Categories

اعلان

Loading…

ادبي راپورتاژ / عصمت الله صالح‎

ادبیات او ژورنالېزم یو له بل سره نه شلېدونکې اړیکې لري؛ ځینې ژانرونه شته چې دغه اړیکو ته تل وده ورکوي، نه پرېږدي چې ادب له ژورنالېزم لرې واقع شي. له دغه ژانرونو یو هم ادبي راپورتاژ دی.

په عمومي ډول راپورتاژ له رپوټ څخه جوړه فرانسوي کلمه ده. د لغت له مخې ددې ژانر تعریف په زیاتو کتابونو او ډېرو مشهورو ډکشنریو کې موندل کېږي. په فرهنګ عمید کې راپورتاژ د ګزارش په معنا راغلی، اکسفورډ اډوانسډ لرنرز یې بیا په ځانګړې طریقه د خبرونو چمتو کول بولي. همدا راز په کالج ډکشنري کې د راپورتاژ معنا؛ لېدونکې پېښه راغلې.

خو په اصطلاح کې د اړتیا له مخې اړ یو چې دغه ژانر په دوه برخو ووېشو؛ چې یو یې ادبي راپورتاژ او بل یې هم عادي (ژورنالېستیک) راپورتاژ دی.

په عادي راپورتاژ کې یوه پېښه کره، ژوندۍ او بشپړه حقیقي لیکل کېږي. مګر ادبي راپورتاژ بیا هغه لیکنه ده، چې واقیعتونه پکې په هنري بڼه وړاندې کېږي.  هنري بڼه په دې مانا چې دغه ژانرهم؛ لکه د نثري ژانرونو غوندې په یوه ځانګړي طرز لیکل کېږي. لیکوال هڅه کوي ترڅو لېدلې پېښه په داسې انداز ولیکي چې لوستونکی داسې احساس کړي؛ لکه د کوم چا یونلیک (سفرنامه) او یا هم کومه لنډه کیسه چې لولي، لکه د اجمل خټک په ګډون د ځینو لیکوالو راپورتاژونه.

سفرنامه مې ځکه یاد کړه؛ چې په ادبي نثري ژانرونو کې یونلیک دی چې له ادبي راپورتاژ سره ډېر ورته والی لري. دغه ورته والی ته په کتو ډېر بیا یونلیک او دغه ژانر « یوه » هنري لیکنه بولي.

اوس راځم د دې ژانر په سرلیک، د وخت بدلون او په ننداریځونه یې څه ناڅه رڼا اچوم.

سرلیک: ځینې لیکوال راپورتاژ ته په سرلیک او لنډیز ورکولو تاکید کوي، دوی وايي؛ چې سرلیکونه یو خاص سپنس لري او لوستونکی هڅوي ترڅو ترپایه ددغه متن لوست ته پاتې شي.

خو زما په اند ښه به دا وي چې له ژورنالیستیک راپورتاژ سېوا؛ ادبي راپورتاژ ته کوم سرلیک او لنډیز ونه ټاکل شي. ځکه که لیکوال دې ژانر ته کوم سرلیک او لنډیز ونه ټاکي؛ ښايي په دې صورت کې دغه لیکنه تر ټولو ډېر لوستوونکي پیدا کړي، ځکه چې دغه محدودیتونه اوسمهال تر ډېره له ټولنیزې وضعې سره په ټکر کې دي. هغه داچې نن سبا زموږ ټولنه د ډېرو داسې پېښو شاهده ده چې؛ که لیکوال پرې سرلیک لرونکی راپورتاژ ولیکي؛ نو امکان لري چې لوستونکي یې د سرلیک له لوستلو وروسته له نور متن سترګې واوړي.

د وخت بدلون: ډېر کسان په راپورتاژ کې د وخت بدلون مهم بولي؛ دوی زیاتوي که په دغه لیکنه کې د اوسمهال تر څنګ تېر مهال هم په پام کې ونیول شي؛ نو په لوستونکو به یې تاثیر  لازیات شي.

خو زه وایم؛ که د دې ژانر متن په اوسمهال ولیکل شي په لوستونکو به له هغه زیاته اغېزه وکړي کوم چې په تېر یا نږدې تېر مهال لیکل شوی وي. موږ تل په دې تاکید کوو چې راپورتاژ لکه ژوندۍ کیسه یوه پېښه په ژوندۍ بڼه بیانوي. زه دا نه وایم چې دغه لیکنه باید هېڅکله هم په تېر مهال او نږدې تېر مهال ونه لیکل شي؛ ودې لیکل شي خو تر کومه چې لیکوال ددې توانايي لري؛ که پېښه په اوسمهال کې انځور کړي، لوستونکي ته به د ژوندي نکل په څېر وي.

ننداریځونه: د ننداریځونو په برخه کې ډېری لیکوالان په د نظر دي چې؛ د دې نثر لیکوال باید د پېښې ځای دومره وڅاري تر څو د خپلو صحنو لپاره ادبي قالب جوړ کړي؛ لکه د یوه کور جوړښت، خونې، انګړ او نور….

خو زما په نظر که چېرې په ادبي راپورتاژ کې ننداریځونه تر ټاکلي حد واوړي؛ نو هغه رنګیني چې په ساده ګۍ کې پټه ده له منځه به ولاړه شي. ځکه چې ډېره صحنه سازي او منظر کښنه هم کولای شي چې د راپورتاژ هغه خوږې جملې چې لوستوونکی تر پایه له ځان سره بیایي؛ په درندو فقرو اړوي، روانوالی یې پیکه کېږي، لوستونکی یې په رښتینوالي کې شکمن او په اصلي مفهوم پسې ستړی کېږي.

55 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *