Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د غزني ښار پر شاوخوا پراخ بریدونه کړي

په لسګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني ښار په شاوخوا کې پر امنیتي پوستو او ده یک ولسوالۍ بریدونه وکړل.

طالبان وايي چې څو پوستې او کلي یې نیولي او امنیتي ځواکونو ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

طالبانو دغه راز ویلي چې د واغظ ولسوالي یې نیولې ده خو د غزني امنیه قوماندان او نور چارواکي د طالبانو ادعا ردوي.

د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت پر څلورو ولسوالیو یې د وسله والو طالبانو حملې ناکامه کړي دي.

د غزني امنیه قوماندان تاییدوي چې وسله والو طالبانو پر واغظ، ده یک، اب بند او زنه خان ولسوالیو یرغل کړی و خو دا بریدونه یې په شا تمبولي دي.

د غزني امنیتي چارواکي وايي چې په دط جګړو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني اکثره ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

په دغه ولایت کې له هزاره مېشتو ولسوالیو پرته چې له طالبانو بیخي پاکې دي، په نورو ولسوالیو کې د حکومت حاکمیت د ولسوالیو په مرکزونو پورې محدود دی.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *