Categories

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

د افغانستان د تکړه ناول لیکوال نصیر احمد احمدي وروستی ناول (نیکه) په ۱۳ برخو کې د تاند لوستونکو ته وړاندې کېږي.


لومړۍ برخه

د ډول غږ يودم ودرېد، د نارينه وو غوړې څڼې د دوی پر خولو شويو ټنډو راکښته شوې، ښځو چېغې کړې، ماشومانو کورونو ته منډه واخيسته.

د اتڼ ګرده داېره ماته شوه…ټولو غونډۍ ته کتل…

آس وشڼېد، وړې تيږې ورغړېدې، ګڼ سپاره کلي ته راغلل، سپرو زرې اغوستې وې، د پلته يي ټوپکو اوږدې نلۍ يې تر اوسپنيزو خوليو لوړې ښکارېدې، په چرمي تېکو (پوښونو ) کې ټومبلو تورو ټال خوړ….

آسونه تر لوګي وهلو تورو دېګونو راوګرځېدل، د آسونو د  ټنډو په تار تار سره بخونه زېږو وېښتو کې د لمر ژېړه رڼا پرته وه… د خولو کونجان يې سپينو ځګونو نيولي وو…ولاړو کليوالو په وېره ورته کتل…

يو چاغ پوځي له تور آسه کښته شو، له سره يې اوسپنيزه خولی ليرې کړه،  يوه دېګ ته ودرېد، تر دېګ سرې لمبې راګرځېدې….

پوځي له خپلې ملا  اوږده  چاړه را خلاصه کړه، د دېګ سر يې پرې وښوياوه، خپلو ملګرو ته يې وکتل، يودم يې وخندل:

_د پسه ښوروا!

کليوالو ته يې سترګې ور واړولې،  چيغه يې  کړه!

_ولې غلی شوئ؟!  هله !

ډول وډنګېد، د اتڼ داېره جوړه شوه، اتڼ ورو وو، د اتڼ کوونکو په سترګو کې وېره ښکارېدله…ټولو پوځيانو ته کتل…

پوځي چيغه کړه!

_ يو څه ژوندي شئ!

دېګ ته يې وکتل، ژېړه ښوروا اېشېدله… په سپينو ځګونو کې به کله کله د غوښې بڅري سر ته راغلل.

پوځي  پر آسونو سپرو کسانو ته وکتل، ويې ويل:

_هلئ نو! خپلې ګېډې ډکې کئ.

پوځيان له آسونو کښته شول، پر ليکي ليکي ټغرونو کېناستل.

چاغ پوځي چيغه کړه!

_مېلمانه عزت غواړي!

څو کليوالو په بيړه کاسې ور واخيستې. په دېګ کې يې څمڅې  ووهلې، کاسې له غوښو ډکې شوې. شېبه وروسته د ټولو پوځيانو ژامې خوځېدلې…

د چاغ پوځې له خولې د غوښې وړې ټوټې باد شوې، ناره يې کړه!

_مړې سترګې مو راته نيولې دي! څه ته ګورئ؟  حاصلات راوړئ!

ډول ودرېد، څو کسان کورونو ته ننوتل، يوه بوډا کړوپه ملا نيولې وه، راغی، وړه کڅوړه يې پر خاورو  کېښوده.

درب شو، پوځيانو ور وکتل، پر ځمکه د دوو ډکو بوجيو د لوېدو  دوړه لا نه وه ناسته. څو نورې غوټې هم راغلې…

چاغ پوځي خپلې وروځې سره ور وستې:

_بس ، همدومره؟!

پر ملا کړوپ  بوډا پر خپله توره ټنډه د خيرن څادر پيڅکه تېره کړه، ويې ويل:

_صيب! موږ ټول اووه کوره يو، سږ کال د حاصلاتو ام چندان خونده نه وه.

چاغ پوځي ودرېد، دېګ يې د بوټ پر څوکه پورې واهه، د نغري لوګي وهلې تورې ډبرې وښويېدې، دېګ ړنګ شو، پر خړو خاورو د پخو غوښو ټوټې ولوېدې.

چيغه يې کړه!

_په ودونو کې پسونه پخوئ، خو د ماليې ورکړې ته بلا وهلي ياست…

غلی شو، ړنګ دېګ ته نږدې له ژېړې لندې خاورې مړه تاوونه پورته کېدل…کليوال وارخطا  ول….

چاغ پوځي چيغه کړه!

_هلئ، کورونه وپلټئ!

پوځيان کورونو ته ور ننوتل، ښځو او ماشومانو چيغې کړې، ټول  له کورونو را ووتل. شېبه وروسته د اتڼ ميدان له  غوټو او بوجيو ډک شو… يوه پوځي څو چرګې تر پښو نيولې وې، دوو نورو په اوزو  پسې منډې وهلې…

چاغ پوځي تر ناوې راوګرځېد، ودرېد، په خندا  يې وويل:

_له کومه پوه شم چې ښايسته يې که نه؟

يوه کليوال ځوان  منډه ور واخيسته، چاغ پوځي يې تر ستوني ونيو، ځوان (اخ)  کړل،  تر زړه يې نيزه ختلې وه.

چيغې شوې…د کليوالو سترګې رډې راختلې وې…

چاغ پوځي وخندل، د خپل سره کوټ غاړه يې سمه کړه، د ناوې ټکري ته يې لاس ور واچاوه، نجلۍ لوڅ سر ودرېده.

کليوالو چيغې کړې، يوه ولاړ آس ته اوږه ورکړه، آس پر سره دېګ ورغی، پوځي پر جوش ښوروا ولوېد، چيغه يې کړه، لمنې يې اور واخيست…په سرو غوړنجو کې پټ شو…بل ډبرې ته لاس کړ، ډبره د يوه پوځي سر ته سيخه شوه، له آسه کښته راولوېد…

آسونه وشڼېدل،تورې وځلېدې، له ټوپکو سپين لوګي را ووتل…کوچينی کلی سرو لمبو ونيو….

*    *    *

اوښ ټوډه ووهله، بار کوږ شو، دوو کسانو منډه ور واخيسته، جوال ته يې اوږې ورکړې.

يوه بوډا وخندل:

_ميرويس خانه!  په دې  جوال کې څه دي؟ ډېر دروند مالومېږي.

پر آس سپور ځوان وويل:

_بابکه! په ملتان کې  مې مسي لوښي وليدل، خوند يې راکو، څه سکې راسره  پاتې وې، درې زره دانې مې واخيستل.

آسمان وغرېد، بوډا خپل آس ته پونده ورکړه، د کاروان مخې ته ورغی، له نارې سره يې  کتار  اوښان، آسونه او کچرې ودرېدې.

بوډا په  لوړ غږ وويل:

_هوا خړه ده، بايد د د مې جوړولو له پاره يو ځای پيدا کو.

پر آس سپور  له عمره پوخ سړی راغی، اوږده ږېره يې باد يوې خواته اړولې وه. له بوډا سره ودرېد، ويې ويل:

_سم وايې! کاروان ستړی دی، خو دا دښته مناسبه نه راته ښکاري.

بوډا وويل:

_ميرويس خانه، ته څه پکې وايې؟

ميرويس خان وويل:

_بابکه! شاولي سم وايي، په دې دښته کې به څه کوو؟  آسونه هم وږي دي، دلته خو شين ډکی هم نشته.

په عمر پاخه سړي وويل:

_تر دې ټيټې غونډۍ ور هاخوا يو  کوچينی کلی دی، ټول اووه کوره دي، خو اولس يې مېړنۍ دی، د مېلمنو په قدر پوهېږي.

بوډا ناره کړه!

_ياالله! حرکت.

د ليکه ولاړو واوښانو، کچرو او آسونو پښې وخوځېدې..

*    *    *

باران تيزي کوله… ځای ځای ډنډ سرې اوبه ولاړې وې، اوبو له  وينو رنګ اخيستی و.  د سوداګرو بار  آسونه، کچرې او اوښان يوې خواته ولاړ ول.

ميرويس خان د يوه ماشوم  په خټو لړلی جسد ور پورته کړ، د ماشوم تر زړه غشی وتلی و.

نږدې غږ يې واورېد:

_هېڅوک هم ژوندی نه دی پاتې.

ميرويس خان ور وکتل، د بوډا له ږيرې مړې اوبه څڅېدلې.

يوه ناره راغله:

_هلئ! دا ښځه ژوندۍ ده.

څو کسان ورغلل، يو نيم سوځېدلی لرګی يې پورته کړ. زړه ښځه يې له خټو راويسته. يوه سړي د اوبو د پتک سر خلاص کړ، د زړې ښځې په خوله کې يې  يو غوړپ اوبه ور واچولې، زړې ښځې وټوخل، يوه ځوان په بيړه وويل:

_څوک و؟ چا په دې حال کړی؟

د ښځې سترګې نيمکښه شوې، له وچو شونډو يې  څو مات – ګوډ ټکي را ووتل:

_د ، د،  ګر…

سر يې يوې خواته وځړېد.

بوډا د ښځي اوږو ته ټکان ورکړ، چيغه يې کړه!

_ووايه، ووايه، د چا کار و؟

يو غږ يې واورېد:

_مړه ده.

بوډا د زړې ښځي پر نيمکښو سترګو لاس تېر کړ، ولاړ شو، شاوخوا يې وکتل، په خټو کې د انسانانو غوڅ شوي اندامونه پراته ول…په روغو جسدونو کې غشې او نېزې  ولاړې وې….

بوډا ټيټ شو، به خټو لړلی له رنګه سور کوټ يې ورپورته کړ،  ورو يې  وويل:

_دا  سره کوټونه يواځې د ګرګين عسکر اغوندي.

يوه ناره کړه!

_يوه خولۍ!

ټول ورغلل، بوډا په خټو لړلې اوسپنيزه خولۍ ور واخيسته، ويې ويل:

_اوس پوه شوئ، د ګرګين د عسکرو کار دی!

ميرويس خان سوړ اسويلی وايست، ويې ويل:

_ټول څو کسان دي؟

يوه ځوان ځواب ورکړ:

_دوه شپېته، دوه ويشت نارينه، نور ښځې او ماشومان.

يوه ناره راغله!

_دلته راشئ!

ډله ورغله، ټولو خپلو سترګو ته لاسونه ونيول، په ګڼو بوټو کې حلاله شوې، لوڅه لغړه ناوې پرته وه…

بوډا خپل څادر پرې واچاوه.

ميرويس خان وويل:

_دري  شپېته قبرونه وکېندئ.

*    *    *

آهنګر  د آس پښه پر خپل زنګون کېښوده، ورو يې وويل:

_ميرويس خانه، هاغه څټک راکه!

_کوم؟

آهنګر وخندل:

_د هندوستان مساپرۍسترګې در کمزورې کړې دي، هاغه، بنۍ ته نږدې.

ميرويس خان ورغی، څټک يې ور واخيست، آهنګر  ته ودرېد.

آهنګر د آس د پښې پر پونده نال کېښود، ميخ ته يې څټک ونيو،  آس وشڼيد، ميرويس خان د آس قيضې ته لاس ور واچاوه.

آهنګر وويل:

_ډېر مزل مو کړی، له پخواني ناله څه نه دې پاتې!

يو چا ناره کړه!

_هګۍ، تازه هګۍ، هلئ، ارزانه شوې…

ميرويس خان شاوخوا وکتل، خلک دوکانونو ته ولاړ ول… د سماوار تر مخ څو کسانو کرکان ( مړزان )  جنګول…

ميرويس خان  وويل:

_بازار څنګه دی؟

آهنګر د آس  پر نال بل مېخ کېښود، سړه ساه يې وايسته:

_هغه پخوانی زور نه دی ور پاتې ، ته يې خپله وينې.

آهنګر ولاړ شو، د آس پر يال ( د څټ پر وېښتو ) يې لاس تېر کړ، ويې ويل:

_ښکلی آس دی.

له سره انګاره ېې توره چايجوشه ور پورته کړه، ميرويس خان ته يې خټينه پياله ونيوله، ويې ويل:

_شنې چايې دي، همدا اوس مې دم کړې.

غلی شو، آس ته يې وکتل، ويې ويل:

_هغه سور آس دې څه کو؟

ميرويس خان د چايو پياله شونډو ته ور نږدې کړه، ويې ويل:

_په ملتان کې را مړ شو، مجبوره وم، پر دې آس مې د سپينو زرو څلور سيکې ورکړې.

آهنګر وخندل:

_ارزي. مخکې مې يې غاښونه وکتل، له عمره يې ډېر وخت نه دی وتلی.

ميرويس خان دېوال ته ولاړ نوی قيمتي مسي لوښی ور واخيست، لوښی  ميناتوري شوي واړه ګلان درلودل.

ميرويس خان وخندل:

_ ستا کار  د تورو، لورونو، کړيو… او ځنځيرونو جوړول دي! دا لوښی دلته څه کوي؟

آهنګر سړه ساه وايسته:

_يوه ملګري مې راووړ، ويل  يې چې يو چاته  يې سوغات ور لېږم، د يادګار له پاره مې سږ کال ورباندې وکېنده!

ميرويس خان لوښی پر بل مخ واړاوه، پر شا يې کوږ  خط کېندل شوی و ( ١١١٧ هجري، شمسي کال).

ميرويس خان سوړ اسويلی وايست، ويې ويل:

_ژوند څومره په منډه دی، مورکۍ مې لوستې ښځه وه، شاعري يې هم کوله، څو ورځې مخکې مې په کور کې څو زاړه کاغذونه وموندل، زما د زوکړې تاريخ يې ليکلی و. ١٠٨٤هجري، شمسي کال.

غلی شو. ويې ويل:

_دري دېرش کاله! څومره ژر تېر شول.

آسونه وشڼېدل، د پښو دربا راغله.

آهنګر او ميرويس خان د آهنګري له دوکانه ووتل، آسان د کوڅې له سره تېز را راوان وو،  عسکرو سره کوټونو اغوستي ول، اوسپنيزې خولۍ يې لمر ته ځلېدلې….

ميرويس خان يودم  منډه واخيسته، ټوپ يې کړل، يو ماشوم يې په غېږ کې ونيو، دواړه په خاورو کې ورغړېدل… د آسونو نرۍ پښې يې تر څنګ تيرې شوې…

ميرويس خان کېناست، د ماشوم سترګې رډې راختلې وې.

ماشوم يودم چيغه کړه، ميرويس خان په غېږ کې ونيو، ورو يې وويل:

_اه ګرانه! مه ژاړه، هر څه تېر شول.

ماشوم ژړل…

ماشوم يې له ځانه بېل کړ، د هغه پر سر، اوږو او لاسونو يې خپلې ګوتي وتپولې، ويې خندل:

_ګوره! روغ، رمټ يې، هېڅ هم نه دي درباندې شوي.

يوه ښځه راغله، ماشوم يې په غېږ کې ونيو، ويې ژړل…

آهنګر وويل:

_وه خورې! ته خو پوهېږې چې دا د ګرګين اولاده…

يودم غلی شو، شاوخوا يې وکتل، ورو يې وويل:

_پر ماشومانو پام کوه!

ښځې ماشوم ور واخيست، په ژړا  له هغه ځايه لاړه.

ميرويس خان  او آهنګر بېرته د آهنګري دوکان ته راغلل. آهنګر د چايو پياله ور واخيسته، ورو يې وويل:

_تېره ورځ يې همدلته له يوه ځوانه سر پرې کو، ګناه يې دا وه چې د ګرګين له يوه عسکره يې خپل پور غوښت.

ميرويس خان سړه سا وايسته:

_د عبدالباري او د هغه د ملګرو  کيسه څنګه وه؟

آهنګر بنۍ ووهله، تر سره انګار  شنه، نرۍ لمبه راوګرځېده، ورو يې وويل:

_عبدالباري يې تېره جومه  له اتلسو ملګرو سره په چوک کې زندۍ کو، جارچي ويل چې د صفوي حکومت پر ضد يې بغاوت کړی.

د نجارۍ د دوکان په وره کې يو بوډا ودرېد، يوه بېلچه يې واخيسته

بوډا روان شو، بېرته لنډ راوګرځېد، ورو يې وويل:

_زويه، ستړی يم، يوه پياله چاي خو راباندې ولوروه!

آهنګر  د چايو پياله ور ډکه کړه. ويې ويل:

_بابا! ناولده ( نابلده ) راته ښکاره شوې، د کوم ځای يې؟

زاړه سړي وټوخل، په سينه کې يې غژهاری و. ويې ويل:

_کوچی يم.

ميرويس خان وخندل:

_نو بېلچه څه کوې؟

بوډا سوړ اسويلی وايست:

_زويه، په خدايکه تر اوسه لا په بېلچه پوهېږم، ټول عمر مې له رمې سره تېر کړی، د ښار لمر خاته خواته پراته يو، بس! د حکومت  بېګار دی، پرون يې عسکر راغلل، ويل يې چې يوه کلا جوړوو، له هرې کېږدۍ به دوه تنه راځئ!

ميرويس خان وويل:

_له کومې خوا راغلي ياست؟

_اوړی د غزني ناور ته ور خېژو، بس، د هوا په سړېدو سره کندار ته راځو.

_د غزني خواته څه خبرې دي؟

بوډا وټوخل، له چايو يې غوړپ وکړ، ويې ويل:

_ورک يې که زويه، خدای دي يې نه در ويني، ښه ورځ مو نه ده ليدلې، د مغلو  لښکرو سلامت کلي وسوځول.

_ نو خلک ولي غلي دي؟

_څه وکي، د بي اتفاقۍ دي رنګ ورک شي، په يوه خوله نه دي، داسي څوک نشته چې يو څو کسان ورباندې راټول شي.

بوډا له آهنګرۍ ووت.

آهنګر وويل:

_د ګرګين عسکرو ته نوي پلته يي ټوپک راغلې، يو ډز کوي، خو وار يې خطا نه ځي.

آهنګر غلی شو، يوه لور ته يې څټک ونيو، ويې ويل:

_ د ګرګين دېرش  زره  ګرجي او  ايراني عسکر بايد زموږ  په غوښو ماړه شي!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *