Categories

اعلان

Loading…

د (اند و واند) او (الفت مرغلرې) اثارو منځپانګيزې اړيکې

لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي

ګل پاچا الفت ډېر ښه پنځونکی وه، د ده شعري کليات (الفت مرغلرې) نومېږي، د منځپانګې له مخې هر ډول موضوعګانې لري او همدارنګه اند و واند د ډاکټر مجاور احمد زيار د شعرونو اثر دی، دا هم د منځپانګې له مخې ځينې موضوعګانې لري، چې د استاد الفت د شعرونو سره معنوي اړيکو ښکارندويي کوي.

د هېواد د پرمختګ يو بنسټيز ټکی ښځو ته یې حقوق ورکول دي، په قرآن کريم او احاديثو کې د ښځو د حقوقو په اړه ډېرې يادونې شته.ګل پاچا الفت د ښځو په اړه وايي:

بادونه د خزان غوټۍ خندا ته نه پرېږدي
ظالم صياد بلبله د ګل خواته نه پرېږدي
اختيار مې د ځان نشته دی د جبر په مذهب کې
دادا مې خپلې خوښې او رضا ته نه پرېږدي
هيڅ نه شمه ويلی، چې په کوم کور کې به سوځم
زما د زړه لاليه څوک مې تاته نه پرېږدي
په چا وکړم عرضونه چاته وکړمه ژړا زه
دا بد رسم و رواج مې حق وينا ته نه پرېږدي
وهل که ټکول وي چاته هيڅ نه شم ويلی
ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

(د الفت مرغلرې: ۱۲۴)

پورته راغلي شعر کې د يوې مظلومې ښځې فرياد له کورنۍ او ټولنې څخه دی او د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو فريادونه کوي. په دې شعر کې د افغانستان ډېر نارينه ګان خپل ځان لېدلای شي، ځکه چې دلته اوس هم پرښځو ظلمونه کېږي.

ډاکټر زيار په اند و واند کې د ښځو حقوقو، پوهې، زده کړې او داسې نورو مسايلو په اړه ډېرې خبرې کړي دي، وايي:

که څه هم ښځه

چا په خدايۍ او پيغمبرۍ

نه ده منلې،

خو بيا هم،

ګروهنو د دېوتا

او شاعرانو د پرښتې

تر پوړۍ نمانځلې

او ستايلې ده. (اندو واند، ۳)

ډېرو وروسته پاتې ملکونو کې ظلم او زياتی وي، د الفت او له دوی مخکې او وروسته په افغانستان کې د ظلم دسترخوان غوړېدلی وه، نو ځکه د نړۍ ډېر وروسته پاتې ملک دی. د هېواد د وروسته پاتې کېدو له لاملونو يو لامل ظلم او زياتی ګڼي او وايي:

موږ د انسان په صورت زښت ډېر شرمښان ليدلي
د پښتنو په رمو ګډ موږه لېوان ليدلي
ټوټې ټوټې د غليمانو په چړو يو موږه
موږ ظالمان موږ خونخواران موږ قصابان ليدلي
ټوټې ټوټې د غليمانو په چړو يو موږه
موږ په سرو وينو لمبېدلي خپل ځوانان ليدلي
خپله يتيم پلار يې يتيم نيکه يې هم و يتيم

د زيار په اند و واند کې هم ظالم ته بد ويل شوي دي او د ظالم غندنه يې کړې ده، وايي:

ظالم تر مار ځکه بتر ګڼل شي

چې هغه کوڼ په بېغوږۍ

او دې په شته غوږو کې

د خپل چيچلي شور قرياد نه اوري.(اند و واند، ۱۱)

(د الفت مرغلرې) اثر کې د منځپانګې له مخې د نژاد پالنې ضد شعرونه هم پيدا کېږي. الفت د قوم پالنې طرفدار نه و، دی مفکر عالم، ليکوال او شاعر و، هېڅکله يې خپل قوم ته پر نورو يا خپل نژاد ته پر نورو، يا خپلوانو ته پر نورو برتري نه ورکوه، د ملک ټول ولس ورته د خپلې کورنۍ د غړو په شان ګران و او د ده ټولو شعرونو کې د ولس د ژوند لپاره همدردي شته، چې يو انسان يې د خپلې کورنۍ لپاره لري.

د الفت نثري کليات، دويم ټوک کې د (الحق للقريب) په نامه فارسي ادبي ټوټه د نژاد پرستي غندنه ده او وايې: (تغير رنګ را نبايد تغير جنس دانست. برنج از لغمان باشد يا از بغلان پلو باشد يا چلو رنګ و ذايقه ان کمی تفاوت خواهد داشت مګر در برنج بودن ان شکی نیست.)د الفت منظومې او منثورې ويناوې د نژاد پالنې په باب ډېرې ويناوې لري،لکه:

په دې پوه شئ چې موږ واړه برابر يو
وباسئ د تفوق خيال له سرونو
ټول به حق د ژوند لري په دې وطن کې
برتري به نه وي هيڅ د نژادونو

(د الفت مرغلرې: ۲۸۴)

***

بزرګي خو نېک عمل زهد و تقوا ده
هسې نه چې په نژاد نسب بنا ده
اوس چې چا نسب نژاد پورې تړلی
نژادي توپير يې ښه سمه معنی ده

(د الفت مرغلرې: ۳۲۴)

د الفت مفکوره ډېر خلک خپله مفکوره ګڼي، څه چې یې ویلي دي، د ډېرو خلکو همدا فکر دی. د زيار صاحب اند و واند هم د نژاد، قوم او سمت پالنې ضد مفکوره لري.لکه:

سپين نژاد پال دې

له تور بلبل او بورا څخه

زده کړي

چې څنګه له هر رنګ ګل سره

يو رنګ مينه کوي!(اند و واند،۷۷)

ډاکټر زيار ځينو سپين رنګو انسانانو ته تعنه ورکوي، چې دوی دې له بلبل او بورا زده کړي چې ټولو ګلانو سره يو شان مينه کوي، د ګل رنګ ته نه ګوري يوازې بوی ورته ارزښت لري. کله کله انسانان بايد د ځينو هغو توکو چې پوهه او شعور نه لري زده کړه وکړي.

په ځینو وختونو کې کايناتو کې داسې مسايلو ته متوجې شم چې په انسانانو کې نه ليدل کېږي.

د الفت(شعرونه) منځپانګې له مخې د اتفاق په هکله نصيحتونه لري.د هېواد د پرمختګ لپاره اتفاق اړين توکی دی او بې اتفاقي د يو هېواد د بربادۍ سبب ګرځي او اتفاق د ابادۍ سبب، لکه:

هغه ورځ به بختوره وي هر ګوره
چې د سپينو زړونه تور نه وي له توره
کرکه نه وي يو له بله محبت وي
ورورولي صلح صفا وي ښه نيت وي
مرور خلک يو بل سره پخلا شي
نه چې غوښه او چاړه هغه او دا شي
بشـري دوستي قايمه په جهان وي
خوښ په صلح هم کافر هم مسلمان وي

د الفت په شعرونو کې د اتفاق په هکله چې کومې خبرې راغلي دي، په اندو و واند سره منځپانګيزه اړيکه لري.زيار صاحب وايي:

په يوه شډله بوټياڼه کې

ګلبوټې، ځوځبوټي،

درملبوټي او زهربوټي سره

يو له بله ګډ ژوند کوي،

خو،

په يوه دودياله ټولنه کې سره

تور و سپين او زېړو سره

جوړېدای نه شي!(اندو واند، ۸۲)

زيار صاحب د خپلې خبرې د زباد لپاره کله کله حيوانات او نباتات د بېلګې په ډول راوړي. دی وايي: په شډله ځمکه کې ډول ډول بوټي خوا په خوا په یووالي(اتفاق) سره ژوند کوي، خو ځېنې پرمختللي انساني ټولنې سمتي، نژادي، قومي او داسې نور مسايل په نظر کې نيسي.

د الفت په کلياتو کې د آزادۍ په باب مهمې خبرې شته.خپلواکي د ټولو انسانانو طبيعي او روا حق دی، چې د نړيوالو په اساسي قوانينو او زموږ په اساسي قانون کې يې په اړه څرګندونې شوي دي، خپلواکي سرحد نه پېژني، يا په يو ملت پورې اړه نه لري، بلکې هر انسان پرې مين دی او په دې لاره کې سرښندنه کوي، هغه شاعر چې د خپل هېواد له خپلواکۍ سره مينه پاللې ده، ولسونه د هغه قدر کوي او نومونه يې د تاريخ په پاڼو کې په زرينو کرښو ليکل کېږي.

انسانان خو پرېږده، حيوانات هم آزادي غواړي. هغه ژوي چې په پړي تړل شوي وي، وهل او ټکول په ځان مني خو رسۍ شکوي او غواړي چې آزادي ترلاسه کړي، مرغۍ د سرو زرو په قفس کې هم تنګېږي، سره له دې چې خواړه او اوبه ورته هماغلته رسېږي، خو بيا هم زړه يې غواړي، چې د اسمان پر لور والوزي او په خپل واک او اختيار ژوند پرمخ بوځي.

(د الفت د شعرونو منځپانګیزه او جولیزه څېړنه: ۳۴)

د ملي ژوند اساس خپلواکي ده
د ملي غرور ژوند سرلوړي ده
د څو تنو څو کسو خو نه ده
پکې برخه د هر هر سړي ده
حفاظت يې په سر او په مال
د هر چا وظيفه ايماني ده

د استاد زيار د آزادۍ په اړه ويناوې د الفت هغه شعرونه چې د اتحاد په اړه دي معنوي اړيکه لري او وايي:

له پانګوالې: پانګواکۍ ازادي بويه،

ناپانګواله به له چانه څه وبلوسي….

که د پانګې مرييتوب ورسي پای ته،

په رښتيا به بيا هغه ازادي اوسي!(اندو واند، ۱۳۱)

استاد د فيوډاليزم نه ازادي د ټولو انساني کړنو د ازادۍ نه متاثره بولي او د اصلي ازادۍ لپاره پانګوالي نه غواړي.

د الفت په شعري کلياتو کې د زيار په اړه ډېر شعرونه شته، دې زيار ته ټول ولس هڅولی دی او د کروندګر د زيار يادونه يې ډېره کړې ده، وايي.

ګوره! څه جوړ شوه د کار له برکته
د انسان د کار او زيار له مشقته
دلته هلته چې هرڅه کې ښيي ځان
بل شی نه دی، کار او زيار دی د انسان
دا ښايسته ګلان چې وينې په باغو کې
څه چې اورې د بلبلو په نغمو کې
د دهقان او د باغوان د لاس اثر دی
ګل پرست بلبل له حاله څه خبر دی
دا سرخي چې په دې سرو ګلو کې وينې
فکر وکړه دي د چا د ځيګر وينې
که عرق د ګل عطار پلورې په تا
دي خولې د کاريګر ستايي او کار

(د الفت مرغلرې: ۲۷۴ ـ ۲۷۵)

د الفت(شعري کليات ص ۱۵۳) کې (د وطن خاوره) تر سرليک لاندې يو په زړه پورې شعر دی او وايي:

له سپېرو خاورو پيدا کېږي څه چې غواړي بشـر
که زحمت واخلي په ځان باندې او لري څه هنر
په کار او زيار باندې له تورو خاورو زر جوړېږي
د کاريګر د لاس تڼاکو نه ګوهر جوړېږي
وړۍ زموږ دي او شړۍ اخلو له بل ځنې تل
پوټکی زموږ دی جوړوي ترېنه بوټونه يو بل

(د الفت مرغلرې، ۱۵۴)

د زيار په اړه د استاد الفت هر شعر د عوامو لپاره يوه ښه لارښوونه او نصيحت دی، د کار کولو لپاره هڅول شوي دي، چې ټولنه مو له دې بدبختيو خلاصه شي.

پوهاند زيار اند و واند شعرونه د کار په اړه شعرونه لري او د منځپانګې له مخې دغه برخه هم د الفت د شعرونو سره منځپانګیزه اړيکه لري. وايي:

چې په کار کې د هر چا وي ښځه نوکه،

نه مرګ ژوبله کوي کله، نه غلا شوکه….

کار همدا پوهه تخنيک را زېږولي،

چې پرې سوبې نن انسان د لوړتيا څوکه!(اند و واند،۱۴۷)

د افغانستان خلک پر دين او مذهب خپل سرونه ورکوي او ډېر کلک مسلمانان دي، ځکه مذهبي او روحاني اشخاصو ته ډېر درناوی کوي، پر همدې بنسټ بهرنيو هېوادونو د کم علمه شيخانو له شتون څخه ګټه پورته کړه او د فساد لمن يې د دوی له خوا خوره کړه. الفت پورته ياد شوي شيخان، ملايان او پيران غندلي دي او وايي:

ولې له ظلم او ناروا سره جهاد نه کوې
دا په نفلو باندې ولاړ رياکاران که نه وي
ستوري د دين به درته وايمه ملا صاحبه!
دا رياکار او بې عمله ملايان که نه وي

(د الفت مرغلرې: ۳۹۷)

***

د عيش عـشرت قصې کوه له دولتمنو سره
د خوار غريب او د مظلوم افسانې ماته وايه
که د خيرات زکات او سقاط دې چا نه واورېده څه
په منډه ورشه کوم اخوند غوندې ملا ته وايه

(د الفت مرغلرې: ۲۷)

په پورته ټولو شعرونو کې د تيارو اندو مذهبيانو غندنې د هغو د ناوړه اخلاقو او ځانګړتیاوو په نظر کې نيولو سره راوړل شوي دي.

د منځپانګې له مخې استاد زيار د دې برخې یادونه داسې کړې ده:

ګروهه ايمان دی د ملا،

مفته حلوا، مفته فتوا…

چې کړي نور بېزار له دينه،

ده ورته بس، همدا بلا!(اند و واند، ۲۲۱)

***

په رښتيا راته نور، دين توره بلا شو،

واک د ږيرو مو په لاس کې د ملا شو…

د تاريخ د دې مختورو له وحشته،

سر مو ولاړ او مال مو ولاړ، کور مو تالا شو!(اندو واند،۳۳۴)

د منځپانګې له مخې د الفت په شعرونو کې د مجازي عشق بېلګې پيدا کېږي.ابن العربي د وحدت الوجود سر لاری وايي: (يوازې عشق مقصد نه ترسره کوي، ځکه چې د عشق منزل او ورته رسېدل د جمال(ښکلا) په واسطه دی.)، رښتيا هم عشق شعر او شاعري لوړو پوړيو ته رسوي، چې له حافظ نه يې حافظ جوړ کړ او همدغه عشق دی، چې د ګل پاچا الفت شعرونه اوس هم د ډېرو خلکو په زړونو کې ځای لري. (نظم تاریخ: ۱۶۷)

عاشقانو سره وېره د سر نشته
هسې نه چې د عشق لار کې خطر نشته
فرهادي عزم له عشقه پيدا کېږي
د عاشق په مخکې هيڅکله غر نشته
کارغه نه رسي مقام ته د بلبلو
ورسره د عشق او مينې وزر نشته
عشق او مينې د بورا مينه ګلزار کړه
سعادت ته بله لار د بشـر نشته

د استاد زيار اند و واند هم زښت ډېر عشقي شعرونه لري چې د بېلګې په ډول يوه بېلګه راوړم:

ستا د ښکلا سپيڅلتيا د کليسا ارغنون،

زما د مينې د اور تون د برمنيو سرود….

ستا د ښايست د پسرلي د رنګينو سېمفوني،

زما د مينې د پرتم د سوبمنيو سرود!(اند و واند،۲۴۴)

د ګل پاچا الفت شعري کليات د منځپانګې له مخې د ژوند د بېلا بېلو برخو انځور ګيري لري، همدارنګه د پوهاند زيار ټول شعرونه د منځپانګې له مخې هر ډول موضوعګانې لري خو ما يې د اند و واند د اثر شعرونو منځپانګې تړاو د الفت د شعرونو سره پرتله کړ. د محتوا له مخې د زيار په دغه اثر کې نورې برخې هم شته چې د الفت د شعرونو سره اړيکه لري خو د موضوع د اوږدوالي لپاره په پورته بېلګوبسنه کوم.

اخځونه:

۱:پوهاند زیار: اندو واند، ساپی خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۹ ل کال.

۲:ګل پاچا الفت: الفت مرغلرې، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۷۸ ل کال.

۳:پوهنیار سیداصغر هاشمي: د پښتو نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال.

۴:پوهنیار سیداصغر هاشمي: د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګیزه او جولیزه څېړنه، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۹۴ ل کال.

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *