Categories

اعلان

Loading…

د کاپیسا چارواکي د لسګونو وسله والو مخالفانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي

خبریال: کانیشکا- په کاپیسا کې چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې په تګاب ولسوالي کې ۵۷ وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، په دغو عملیاتو کې، چې د تګاب په جنوب کې روان دي، ځانګړي ځواکونه، ه سیمیزو پولیسوه او د سیمې پاڅونکوونکي برخه لري.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزی وايي، د تګاب د شمشاد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو  او وسله والو ترمنځ په نښته کې د دولت د مخالفانو  د ولسوال په ګډون ۳۲ تنه ټپیان شوي دي او ۲۵ نور وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

 د نوموړي په وینا یو شمېر سیمې هم له وسله والو پاکې شوي دي او اته تنو امنیتي سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د تېرو کالونو په پرتله سږ کال د پسرلي په موسم کې د کاپیسا په نا امنو ولسوالیو کې ډیرې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول  لاندې راغلي دي.

246 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2