Categories

اعلان

Loading…

د سعید د شعر جدي لهجه !!  لیکوال: نعمت الله صدیقي

د سعید شینواري د زهرکدې لهجه په ټوله کې د سبکي خصوصیتونو لمخې نه ارزوو؛ بلکې یوازې د لفظي پېرایې خبره یې مهمه ده، ځکه همدا څه د زهرکدې تقریبا ځانګړې پیژنګلوي جوړوي، دلته د شعر لهجه یوازې په همدومره محدوده معنا اخلو چې طرز او ډول ته یې وایو؛ خو دا طرز او ډول سبک نه بولو، ځکه سبک تر دې ډېره لویه معنا ورکوي یا په بله وینا طرز او ډول د سبک جزوي بحث ده او د زهرکدې همدا لفظي پیرایه داسې ده چې د لفظ د کارونې لامله یې ځانګړی طرز ګڼلی شو، زهرکده نه یوازې په رزمي ډول طرز کې دا ډول شدت عیاروي؛ بلکې په روماني طرز شاعری کې یې هم جدي لهجه شدت اختیاروي، او دې ته موږ یوازې د زهرکدې د لهجې طرز وايو؛  ځکه د دې نوعیت زموږ د ژوند هغه بې ثباته ورځ ده، چې دا څو لسیزې یې لامله د اور پر کرښه ولاړ یو، د ده د شعر د لهجې اورـ اور یا ښکنځل ـ ښکنځل انداز ځکه داسې ده چې دی د ژوند د حقیقتونو شاعر دی او زموږ د ژوند د حقیقتونو شاعر باید همدغسې لهجه او طرز ولري؛ دی وایي
ما به ګوره درده! د تقدیره له جنګه نه نیسي
پښې په نغرو وهم که لاس مې په صندان ږدمه
د زهرکدې له تړون او سریزې هم مالومیږي چې شاعر یې په شعر کې د ژوند پالوونکی دی (البته په شاعری کې یې د ژوند د جدي پيښو پالونکی!) او زهرکده د زړه په غوښو، وینو او مړو ارمانونو ډکه بولي، خپل روح د ژوند په تنور ناست ویني، پښې په نغرو وهي او لاس په صندان هم ږدي، د خپلو لفظونو د چیغو اعتراف هم کوي؛ خو رښتیا دا دي چې زهرکده د ژوند د دومره پیچلو مسایلو تر څنګ د رومان هغه شاعرانه امتزاج هم په همدومره کچه لري کوم ته چې موږ د دې عصر شعریت وایو. لومړی همغه زموږ د ورځني ژوند عکس راخلو چې موږ ورته د جدي لهجې نوم ورکوو او بیا پرې خبرې لرو.
څوک به سمې لار ته پښتانه راګرځوي
اوس خو انسانیت ته خلک خره راګرځوي
قاضي مېړه دی، حاجي یې پلار دی، موږ د وخت کونډې
د زور نکاح ده، د زور ښادي ده، ښار کې روانه
ژوند لا همغسې سپی
چا سره لار نه کوي
بچي که زمونږ، ژاړي که غاپي
د قاتل څه پرې، څه به یې زیان شي
معجزه کوم ده؟ اوس خو دې وشي
د ښکرورو کور خو دې وران شي
پښتانه خره دي، یو بل به وژني
که حنفیان شي، که وهابیان شي
دا څه وطن دی، لېوان لویان شي
او چې مردار شي؛ نو شهیدان شي
کاروان تیار دی، وطن جوړیږي
سپي به ورګوري، دا به روان شي.
بې پیره بې امامه پاتې بیا هم هسې ګرمه
د جنګه د بې پرتوګه، مریدانو خانقاه
پورته ټول بیتونه ځینې لفظونه داسې لري چې موږ یې د یو چا په حق کې کارېدل مناسب څه چې حتی د تامل وړ یې هم نه ګڼو؛ خو دلته په موزونه توګه داسې راغلي چې نه یوازې بد یې نه بولو؛ بلکې د نظم له مخې خوند هم راکوي؛ ځکه د ژوند حقیقتونه کله کله دومره ترخه شي چې څوک یې نه شي ویلی او هغه چې یو نیم د ويلو پیدا شي؛ ضرور به مو په زړه ښه لګیږي. بله دا چې ځینې حقیقتونه باید په همدومره کچه پر همدومره لفظي شدت افاده کړای شي.
دا ډول لفظي پیرایه د سعید د زهرکدې ځانګړنه ولې بولو؟ تر دې مخکې په پښتو معاصر شعر کې موږ د سلمان لایق او محمد یار یار ځینې داسې بیلګې لرو، چې تر دې سخته لفظي پیرایه وړاندې کوي؛ مګر زه وایم چې د لایق صاحب پیرایه اکثر په یو طرف وینو، دا یو طرفه عمل کېدای شي یو څوک هغومره تعمیري ونه بولي او دا به یې حق هم وي ځکه ادبیات په طرفونو کې نه دي ولاړ همدا لامل دی چې په يو اړخ کې په دومره صریح ډول لکه د لایق صاحب ځينې موزون کلامونه چې دي، بي خوندي رامنځته کوي، مګر د سعید په پورته بیتونو کې موضوعي شدت په مجموعي ډول وینو.
د زهرکدې دا اضطربي رویه د شاعر د عصر له رویو سرچینه اخلي؛ مګر دا سرچینه یوازې د وچ عکس العمل په بڼه نه ده، چې د دې عصر بې حسي او دوه مخي یا د سیاسي او فکري ګډوډیو وچ بیان دې وي؛ بلکې د شعر او نظم دا پرجوشه، تیزه او تونده لهجه هغه وخت هنري شي کله چې د دې اضطرابي کیفیت احساس د هنر د معقول کتهارسس (تخلیقي انګینرې) سره مخ شي. د زهرکدې همدا لفظي شدت او اضطرابي کیفیت د روماني شاعرۍ په برخه کې هم وینو، چې دلته یې د څو بېلکو د راوړلو جسارت کوم.
دا سعید به هم د سړي زوی شي ستا په مینه کې
دا ماته بیړۍ به هم په اور کې خدای روانه کړي
ارمانه! ته مې لکه ډم ستړی کړې
خو زه هم خپل غرور وهلی یمه
وضعیت ښه نه دی، انتها د جنون شوې هم ده
ستا د یاد ډمه، مهربانه وه؛ خو روې هم ده
دا زما وړه، دا بیا کومې لونډې
راشړلې، له چینې لکه ملنګه
اور کې مې ږدې هم نه، وعده دې ځنډوې هم نه
ژوند راکوې هم نه، قیامت دې راولې هم نه
څه په اشد کفر ولاړه یې، راځې هم نه
وربندوې هم نه او سترګې اړوې هم نه
زهرکده په هغو کمو شعري مجموعو کې شمار ده، چې د نظم او غزل دواړه برخې یې له فني او موضوعي پلوه معیاري وي، د غزل د نرم وجود له نزاکتونو د نظم تر لوړو ژورو پر ټول مزاج خبره رویه یې هغه څه ده، چې موږ کله هم د زهرکدې نظمي برخه لولو؛ نو څرګند احساس یې راته کیږي چې د ژانر د حرمت خیال یې ساتلی دی.
د زهرکدې د نظم برخه د جدي انداز له پلوه بې سارې بللی شو ځکه ډېر کم نظمونه به یې وي چې په هغې کې دې موضوعي شدت نه وي اختیار شوی، د جهالت نومې نظم د دې کتاب هغه نظم ده چې زموږ د پورته ټولو خبرو اثبات پرې کېدلی شي، په دې نظم کې سعید د بې باکه لهجې حد کړی او همدا ډول د جلال آباد کونډې ته نظم او په تلسمیا د مړې ماشومې د اروا چیغې او د پښتنه نظمونو سربیره یې سولګره نظم هغه نظمونه دي، چې دلته یې د لیکنې د ایجاز په خاطر یوازې پر همدې یادونې بسنه کوو.
د زهرکدې یو شمیر نورې ځانګړنې هم جالبې دي دومره جالبې؛ څومره چې یې پر دې اړخ سړی څه ویلی شي؛ مګر پرته له دې چې د ده په ژبه ورته ووایو؛ نور به نو په یوه لیکنه کې ممکن نه وي
سعیده! اور دی، انتها ده، واه
که شاعري ده، نو خو ستا ده جي

29 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *