Categories

د لوڼو ګټه (لنډه کیسه)  پاکیزه ارزو

غونچه پس له دریو میاشتو د پلار کره راغله. د کور په انګړ کې یې څوک تر سترګو نه شو،  په چټکو ګامونو تر دهلېزه راغله په دهلېز کې هم څوک نه و، د پلار  مسته خندا یې واورېده. د دهلیز رنګ بدل شوی و، د زاړو ټغرو  په ځای نوی فرشونه پراته وو. د یوې کوټې دروازه یې خلاص کړ سترګې یې په نویو شیانو ولګېدې، نوی فرشونه، نوې توشکې او نوي پردې، غونچه په دهلیز کې حیرانه ولاړه وه، چې  وړې خور یې د دهلیز له دروازې رامنډه کړه .

ــ غونچې بوبو سټړې مه شې

غونچې په حیرانۍ ورته وویل

ــ دا فرشونه او دا نور شیان له کومه سول؟

زرغونې ځواب ورکړ

ــ آغا پرون راوړو نوره نه یم خبره چې له کومه یې راوړي

دواړه  کوټې ته ولاړې.

د غونچې د غږ په اورېدو یې پلار کوټې  ته راغی

ــ  ته څه وخت راغلې یې؟

غونچې ځواب ورکړ  

ــ ولې   دما راتلل در باندې ښه نه لګېږي.؟

پلار یې په غوسه ورته وویل

ــ لور چې د پردي کور سوه د خسر کره ښه ښکاري  

غونچې په قهرجن غږ ځواب ورکړ

ــ  زما خبرې خو په تا خود ښې نه لګېږي…..  زموږ پنځو خویندو ژوند دې سره تناره ته واچاوه او ته له هغې ګلابې سره لکه ګل ورځ په ورځ تازه کېږي. دا نوي شیان دې له کومه کړو ؟

‎‎ ــ تا پورې اړه نه لري چې له کومه سول…. اوس چې راغلې یې خوره یې حساب مه منه.

د غونچې پلار په غوسه ووت

غونچې زرغونه تر لاس ونیوه، د هدیرې په خوا رهي شوې هدیره له کلی لرې وه، هدیرې ته ورسېدې، غونچه د مور قبر ته کېښناسته.

ــ ادې! له ډېرې مودې مې ډېرې خبرې درته په زړه دي نن به یې درته وکم …. تا زموږ په زېږون څومره کنځلې څومره پیغورونه تېر کړل .ستا  دنګه ونه یې په وهلو وهلو کږه کړه. ستا سپین مخ به تل د ویر په څپېړو شین و، ستا ښایسته سترګې به تل نمجنې وې….

ادې! آغا زه ځانته بدل کړم….دا ۵ کاله مې ژوند په سره اور کې سوځي. هغه چې تا ته د لوڼو په زېږون تانې درکولې د لوڼو په ولور د تراکتور او مځکو صایب سو..

د غونچې په مخ اوښکو ماتې وې او لکه لیونۍ د مور قبر ته غږېده چې زرغونې غږ پرې وکړ

ــ غونچې بوبو!  ګلابې ادې ویل، مازدیګر له نلکۍ اوبه راوړه. راځه، چې ځو ناوخته سو بیا ادې راته په قاریېږي.

دواړه بېرته کورته راغلې، د پلار د کوټې له مخې تېرېدې،  د میرې خبرې یې واورېدې

ــ سړیه د لوڼو ګټه خو دې ولیده!  دا دی د فرشونو صایب هم شوې.  

ــ هو ګلابې، خدای دې حاجي ملک خان ته خیر ورکړي زرغونه کمکۍ ده خو ولور یې ډېر راکړ د کلي څه، د ټول ولایت نرخ یې مات کړ. ملک خان وایي، زرغونه لا کمکۍ ده یو دوه کاله به درته وګورم بیا یې را واده که، تر هغه به  زما د زوی حال معلوم سي دا څوکاله کېږي چې ایران ته تللی نه راځي ګوندې دا کوزده یې پلمه سي او  راسي.

د غونچې له سترګو اوښکې وڅڅېدې، زرغونه یې غېږ کې ونیوه

ــ په تا یې هم رحم نه دی کړی،  ته یې هم خرڅه کړې یې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *