Categories

پرتګالۍ سندره د یورو وېژن لومړۍ سندره شوه

تاند – تېره شپه د یورو وېژن د سندرو د سږ کال لومړی مقام د پرتګالي سندرغاړې سندرې وګوټ.

د یورو وېژن د سندرو مسابقه، د موسیقۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو ستر فیستوال دی چې شاوخوا ۲ سوه ملیون تنه یې په ژوندۍ بڼه له تلویزیونونو ګوري.

د پرتګالي سندرغاړي سالفادور سوبرال سندرې د ۲۰۱۷ د یورو وېژن سندرو لومړی مقام خپل کړ.

تېر کال اوکراینۍ سندرې لومړی مقام ترلاسه کړی و او له همدې کبله د سږنۍ مسابقه کوربه د اوکراین مرکز کییف و.

د پرتګالي سندرغاړي سالفادور سوبرال سندرې ۷۵۸ پواینټونه، بلغاري سندرې ۶۱۵ پواینټونه او مالدویايي سندرې ۳۷۴ پواینټونه وګټل او په ترتیب له لومړي تر درېم مقامونه یې خپل کړل.

>

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *