Categories

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

درېيمه برخه

*    *    *

يوه اونۍ وروسته دوه عسکر راغلل، آهنګر يې جنګي کلا ته بوت. په يوه لويه کوټه کې يې کېناوه، عسکر ووتل، آهنګر لړزې اخيستی و.

شېبه وروسته چای ورته راغی، د آهنګر د زړه دربا ورو شوه. وخت ووت، آهنګر ځړېدلی سر ناست و.

دروازه خلاصه شوه، کوټې ته دوه کسه راغلل، دواړه له رنګه سره ول. په څېرو کې يې د  غوسې نښې نه ښکارېدلې.

آهنګر په بېړه ودرېد، دواړو لاس ورکړ، مخامخ پر څوکيو کېناستل.

آهنګر خپلې  چپنې وپېژندلې.

يوه يې وويل:

_زه اسلم بېګ يم، د زندان مشر.

آهنګر خپل لاس پر ټټر کېښود.

بل وويل:

_ماته رضا علي وايي، په جنګي کلا کې يوز باشي ( د سلو عسکرو مشر ) يم.  

آهنګر موسک شو.

د زندان مشر وويل:

_خبرې لنډې ښې دي، بارک دين د جنګي کلا ځيني قوماندانان په  ورېښمينو چپنو او اصيلو غاليو ونازول، ويل يې چې ميرويس خان رالېږلې دي، بارک دين ته دا قيمتي سوغاتونه تاسو ورکړي وو، دا ميرويس خان څوک دی؟

آهنګر وويل:

_صېب! ميرويس خان هوتک قومي مشر او لوی سوداګر دی، له کندهاره، هندوستان ته  پشم، وچې مېوې او ځينې ګرانبيه بوټي وړي او له هغه ځايه ورېښم، مسي لوښي، زيورالات … او نور د کار وړ شيان  راوړي. ميرويس خان په خبره پوه سړی دی، پر ډېرو قومونو يې ناز چلېږي…

آهنګر خبرې کولې، رضا علي او د زندان مشر وازې خولې نيولې وې…

آهنګر اوږدې خبرې وکړې، ويې ويل چې ميرويس خان مخلص سړی دی، صفوي حکومت ته خاص احترام لري…

د آهنګر له خبرو وروسته د زندان مشرله هغه څخه وغوښتل چې له ميرويس خان سره د ليدو زمينه ورته برابره کړي.

*    *    *

دوې ورځې وروسته ميرويس خان له آهنګر او يوه بل ملګري سره جنګي کلا ته ورغی. په يوه مجلل سالون کې يې پذيرايي وشوه، د زندان مشر، د ماليې ټولولو مسوول  او علي حسين  ښه راغلاست ورته ووايه.

يوه شېبه د ميرويس خان د تجارت  په اړه وغږېدل، بيا سياست ته راغلل، ميرويس خان د ګرګين صفت وکړ، ويې ويل چې ښه مديريت لري او په ډېر هوښيارتوب يې  ټوله سيمه تر واک لاندې راوستې ده.

رضاعلي او د زندان مشر خوشاله ول، له شتمن ميرويس خان نه يې ډېره استفاده کولای شوای، دا ځوان سوداګر، ګرګين ته تر ټولو صادق کس ور ښکاره شو، خو د ماليې مسوول وويل:

_يوه پوښتنه، موږ  هره ورځ ستاسو  لس-  شل کسان توپونو ته تړو، خو ته بيا هم زموږ صفت کوې؟

د آهنګر لينګې ولړزېدل.

ميرويس خان وخندل:

_موږ له سلو کالو راپه دېخوا همدا حال لرو، تر غزني د مغولو لښکرې پرتې دي، شمالي برخې د تزاري روسيې تر واک لاندې دي، خو په ټولو کې تاسې ښه ياست، که  لس وژنی، سل نور  ژوند ته پرېږدی…بله خبره!  زه تجار سړی يم، خپلې ګټې ته ګورم، په دې خبرو پسې دومره سر نه ګرځوم…

غرمې ته ډوډۍ راغله، مختلف خواړه او کباب شوی سلامت پسه پر مېز کېښودل شو…د ماليې مسوول د کلات له څو کليو شکايت وکړ، ويل يې چې ډېر کليوال مو ووژل، خو لا هم حکومت ته سمه ماليه نه ورکوي…د ګرګين په وړاندې مې اعتبار کم شوی دی… ميرويس خان ورياده کړه چې دا مشکل به دی حل کړي…

وروسته يې له جيبه څو وړې قوطۍ را وايستې، يوه يوه قوطۍ يې د کوربنو مخې ته کېښوده. د زندان مشر په بېړه قوطۍ خلاصه کړه، يودم يې چيغه کړه!

_اوه خدايه، څومره ښکلې.

دوو نورو هم قوطۍ خلاصې کړې. په ټولو قوطيو کې د سرو زرو يوه يوه ګوتمۍ ايښې وه.

د زندان مشر  وويل:

_وګورئ! ماته خو هندوستاني هنر ښکاري، په دې ګوتمۍ کې څومره ظريفه ميناتوري کار شوې ده.

ميرويس خان وويل:

_ دلته تش لاس راتګ ښه نه راته وايسېد، هيله کوم! دا واړه سوغاتونه په ډېر څه ومنئ!

د زندان مشرګوتمۍ په ګوته کړه، لاس يې  د ماليې د مسوول سترګوته ور نږدې کړ، په خوند يې وويل:

_ښکلې نه ده؟

د ماليې د مسوول ټنډه تروه شوه، څه يې ونه ويل.

ميرويس خان د تګ اجازه وغوښته، کوربانه ولاړ شول، ميرويس خان د سالون په دروازه  کې د ماليې  مسوول ته  وويل:

_د کلات له هغو څو کليو بېغمه اوسه، ماليه به په خپله کندهار ته درته راوړي.

د ماليې د مسوول سترګې وځلېدې…

*     *     *

ميرويس خان  کلات ته لاړ، خپل هغه قوميان يې راټول کړل چې صفوي حکومت ته يې سمه ماليه نه ورکوله.

ميرويس خان له هغوی څخه هيله وکړه چې پاتې ماليه په خپله تر کندهاره راورسوي، يوه هم څه ونه ويل، خلکو د خپل مشر په هوښياري باور درلود.

مياشت وروسته په خوراکي موادو بار کوچينی کاروان جنګي کلا ته ننوت. په زرګونو پوځيانو کې اوازه ګډه شوه چې د ميرويس خان په نوم د هوتکو مشر څو  ياغي کلي د ماليې ورکړې ته مجبوره کړي دي.

په دوهمه ورځ ميرويس خان يو ليک تر لاسه کړ، د ماليې مسوول مننه ترې کړې وه،  ليکلي يې وو چې د ګرګين په وړاندې يې  له لاسه وتلی اعتبار بېرته خپل کړ….

ميرويس خان به کله کله جنګي کلا ته ورته، د پوځ قوماندانانو او ګرګين ته نږدې کسانو ته به يې سوغاتونه ور وړل…ميرويس خان په لنډ وخت  کې اعتبار پيدا کړ، د ماليې مسوول او ځينو نورو کسانو به په يو شمېر مسايلو کې مشورې ترې اخيستې، خو ځينې وختونه به له ښاره د باندې ووت، د مختلفو قومونو له اعتباري کسانو سره به يې ناستې درلودې، هغوی به يې په پټه پوهول چې د ګرګين پر وړاندې سره يو موټی  شي.

يوه ورځ  د ماليې مدير له ګرګين سره د ليدو زمينه ورته برابره کړه.

*    *    *

ميرويس خان شاوخوا وکتل، په جنګي کلا کې ګڼ کورونه اباد وو، بازار يې درلود، يوې بلې خواته پلې او سپاره پوځيان  ګرځېدل…

ميرويس خان  د دوو عسکرو په بدرګه  مخکې لاړ، په جنګي کلا کې يوه بله وړه کلا جوړه وه، دا کلا يې د نارنج ماڼۍ بلله.

ميرويس خان د نارنج ماڼۍ ته ور ننوت، ښکلې  وه، په سپينو دېوالونو کې يې ګچينه  مېناتوري ښکارېدله.

ميرويس خان يوه ارت سالون ته ور غی.

ګرګين له رنګه سور سړی و، شنې کڅوړنې سترګې يې درلودې، ډبلو سرو برېتونو يې لاندينۍ شونډه پټه کړې وه.

ميرويس خان ورغی، تعظيم يې وکړ، شاوخوا يې وکتل، سالون هسک و، پر مخامخ دېوال د غروب  غټه منظره را ځړېدله. په منظره کې لمر ټيټ و، د سمندر اوبه سرې ښکارېدلې…

ګرګين وخندل:

_ستا نوم مې پخوا اورېدلی و، اوس مې له نږدې ولېدې! ښه، نو ته ميرويس خان يې!

ودرېد، د ګرګين ونه په تالار کې له  ټولو ولاړو کسانو لوړه وه.

ګرګين د مېز له سره يو جام ور واخيست، ميرويس خان ته ور نږدې شو، له خولې يې د شرابو بوی ته!

ويې ويل:

_ملګرو  مې ستا صفت راته وکړ، ويې ويل چې په کندهار کې  صفوي حکومت ته تر ټولو مخلص انسان ياست.

غلی شو، يودم يې چيغه کړه!

_مېلمه ته يو څه راوړئ!

يو کس راغی، پر مېز يې پتنوس کېښود، شېبه وروسته يې ميرويس خان  ته يوه  پياله ونيوله. ميرويس خان  پزه کش کړه، له پيالې د تورو چايو بوی ته.

ميرويس خان د زندان مشر ته اشاره وکړه، هغه لاسونه وپړکول. يو ځوان له يوه پتنوس سره راغی. ميرويس خان د پتناسه پر سر ورېښمينه ټوټه ليرې کړه. ګرګين ته يې وکتل، ويې ويل:

_اعليحضرته! تاسو په ډېر څه ارزی، تش لاس راتګ ښه نه راته وايسېد، د اوس له پاره مې يوه کوچينی سوغات ومنئ!

ګرګين د پتناسه له سره نيم ګز اوږده توپانچه ور پورته کړه، په ځير ځير يې ورته وکتل…

د ماليې مسوول وويل:

_صيب! انګرېزي توپانچه ده، په لاستي کې يې سره زر کار شوي دي.  

د ماليې مسوول په بېړه کړکۍ ته ودرېد. د پردې څنډه يې پورته کړه، په خوند يې وويل:

_صېب! ميرويس خان مخلص انسان دی، عاليجناب ته يې يو بل څه هم راوړي دي.

ګرګين کړکۍ ته ور نږدې شو، لاندې تک سپين ښکلی آس ولاړ و.

د ماليې مسوول وويل:

_ترکمنې آس دی، له جثې ( بدنه ) اوړ ښکاري، خو په منډه کې جوړه نه لري.

ګرګين بېرته پر خپله څوکۍ کېناست، جام يې ډک کړ، ورو يې وويل:

_يوه پوښتنه!

ميرويس خان غلی و.

ګرګين وويل:

_ميرويس خانه! موږ ولې دومره درباندې ګران يو؟

ميرويس خان وټوخل، غاړه يې صافه کړه، ويې ويل:

_صيب! موږ پښتانه يو متل لرو، وايو چې ګټه په تاوان کېږي.

ګرګين وخندل. ميرويس خان ته يې د کېناستلو اشاره وکړه.

ګرګين وويل:

_پوهېدم، پيشو د خدای له پاره موږکان نه نيسي.

ټولو وخندل…

ميرويس خان وويل:

_صېب! زه تجار سړی يم، له سياست سره مې نه ده جوړه، تل په خپلو ګټو پسې ګرځم…

ګرګين وويل:

_خو موږ تجاران نه يو، له جګړې پرته په بل څه نه پوهېږو، د ګټې له پاره مناسب ځای ته نه يې راغلی!   

ميرويس خان وويل:

_برعکس، تر دې ښه ځای نه شم موندلی.  

ګرګين په حيرانۍ ورته وکتل…

ميرويس خان وويل:

_زه لوی سوداګر يم، خو تر اوسه مې يواځې له هندوستانه مالونه راوړي دي، غواړم چې خپل تجارت اصفهان ته هم وغځوم. اورېدلي مې دي چې د اصفهان په لاره کې غله ډېر دي، کله کله پر کاروانونو حملې ور وړي، اوس به پوهېدلي ياست چې …

ګرګين په خبره کې ور ولوېد، په خندا کې يې وويل:

_بس! پوه شوم، هوښيار سړی يې! د خپل تجارت امنيت ته دې پام کړی. سمه ده، موږ به ستا د کاروانونو په ساتنه کې مرسته درسره وکړو، خو …

غلی شو، ويې ويل:

_مخکې دې څه ويل؟

ميرويس خان په حيرانۍ ورته وکتل…

ګرګين يودم وخندل:

_اه! په ياد مې شول، ګټه په تاوان کېږي! خو په دې کې  موږ تاوان کوو، ستا هر کاروان به زموږ عسکر بدرګه کوي، نو زموږ ګټه څه شوه؟

ميرويس خان وويل:

_صيب! ګټه مو مالومه ده! په هر کاروان کې مو عسکرو ته تنخوا او د لارې مصارف درکوم، ماليه هم ستاسو خزانې ته درځي، پر دې سربېره جنګي کلا هم  ځينې مصارف لري، هره مياشت  به د سرو زرو شل سيکې درته رالېږم….

ګرګين وټوخل، جام يې پر سر واړاوه، ويې ويل:

_ بيا هم خپلې ګټې ته ګورې!  ستا په خبرو کې مې صفوي حکومت ته د صداقت کومه نښه ونه ليده.

دماليې مسوول وويل:

_صيب! ميرويس خان  په کلات کې  د څو ياغي کليو ماليه  راټوله کړه.

ګرګين چيغه کړه!

_غلی شه! دا درېيم ځل دی چې همدا يوه خبره راته کوې!

د ماليې د مسوول سر وځړېد.

ګرګين ميرويس خان ته وکتل، ويې ويل:

_پوهېږم! ته په خلکو  کې دروند نوم لرې، ډېر  قومونه دې  ناز  اخلي، موږ هم تر دې دمه کوم بد نه دي درنه ليدلي، خو يو شرط لرم، که دې پوره کړ، وبه منم چې صفوي حکومت ته مخلص يې!

*    *    *

باد تېز و،  شڼهاری يې خوت، سرې شګې بادېدلې…آس ړنګ شو، سړی ترې ولوېد، نور آسونه ودرېدل. دوه مول وهلي کسان راغلل، له آسه لوېدلی سړی يې له  شګو پورته کړ.

يوه چيغه کړه!

_بلوڅ څه شو؟!

د دوړو له مينځه ناره راغله!

_څه وايې؟

چيغه  باد  ورسره يو وړه.

له ونې لنډ سړی راغی، د مخکيني آس قيضه يې ونيوله. شپږ آسونه پسې روان شول، دوړې وې… لاره نه ښکارېدله…شګې د سپرو کسانو پر لوڅو ټنډو تېرې لګېدې…

آسونه د شګو د يوې  هسکې غونډۍ  په لمنه کې ودرېدل…

سپاره کښته شول، هر يوه د خپل آس قيضه تر مټ تاو کړه، څادرونه يې پر مخونو ورکش کړل، غلي پرېوتل…

شېبه وروسته  باد له زوره ووت، د شګو دانې يې نه شوای پورته کولای، خو مړه دوړه  لا  نه وه ناسته.

يوه سړي مخ لوڅ کړ، په زوره يې وويل:

_بلوڅه!  په څه غم دې واړولو.

څادرونه ليرې شول، شپږ کسه کېناستل، مولونه يې خلاص کړل، يو بل ته يې وکتل، ويې خندل…

ټولو پر خپلو ټنډو څادرونه تېر کړل.

ميرويس خان وويل:

_له اوبو پرته مو خدايکه مخونه پاک شول.

يودم يې ناره کړه:

_بلوڅه! څه شوې؟ تا خو ويل چې لاره را مالومه ده!

تک تور ډنګر سړي په خپله څوکړه ږيره کې ګوتې تېرې کړې، ورو يې وويل:

_خان صيب! نه يم غلط، په دې دښته کې مې زلميتوب تېر شوی دی، هره خوا يې رامالومه ده.

آهنګر په خبره کې ور ولوېد:

_اې د ظالم زويه! دا څنګه زلميتوب دی، دا درې ورځې دې په شګو کې روان کړي يو، شين ډکی مو ونه ليد.

بلوڅ وويل:

_دې ته رېګ روان وايي، يوه ورځ د شګو ګڼې غوڼډۍ جوړې شي، بله ورځ د ورغوي غوندې خلاص ميدان وي…دلته به لاره د ستورو له مخې پيدا کوې.  

ميرويس خان وويل:

_خواړه څومره پاتې دي؟

آهنګر ولاړ شو، د آس پر زين پرته بوجۍ يې په خپلو ګوتو کې ټينګه کړه، ويې ويل:

_د آسونو وربشې کمې دي، خو زموږ چاره کېږي، دومره څه لرو چې دوې – درې ورځې مو ژوندي وساتي.

يوه بل وويل:

_خو پتکونه  په تشېدو دي، له اوبو پرته ګذاره سخته ده.

ميرويس خان له خپلې ملا د اوبو پتک خلاص کړ، ويې ويل:

_يو څه اوبه پاتې دي، که تږي ياست نو ويې څښئ!

غلی شو، بلوڅ ته يې وکتل، ويې ويل:

_ځو؟

_نه صيب، د شګو طوفان ټوله لاره رانه ګډوډه کړه، له ستورو پرته هېڅ هم نه شو کولای.

يو غږ راغی.

_خدای دي وريځ نه را پيدا کوي، که نه نو همدلته مو مړه بوله.

ټولو وخندل.

شېبه وروسته ټولو تيمم وواهه، قبله نه مالومېده، اټکلي ودرېدل.

وخت ووت، د ماښام له لمانځه سره ستورې وځلېدل…ډله روانه شوه، ټوله شپه يې مزل وکړ، د سهار په خړه کې يې اذان واورېد. ورغلل، په سپېره دښته کې اوه – اته خړې کومبدې ښکارېدلې… لږ ور هاخوا تورې رمې پنډې وې.

بلوڅ څا ته ورغی، يوه وړه ډبره يې ور واخيسته، لاس يې د څا پر سر ونيو، ګوتې يې خلاصې کړې. ښه شېبه غلی و، وروسته يې په اوبو کې د تېږې د لوېدو غږ واورېد، ټنډه يې تروه شوه:

_سل ګزه لاندې دي، زما له وسه وتلې ده.

ميرويس خان د ډولچې پړي ته لاس ور وغځاوه، خو تر هغه مخکې آهنګر پړی ونيو، د څرخ غنجا شوه، له مخامخ کوره يو څوک را ووت، بېرته کور ته ننوت، دوې خټينې کوزې يې راوړې.

ټولو اودسونه وکړل، په دښته کې په ملا پسې ودرېدل.

وروسته  چای راغی، د شيدو چای، پيروی اوتوده ډوډۍ وه.  يواځې بلوڅ خبرې کولې، نور د کليوالو په ژبه نه پوهېدل، بلوڅي يې ويله…

له لمر ختو سره يې پتکونه ډک کړل، ډله روانه شوه، ټوله ورځ يې مزل وکړ، د شپې د شګو د دوو غونډيو په مينځ کې پرېوتل.

سهار د ميرويس خان  اوږه وخوځېده، سترګې يې رڼې کړې، لمر هسک ولاړ و.

ميرويس خان په بېړه کېناست، ويې ويل:

_بايد لمونځونه راوګرځوو!

ځواب يې وانه ورېد.

ملګرو ته يې وکتل، د ټولو سترګې رډې راختلې وې، مخامخ غونډۍ ته يې په وېره کتل.

د ميرويس خان زړه ولړزېد، د مخامخ غونډۍ پر سر څو سپاره ولاړ ول.

ميرويس خان شاته وکتل، لس- دولس آسونه را روان ول…

آهنګر خپلې تورې ته لاس کړ.  

ميرويس خان  وويل:

_د جګړې له پاره نه يو راغلي!

آهنګر وويل:

_غله دي!

ميرويس خان په خبره کې ور ولوېد:

_تر وخت مخکې پرېکړه مه کوه!

غونډۍ ته يې وکتل، سپرو ټوپکې ورته نيولې وې…

ميرويس خان وويل:

_ځانونه  مه وژنئ، خبره نه ده مالونه، د تورو او ټوپکو هم نه سره کېږي!

سپاره راغلل، څو ګامه ليرې ودرېدل. آسونه او پر آسونو سپاره کسان تک تور ول.

يو رامخته شو، په لوړ غږ يې څه وويل:

ميرويس خان خپل  بلوڅ ملګري ته وکتل، بلوڅ وويل:

_بلوڅان دي، وايي چې څوک ياست؟

_نو ولې غلی يې؟

بلوڅ ناره کړه!

ميرويس خان يواځې په خپل نوم او د هوتکو په ټکي پوه شو.

مقابل لوري څه وويل، ميرويس خان بلوڅ ته وکتل، بلوڅ وويل:

_وايي چې دلته څه کوئ؟

ميرويس خان موسک شو:

_  خو ورته ووايه چې د څه له پاره راغلي يو،  ته نه پوهېږې؟!

بلوڅ ناره کړه!

ميرويس خان يواځې د بلوڅو د خان شهسوار په نوم وپوهېد.

مقابل لوري ناره کړه، بلوڅ وويل:

_وايي چې وسلې وغورځوئ!

د آهنګر تندی تريو شو:

_دا نو نه منم!

ميرويس خان خپله توره وغورځوله. نورو ملګرو يې هم همداسې وکړل، يواځې آهنګر غلی ولاړ و. ميرويس خان د آهنګر پر پښه ور وخووت. آهنګر اخ کړل، توره يې له لاسه ولوېده.

يو بلوڅ راغی، تورې يې ور ټولې کړې. بل د ميرويس خان او د هغه د ملګرو لاسونه ور وتړل.

دوو سپرو د خپلو آسونو تشو ته پوندې ورکړې، تور آسونه تېز ول، په لنډ وخت کې د شګو تر غونډۍ واوښتل…

د غرمې سيوری لا  نه و ړنګ چې تللي آسونه بېرته راغلل، خپلې ډلې ته ور وګرځېدل، يو يې له يوه مول وهلي دنګ سړي سره ودرېد،، څه يې وويل.

مول وهلی سړی  په بېړه راغی، د ميرويس خان او د هغه د ملګرو  لاسونه يې ور خلاص کړل. څو ځله يې يوه خبره وکړه. ميرويس خان خپل بلوڅ ملګري ته وکتل، هغه وويل:

_بخښنه غواړي.

ميرويس خان او ملګري يې د بلوڅو په بدرګه روان شول. ماسپښين يوې تنګې درې ته ورسېدل، ميرويس خان له پنځو ورځو وروسته ډبرې ليدلې… شنو ونو ته ورسېدل، له ډبرو اوبه را تويېدلې… په شنه چمن کې تورې کېږدۍ ولاړې وې. د يوې کېږدۍ تر مخ  تر سرو لمبو پورته پر سيخ پېيلی سلامت پسه راتاوېده.  

يو دروند غږ راغی!

_سترګې مو روښانه، په خير راغلئ!

له يوې کېږدۍ يو تور چاغ سړی راووت. تک تور ډبل برېتونه يې درلودل، په تورو شونډو کې يې سپين غاښونه له ورايه ښکارېدل…

چاغ سړي ميرويس خان او د هغه ملګرو ته کلکه غېږ ورکړه، مول وهلي کس يې تر غوږ کش کړ، په خندا يې وويل:

_دا سوډر مې زوی دی، ځورولي خو به يې نه ياست؟

ميرويس خان  غلی و.

چاغ سړي وويل:

_هلی نو، ګرمي ده!

ټول کېږدۍ ته ننوتل. پر ليمڅو کېناستل، ميرويس خان ګرد بالښت ته  ډډه ووهله! ويې ويل:

_ياره شهسوار خانه! په دې دښته کې دې اجب شين ځای موندلی دی.

چاغ سړي وخندل:

_هو والله، په ګرمۍ کې دلته راځم.

يودم يې چيغه کړه! په بلوڅي يې څه وويل!

ميرويس خان ته يې وکتل، ويې ويل:

_شونډې مو سپېرې دي، ور غږ مې کړل چې اول ډوډۍ راوړئ!  

ميرويس خان غلی و.

شهسوار د وچکالۍکيسې را واخيستې، ويې ويل چې د مالدارۍ خونده نشته، د ده قوم ته يې يې دروند تاوان ور واړاوه، رمې په نيمايي ودرېدې… بيا يې د ګرګين د ظلم کيسې وکړې، ياده يې کړه چې قوم يې درنې ماليې پر ملا مات کړ…

غلی شو، يودم يې خپل تندی په څپېړه وواهه! په خندا يې وويل:

_اجب سړی يم، دې تودو شګو مې ماغزه را وچ کړې دي، ومې نه پوښتل چې دا اوږد مزل مو د څه له پاره راوهلی دی؟ پوهېږم، بې څه خو نه ياست راغلي!

ميرويس خان وخندل:

_درته وايم يې!

شهسوار يودم وخندل:

_اه ظالمه! هغه باغ دې اوس هم شته، اجب انار يې لرل، پنځه کاله ووتل، تر اوسه مې لا په ژبه د انارو څکه پرته ده.  

غلی شو، ويې ويل:

_ښه نو، د څه له پاره راغلي ياست؟

ميرويس خان وخندل:

_لکه چې له مېلمنو په تنګ يې؟

شهسوار خپل ټټر وډباوه! :

_شهسوار خان د غيرتي خلکو نوکر دی.

د سنيو دسترخوان هوار شو، دوو کسانو غټ پتنوس راووړ، سلامت پسه پکې ايښی و.

شهسوار خان وويل:

_ياالله.

د پسه سلامت ورون يې ور وشکاوه. غاښونه يې پرې ټينګ کړل، ناستو کسانو ته يې وکتل، په ډکه خوله يې وويل:

_څه ته ګورئ؟

ميرويس خان وويل:

_نه يې خورو.

د شهسوار خان سترګې رډې راوختې.

ميرويس خان  وويل:

_نوه مو نيولې ده!

شهسواز خان وويل:

_روژه؟!

آهنګر وويل:

_په پښتنو کې يو دود دی، په بدي او يا بله ستونزه کې يوه خوا د تاواني شوي کس کور ته په جرګه ورځي، تر څو چې جنجال نه وي حل شوی  او يا يې قاتل نه وي بښلی، د هيڅ شي څکه  نه کوي. دې ته نوه وايي.

شهسوار خان وخندل، خپله چاړه يې د کباب شوي پسه په سينه کې خښه کړه، په ډکه خوله يې وويل:

_وايه! له ناموسه پرته هر څه ته درته ولاړ يم، سر مې بېل که، څه به ونه وايم، د هوتکو خان او خپل پخوانی ملګری به ولې خپه کوم.

ميرويس  خان وويل:

_ژمنه ده؟

شهسوار وخندل:

_شهسوارخان  له خپلې خبرې نه اوړي، اوس ډوډۍ درواخلئ.

ميرويس خان وويل:

_شل ګرجي عسکر غواړم.

شهسوار خان يودم وټوخل، لاړې يې باد شوې، ورون يې کېښود، د اوبو ډک جام يې پر سر واړاوه، د خپلې تورې لونګۍ پيڅکه يې پر خوله تېره کړه، تندی يې تريو شو، ويې ويل:

_ ډوډۍ دې را زار کړه!  

_خو تا ژمنه کړې!

شهسوارخان وويل:

_ما کوم ګرجۍ عسکر نه دی ليدلی!

ميرويس خان وويل:

_دا عسکر شل ورځې وړاندې د رباط په سيمه کې تري تم شول.

شهسوار خان په خبره کې ور ولوېد:

_په بلوڅو کې خو کم خانان نه دي، بل ځای يې پسې غواړه!  

ميرويس خان وويل:

_خو په رباط کې ستا قوم پروت دی، ته يې مشر يې او  ستا له اجازې پرته هېڅ هم نه شي کولای.

شهسوار خان  وويل:

_ډوډۍ درواخلئ!

ميرويس خان خپلو ملګرو ته اشاره وکړه، ټول ودرېدل.  

شهسوار په بېړه تر پايڅې ونيو، ميرويس خان کېناست، شهسوار وويل:

_په ګرجي عسکرو څه کوې؟

_ګرګين رانه غوښتي!

شهسوار چيغه کړه!

_ته د خپلو خلکو له دښمن سره مرسته کوې، پوهېږې، ګرګين سلامت کلي وسوځول، ښځې يې بې ستره کړې، ماشومان  يې تر تېغ تېر کړل، يواځې په بلوڅو کې يې اته سوه کسان ووژل…

ميرويس خان وويل:

_پوهېږم.

شهسوار خان په حيرانۍ ورته کتل.

ميرويس خان وويل:

_ پر ما څومره باور لرې؟

_تر ځان هم زيات!

نو زما خبره ومنه، زه داسې څه نه کوم چې د خپلو  خلکو او وطن په تاوان وي.

شهسوار فکر په مخه کړ،  يو دم يې وخندل:

_سمه ده، اوس ډوډی وخورئ!

چيغه يې کړه!

_زما چيلم راوړئ. د هوتکو خان  ته پسه کم ښکاره شو، پوهېده چې زه ډېر خوراک کوم، اشتها يې را وسوځوله…
ټولو وخندل….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *