Categories

اعلان

Loading…

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

پنځمه برخه

*     *     *

يوه اونۍ ووته، ميرويس خان له حسن قلي او هغه عسکر  پرته بل څوک ونه ليدل چې ده ته يې ډوډۍ راوړه.

حسن قلي ډېرې خبرې کولې، خو هوښيار سړی و، په لنډ وخت کې وپوهېد چې ميرويس خان د دربار په اړه د معلوماتو تږی دی… حسن قلي ته د خرڅلاو وړ خبرې ور مالومې وې، مهم معلومات يې په اسانۍ نه ويل. ميرويس خان په يوه اوونۍ  کې د سپينو زرو درې سيکې ورکړې وې.

دی دومره وپوهېد چې شاه حسين عياش سړی دی، ١٠٠٠ رسمي ښځې لري، تل نشه وي، له وړکتوبه په دربار کې را لوی شوی  او له اصفهانه پرته تر خپلې ولکې لاندې نورې سيمې سمې نه پېژني.

ميرويس خان ته دا هم معلومه شوه چې شاه حسين ته تر ټولو نږدې او اعتمادي کسان اعتماد الدوله او دېوان بېګ دی، خو له دې سره سره يې په دربار کې د ايران لوی شيعه امامان هم  راټول کړي او تر ټولو لوی مفتي يې نږدې ملګری دی!

حسن قلي ورته ويلي و چې اعتماد الدوله مذهبي سړی دی، په فال او جادو عقيده لري او په دنيايي کارونو کې يې يواځې له ښکار سره جوړه ده، خو په ښکار کې يې خونده نشته، له سپهسالار سره ټوکې لري، سپهسالار  په دربار کې د ټولو تر مخ ورته ويلي و چې  که يې کومه ورځ  هوسۍ راوړه  نو دی به خپل برېتونه خرييي!

اعتماد الدوله ضد نيولی، قسم يې کړی چې سپهسالار به خپل بريتونه خرېيي!  خو د سپهسالار بريتونه ورځ تر بلې اوږدېږي!

ميرويس خان د دېوان بېګ په اړه هم معلومات تر لاسه کړل. د حسن قلي په خبره د ګرجي دېوان بېګ تڼډه تل تروه وي، ټوکې خوند نه ورکوي او هغه څوک نه بښي چې له صفوي حکومت سره  يې خيانت کړی وي.

حسن قلي دا هم ويلي و چې د دېوان بېګ وراره لوی سوداګر دی، ډېر وخت عربو او هندوستان ته ځي او د قيمتي ډبرو او زېورالاتو تجارت کوي.

د حسن قلي په خبره لوی مفتي هم له  عتيقه او پخوانيو اثارو  سره مينه درلوده!

ميرويس خان يوه ورځ حسن قلي را وغوښت، يو ليک يې ورکړ، ورته ويې ويل چې دا ليک په کندهار کې د ده تر وروره  ور ورسوي.

حسن قلي ډاډ ورکړ، ميرويس خان ته يې وويل چې په دې ورځو کې کندهار ته يو پوځي کاروان روان دی، اعتمادي کس به پکې پيدا کړي.

حسن قلي د باندې ووت، ليک يې خلاص کړ، ميرويس خان خپل ورور ته ليکلي و چې ژر تر ژره اصفهان ته راشه!

*     *     *

په زندان کې د ميرويس خان مياشت پوره شوه، خو چا يې پوښتنه ونه کړه. کله کله به حسن قلي ورته راته، خو خبرو يې داسې نوي څه نه لرل چې د پيسو په ورکړه وارزي.

خو يوه ورځ حسن قلي ته لويه تمه پيدا شوه، ميرويس خان ورته وويل چې که يې هندوستان ته د دېوان بېګ د وراره د سفر د وخت په اړه معلومات ورته راوړل، نو د سرو زرو په دوو سيکو به يې ونازوي.

حسن قلي ته دا غوښتنه حيرانونکې وه، خو وروسته يې سر پسې ونه ګرځاوه، سترګو ته به يې يواځې د سرو زرو  ژيړې سيکې نيغې نيغې کېدلې….

حسن قلي يوه ورځ خپلې سيکې تر لاسه کړې، ميرويس خان ته يې وويل چې د دېوان بېګ وراره د نوې مياشتې په پيل کې هندوستان ته ځي.

بله ورځ  د ميرويس خان ورور او يو بل په ونه لوړ بلوڅ د حسن قلي په مرسته زندان ته راغلل، ميرويس خان له حسن قلي څخه وغوښتل چې دوی يواځې پرېږدي، خو د حسن قلي زړه نه و، ويل يې چې دی بايد د خپل مسووليت له مخې پاتې شي، اخېر يوې سيکې له کوټې وايست.  ميرويس خان له راغلو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې، ورور ته يې د دريو کارونو مسووليت  ور وسپاره…
حسن قلي تر پايه خپل غوږ پر دروازه ايښی و، خو پوه نه شو چې دوی څه سره ويل.

مياشت ووته، ميرويس خان خوشاله و، سترګې يې ځلېدلې….

يوه ورځ په ونه لوړ بلوڅ راغی، له ميرويس خان سره لنډ وغږېد. ميرويس خان حسن قلي راوغوښت، هغه ته يې وويل چې بلوڅ به يو باز درکړي، دا باز اعتماد الدوله ته ور ورسوه.

دوې اونۍ ووتې، ميرويس خان چرتي و، اعتماد الدوله يې پوښتنه ونه کړه!  

خو يو سهار يې په بالاحصار کې د ګڼې ګوڼې غږ  واورېد، ميرويس خان  تر دريڅې ور وکتل، دوړه ولاړه وه، ګڼو کسانو د غولې هوارې تيږې جارو کولې… آسونه ګرځېدل، پر توپونو باندې لندې ټوټې تېرېدلې…

شېبه وروسته چای راوړونکی راغی، ميرويس خان ته يې وويل چې نن بالاحصار ته اعماد الدوله تشريف راوي.

د چای راوړونکي خبره رښتيا وه، په بالاحصار کې څو بګۍ ودرېدې، لومړۍ پوځي کسان ترې راکښته شول، شاوخوا ودرېدل، بيا يوه پوځي د بګۍ دروازه خلاصه کړه.

اعتماد الدوله له ونې ټيټ سړی و، په تور پټکي کې يې سپين مخ او سپينه ږيره ښکلي ښکارېدل.

وروسته يوه ډله عسکر راغلل، کتار ودرېدل، د بالاحصار مشر  رامخکې شو، د اعتماد الدوله لاسونه يې ښکل کړل. ټولو حرکت وکړ، ميرويس خان تر هغو ورته کتل چې د درېڅې له لاندينۍ برخې پټ شول.

شېبه وروسته دروازه خلاصه شوه، اعتماد الدوله او د بالاحصار مشر  کوټې ته ورننوتل، ميرويس خان ودرېد، اعتماد الدوله کلکه غېږ ورکړه، يوه سړي په بېړه يوه څوکۍ راوړه، خو اعتماد الدوله ميرويس خان ته نږدې پر کټ کېناست. د بالاحصار مشر  ته يې وکتل، ويې ويل:

_هېله ده چې ميرويس خان به نه وي درنه خوابدی شوی!

د بالاحصار د مشر  ژبه بنده شوه:

_نه، نه صيب، تل يې احوال اخلم.

خو ميرويس خان تر دې دمه دا سړی نه و ليدلی.

اعتماد الدوله د ميرويس خان پر اوږه لاس کېښود، په خوند يې وويل:

_اجب باز دی، په يوه ورځ يې دوې هوسۍ ونيولې…سپهسالار ته مې وويل چې برېتونه وخرېيه!

ميرويس خان ځان ناګاره واچاوه، داسې يې وښوده لکه په هېڅ چې هم نه وي خبر.

اعتماد الدوله وويل:

_زه د ښکار شوقي يم، په هفته کې يو ځل  نږدې غرونو ته ځم، خو تر اوسه مې کومه هوسۍ نه وه راوړې، سپهسالار راته ويلي و چې که دې کومه ورځ  هوسۍ راوړه، نو زه به خپل برېتونه خرېيم. تېره ورځ مې دوې هوسۍ ور وړې، برېتونه يې ونه خرېيل، ويل يې چې دا هوسۍ دې په باز نيولې دې، خو يوه خبره يې وکړه، توبه يې وايسته چې بيا به د ښکار پېغور نه راکوي…پوهېږې! لويه هيله مې د سپهسالار د خولې بندول  و…

اعتماد الدوله اوږدې خبرې وکړې، خوله يې د ميرويس خان لخوا  د ورکړل شوي باز په صفت نه مړېده…

ميرويس خان ورته وويل چې دا  باز يې  په ترکمنو کې پيدا کړی و. ترکمن ښکاريان د باز بچيان نيسي، په سخته يې تربيه کوي، په سلو کې يو  باز داسې راوزي چې هوسۍ وهي…
چای راغی، ميرويس خان پوه شو چې اعتماد الدوله ولې ښکار نه شي کولی، د هغه په ښي لاس کې نيولې پياله لړزېدله…

دوی اوږدې خبرې وکړې، اعتماد الدوله خوشاله و. ميرويس خان ته يې ځان پړ باله، ويل يې چې په زندان کې يې د يوه لوی خان پوښتنه نه وه کړې.

د تګ په وخت کې يې د بالاحصار مشر ته وويل چې ميرويس خان په خپله سيمه کې لوی سړی دی، ډېر پام  ورباندې کوه! درنه خوابدی نه شي.

د اعتماد الدوله له تلو وروسته په کوټه کې زوړ کټ، شکېدلی فرش او خيرنه بستره نوي شول.

*     *     *

ميرويس خان د خپل دوهم هدف تر لاسه کولو ته ورځې شمېرلې، دوه ځله يې د حسن قلي په مرسته بلوڅ ملګری زندان ته راوغوښت، خو د خوشالي وړ خبره يې ترې وانه ورېده.

يوه غرمه درب شو، د کوټې دروازه په زوره له چوکاټ سره ولګېده، د حسن قلي سترګې رډې راختلې وې، راغی، ميرويس خان يې تر ګرېوان ونيو.

ميرويس خان په حيرانۍ ورته کتل…

حسن قلي چيغه کړه!

_ووايه! د دېوان بېګ وراره دې په کومه بلا  خوړلی؟

ميرويس خان د هغه لاس له خپل  ګرېوانه ليرې کړ، دروازه يې پورې کړه، حسن قلي دروازې ته ورغی،  په غوسه  يې وويل:

_همدا اوس دېوان بېګ ته ورځم.

ميرويس خان تر لاس ونيو، ورو يې وويل:

_څه خبره ده؟

حسن قلي په ملنډو وويل:

_يانې ته نه يې خبر؟

_نه، په دې څلورو دېوالونو کې به له څه شي خبر شم!

حسن قلي وويل:

_د دېوان بېګ وراره له بسته کاروان سره ژوندی ورک دی.

د ميرويس خان سترګې وځلېدې، پر کټ کېناست، ويې ويل:

_نو ته ولې ماته په غوسه يې؟

حسن قلي د دروازې لاستی ونيو، له خولې يې لاړې باد شوې:

_زه ماشوم نه يم، پوه شوم چې تا ولې د دېوان بېګ د وراره د تګ د وخت مالومات رانه غوښتل. هر څه چې دي، خو د دېوان بېګ  د وراره پر سر دا بلا تا راوستې ده…همدا اوس دېوان بېګ ته ورځم او ورته وايم چې…

ميرويس خان  په خبره کې ورولوېد:

_کم عقلي مه کوه! له ژونده ستړی يې؟

حسن قلي د دروازې لاستی پرېښود.

ميرويس خان وويل:

_ فکر کوې چې دېوان بېګ  به دې  په سرو زرو کې پټ کړي؟! نه! دېوان بېګ به پوه شي چې له ما سره دا مرسته تا کړې! پوهېږم، هوښيار سړی يې، نه غواړې چې د خيانت په تور توپ ته وتړل شې!

حسن قلي پر کټ کېناست، سر يې په غبرګو لاسونو کې ونيو.

ميرويس خان وويل:

_دېوان بېګ دې خپل دی؟

_نه

_ملګری؟

_نه، تر سپي مې هم بد ايسي!

_نو بيا ولې دومره خپه يې؟

حسن قلي تر ډېره غلی و، بيا يې سر پورته کړ، ويې ويل:

_سمه ده! خو د سرو زرو پينځه سيکې غواړم!

*     *     *

په لنډ وخت کې دې اوازې ټول اصفهان پر سر واخيست چې د دېوان بېګ وراره  هندوستان ته پرلار تری تم شوی دی.

دېوان بېګ په غوسه و، کندهار ته يې څو سپاره ولېږل، ګرګين ته يې پيغام ور ووړ چې وراره يې د ده د واکمنۍ په سيمه کې ورک شوی دی او په پيدا کېدو کې يې بايد مرسته وکړي.

وخت ووت، خو د ورک کاروان درک ونه لګېد…

ميرويس خان پوهېده چې د دېوان بېګ وراره پر دېوان بېګ ډېر ګران دی، دېوان بېګ به اخير د ده لېدو ته ورشي. فکر يې سم وخوت، يوماخستن د کوټې دروازه خلاصه شوه، يو قوي سړی راغی، ځان يې دېوان بېګ معرفي کړ.

دېوان بېګ په خټه ګرجی و، لوړه ونه يې درلوده، وړو سترګو يې شنه رڼا کوله….

دی ميرويس خان ته مخامخ کېناست، هڅه يې کوله چې ځان ارام وښيي، خو غږ يې لړزېده.  

دېوان بېګ پخوانۍ خبرې راواخيستې، صفوي  حکومت ته د ميرويس خان پر اخلاص وغږېد، ويې ويل چې يو وخت يې له بلوڅو اتلس ګرجي عسکر راخوشې کړل…

دېوان بېګ اوږدې خبرې وکړې، ټولې خبرې يې د ميرويس خان له ستاينې او صفوي حکومت ته د هغه د وفاداري په اړه وې… ځان او دربار يې ملامت کړ، ويې ويل چې  په زندان کې يې د هوتکو د مشر پوښتنه نه ده کړې…

ميرويس خان غلی و، ده کومه بېړه نه درلوده، پوهېده چې دېوان بېګ به اخېر اصلي خبرې ته راشي… انتطار يې لنډ شو، دېوان بېګ د خپل  وراره ورکېدل  ياد کړل…ميرويس خان ته يې يو ځل بيا  د اتلسو ګرجي عسکرو د راخوشې کېدو خبره وکړه، ويې ويل چې تاسو په بلوڅو کې ډېر شناخت لری….

ميرويس خان د دېوان بېګ د وراره پيدا کول اسانه کار وګاڼه، ويې ويل چې د بلوڅو له ډېرو خانانو سره شناخت لري… دی به تر خپله وسه د دېوان بېګ د وراره درک مالوم کړي. خو دېوان بېګ ته يې دا هم وويل چې په دې کار کې  د بالاحصار  د مشر مرستې ته ضرورت لري…

د دېوان بېګ وړې سترګې وځلېدې …ميرويس خان ته يې وويل چې ده ته به هر راز سهولتونه برابر کړي، دېوان بېګ  په خوشالۍ له کوټې ووت.

سهار د بالاحصار مشر له يوه بل کس  سره راغی، ويې ويل چې دا کس  به د ميرويس خان هر  امر ته تيار وي.

ميرويس خان د خپل وورو ملګری بلوڅ راوغوښت، هغه ته يې وويل چې څو نور بلوڅ پيدا کړي او ده ته دې په دوو، دريو ورځو کې يواځې  يو ځل د نمايش له پاره راځي.

دېوان بېګ  هم غلی نه و ناست، ده به هره ورځ  زندان ته نفر رالېږه او له ميرويس خان څخه به يې د نويو خبرو پوښتنه  کوله،خو ميرويس خان به ورته ويل چې دی هره اوونۍ ځينې بلوڅ  زندان ته راغواړي، په کندهار او شاوخوا سيمو کې يې هم قومي مشرانو ته خبر ورکړی چې د ورک شوي کاروان درک ولګوي.

يو سهار يې دېوان بيګ ته احوال ور کړ چې د وراره درک يې موندلی دی، د ده وراره او ورسره ملګري روغ جوړ دي.

غرمې ته دېوان بېګ راغی، ميرويس خان يې په غېږ کې ونيو، ويې ويل چې د وراره ځای او ادرس ورکړي، خو ميرويس خان ور ياده کړه چې دا کار ماته پرېږده، ځکه په هغه سيمه حمله يې وراره او د هغه ملګرو  ته خطر پېښوي…  

وخت ووت، په ټول ښار او دربار کې همدا يوه خبره راګرځېده چې ميرويس خان د دېوان بېګ د وراره د ورکېدو ځای پيدا کړی دی.

يوه ورځ ميرويس خان خپل  بلوڅ ملګری را وغوښت، ورته ويې ويل چې يحيی خان ته حال و ر ولېږه چې اوس نو  د دېوان بېګ د وراره او  د هغه د  ملګرو د راوستلو وخت دی.

*     *     *

ميرويس خان او د هغه ورور يحيی خان  يوه ښکلي هسک سالون ته ور ننوتل. د اوږده مېز دواړو غاوړ ته  ناست کسان  ولاړ شول، چکچکې يې کړې… دېوان بېګ مخې ته ورغی ، ميرويس خان ته يې کلکه غېږ ورکړه… تر لاس يې ونيو ، تر څنګ يې کېناوه.  

ميرويس خان ناستو کسانو ته وکتل، ټولو نوې قيمتي جامې اغوستې وې، له رنګ او بڼې اسراتمند ښکارېدل…

دېوان بېګ  ودرېد، غاړه يې صافه کړه! ويې ويل:

_ښاغلو! دا مېلمستيا مې د هغه چا په افتخار جوړه کړې چې زه يې صفوي حکومت ته تر ټولو صادق انسان ګڼم! دا کس قومي مشر ميرويس خان دی چې زما ورک وراره او د هغه پنځه ويشت  ملګري يې پيدا کړل…

چکچکې شوې.

ميرويس خان د مننې په بڼه سر وخوځاوه.

دېوان بېګ وويل:

_… ټول کاروان اصفهان ته روغ جوړ راورسېد، ان د کاروان يو وېښته هم نه دی کم شوی… ټول تجارتي مالونه سلامت دي …

دېوان بېګ اوږدې خبرې وکړې، د اتلسو ګرجي عسکرو پخوانۍ کيسه يې بيا تازه کړه چې د ميرويس خان په مټ راخوشي شوي ول… ټولې خبرې يې د ميرويس خان د صداقت او وفاداري په اړه وې… په پای کې يې د ميرويس خان له ورور يحيی خان څخه هم مننه وکړه چې د ده د وراره په راخلاصولو کې يې زيار وايست…

د دېوان بېګ له خبرو وروسته يو بل تن چې مخ  يې تر سترګو په وېښتو کې پټ و، ودرېد. دېوان بېګ د ميرويس خان غوږ ته خپله خوله ور نږدې کړه، ورور يې ويل:

_دا د خزانې وزير دی!

د خزانې وزير لنډې خبرې وکړې، ويې ويل چې ميرويس خان په خپل ولس کې دروند نوم لري، خلک يې ناز وړي، يو وخت يې په کلات کې څو ياغي کلي مجبوره کړل چې صفوي حکومت ته ماليه ورکړي…

د خزانې د وزير  له خبرو وروسته يو بل تن چې پر پزه يې د کالدانې نښه وه ودرېد،  ويې ويل چې پاچا ته بايد د ميرويس خان شفاعت وکړو چې په بالاحصار کې يې له نظر بندي  راوباسي…

دېوان بېګ يې په خبرو کې ور ولوېد، ويې ويل چې په دې اړه به وروسته وغږېږي. ميرويس خان په ټيټ غږ له دېوان بېګ څخه د دې سړي نوم وپوښت، خو دېوان بېګ په خندا خبره واړوله او له خپل وراره څخه يې وغوښتل چې د کاروان د ورکېدو کيسه ووايي.

په بر سر کې يو ډنګر ځوان ودرېد،  ويې ويل چې له لسو ورځو مزل وروسته يوه غره ته ورسېدو، په تنګه دره کې روان و چې له لويو ډبرو مول وهلي ټوپکوال را ووتل… موږ يې يوې زړې کلا ته بوتلو، په يوه سمڅه کې يې واچولو او لاسونه يې را وتړل ، تياره وه، د لاس ګوتې سمې نه مالومېدې، يواځې د ډوډۍ په وخت کې به يې لاسونه را  خلاص کړل….

ځوان اوږدې خبرې وکړې، له لوږې او تندي وغږېد، سختی يې يادې کړې… ويې ويل چې يو وخت مو د ټوپکو ډزې  او نارې واورېدې… چيغې شوې، آسونه وشڼېدل، د سمڅې دروازې اور واخيست….

ځوان غلۍ شو، يحيی خان ته يې وکتل، ويې ويل:

_دې ځوان له بنده راخوشي کړو.

د دېوان بېګ په سترګو کې اوښکې ورغړېدې، ولاړ شو، لومړۍ يې خپل وراره او بيا يې يحيی خان په غېږ کې ونيول…

بېرته خپل ځای ته راغی، ويې ويل:

_دا ټول د ميرويس خان له برکته، ده خپل ورور ته احوال ور لېږلی  و چې د بلوڅو له خانانو سره وويني او هغوی دې ته مجبور کړي چې زما د وراره د راخلاصولو ځای پيدا کړي. وروسته د ميرويس خان ورور  د بلوڅو  د خانانو په مرسته  پر زړه کلا ير غل ور ووړ او  غله وتښتېدل…

دېوان بېګ غلی شو، جام يې پر سر واړاوه، ويې ويل:

_غلو دومره وخت نه و موندلی چې د کاروان آسونه، اوښان، کچرې او تجارتي اجناس  له کلا وباسي، هر څه په خپل حال وو…

دېوان بېګ وټوخل، شېبه وروسته يې په لوړ غږ وويل:

_هلئ نو، راځئ چې زما د وراره د خلاصېدو د خوشالۍ په مېلمستيا کې ګډون وکړو!

ټول د څنګ لويې کوټې ته ورغلل، پر مېز مختلف خواړه پراته ول… ميرويس خان د دېوان بيګ څخه ليري کېناست، ده له دوو، دريو نورو کسانو سره سياسي بحث را واخيست، د صفوي پاچا شاه حسين صفتونه يې وکړل، خو له مغولو او تزاري روسيې يې ښه خوله ونه وهله…

له ډوډۍ وروسته انګړ ته ووتل، په شنه چمن کې د مرمرو له تيږو کوچينی حوض جوړ و، په حوض کې رنګه ماهيان ګرځېدل… ميرويس خان  د چايو پياله ور واخيسته، څو کسان ترې راوګرځېدل، ميرويس خان خبرې کولې… نورو سرونه ورته خوځول….

ميرويس خان دوه- درې ځله دېوان بېګ ته وکتل… د شرابو جام يې په لاس کې و، ده  ته يې وچې سترګې نيولې وې… ټنډه يې تروه ښکارېده.  

ماخستن پر دوو آسونو پورې تړلې بګۍ راغله، ميرويس خان او د هغه ورور يحيی خان يې بالاحصار ته يوړول.

ميرويس خان دريڅې ته ودرېد، لا هم په ځينو کورونو کې رڼا ښکارېدله.

ورور يې په خندا وويل:

_څنګه لالا! ستا نخشه خومې سمه عملي کړه!

ميرويس خان ورغی، پر کټ کېناست، سترګې يې ځلېدلې…موسک شو، د خپل ورور پر اوږه يې لاس کېښود، ويې ويل:

_ما درې کارونه در سپارلي وو، اصفهان ته د اصيل باز رالېږل او د دېوان بېګ د وراره نيول او خوشي کېدل پوره شول، خو درېيم يې لا پاتې دی!   لوی مفتي ته دې څه راوړي دي؟!  پيسې او  قيمتي سوغاتونه دې څنګه کړل؟

ورور يې په بېړه وويل:

_لوی مفتي ته مې پخوانۍ تسبيح پيدا کړې، ډېرې قيمتي دي، هره دانه يې له اصيلې فېروزې جوړه ده، تسبيح او نور قيمتي سوغاتونه له بلوڅ ملګري  اخيستی شې!

ميرويس خان د خپل ورور اوږه ټينګه کړه!

يحيی خان وويل:

_باز مې په اسانۍ وموند، بس، ترکمنو ته مې يو څوک پسې ولېږل، خو د دېوان بېګ  د وراره نيولو ستړی کړم.

غلی شو، ويې ويل:

_له محمد خان بلوڅ نه مې مرسته وغوښته، هغه څلوېښت سپاره برابر کړل، ستا د راکړو مالوماتو له مخې مو اته ورځې په هغه غره کې تيرې کړې چې د دېوان بېګ د وراره کاروان پرې راته. يو سهار د اوښانو زنګولې وشرنګېدې، سرونه مو پورته کړل، کاروان په تنګه دره کې روان و.

محـمد خان ته مې ويلي و چې ټول ژوندي غواړم،  ملګرو  هوايي ډزې وکړې، تعداد يې ډېر و، کاروان ووېرېد، لاسونه يې  پورته کړل.

دوی مو يوې زړې کلا ته بوتلل او ستا له هدايت سره سم مو په ګېډه ماړه ساتل…

ميرويس خان وويل:

_د کندهار وضع څنګه وه؟

يحيی خان سوړ اسويلی وايست:

_د ګرګين ظلمونه له حده واوښتل، مياشت مخکې د ګرګين يوه عسکر کومې ښځې ته لاس ور اچولی و، کليوالو وواژه، ګرګين سلامت کلی تر تېغ تېر کړ….

ميرويس خان وويل:

_وسلې مو څنګه کړې؟

_تر اوسه مو ايله يونيم زر ټوپکې پيدا کړې دي، د جنګي کلا د ډېپو واک له ګرګين سره دی، يو ټوپک هم نه شې ترې را ايستی، خو له مغولو او تزاري روسيې څخه په ډېره سخته  خال خال وسلې راوړو….
غلی شو، ويې ويل:

_لالا! نور نو د ګرګين ظلم له حده تېر شو، دوه نيم، درې زره ځوانان دې ته تيار دي چې پر جنګي کلاحمله وکړي.

ميرويس خان وويل:

_ بېړه مه کوئ!  تر اوسه لا وخت شته!

56 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *