Categories

اعلان

Loading…

د ژبې له څلور ګوټيز سره د ادب چلن / اجمل ښکلى

ادب ژبنى هنر دى او د ژبې له څلور ډوله  امکاناتو نه استفاده کوي، چې خيال، عاطفه، موسيقي او فکر پکې راځي.

موږ د حواسو په تار له بهرنۍ نړۍ سره تړلي يو. که کوم حس مو نيمګړى وي، زموږ پوهه به هم نيمګړې وي. د دې تشې په ډکولو کې د نورو افرادو حواس راسره مرسته کوي. مثلا کوڼ د نورو له چلن نه زده کړه کوي  يا يې تر کڼېدو مخکې د بهرنۍ نړۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

د حواسو تر فعاليت وروسته د ادراک پړاو راځي. ادراک د انسان د ذهن کار دى، چې حواس ورسره تړلي دي. د يوه مادي څيز پوستوالى يا کلکوال پوستکى معلوموي، چې د لامسې حس ورته وايو؛ خو د يوې خبرې زيږوالى يا نرموالى، ښه والى بدوالى او نور بېلابېلو معنوي حالتونه د ادراک د قوې کار دى، چې شعور ته د غبرګون ښودو امکان برابروي. د مادي څيز په اړه پرېکړې ته حسي ادراک هم وايي.

زموږ ذهن له ماناوو ډک دى او ماناوې د مادي ژبې(Parole)، چې د انسان غږيز غړي يې توليدوي، بالقوه حالت دى. هر مانيز ژبنى توکى(دال) چې تلفظوو، زموږ په ذهن کې د يوې مانا(مدلول) استازي کوي. دا مدلول کله انتزاعي وي، چې په فزيکي نړۍ کې مصداق نه لري، لکه سوله او کرکه او کله په فزيکي نړۍ کې يو يا څو مصداقه لري. له دې نه ښکاري، چې هره تلفظېدونکې کلمه زموږ د ذهن له لارې له بهرنۍ نړۍ سره اړيکه لري او دا اړيکه نامستقيمه ده.

مطلب دا چې ژبه رڼه هېنداره نه ده، چې موږ يې د يوې وسيلې په توګه د بهرنۍ نړۍ د دقيقې پېژندنې لپاره وکاروو، بلکې ىوه محدبه هېنداره ده، چې څرنګه يې زړه غواړي، نړۍ هغسې راپېژني. پر همدې بنسټ، فرديناند دي سوسور ژبه خپلواک نظام بولي، چې له بهر نه ورته هر څه راځي، د دې قوانين بايد ومني.  

په (ونه شنه شوه) کې د (ونې) او (شنه شوه) ترمنځ د افقي تړاو يو اړخ جنس دى. (ونه) په پښتو کې مونثه کلمه ده، چې (شين شو) ورته نه کاروو؛ خو په فزيکي نړۍ کې د ونې جنسيت پر دې جمله اغېز نه لري. موږ په ژبه کې ونه يوه جنس ته منسوبه کړې ده، ځکه که د (شنه شوه) پر ځاى (شين شو) هم ووايو، د فزيکي نړۍ پر ونه اغېز نه کوي. له دې نه ښکاري، چې ژبه له بهرنۍ نړۍ سره د خپلې خوښې چلن کوي.

د انسان ذهن بېلابېل کارونه ترسره کوي، چې په دې کې يو عمل تفکر هم دى. انسان فکر کوي؛ خو فکر د ژبې پر بنسټ کېږي. فکر او ژبه راته دوه بېل شيان ښکاري. فکر د اخيستو معلوماتو پر بنسټ پرېکړې ته وايو؛ خو د ژبې رغنده توکي کلمې، غونډونه او جملې بولو.

”د ژبې او فکر د اړيکو په برخه کې ف دې ساسيور هم خپله نظريه څرګنده کړې ده او په دې ډول يې ليکلي دي: موږ کولاى شو، چې (ژبه) د کاغذ له پاڼې سره مقايسه کړو، فکر د دغې يو مخ دى او غږ يې بل مخ دى.د اسې هېڅ کېداى نه شي، چې د پاڼې يو مخ څيرې شي او بل مخ يې بې څېرې کېدو پاتې شي. په ژبه کې هم په همدغه ډول قانون روان دى. دا هېڅکله کېداى نه شي چې فکر له غږ څخه جدا کړاى شي او يا غږ له فکر څخه بېل کړاى شي”(لودين، دولت محمد. ١٣٩٥. ژبه او ټولنه. سمون او اهتمام: نيازى، رفيع الله. جلال اۤباد: ختيځ ادبى بهير)

که انسان فکر د ژبې پر بنسټ کوي؛ نو بيا ويلاى شو، چې فکر د ژبنيو امکاناتو له مخې وي. هغه ماناوې او مفاهيم چې زموږ په ژبه کې نشته، موږ پرې نه پوهېږو. درناوى څه ته وايي؟ دا راته خپله ژبه وايي، چې زموږ د کلچر بنسټ دى. پاس مو د فکر تعريف وکړ، چې د معلوماتو پر بنسټ قضاوت ته وايي. معلومات د ژبنيو توکيو ټولګه ده او قضاوت د همدې ټولګې ژبنۍ پايله ده، په دواړو کې ژبه وينو.

اوس پايله دا اخيستى شو، چې فکر د ذهن فعاليت دى، چې د ژبنيو توکيو ترمنځ اړيکي جوړوي او بيا يوه پايله اخلي. که دا اړيکه نوې او پر علمي منطق ولاړه وي؛ نو فلسفي فکر ترې راوځي. فلسفي فکر له عادي هغه سره دا توپير لري، چې دلته د نوىو ژبنيو توکيو ترمنځ اړيکه کشف کېږي او يو نوى نظام رغول کېږي. له دې نه ښکاري، چې فلسفه د ژبې له عقلي امکاناتو نه استفاده کوي.

خو موږ په شاعرۍ کې هم فکر يادوو. په شاعرۍ کې هم د فلسفې پر پله عادي پېښو ته فکر نه وايو. په هندي مکتب کې مضمون هغه دى، چې د ژوند په اړه راته يوه نوې خبره ولري. د پسرلي صاحب مشهور شعر دى:

نورو پسې تګ سړى خړمخى کړي

ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ

دا بيت راته وايي، چې (په نورو پسې مه ځئ)؛ خو دا خبره موږ پخوا هم ډېره اورېدلې؛ نو په دې کې نوي څه دي؟ چوکاټ يې نوى دى. پخوا موږ دا خبره په دې طرز نه وه اورېدلې. د خبرې طرز د خبرو ماهيت ته رنګ ورکوي. د مرحوم پسرلي خبرې ته فلسفه نه وايو، ځکه استدلال يې شاعرانه دى. ځينې شاعران د ژوند په اړه فلسفي خبرې هم لري يا د فلسفيانو له افکارو نه استفاده کوي. په داسې مواردو کې فلسفي فکر شاعرۍ ته مخه کوي. پسرلى صاحب چې راته کومه خبره کوي، هغه د شاعرۍ په فکر پورې تړلې ده.

د شاعرانه فکر مهمه ځانګړنه دا ده، چې دا په تمثيل کې وړاندې کېږي. کله چې فلسفي فکر کوو، د ژبنيو توکيو د حقيقي ماناوو ترمنځ اړىکې جوړوو؛ خو په شاعرانه فکر کې د ژبنيو توکيو حقيقي او استعاري ماناوې سره تړو. (په نورو پسې مه ځه) مستقيمه مانا لري؛ خو (د شپون پر مخ د لارې ګرد) استعاري مانا لري او پر نورو پسې د تګ د خړمخۍ تشبيهي بديل دى. دې ته فکر ځکه وايو، چې د فلسفې غوندې خبره راته کوي، چې په نورو پسې مه ځه.

د تمثيل خبره مو وکړه، نو تخيل راياد شو، چې د ادب بله ستنه ده. انساني ذهن يواځې د ژبې پر مستقيم لوري نه ځي، بلکې د نويو ژبنيو توکيو ترمنځ اړيکې پيدا کوي. که دا اړيکه مستقيمه وي، فلسفې ته لار جوړوي او که استعاري وي، هنر توليدوي. موږ د نړۍ په اړه په اخيستو معلوماتو کې د خپل خواهش له مخې ګوتې وهو. په پاسني بيت کې  د نورو اطاعت او په رمې پسې تګ او د خړمخۍ او سپکېدلو ترمنځ اړيکې ته د شاعر د تخيل ورپام شوى دى او په يوه تار يې سره پېيلي دي؛ خو دا کار هم د ژبې پر بنسټ شوى دى. تخيل راته له فزيکي نړۍ نه د ژبې پټه څېره ښيي.

تخيل تصويرونه جوړوي. دا تصويرونه کله د فزيکي نړۍ غوندې وي، کله نه وي؛ خو د تخيل له فعاليت نه نيولې تر تصوير جوړولو پورې دا ټول کار د ژبې پر بنسټ کېږي، ځکه ادب ژبنى هنر دى او هر مانيز ژبنى توکى يواځې مانا يا فکر نه، بلکې د خپل مدلول او مصداق عکس هم مخاطب ته ور لېږدوي. چې (ونه) تلفظوو، زموږ په ذهن کې د مدلول يا مانا استازي هم کوي او يو انځور هم راکوي. زموږ په ذهن کې چې د ونې کوم انځور دى، هغه مو له بهرنۍ نړۍ يا مصداق نه اخيستى دى. له دې نه ښکاري، چې ژبه يواځې د ماناوو نه، د انځورونو ټولګه هم ده.

ځينې مجرد يا انتزاعي مفاهيم هم زموږ په ذهن کې شته، چې تقريبا د هر فرد لپاره بېله مانا لري. مثلا: حسن، مينه، سوله، کرکه او… چې زموږ په ذهن کې انځور نه لري، ځکه چې په فزيکي نړۍ کې مصداق نه لري. تخيل له دې مفاهيمو نه انځورونه جوړوي. ښايي، مينه له شاتو سره تشبيه کړي، کينه له مار سره. په دې توګه ويلاى شو، چې تخيل د ژبې هغو تپو تيارو غارونو ته ګوتې ورننباسي، چې علم يې نه شي ورننه ايستى.

د تخيل په مټ رامنځته شوي دا انځورونه ډېر ژر کليشه کېږي. که څوک يو لرغونى ښار ومومي؛ نو په لومړيو کې خلکو ته عجيب ښکاري؛ خو وروسته وروسته ورته عادي شي. د تخيل په مټ د رامنځته شويو دغو انځورونو رنګونه د وخت په تېرېدو تت شي. يعنې انځوريز اهميت يې ختم شي؛ خو مانيز اړخ يې پياوړى شي او د يوې ثابتې مانا خاوندان شي. بيا نو له دغو خيالي انځورونو نه علمي او عملي استفاده کېږي. د (خړمخي) په خاور د خړ کېدو مستقيمه مانا اوس ختمه ده. اوس (خړمخى) خجل ته وايي. (خړمخى) چې په لومړيو کې استعاري انځور و، زموږ خيال راپاراوه؛ خو اوس موفکر متوجه کوي او په دې طريقه ادب د ژبې په بډاينه کې ونډه اخلي، ځکه د نويو کلمو او ترکيبونو په کارونه د مفاهيمو د ډېرېدو له مخې ژبه پراخېږي. مفاهيمو له علمي فکر سره تړلي او هنري ترکيبونه چې کليشه شي، په علمي مفاهيمو واوړي.

انساني ذهن پر ماناوو سربېره له بهرنۍ نړۍ سره احساساتي تړاو هم لري. انسان ربوټ نه دى،چې مانا واخلي او غبرګون وښيي، بلکې احساسات لري. پر انسان چې احساسات غالب شي، قوانين هم ورته سرټيټ کړي. که انسان عاطفه نه درلوداى، ښايي له قانون نه يې بهر ګام نه واى اخيستى.

عاطفه هغه رواني حالت دى، چې د داخلي يا بهرني عمل پر وړاندې په انساني ذهن کې پيدا کېږي. د يوه نېژدې کس په مړينه ژاړو او پوهنتون ته د ورور پر بريا خوښي ښيو. د ډزو په اورېدو د ويرې او ناخونديتوب احساس کوو. موږ عاطفه يواځې زړه خوږي ته وايو؛ خو عاطفه هر احساساتي غبرګون ته ويلاى شو.

حيوانات هم عاطفه لري. د ناخونديتوب احساس کوي او د خپلو بچو په مړينه ناارامه کېږي؛ خو د حيواناتو عاطفه نيمګړې ده، ځکه چې د انسان غوندې ژبنى درک نه لري، چې فکر وکړي او د مفاهيمو غوندې يې وشني.

درک له ژبې سره کار لري. انسان چې کله د متکلم له خبرو نه مانا واخلي، عاطفي غبرګون ښيي. د پلار د غوسې پر وړاندې د غوسې يا ويرې احساس کوو. د متکلم خبرې چې څومره جدي وي، هغومره ډېر عاطفي کېږي. پر دې بنسټ عاطفه د انسان د غړيو پر بنسټ سربېره په ژبه هم څرګندېږي او د ژبې د مانيزو توکيو پر وړاندې راښکاره کېږي.

ژبه د مانيزو غږونو ټولګه ده، چې هره نښه د يوه مدلول استازيکوي، چې له دې مدلول سره يې تړاو ته مانا وايي. ژبې ته چې نښو ټولګه وايو، هره نښه د يوه مصداق تصوير راتداعي کوي. د يوه چا د لاس نښه د هغه څېره رايادوي، همداسې راته ژبنۍ نښې د يوه څيز تصوير سترګو ته دروي. موږ (سيورى) په ذهن کې نشو ساتلاى؛ خو د (سيوري) کلمه ساتلى شو، چې زموږ له مخيلې قوې او واهمې سره يوځاى کېږي او سيورى رايادوي؛ خو دا هغه سيورى نه دى، چې په طبيعت کې موجود دى، بلکې له دې سيوري سره زموږ په ذهن کې موجود عواطف تړلي دي.

په دې توګه پر مانا او تصوير سربېره د ژبې درېيمه ستنه عاطفه ده. هره کلمه په ورته وخت کې پر مانا او انځور سربېره زموږ عاطفي غبرګون هم دى. مطلب هره مانيزه ژبنۍ نښه د عاطفې په شبنم هم لنده ده.

په عادي ژبه چې خبرې کوو؛ هم موخه مو يواځې د مانا لېږد نه وي، بلکې مخاطب ته عاطفه هم لېږدول غواړو. بيا چې ادبي په تېره شعري ژبه کاروو؛ نو د عاطفې کچه لوړوو.

حسن که انتزاعي يا ذهني(Objective) وګڼو، چې وجود يې د ليلا په مخ کې نه، د مجنون په سترګو کې دى؛ نو چې مينه مو پرې راشي، د مينې کمال دا دى، چې عاطفه د عقل له منګولو باسي او کچ يې لوړوي. هغه د خوشال خبره: عقل د مصلحت سل بنده جوړ کړي، خو چې د عشق سيلاب پرې راشي، واړه نوړ کړي. حسن هله حسن شي، چې مينه پرې د تاييد مهر ووهي. په دې وخت کې چې زموږ د عاطفې کچه لوړه وي، د حسن په اړه مبالغه امېزې خبرې کوو. د فلسفې خبره ده، چې زموږ تمايلات واقعيتونو ته رنګ ورکوي. څه چې موږ ته ښه ښکاري، هغه راته حق هم ښکاري او د واقعي ثابتولو لپاره يې دلايل تراشو.

د عاطفې د لوړېدو په وخت کې مو تخيل راپارېږي او کله آن نيوټل کېږي، چې وروستى يې د ذهني ګډوډۍ ښکارندوى دى، ځکه چې د منطق له منګولو وتى وي. زموږ تخيل چې راوپاري، نو د هنر ايجاد ته مخه کړو او له پياوړي عاطفي غبرګون سره نوي تصويرونه ايجاد کړو، چې په فزيکي نړۍ کې مو يې لا ننداره نه ده کړې.

عاطفه بالعموم د بهرني يا دروني عمل پر وړاندې غبرګون ته وايي. زما د يوه خواهش پر وړاندې که په فزيکي نړۍ کې د ټولنيز نظام خنډ سر راپورته کړي، شديډ عاطفي غبرګون ښيم او له ډېرو هغو نرخونو او قوانينو انکار کوم، چې خلکو په قبايلي يا مهذبه دنيا کې د واقعيتونو په توګه منلي دي. د شاعرۍ د انکار او بغاوت تر شا عاطفه سا اخلي. په تصوفي ادب کې چې د ظاهري شريعت د عبادتونو د رسميت يا له خداى سره د رسمي چلن کوم مخالفت کېږي، تر شا يې همدا عاطفه ده، چې د خداى ذات د مينې مظهر او دين د خداى د مينې اظهار ګڼي.

د مولينا په شاعرۍ کې د شرقي تصوف دا بشپړه څېره ليدلاى شو. دا انکار بېلابېلې بڼه لري. انکار د فکر يا په بله وينا د ژبې د مانيز اړخ ځانګړنه ده. په نړۍ کې د نويو فلسفي افکارو تر شا هم د عاطفې سيند بهاند ليداى شو.

چې عاطفي شو، يواځې نوې ماناوې يا افکار او نوي انځورونه نه توليدوو، بلکې عجيب غږونه هم وباسو او حرکتونه هم کوو. که خوا کې مو سيتار وي، راوايې خلو، که نه وي؛ نو په خوله د (يه قربان ناره) کړو. د منثورو خبرو

د موزونولو تر شا د پخواني انسان يواځې دا موخه نه وه، چې خپلې کيسې راروانو نسلونو ته ورسوي او ژوندۍ يې وساتي- ځکه چې ليک نه و او د کيسو عادي بيان له عادي ژبې سره ګډېده او ژر له حافظو نه ګډوډېده او هېرېده- بلکې  د عاطفې څپاندېدا هم وه. په دې توګه ويلاى شو، چې د وزن او موسيقۍ تر شا هم څپانده عاطفه وينو. د لومړني انسان اشاري ژبه هم د عاطفي غبرګون پايله ښکاري. که د يوه کس عمل غوسه کړى وي، هرومرو به يې له خولې نه يو غږ وتى وي، چې د ده د عاطفي غبرګون نمايندګي کوي او داسې به د ژبې مانيز او عاطفي اړخ ورو ورو د يو بل په پياوړتيا او پراختيا کې ونډه اخيستې وي. په ژبه کې د ډېرو مفاهيمو شتون د ډېرو عاطفو ښکارندوى دى او د عواطفو رنګارنګي د مفاهيمو تنوع ښيي. په بدوي زمانه کې د مفاهيمو کمښت د عواطفو کمښت ښيي.

په دې توګه ويلى شو، چې ژبه د همدغو غږونو پايله ده، چې له عاطفي غبرګون نه پيدا شوي؛ خو وروسته وروسته د انسان د غږيزو غړيو ودې او د ژبنۍ پروسې پراختيا منظمه کړې.

غږ د مادې له ټکر نه پيدا کېږي. پر ځمکه باندې د باران د څاڅکو لګېدل غږ توليدوي، هوا د ونې پر پاڼو لګي او خوندور غږ ترې پورته کېږي، تېز باد په کږلېچونو کې د لېوه د انګولا غوندې غږ کوي، چې سيلۍ ورته وايي او چې همدا هوا د شپېلۍ له سوريو ووځي؛ مترنم غږ ورسره سم وځي. همداسې د انساني غړيو له ټکر نه ژبني غږونه پيدا کېږي؛ خو دا غږونه له طبيعي غږونو سره دا توپير لري، چې دلته د غږونو مجموعې ته انسان مانا ورکړې ده او بيا يې د تړون په بڼه سره دا مانا منلې ده.

د غږونو له تکرار نه موسيقي زېږي. پر ځمکه د باران د څاڅکو د لګېدو له تکرار نه خوندور آهنګ پيدا کېږي. د ژبې د موزونولو تر شا د طبيعي غږونو شتون نه شو ردولاى. د صحرا پر شګو د اوښ د پنجې له لګېدو نه غږ پيدا کېږي، چې عربانو يې په شاعرۍ کې پيدا کړ او وروسته د يوه وزن نوم ورکړل شو.

ژبه غږيز نظام دى، چې د غږونو له هماهنګۍ نه يې موسيقي پيدا کېږي او د دې موسيقۍ تر شا عاطفه ده. د هرې  ټاکلې بهرنۍ او ناټاکلې داخلي موسيقۍ په بېخ کې عاطفي هيجان وي. مولينا به چې په عاطفي هيجان کې له دريا سره سماع کوله، تخيل يې د عادي ژبې له زولنو ازادېده او شعر يې له دروني موسيقۍ لبرېزېده، چې د ده د دروني ياس و درد دقيقه استازي يې کوله.

ژبه غږيز نظام دى؛ خو د شعر وزن و موسيقي پکې نظم پيدا کوي، چې دا نظم د سيتار د ترنګ د منظم تکرار غوندې زموږ عواطف لړزوي.

د ژبې کمال دا دى، چې په يوه وخت هم مانا هم عاطفه هم تصوير او هم غږ لېږدوي او ادب په تېره شاعري د ژبي له دې کماله زبردسته استفاده کوي او تجمع پکې پيدا کوي، لوړوي يې او ځايونه يې سره بدلوي رابدلوي، نوې اړيکې يې ترمنځ پيدا کوي او په نوې بڼه يې سره منسجموي. د همدې څلورو ځانګړنو له مخې ادب ته د ژبني هنر په توګه د عادي ژبې ناعادي بڼه وايي.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

29 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *