Categories

د ژوند په ځنگله کې (لنډه کیسه) لیکوال: م ـ الف ـ کرگر

اورگاډى په خپل ورو حرکت سره د لندن له زړه نه بهر شو او د لمرخاته په لور يې لکه يو لوى ښامار سر وويست ـ د هرې شيبې په تيريدو سره يې چټکتيا زياته شوه؛ په اورگاډي کې ناست کسان هر يو ه  ورو  ورو ځان بوخت ساته ـ چا په خپل موبايل تيليفون کې گوتې وهلې؛ او چا بل څه. شاته څوکۍ  کې دوه کسه يو بل ته مخامخ ناست وو، قهوه يى څښله ـ مخامخ څو کسان نور هم وو. چا اخبار او چا  هم کتاب لوسته ـ زما په خوا کې يوه هلک د سهار سباناري کاوه ـ  يو راپورته شوى لاروي د ټولو نه په مخامخ  څوکۍ کښيناست، ما مخامخ  ورته ونه کتل  ـ همدومره مې وکتل چې  د يو پاخه عمر سړى  دى ـ ټنډه خيټه يې راوتلي اوپه مخ يې يو ديزاين شوې ږيره هم را ايله کړي وه ؛ماته يي دخپل هيواد تصوير  سترگو ته ودراوه  چې کله ناکله دا ډول ږيرې  اوس په تلويزويونونو  کې  ډېرې را برسيره کيږي    په مخ يې يو نيم خط هم وي ـ دواړې غاړې يې ورته هم تراش کړې او دواښکو په برابر يې څه کونجونه مونجونه  هم ورکړي وي  خو…ـ.ـ ـ  

نور مې ورته ونه کتل ـ دومره پوه شوم چې خپل شاه بکس يي په خپل مخ کې کيښود ـ زه دبهر منظرې په تماشه شوم ـ  داورگاډې  له هيندارې بهر  مې شنو  ځنگلونو اوپټيو اوپه پټيو کې رمو اواسونو ته پام شو ؛ انسانان نه بريښيدل ـ خو پسونه ارام اوپه سوله ييز ډول په خپل څر لگيا وو ـ همدې اخوا ناست  زلموټکي را ته چې  په مخامخ مې ناست  و ماته  دپرون کيسه اودپرون پيښه را مخي ته کړه ـ :

په کوټه کې  څو کسه دېوي غونډې له پاره راغلي وو ـ يوه په دوى کې توره  دټولنيزو چارو  کارکوونکي، يو  بل  افسر او يوه هم نرسه وه ـ  کله چې دغونډې مشرې ميرمنې دغونډې دپيل کيدو وويل نو همايون  دخپلو ماشومانه حرکاتو نه بس کړل . څرخکي څوکۍ يې  له تاويدو ودروله  ـ په خپل ځاى کې  غلي شو ـ دافسرې خبرو ته په غور شو .  افسره لا له مخه خبره وه  چې همايون ته ولې خپگان اوښتى دى ـ دافسرې له دې خبري سره  چې ولې اوپه څه له ښوونځي بيزاره شوې ؟  وويل:

بس ما ټوله کيسه  تاسو ته وکړه ـ يو تن راغبرگه کړه :  

خو يوار بيا يې تکرار کړه چې موږ ټول پوه شو ـ

دهغې   له خبرو سره سم دهمايون  له سترگو  اوښکې دسيلاب په څير را ماتي شوي ؛ نورو ته يې ونه کتل .  سترگې يې خپل ځان اوخپلي لمنى ته   را ښکته کړي : همدومره يې وويل : (( هو زه پردى ورته ښکارم ؛ هر وخت ماته دنصوارې جاکت والا  دگى (مفعول ) غږ کوي ـ هغه وايي ته گى(مفعول ) يې ـ هر مهال را باندې چيغي وهي ـ وايي لاړ شه خپل هيواد ته ! دا ماته ډېرې بدې ښکنځلي دي ))

ـ دهغه په خبرو ټول چوپ شول ـ

دغه کليمات ناستو کسانو ته ډېر عادي بريښيدل ـ خو همايون يې سخت زورولي وـ ځکه خو يې اوښکې دسيلاب په څير پر مخ را ماتې وې ـ

ـ په غونډه کې هم ديو ديزاين  شوى  ږيرې خاوند ناست و ـ هغه  په رسمې غونډه کې هم خپله جاوله ژووله ؛ هيڅ پروا يې نه کوله ـ لکه چې هغه په دې غونډه کې نه وي ـ ټول چوپ شول.  يوه بل ته يې وکتل ـ ماشوم لا سلگۍ وهلي ـ  له زلموټکي سره نور دخبرو مجال نه  و ـ همداسې په چرتونو کې ولاړ ـ هغه دا مهال دغونډې له  کوټې نه دخپلو خيالاتو په دونيا کې وتلي وـ

(( د بغلان ولايت دډنډ غوري دولسوالۍ دخپل کلي په يو ه کوڅه کې له خپلو همزولو سره په لوبو لگيا  دى  ـ ټولوملگرو يې شور او زوږ جوړ کړي دى ؛چيغي وهي ـ خو دوه کيسه په خپلو منځو کې يو بل ته بده خبره کوى ـ د گى په څير کليمه ورته اخلي ـ خو مقابل لورى  توپ ډنډه را اړوي اوپر سر يې وهي ـ وايي بيا دې خوله په  غله  ډوډۍ )) خوځوه  ـ))

هارون لا په همدې چرتونو کې دى  ـ ((هلته   په خپله  کوڅه کې ځان پردى نه بولي   ـ څوک ورته نه وايي چې خپل کورته ولاړ شه ـ کوڅه دهغه دملگرو اوهمزولو دکورونو کوڅه ده ـ دهغه کور هم دکوڅي په بر سر کې دى ـ ښوونځي يې دوه کاله دمخه سوځول شوى دى  ـ سوى سکاره شوى دى  ـ ښوونکي هم له کلي کډه کړي ده  ـ ځکه خو اړ شو چې هيواد پريږدي او په پرديو ملکونو کې مساپريو ته اوږه ورکړي ـ هغه په جنگ کې زيږيدلي  ـ په جنگونو کې را لوي شوي  په ښه اوبد په جنگ کې پوه شوى، يوازې دوه ټولگي  ېې لوستي و اوبيا ښوونځي هم ــ ـ ـ ـ))

تورې افسري  همايون په شا وټپاوه ـ دلاسه يې کړ ـ په نرمه ژبه يې له ترجمانه وغوښتل  چې خبرې وروژباړي : موږ ټول ددې له پاره راغلي يو چې له تاسره مرسته وکړو ـ موږ ستا دراتلونکي هستوگنځي ؛ ستا د کډوالي اوپناه اخيستنې دمسالې  ،ستا دروغتيا  اوزده کړې په باب خبري کووـ هم دارنگه ما ستا ټول رپوټ  لوستى دى ـ موږ هڅه کوو چې دسره صليب له لارې ستا دمور پته پيدا کړو ـ مخ يې ژباړونکي ته واړاوه ـ  له هغه يې  يې وغوښتل چې دا ورته مه وايه ـ  دغونډي نورو  گډونوالو ته يې مالومات ورکړل :  دده مور  دفرانس په ځنگله کې لا درکه شوې ده ـ نه پوهيږي چې پوليسو  چيرته  بيولي  اوپه کوم کمپ کې ده ـ يو ورور يې هم  دراتگ په مهال په فرانس کې ورک دى ـ پيدا نه شو ـ  

بيا يې خپلې خبري دژباړي له پاره جلا کړي وې ويل:

ته ډاډه اوسه ـ موږ دسره صليب له لارې ؛ هڅه کوو چې ستا دمور پته پيدا کړو ـ اودکورنۍ احوال دې واخلوـ

همايون يو دم دهغې له  خبرو سره له ځايه پاڅيد ـ فکر کيده چې خپلې کوټې ته وخوت ـ  خو هغه لا درکه شو ـ يوه شيبه وروسته هغه دانگړ په يخه هوا کې په يوه کنج کې ناست وـ په سورو سورو يې ژړل ـ توره  افسره ورغله . په غيږکې يې ونيو.  دواړو خوا وته يې ماچ کړـ په نرمه ژبه يې ورته وويل :   ته فکر مه کوه ـ ټول کارونه به دې سم شي ـ خو يوه بل تن پوښتنه وکړه ؛ ولي دې طبيعت خراب شو ؟

هغه چې په ډېره سختۍ خوله را خلاصوله همدومره يې وويل : ما خپله کورنۍ هم له لاسه ورکړه ـ زه نور په درد نه خورم ـ ما ته نور ژوند هم نه دى په کار ـ دهغه په دې خبره په کوټه کې بيا سکوت لاسبرې شو ـ ټول چوپ شول ـ  خو دترن په  انونس سره   چې دکينت يوه ليرې تم ځاې ته په رسيدو  و، له تصوراتو اوذهنې درده را پاڅولم ـ بيا مې ناستو کسانو کې يوه ته فکر شو ـ   

دمخامخ ږيره ور لاروي په ليدو مې پرونې صحنه يو وار بيا له ذهنه  لکه دهمدې گاډې په چابکۍ تيره شوه ـ   بهر شنو ځنگلونو اوپريمانه اوبو ته مې پام شو چې څومره  په شړک په ويالو کې بهيږي ـ

دباراني وريځو لمنه دځمکې پر مخ لگيدله ـ تا به ويل چې دشنې بخملي ځمکي  سره راز ونياز کوي ـ خو شنې ځمکې ، ونې اوبوټي اودهغو په منځ کې داوبو ډنډونه دځمکې  په ټټر باندې ډب شوي اود اوبو پر ډکو ويالو مې  سترگي ونښتې ـ  ځلمکى هارون مې  چې لا په سختۍ دڅوارلسو کالو عمر يې درلود  او په مرۍ کې يې  دستوني غوټه د ژړا پر اثر  کښته پورته کيدله ـ سترگې يې کوچنۍ شوي  وې ـ زما  د ذهن له وستل نه لا نه   وبهر  شوى  چې پر   يو  تم ځاى کې کښته شوم   ـ  دا مهال زه  اوهارون دواړه  دخپلو لوبو له کوڅو  نه  ليرى پاتي وو ـ

فبروري  ۲ کال ۲۰۱۷

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *