Categories

اعلان

Loading…

په ناروې کې د سمندر له منځه ټیوبي لار جوړېږي

تاند- ناروې د لومړي ځل لپاره د سمندر په اوبو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره له ټیوب څخه کار اخلي.

ټاکل شوې ده چې ټیوب د سمندر تر اوبو لاندې تېر شي څو اوږده مزلونه لنډ شي.

دا ټیوبي لار به تر ۲۰۳۵ م کال پوري بشپړه شي.

ویل کېږي چې د دغه ټیوبلارې اوږدوالی به په لومړي پړاو کې ۱۱ کیلو متره وي او له کبله به یې د سپرلیو مزل نیم په نیمه لنډ شي.

ټیوب به، چې له کانکرېټه جوړېږي، تر اوبو ۳۰ متره لاندې وي. ویل شوي چې وروسته به دا ټیوبي لاره زیاته اوږده کړای شي.

ټیوب به په کلکو فلزي سیمونو د سمندر په تل کې نصب شوي وي.

49 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *