Categories

اعلان

Loading…

چين، کله چې ما ولید !؟ نسیم پښتون

هغه څه چې لیدلي او خوړلي نه وي، نظر پرې مه ورکوه!

چین د یو داسې هېواد په توګه افغانانو کې پيژندل شوی چې حکومتي سیستم، افکار او مذهبي اړخ یې د کمونیزم د اصولو پراساس ولاړ دی. افغانستان کې هم ډير خلک همدا فکر کوي چې چین کې مذهبي ازادي نشته، خلکو ته د نظر ورکولو حق نشته، خلک پرحکومتي ادارو د نیوکې حق نه لري او یو دیکتاتور کمونستي نظام د چین د یووالي اساس دی.

په ختیځه اسیا کې پروت هېواد چین په کال (1912) میلادي کې د سلطنتي نظام له ړنګیدو وروسته د چین جمهوریت تر نامه لاندې تر (1949) میلادي کال پورې د کومینټانګ له خوا اداره کیده ، په (1949) میلادي کال کې کمونست ګوند د چین ملت پال ګوند ته ماتې ورکړه او د ولسي جمهوري چین تر نامه لاندې یې د حکومت اساس کېښود او کومینټانګ ټایوان کې چې چین یې لا هم د دغه هېواد برخه ګڼي خپل حکومت اعلان کړ.

د چین اوسني جغرافیایي او سیاسي جوړښت کې (34) اداري واحدونه (ولایتونه) دي چې د هغې له جملې پنځه یې خپلواک سیاسي واحدونه دي او خپلواکه سیمې کولای شي، خپل سیمه‌ییز حکومت تشکیل کړي او په کورنیو پریکړو سیمه‌ییز حکومت جوړونې کې په بشپړه توګه ازاد دي.

چین کې دوه ځانګړې اداري واحدونه هانګ کانګ او مکاو هم د چین برخه تشکیلوي چې د واحد چین او دوه نظامه اصولو پراساس خپل حکومتونه لري.

لکه څرنګه چې چین د یو ګوندي سیستم پراساس حکومت کوي، هانګ کانګ او مکاو له ځانګړي اداري واحد څخه په ګټنې څو ګوندیز سیاسي نظام پراساس ټاکنې کولای او خپل حکومتونه جوړولی شي، قضا، پولیسي نظام، مالیاتي نظام، جلا ګمرکي سیستم، ملي ژبې او خپلواکه اکاډمیک او تحصیلي نظام په ټاکنو کې خپلواکي لري.

چین د نړۍ په کچه تر ټولو زیات  میلیارده نفوس لرونکی هېواد دی چې د نړۍ د نفوس (20) سلنه جوړوي او د مساحت له پلوه په نړۍ کې دریم هېواد دی چې (906) میلیونه کیلو ميټره ساحه تر پوښښ لاندې راولي.

د چین (57) سلنه نفوس ښار کې ژوند کوي او (42) سلنه یې په کلیو کې دي او اوس هڅې دا دي چې د خلکو د هوساینې او ژوندانه کې بدلون لپاره اقتصادي پروګرامونه پلي کیږي چې پراساس به یې ښاري ژوند کچه تر (2030م) میلادي کال پورې له (57) سلنې څخه (70) سلنې ته پورته شي.

چین د نړۍ دویم ستر اقتصادي قوت دی چې په (2016م) میلادي کال کې یې ناخالصه تولیدات (10) تریلیونه ډالر و چې سړي سر عاید یې (8261) ډالر کیږي او د دوه زره اووم کال په پرتله (3) برابره لوړ شوي.

چین د نفوسو هغه قانون چې وګړي یې باید یو اولاد نړۍ ته راوړي هم تعدیل کړی او د ځوان نسل کچه د ټیټیدو له امله اوس کورنۍ کولای شي چې دوه اولادونه راوړي، هلته د اولادونو د زیږون بندیز په لږکیو، په ځانګړي ډول مسلمانانو باندې نه و وضع شوی.

چین کې څلور ستر مذهبونه، بودیزوم، تاویزم، اسلام او عیسوي لارویان دي او  ۵۰ سلنه نفوس په هیڅ مذهب باور نه لري، خو ټولو مذهبونو ته درناوی لري، دا ځکه چې د چین حکومت مذهبونو ته د درناوي لپاره په ښوونځیو کې مضامین تدریس کوي، ځانګړې تربیه ورکوي او هر څوک کولای شي خپل مذهبي مراسم په خپلواکه توګه پرته له کوم قید او شرط پرمخ یوسي.

چین کې تر ټولو ستر مذهب بودايي دی چې د نفوس (18.2) سلنه جوړوي. دویم مذهب چې زیات پیرویان لري د عیسویت لارویان دي چې (5.1) سلنه جوړوي، چین کې مسلمانان له مذهبي اړخ څخه دریم نفوس لري چې (1.8) سلنه جوړوي او شمېر یې څلرویشت میلیونه کسانو ته رسیږي چې په هانګ کانګ، کاشفر، نینګشا، مکاو، سینکیانګ او ژونوا ایالتونو کې میشت دي.

نینګشا خپلواک ایالت ما له نږدې ولید، یو له هغو ولایتونو دی چې مسلمانانو خپل مذهبي رسومات پرته له کوم قید و شرط ترسره کول او د حنفي مذهب اصولو پراساس یې خپل عبادتونه او ژوند مخ ته وړه او په حکومتي جوړښت کې یې پراخه ونډه درلوده. نینګشا ایالت کې ټول خوړنځایونه د مسلمانانو په واک کې و او ټول خواړه یې حلال و.

ټول چین کې تر څلویښت زره زیات مسجدونه شتون لري چې (25000) یې شینګ جیانګ خپلواکه سیمه کې و چې د لوړو زده کړو لس دیني مرکزونه هم پکې شته چې د حکومت په چوکاټ کې خپل کارونه مخ ته وړي او که چیرې دیني برخه کې نورې لوړې زده کړې غواړي نو لومړی ټاکنه یې پاکستان او دویم یې سعودي عربستان دی.

په چین کې د ټولنیزو رسنیو کارونه!

د چین په اړه همیشه اورو چې په ټولنیزو رسنیو بندیز دی، خو خبره داسې نه ده، هر څوک چې فیسبوک کاروي کولای شي د پیسو په بدل کې یې وکاروي، خو حکومت یې پر بدیل هم کار کړی دی.

په دې هېواد کې د فیسبوک پر ځای له ویبو (weibo) خلک استفاده کوي، همدارنګه د ټویټر پر ځای ځانګړی پروګرام او واټسپ پر مقابل کې  wechatکارول کیږي .

په ویچیټ کې نه یوازې چې د یوټولنیزې شبکې په توګه کار کیږي، بلکه له دې شبکې څخه د پیر او پلور لپاره هغه مهال ګټه پورته کولای شو، چې څه وخت پیسې په کې ولرو.

د چین په اړه د رسنیو د خپلواکۍ خبره هم ډیره کیږي او د رسنیو د ملاتړ ادارې همیشه په دې اړه رپوټونه خپروي، خو هلته د رسنیو د نشراتو لپاره یو ټاکلی چوکاټ دی چې خپل فعالیتونه باید په همدې چوکاټ کې مخ ته یوسي.

رسنۍ له هغو نشرانو منع دي، چې د چین حاکم کمونست ګوند پر خلاف وي او یا د دغه ګوند حیثیت ته په کې تاوان اوړي همدارنګه واحد چین او د ولسونو یوالی سرې کرښي دي.

په ورته توګه هغه خبرونه او خپرونې چې  د چین بهرنۍ سیاسي تګلارې، سیاسي ستراتيژي له ګواښ سره مخ کوي او یا هم ملي اقتصاد ننګوي باید له خپرولو یې ډډه وشي.

هلته بیا ژورنالستان د خدماتو په نه ترسره کولو، وزیرانو، والیانو او چارواکو د نیوکو او ستونزو د نشرولو لپاره ازادي لري.

خو یوه بله مسله دا چې بهرنۍ رسنۍ د هند په کیبلي شبکو کې نشته  او که له بهرنیو رسنیو فلمونه یا ډرامې اخستل کیږي هغه هم په چینایي ژبه ژباړل کیږي .

په چین کې تر 3000 درې زرو پورې تلویزیوني شبکې فعالې دي چې په ملي او نړیواله کچه خپرونې لري، چې تر ټولو ستره شبکه یې cc tv  ده.

دا تلویزیون په چینایي ژبه خبرونه ، تفریحي پروګرامونه او پر سیاسي مسایلو خبرې اترې خپروي او دنورو رسنیو برعکس بیا د چین په اړه د ښه انځور او ذهنیت ورکولو پالیسي پر مخ وړي.

همدارنګه د نورې نړۍ لپاره د سي سي ټي این په نوم عمومي شبکه لري،چې په 2016 کال کې جوړه شوې، چې د عربي، انګلیسي، فرانسوي ، هسپانوي او نورو ژبو لپاره جلا کانالونه لري.

همدا رنګه تر دوه زرو پورې راډیوګانې او دوه زره چاپي رسنۍ لري، چې د چین د حکومت لخوا ملاتړ کیږي او په چینایي ژبه نشرات کوي.

یوه لار یو کمربند پروژه

دغه پروژه د چین د اوسني ولسمشر شي جینګ پینګ لخوا په کال (2013م) کې قزاقستان ته د سفر پرمهال اعلان کړه. د یوه لار یو کمربند مفکوره د پخواني وریښمو لارې پراختیا ده چې هدف یې د اسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونو تر منځ سوداګریز، اقتصادي، کلتوري او ټکنالوژي اړیکې پياوړي کول دي چې په سیمه کې اقتصادي پرمختګ او ټیکاو رامنځ ته او د هېوادونو سیاسي او اقتصادي ثبات یقینی کړي.

د پلان پر اساس دغه پروژه له دوه لارو (ځمکې ، سمندر) په وسیله له درې براعظمونو سره نښلول کیږي چې د سمندر لار د چین سویل سمندر پرسر د دغه هېواد او جاپان، امریکا او ټایوان تر منځ جنجال له امله ځنډیدلې، خو ځمکنۍ پروژې د عملي کولو لپاره د چین حکومت هلې ځلې پیل کړي دي.

له دغې پروژې څخه هدف نه یواځې دا چې د چین لویدیزې سیمې چې د دغه هېواد د نورو ولایتونو څخه وروسته پاتې دي هم له اقتصادي پلوه پرمختګ ورکړي همداراز یو لار یو کمربند د چین لویدیز لورته مرکزي اسیا، منځنۍ اسیا او اروپا سره نښلوي، ختیز لور ته سویل ختیزې اسیا هېوادونه سره نښلوي او سویل لور ته سویلي اسیا او افریقايي هېوادونه سره نښلوي چې په دې سره به هم د وروسته پاتې لویدیځ چین خلکو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به له چینايي توکو څخه په کې استفاده وشي .

دغه پروژه چې لګښت یې تر(5) تریلیونه ډالر اټکل شوی، یواځې لار نه بلکې دغې پروژې سره د بندرونو اساسي جوړونه، ریل پټلۍ، هوایي ډګرونه، برښنا بندونه، د تیل او ګازو نل لیکې او د مشترک ازاد بازارونو جوړونه شامل دي چې چین حاضر دی  پر دغه پروژه تر یو تریلیون ډالر مصرف کړي.

یو لار یو کمربند (65) هېوادونه سره نښلوي چې د نړۍ نیم نفوس او د نړۍ (30) سلنه اقتصاد پياوړی کوي. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د دغې پروژې یو مهم غړی دی، که چیرې افغان حکومت په ټول توان سره دغه پروژه جدي ونیسي، شونې ده چې د اقتصادي پرمختګ سره ـ سره به له شته امنیتي ستونزو او سیاسي بې ثباتۍ هم وژغورل شي.

افغانستان کولای شي چې د خپل جیوپولیتیک څخه په ګټنې مرکزي اسیا هېوادونه، د ایران له لارې اروپا او منځنۍ اسیا (عربي هېوادونه) او سویلي اسیا هم سره ونښلوي چې دا به تر ټولو لنډه او ارزانه لار تمامه شي.

همداراز دغه پروژه به وکولای شي چې د (کاسا 1000)، ټوټاپ او ټاپې پروژو کارونه چې د امنیتي او بودجوي ستونزو له کبله ټکني دي، چټک کړي.

له دې پروژو سربېره هغه د ریل پټلۍ پروژه چې افغانستان له شېرخان بندر څخه کندز، مزار، اقینه او هرات سره نښلوي، چین به یې په عملي کولو کې مرسته وکړي او له دې سره ـ سره نورې ډيرې پروژې لکه د لاجوردو لار او د چین ترکمنستان، افغانستان ـ تاجکستان د غازو نل لیکې پروژې چې د یو لار یو کمربند پروژې سره ونښلول شي نو افغانستان به د یو متکي هېواد نه بلکې د یو خپلواک او ستراتيژیک اهمیت لرونکي هېواد په توګه څرګند شي.    

د دې پروژې عملي کولو پروړاندې خنډونه هم شته، په سیمه او د دې پروژې په لیکه هېوادونو کې سیاسي رقابتونه لویه ننګونه ده، پاکستان او هند کې د کشمېر مسله او سیاسي او پوځي رقابتونه او په افغانستان کې د ځينو نورو هېوادونو رقابتونو دا پروژه له ننګونو سره مخ کړې، خو د چین هڅې دا دي چې د دې پروژې په تړاو ټولو هېوادونو ته قناعت ورکړي او دا پروژه بریالۍ کړي.

76 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *