Categories

د اقلیمي بدلون ناوړه پایلې؛ شمالي قطب د له منځه تللو په حال کې  

ژباړه: محمدعاطف فقیرزاده

 سرچینه: اېکانومیست * 

هغه ډله کسان، چې د ځکمې د تودوخې او اقلیم په بدلون کې د انسانانو پر ځواک شک ښيي،شمالي قطب دې وګوري او په لړزو دې شي. د هوا د دودوخې کچې او په اټموسفیر  کې د کاربنډای اکساید غلظت ارزولو او کتلو ته هېڅ اړتیا نشته. دا بهیر د هغه یخونو په راکمیدولو کې په روښانه توګه جوته ده چې شمالي قطب یې پوښولی دی. د وروستیو دېرشو کلونو په ترڅ کې د دوبنیو یخونو په پوښښ کې کابو پنځوس سلنه کموالی راغلی دی او د یخ عمومي حجم کې درې برخې کمښت رامنځ ته شوی دی. که د اوسني وضعیت له مخې یې وارزو، د شمالي قطب یخونه به د ۲۰۴۰ کال تر دوبي پورې به په پشپړه توګه له منځه تللي وي.

د اقلیمي بدلون په اړه شکمن کسان به په بی‌‌ پروایۍ کې اوږې پورته واچوي. ځینې به یې حتی جشن هم ونیسي: له یخ څخه تش شمالي قطب د آسیا د آرام ساحل او د اروپا او امریکا د اطلس اوقیانوس ساحلونو تر منځ د لېږد رالېږد یوه لنډه لاره رامنځ ته کوي، او د ځمکې د طبیعي غازونو او تیلو د ناکشف شويو سرچینو د پنځمې برخې د اکشتاف امکان رامنځ ته کوي. داسې غبرګونونه په ژوره توګه ناسم او بې‌لارې‌ کونکي دي.

دا مهمه نه ده چې د تېلو او غازو ټېټې بیې په دې مفهوم دي، چې له دې وروسته په شمالي قطب کې د دې توکو لپاره لټون ډېر ارزښت نه لري او یا دا چې هغه سمندریزې لارې، چې په اړه یې ‌ډېرې خبرې کېږي، ډېر محدود سوداګریز توکي به پرې ولېږدول شي. د دې وضعیت پر وړاندې سم او منطقي غبرګون وېره ده. شمالي قطب یواځې د اوبو او هوا وضعیت یا اقلیمي مسائلو پورې تړلیو موضوعاتو کې یو ټاکونکی شاخص نه دی، بلکې په دې مسائلو کې یو لوبغاړی هم دی.

د ځکمې د تودوخې اوسني پړاو  په اټموسفير کې د ځانګړو غازونو، په خاصه توګه د کاربنډای اکساید له امله رامنځ ته شوی دی. دا غازونه د لمر د رڼا په بڼه تودوخه جذبوي، خو فضا د وړانګو د بېرته پراخیدو مخنیوی کوي، او دا کار د سورچکو اوږدو څپو په بڼه ترسره کوي.  

دا وضعیت تودوخه په هوا، اوبو او ځکمه کې بندوي. کاربندای اکساید، چې هرڅومره ‌‌ډېر شي په هغه کچه تودوخه هم ورسره ډېرېږي – یوه ساده معادله. خو ساده هم نه ده. یو شمېر مسائل موضوع پېچلې کوي. په دې مسائلو کې ځینې د هوا د تودوخې د کمیدو سبب ګرځي او ځینې یې د چټک کرمیدو لامل کېږي. په دې مسائلو کې دوه مورده کیدای شي په شمالي قطب کې د تودوخې د چټک ګرمیدو لامل وګرځي.  

یو یې دا، چې د سمندر اوبه د یخ په پرتله په رنګ کې ډېرې تورې دي. فضا ته د تودوخې د بېرته انعکاس ورکولو په ځای تودوخه جذبوي، چې دا بهیر د نور یخ د ویلې کیدو سبب ګرځي، چې په پایله کې د سمندر ډېرې اوبه له یخه تشېږي او د لمر لاندې راځي چې دا وضعیت بیا د نور یخ د ویلې کیدو سبب ګرځي او دا لړۍ همداسې دوام مومي.

دا له موږ سره د دې خبرې په سپیناوي کې مرسته کوي، چې شمالي قطب ولې د ځکمې د نورو برخو په پرته په چټکتیا سره تودېږي. هغه اقلیمي تړون چې په ۲۰۱۵ کال کې په فرانسې کې رامنځ ته شو، موخه یې دا وه، چې د ځکمې د تودوخې د کچې له لوړیدو څخه مخنیوی وکړي او اجازه ورنه کړي، چې د ځکمې تودوخه د صنعتي کیدو مخکې دوران د کچې په پرته له دوه سانتیگراډه درجو ډېره لوړه شي. خو حتی که چېرې دا تړون په پشپړه توګه عملي هم شي، چې امکان یې ‌‌ډېر کم دی، د ۱۹۸۶-۲۰۰۵ کلونو تر منځ دوران په پرتله به د ژمي پر مهال د شمالي قطب تودوخه ۵-۹ درجې همدا اوس لوړه وي.

دویمه مسئله له اوبو سره نه بلکې له ځکمې سره تړاو مومي. په شمالي قطب کې هر څه په یخ پوښل شوي دي او کنګل شوي دي. دا کنګل شوې او په یخ باندې پوښل شوې خاوره ډول ډول ارګانیک توکي او موجودات لري. که چېرې یخونه ویلې کېږي، هغه ارګانیک موجودات د اور او ورستيدلو په نتیجه کې تېتېږي او خپرېږي، چې دا د کاربندای اکساډ په بڼه او یا هم د میتان (چې د کاربندای اکساید په پرتله پیاوړي ګل‌خانه ‌یی غاز دی) په بڼه خپرېږي. دا به د ځکمې د تودوخې بهیرته په مستقیه توګه چټکتیا وروبښي، او کله چې رامنځ ته شوي لوګي پر یخ باندې کښني، د یخ د مخې رنګ توروي او په دې اساس د ویلې کیدو بهیر لا چټکوي.  

د تودیدو په حال کې شمالي قطب ډېرې ناوړې او جدي اغېزونه او پایلې لرلی شي. د نړۍ یا ځمکې بادونه د قطبي او استوايي سیمو تر منځ د تودوخې د درجې د توپېر په پایله کې رامنځ ته کېږي. که چېرې داسې وي چې شمالي قطب د استوايي سیمو په پرتله چټګه تودېږي، د تودوخې درجې توپیر به هم ورسره راټیت شي او په پایله کې به د بادونو خوځیدل هم راکم شي، لکه څرنګه چې د تېرو ۳۰ کلونو په ترڅ کې د شمالي په نیمه څنډه کې د ۵-۱۵ درجو تر منځ راکم شوی دی. کیدای شي لږ باد د یوه مثبت شي په توګه ښکاره شي، خو داسې نه ده. یو پایله یې د شمالي جټي جریان (اټموسفیر په یوه نري جریان کې نسبتاً پياوړي بادونه) نامنظمه فعالیت دی، دا بادونه د قطبونو له ګرده راڅرخي او د بدلون په پایله کې یې ځینې وختونه سړه هوا سویل او توده هوا شمال ته لېږدوي. په دې بدلونونو  ډېروالی به په غیرمترقبه ځایونو او غیرمترقبه وختونو کې د تودوخې حیرانونکې څپې رامنځ ته کړي.   

همدارنګه، شونې ده، چې د سمندرونو څپې او جریانونه هم ورو او پڅ شي. د شمالي قطب ویلې کیدونکي یخونه هغه مالګینې اوبه، چې له شمال څخه استوايي سیمو لور ته بهېږي، رقیقوي. په پایله کې په اوبو کې د مالګې تراکم راټېټېږي او ورسره د بېرته راګرځیدو سفر پرمهال د سمندر په ژورو کې د مالګې پاتېکیدلو زمینه محدودېږي. د دې دوران یا ګردش راکمیدل به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سمندرونو پر جریانونو اغېز وکړي، او د هند له موسمي بادونو څخه نیولې بیا د آرام اقیانوس د آل نینو پر اقلیمي نظم به تاثیر واچوي.  

خو تر ټولو وېرجنه برخه دا ده، چې که چېرې هغه یخ ته چې ګریندلنډ یې یې پوښولی دی کوم څه پېش شي. دا سیمه د نړۍ لس سلنه تازه اوبه جوړوي. که چېرې د دې یخونو یوه برخه ویلې شي، او یا کومه برخه د یخ له بدنې جدا شي او په اوبو کې وخوځېږي، په پایله کې به یې د سمندر د اوبو کچه د اوسنۍ وړاندوینې څخه چې د پېړۍ تر پایله ۷۴ سانتي متره ښودل شوې ده، ډېره لوړه شي. اوس مهال، د دې کار د پيښيدلو خطر ارزول ډېر ستونزمن دی ځکه چې د معلوماتو د راټولولو له ستونزو ډک کار دی. خو په هر صورت، د ګرینلنډ یخونو د ویلې کیدو بهیر د کړندي کیدو په حال کې دی.  

دا چې په دې اړه کوم ګامونه باید پورته شي، بېله پوښتنه ده. حتی که د پاریس تړون په پشپړه توګه عملي هم شي، په فضا کې شته کاربندای اکساید ته په کتو سره، داسې برېښي چې په شمالي قطب کې دوبي یخونه به د تېرې زمانې یادګار وي. ځینې کسان د جیو- انجینرۍ خبرې کوي، د بېلګې په توګه قطبې هوا کې د کیماوي توکو لکه د سولفاټ پاشل تر څو د لمر رڼا بېرته فضا ته خپره کړي، او یا د لمر د مخنیونکو ورېځو د مصنوعي رامنځ ته کولو په موخه له مالګې کار اخیستل او داسې نورې نظریې. خو دا ډول نظریې به ناپېژندل شوې پایلې او عواقب ولري، خو بیا هم د دې ارزښت لري، چې په آزمايښتي پروګرامونو کې وارزول شي.

خو سخت حقیقت دا دی، چې کوم شمالي قطب، چې موږ یې اوس پېژنو تقریبا له منځه تللی دی. د ګل‌خانه ‌یي غازونو د خپریدو مخنوی لا هم د ځکمې د تودوخې د کچې په راټیټیدو کې اړین او ټاکونکی ځای لري. خو د شمالي قطب وضعیت ښيي چې انسانان نشي کولای اقلیم ته اوښتی تاوان جبران کړي. هغوی باید ورسره عادت شي.  

نوټ: دغه ژباړه د ننني افغانستان اونیزه کې هم خپره شوې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *