Categories

اعلان

Loading…

په ګردېز کې پر کابلیانک تروریستي برید د ترهګرو په مرګ پای ته ورسېده

تاند- په ګردېز کې د کابلبانک پر څانګې د وسله والو ترهګرو په برید کې ۲ تنه شهیدان شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

په دې برید کې، چې ۳ ساعته یې دوام وکړ، لږترلږه ۴ ترهګر هم وژل شوي دي.

تراوسه پورې کومې تروریستي ډلې د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د حملې په پیل کې امنیتي چارواکو حمله کوونکي طالبان وبلل.

په ګردېز کې پر کابل بانک برید شوی

وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې پر کابلبانک ډله ییزه حمله کړې ده.

ګومان کېږي چې دا برید په داسي حال کې شوی چط دولتی مامورینو معاش اخیست.

د پکتیا امنیتي چارواکي د حمله کوونکو ترهګرو شمېر ۵ تنه ښيي، وايي چې یوه یې په دروازه کې ځان الوزولی او ۴ بانک ته ننوتي او د بانک کارکوونکي یې برمته کړي دي.

د ګردېز روغتوني سرچینې وايي چې ۲ مړي او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.

ویل شوي چې په وژل شویو کې یو پولیس او بل ملکي دی.

طالبانو تراوسه پورې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ځلونو پر بانکونو او نورو عام المنفعه تاسیساتو بریدونه کړي خو تر ټولو خونړۍ حمله یې د کابلبانک د جلال اباد پر څانګه وه چې تر ۵۰ زیات کسان پکې شهیدان شول.

(عکس پخوانی دی)

11 total views, 2 views today

2 comments

  1. بسم الله Reply

    که دا دولتي چارواکي له دې کابل بانک نه عبرت نه اخلي نو ترهګرو ته نور شرم ده چې هره ورځ د کابل بانک په مظلومو مشتریانو ځان مرګي کوي.

  2. dawud Reply

    دوی (ټالبانو) خو وعده کړې وه چې موږ به په عام المنفعه تاسیساتو حملې نه کوو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *