Categories

سرتېری/ مجېد ژړاند

زموږ د ژوند قاتل بیا  د افغانانو وژنې ته ملا وتړله، پردۍ چړو ته يې خپل لاستي ورواچول، را روان شول، زما د کور رڼا وژني، زما د کاله ستر خلک په نښه کوي او په هر ګوزار سره د الله اکبر نارې وهي.

کلونه وشول، چې همدا کیسې روانې دي، زما بابا شهادت دې الله قبول کړي، د رڼا خپرولو په هڅه کې و، د ډېرو کور مغزه ککرۍ يې د پوهنې په نور سره روښانه کړې، خو د تيارو څکالو او هغه څوک چې رڼا ورځ په خپله جوسه شرمېده، زما پر بابا يې بريد وکړ او پر شهادت يې ورسول.

د هغه مهال خبرې چې اورم، هيچا هم  زما د بابا په مرګ ونه ژړل، بلکې هغه يې د مرګ وړ بلل، چې ولې په تياره ماحول کې رڼا خوروي، ولې تيارو ځپلو خلکو ته روښانه څراغونه ورکوي او د تيارو څادر يې له سترګو لرې کوي.

خبره مو زموږ تر وحشت او نه سړيتوبه کوله، کلونه تېر شول، د علم او پوهې انګازې خورې شوې، تکنالوجۍ پر مختګ وکړ، ځوانان پوهنتونونو ته لاړل، خو لا هم د ډېرو ذهنونه په چټلو اوبو پرېمينځل شوي دي، د پوهنتون له فراغت سره سم  وسله اوږو ته کوي، زه او ته وژل کېږو، زه کافر  او ته مسلمان دواړه تبا شو، د دواړو د کورونو د رڼا ډېوې مړې شوې، ژوند مرور شو، د حورو په څېر ښکلې مېرمنې مو د سوال په بلۍ کېنولې، نو لا ولې زه او ته وژل کېږو؟ ولې د وحشت او خشونت د کيسو کرکټران يوو، نړيوال جنګونه وشول، نيمايي نړۍ تبا شوه، خو په هغوی د رنسانس دوره راغله، د وخت د جبر کچکول يې له غاړې لرې کړ، خپل ځان يې وپېژندل او د خپلې مور(خاورې) قدمونه يې ښکل کړل،  له وحشت څخه يې د انسانيت او مينې کلي ته پنا يووړه، د ژوند هوسايۍ يې په برخه  او د ژوند له لذتونو خوند اخلي.

ولې مې وژنې؟ ولې دې وژنم؟

د يوه کاله او کلي وګړي يوو، د يوه مسجد په ملا امام پسې مو اقتدا کوله، د کلي ابادۍ په حشرونو کې مو برخه اخيسته، د کلي مېندو راته دعاوې کولې، چې خدای مو ښه سړي کړه، د ژوند پرمختګونه مو  په برخه شه.

موږ د کوم چا په  تور جادو کې ګير شو، چې زه ستا او ته زما په مرګ وياړې، موږ ولې دومره سره لرې شو؟ ولې د ورېندارو له اوښکو خوند اخلو؟

لويه ربه! نور له خپلو وحشتونو ستړی یم، نور د خپلو وروڼو په مرګ ژړلی نه شم، د خپلې ګنا په اړه فکر کولی نه شم، ما خو د بې شمېره خلکو زړونه مات کړي دي.

باداره! نه غواړم، چې څوک ووژنم او يا د خپل ورور په وينو خپل لاسونه سره کړم، خو لویه ربه! ستا هغه یاغي بنده ته چې ستا په نوم قتلونه کوي او ټول وروڼه ورته کافران ښکاري، هغوی ته د هدايت لار ورښايه، زه سرتېری يم، د خپل دښمن په مرګ هم خپه کېږم، خو څوک چې زما مېندې ژړوي، زما ورېندارې کونډوي، زما خوېندې بې وروره کوي، زه له هغوی سره جنګېږم، هغوی وژنم، په مرګ يې خپه کېږم، نو هيله کوم، لویه ربه! زما لپه کړو لاسونو کې همدا دعا قبوله کړه، زما وروڼو ته د هدايت لار وښايه، هغوی د ښه ژوند حق لري او هغوی سره مېنه مې فطري ده، خو ته مو تر منځ د بېګانه دښمن شومې دسيسې شنډې کړه، زما ياغي ورور ته د مستقيمې لار هدایت وکړه، تر څو يې د وژلو پر ځای د را پورته کولو هڅه وکړم.

لويه خدایه! لويه خدایه! لویه خدایه! نور زموږ ازلي دښمنان چې زموږ د وروڼو تر منځ تفرقې او نفرتونه رامنځ ته کوي، هغوی تبا کړه، تر څو له خپل ورور سره د خپلې خاورې رښتينی عسکر و اوسم او د دواړو  د وسلو خولې د دښمن په لوري اوښتي وي او په ګډه سره له خپلې خاورې دفاع وکړو.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *