونکو، د خوب تعبيروونکو  او ملايانو  ښه زېري ور کړي دي…نوی کال به د صفوي  حکومت د غښتلتيا او د د ښمنانو د ماتې کال  وي…دا يې هم وويل چې لوی مفتي له کربلا راوړې خاوره دم کړې ده، که دا  خاوره  د جګړې پر وخت پر خپلو عسکرو وشيندئ، دښمن مو نه شي ليدلای، زړور پرې ورځی. …

مېلمستيا په بله کوټه کې نيول شوې وه. ميرويس خان له وزير اعظم سره کېناست، خو شاه حسين  خپل مېز ته ور وغوښت.

د ګرګين او دېوان بېګ سترګې رډې راختلې وې…خو ميرويس خان  د خبرو موقع ونه مونده.  شاه حسين له لوی مفتي سره  غږېده. پر فال او  خوب  يې ډېر باور درلود، ځينې ستورې يې په بخت نيولي وو  او د لوی مفتي پېشګويي مهمه ورته ښکارېدله….

*     *     *

يوه اوونۍ وروسته د شاه حسين خاص نماينده بالاحصار ته ورغی او ميرويس خان يې نوي ځای ته بوت.

ميرويس خان د پاچا ماڼۍ ته نږدې په يوه کوچيني ښکلي کور کې واړول. نه ګارډ و او نه هم کوم پيره دار. بس! يو آشپز او يو خدمتګار يې درلود.

ميرويس خان څو کتابونه راوغوښتل، حويلۍ شنه وه، ده به ډېر وخت  د پسرلي پاسته لمر ته مطالعه کوله….

يوه ورځ پاچا ور وغوښت، خو دا ځل د ګارډ د يوه عسکر لخوا يوه بل واړه سالون ته رهنمايي شو.

په سالون کې د تبلې او باجې غږ راګرځېده…څو ښکلې نجونې نڅېدلې….

ميرويس خان د پاچا په غوښتنه د هغه تر څنګ کېناست. پاچا اشاره وکړه، ساز ودرېد، نجونې ووتې.

يوه خدمتګار د شرابو جام ورته ونيو، خو ميرويس خان چای وغوښت.

پاچا نشه و. ځينو درباريانو ته يې کنځلې کولې…ويل يې چې  د غم خبرې  ولې تر ما رارسوي …واک مې ورکړی، په خپله دې حل کړي….

ميرويس خان ته دا خبرې نوې نه وې. دی پوهېده چې شاه حسين راحت طلبه او عياش انسان دی، ټول وخت په حرمسرای کې له خپلو سلګونو ښځو او مينځو سره تېروي، تل نشه وي…خپل کارونه يې نورو ته ور سپارلي او خپله د هېواد له امورو سره چندان علاقه نه لري….

پاچا بې واره غږېده… له خپلو ډېرو درباريانو، واليانو او مهمو قوماندانانو يې شکايت درلود… خو د ګرګين نوم  يې وانه خيست.  

چای راغی، ميرويس خان له  لنډې شيبې څخه استفاده وکړه. ده نېغ په نېغه د ګرګين ظلمونه نه شوای يادولای. وار له واره يې د هندوستان د فال ليدونکو او جادوګرانو کيسې راواخيستې…د فال نيولو ځينې مهم کتابونه يې ياد کړل، ويې ويل چې له دې کتابونو څخه هر څوک استفاده کولای شي….

ميرويس خان د فال، تاويذ  او جادو په اړه خپلې خبرې وغځولې… دی د پاچا له سترګو او وازې خولې وپوهېد چې شاه حسين ته د هندوستان د جادوګرانو دا حيرانونکې کيسې نوې دي او خوند ترې اخلي….

په پای کې يې وخندل،  ويې ويل چې ګرګين هم  يوه داسې جادو ته ضرورت لري  چې زړه يې نری کړي او  له ظلمه لاس واخلي…وروسته يې د ګرګين ظلمونه ياد کړل…. ويې ويل چې د ګرګين دا نارواوې  به صفوي حکومت کمزوری کړي…

خو د شاه حسين تندی تريو شو، خبرې يې بېرته فال او جادو ته ور واړولې او له ميرويس خان نه  يې د هندوستان د جادوګرانو د کيسو دوام وغوښت.

ميرويس خان ته د وزير اعظم خبره ور په زړه شوه. ده ته يې ويلي و چې ګرګين غښتلی او عصبي سړی دی، ان شاه حسين هم ترې وېرېږي او د هغه د ګوښه کېدو يا تبديلېدو زړه نه لري.

ميرويس خان نا اميده له ماڼۍ را ووت، خو په دې خوشاله و چې  ازاد ګرځېده، نه چا پيره پرې کوله او نه هم تر نظارت لاندې و. ميرويس خان به کله کله د هغو درباريانو کورونو  ته ورته چې پر ده يې اعتماد درلود.  

ميرويس خان پوهېده چې  نور يې په اصفهان کې پاتې کېدل بې ګټې دي. د اوړې په لومړۍ مياشت کې شاهي ماڼۍ ته ورغی،  له شاه حسين څخه يې د حج فريضې ته د تلو اجازه وغوښته، خو شاه حسين يې خبره ونه منله. په دوهم ځل اعتماد الدوله، وزير اعظم او ځينې نور درباريان  واسطه شول، شاه حسين نشه و، دا ځل يې ( نه ) ونه ويل.

*     *     *

ميرويس خان د مني په اولو کې مکې ته ورسېد. مکې کوچينی  بازار درلود، کورونه او دوکانونه له خټو جوړ ول، ګرمي وه، د عربو لمر سوځولو تورو مخونو  غوړ را ايستلي ول.

ميرويس خان د حج له مراسمو وروسته ځينو ديني عالمانو ته تحفې ور وړې، لويو مفتيانو ته يې د ګرګين ظلمونه تشريح کړل…د ګرګين پر ضد د جهاد ليکلې فتوا يې ترې واخيسته.

ميرويس خان بېرته اصفهان ته لاړ. دا ځل يې د شاه حسين او درباريانو په وړاندې باور نور هم زيات شو.

وزيراعظم او اعتماد الدوله پاچا ته ورغلل، ويې ويل چې ميرويس خان  کندهار ته تلی شوای، خو دی صفوي دربار ته صادق انسان دی، اصفهان ته راغی، ښه به دا وي چې د صفوي حکومت د ټينګښت په خاطر ګټه ترې واخلو.

شاه حسين هم پوهېده چې ميرويس خان په خپلو خلکو کې دروند نوم لري، ډېرې قبيلې پرې راټولې دي، ده ته به د منصب ورکړه د صفوي  حکومت په ګټه وي.

ميرويس خان په ژمې کې د کندهار خواته حرکت وکړ. له ده سره د شاه حسين په مهر، مهر شوي دوه مکتوبونه ول.

*     *     *

يو ساتونکی راغی، تعظيم يې وکړ، ويې ويل:

_صيب! د ښار زياتره دوکانونه وتړل شول.

ګرګين د شرابو جام کېښود، خپلې وروځې يې سره وروستې:

_ولې؟

_نه پوهېږم! خلک له ښاره په وتو دي.

ګرګين ولاړ شو، له سالونه ووت. د جنګي کلا نږدې برج ته وخوت. خلک د ښار لوېديځ لور ته روان ول…له دښتې د ډول غږ راته….

يو افسر راغی، ويې ويل:

_صېب!  ټول خلک د ميرويس خان استقبال ته ور روان دي.

ګرګين د يوه توپ پر ميل لاس کېښود، لوېديځ لور ته يې وکتل، ليرې په سپېره دښته کې  نرۍ توره ليکه را روانه وه….

افسر وويل:

_ميرويس خان په همدې کاروان کې دی.

د ګرګين ټنډه تروه شوه، خپلې کوټې ته لاړ، کړکۍ ته ودرېد، پرده يې چوله کړه. وړو_ زړو د ښار لوېديځ لورته منډې وهلې….

ګرګين د پردې تر ژۍ خپلې ګوتې تاو  کړې، کش يې کړه، له پردې سره د سپين ګچ وړې ټوټې راولوېدې. چيغه يې کړه، خدمتګار راغی، غلی ودرېد.

ګرګين وويل:

_شراب راوړه!

*     *     *

ميرويس خان کندهار ته تر راتګ يوه اوونۍ وروسته د نارنج ماڼۍ ته  ورغی. ګرګين ته يې احوال ور ولېږه چې غواړي ورسره وويني، خو ګرګين يې غوښتنه ونه منله. ويلي يې و چې دی يوه مهمه غونډه لري، ميرويس خان په دوهمه ورځ بيا جنګي کلا ته ورغی،  د ګرګين ځواب دا ځل هم منفي و.

خو په څلورمه شپه ګرګين تر سهاره سترګه پټه نه کړه، له ډېرې غوسې خوب نه ورته، سپيده چاود يې څو کسان د ميرويس خان کور ته ور ولېږل، خو ميرويس خان ورته وويل چې کار لرم، بل وخت به سره ګورو.

د ګرګين زړه اور واخيست،  خپلو عسکرو ته يې  امر وکړ چې د بازار ټول دوکانداران جنګي کلا ته راوغواړي. غرمې ته لوی سالون له خلکو ډک وو.

ګرګين په غوسه ښکارېده، دوکانداران يې وګواښل چې که ماليه ور نکړي، دوکانونو ته  به يې اور ور واچوي. خو د ټولو دوکاندارانو خبره يوه وه، ويل يې چې دوی ته د ميرويس خان خبره تر هرڅه ډېر ارزښت لري.

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې، ځينې دوکاندارن يې بنديان کړل، په سبا يې خپل دوه سوه عسکر د دوکانونو د نړولو له پاره  بازار ته ور ولېږل، خو غرمې ته بېرته راغلل، ګرګين ته يې وويل چې سلګونه ځوانان له تورو او تبرونو سره ورته ولاړ ول.

ګرګين د کلا يوه برج ته وخوت، د څلورو توپونو خولې يې  بازار ته ور واړولې.

يوه عسکر د توپ ګولۍ راوړه، بل عسکر چيغه کړه!

_ميرويس خان جنګي کلا ته را را روان دی.

ګرګين لاندې وکتل، په تېز  آس پسې مړه دوړه پورته کېدله…
ګرګين له برجه کښته شو، خپلې کوټې ته لاړ، د شرابو جام يې پر سر واړاوه.

ميرويس خان راغی، ګرګين ته يې د ستړې مشې له پاره لاس ور وغځاوه، خو خلاصې ګوتې يې په هوا کې پاتې شوې.  

ګرګين په غوسه وويل:

_ته خلک بغاوت ته هڅوې!

ميرويس خان وخندل، په سړه سينه يې وويل:

_نه، خو ستا دا درانه ماليات به بغاوت ته لاره هواره کړي.

ګرګين چيغه کړه:

_تا  دوکانداران د ماليې له ورکړې منع کړي دي.

چای راغی، سوړ و.

ميرويس خان د چايو پياله بېرته په پتناسه کې کېښوده، ويې ويل:

_د دوکانونو ماليه دوه چنده ډېره شوېده…
ګرګين چيغه کړه:

_خو دا په تا پورې اړه نه لري!

ميرويس خان وخندل، د خپلې سدرۍ جېب ته يې لاس کړ، ګرګين ته يې مهر شوی کاغذ  ونيو.

ګرګين تاو شوی کاغذ ور واخيست، خلاص يې کړ، سترګې يې رډې راوختې.

ميرويس خان وويل:

_اوس خو وپوهېدې چې په ما پورې اړه لري؟!

ګرګين غلی و، کاغذ ته يې په حيرانۍ کتل.

ميرويس خان وويل:

_لومړی خبره! زه د شاه  حسين  په امر د کندهار ښار کلانتر ټاکل شوی يم، له دې وروسته به زه د ښار دوکانونو ته ماليه ټاکم، نو هيله کوم، زما په کار کې مداخله مه کوه.

ګرګين بل جام ور پورته کړ!

ميرويس خان د پاچا په مهر دوهم مکتوب ورته ونيو، ويې ويل:

_دوهمه  خبره، هېڅ  کار زما له مشورې پرته مه کوه!

ګرګين مکتوب ولوست، برېتونه يې وځړېدل….
ميرويس خان وويل:

_درېيمه خبره!  بندي دوکاندارن  بايد همدا نن راخلاص شي.

ميرويس خان  له کوټې ووت.

ګرګين په غوسه و، ځمکې ځای نه ورکاوه، ده د جنګي کلا ټول مهم کسان خپلې کوټې ته ور وغوښتل. د صفوي پاچا مکتوبونه يې ور وښودل، ويې ويل چې پاچا په يوه داسي انسان باور کړی چې د صفوي حکومت ريښې وهي….

خو نورو کسانو مشوره ورکړه چې د شاه حسين امر ته په سپکه کتل د ګرکين په ګټه نه ده. دی بايد له ميرويس خان سره ګذاره وکړي.

12 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *