Categories

اعلان

Loading…

حکمتیار د جمعیت ګوند له مشر سره وکتل

تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدنین حکمتیار د چهارشنبې په ورځ د اسلامي جمعیت ګوند له مشر صلاح الدین رباني سره د نوموړي په دفتر کې ولیدل.

دا د جمعیت ګوند له یوه مشر سره له شل کلونو وروسته د حکمتیار لومړنۍ کتنه ده.

حکمتیار په وروستیو ورځو کې سره له دې چې په ضمني ډول پر جمعیتیانو نیوکې کړي، دا هم ویلي چې له دغه ګوند او نورو اخوانیت پالو ګوندونو سره جوړجاړي ته تیار دی.

جمعیت ګوند د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حکمتیار د اسلامي جمعیت ګوند په دفتر کې له صلاح الدین رباني سره په کتنه کې د سولې لپاره د بېلابېلو سیاسي ډلو ترمنځ د یووالي او پیوستون پر اړتیا ټینګار وکړ.

سره له دې چې د حکمتیار د اسلامي حزب یوه ډله، چې ارغندیوال یې مشري کوي، د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د جمعیت ګوند ملاتړ وکړ او د اجرايي ريیس لومړی مرستیال انجنیر محمد خان د اسلامي حزب غړی دی، خو په طبیعي ډول داسي ښکاري چې اسلامي حزب له جمعیت سره په ډېرو برخو کې جوړ نه شي راتلای.

112 total views, 1 views today

1 comment

  1. سلیم Reply

    دواړه څومره ښه یوبل ته موسکی دی، د محبت و اخوانیت په تمثیل کی… خو چی داخلک یی ولی تری نه زده کوی، که نه خلک یی نیتونو ته ګوری…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *