Categories

مسافر/ اجمل پسرلی

د بوټونو له منځه یې جرابې راوایستې. د جرابو له ساړه بوی سره یې پوزې ته لاس ونیو. جرابي یې په پښه د تشناب د وره لورته پورې وهلې. بوټ یې راپورته کړ. تلی یې سوری شوی و.   

د سګریټو ډبی یې د میز له سره راواخیست. سګریت یې په شونډو کې ونیو. د سندرې غږ یې لوړ کړ. سګریټ یې له شونډو لرې کړ، ویې خندل. سګریټ یې نه و لګولی، لایټر یې ورته ونیو.

د کمپیوټر مخې ته یې لاس تیربیر کړ لکه چې لوګی یې شاړه. فیسبوک ته ځیر شو. پرته له دې چې له پاڼې ووځي د لپټاپ سر یې بند کړ.

د سګریټ پر بیخ یې بل  سګریټ بل کړ، غومبرې یې وپړسول، لوګی یې له خولې او پوزې د چت لور ته پف کړ. د وړې سپین رنګه کوټې هوا خړ لوګي په سر واخیسته.

کړکۍ یې پرانیسته، بهر باران وریده. ریموټ ته یې لاس کړ، تلویزیون یې ولګاوه له یوه چاینله بل او له بله بل ته ولاړ. تلویزیون یې ګول کړ. راپاڅیده. له  تیرې شپې پاتې غوړو لوښو ته یې تندی تریو کړ. د موبایل پر شیشه یې ګوته تیره کړه، پخواني عکسونه یې وکتل. په کابل کې یې د کور غړي ان لاین نه وو. زنګ یې وواهه، له بلې خوا یې ورته وویل:

-خالده خیریت دی څرنګه دې په ټیلفون زنګ وهلی

– ما ویل احوال واخلم

– کار ته نه یې تللی

– نن رخصت یم

– مصرف سره پام کوه

ټیلفون یې پر میز کیښود. پر تخت یې پښې وغځولې. سپین چت ته یې سترګې ونیولې. د تشاب له لورې سوړ بوی راته. چرت یې واهه چې نوي بوټونه واخلي که نه….

د باران په ټک ټک راویښ شو. د باران څاڅکي کوټې ته راغلي وو.

پراګ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *