Categories

اعلان

Loading…

د ځینو پښتو تېروتنو لنډه یادونه «زیار صیب»

لیکوال محمداکبر حقمل معینزی

ښاغلی پوهان مجاور احمد زیار، چې په لندن کې د اکسفورډ پوهنتون استاد دی تېره ورځ په ناڅاپي توګه زموږ ټولګي ته راغی او په پښتو کې د اختلافي کلمو په اړه یې یو کوچنی لېکچرنوټ راکړ. ده وویل، چې په پښتو لیکدود کې باید کلمې د نورو ژبو په څېر ونه لیکل شي او هره کلمه تورو ته په کتو سره ولیکل شي. نوموړي ځینې لنډې نمونې وړاندې کړې، چې د کمو یادونه یې کوم لکه: د «له پار» پر ځای باید «لپاره» ولیکل شي. «لخوا یا له خوا» په لیکلو کوم توپیر نلري؛ یعنې دواړه ډوله یې لیکلی شو. همدا راز ډېرې نورې تېروتنې د نومونو په لیکلو کې لکه په دري ژبه عام شوی او پښتو ته را کاپي شوی ولایتي نوم (هلمند) هلمند په دري ژبه دی ځکه پرته له اوږده «ې» لیکل شوی او په دري ژبه کې د زېر لپاره کوم توری نشته. که غواړو په کره پښتو ولیکل شي، نو باید اوږده «ې» ورکړل شي لکه (هېلمند). په ورته نورو ټولو کلمو او نومونو لیکلو کې باید همدې ټکي ته پام وشي. او بل دا، چې زموږ ډېری لیکوالان د یاګانو په کارولو کې ډېرې تېروتنې کوي، د همزه واله «ئ» پر ځای نرمه «ی» او یا هم زورکۍ واله «ۍ» کاروي، چې دا کار نه یوازې دا، چې موږ ته له یوې لارې څخه لس لارې جوړوي بلکې د نوي نسل او نویو لیکوالانو ټولو یو غلط لیکنی دود ګرځي او له خپلې اصلي او معیاري بڼې مو لرې ساتي. بڼې یې لاندې وګورئ! یوازې د (ی – ۍ – ئ) یاګانو یادونه کوو ځکه، چې ټولې تېروتنې د همدې درې واړه یاګانو په کارولو کې کېږي او د نورو یاګانو په کارولو کې ډېرې تېروتنې نه لیدل کېږي. همزه واله «ئ» ته امریه او فعلیه دواړه نومونه کاول کېږي او له همدې کبله یې پر دوه ډوله کارول سم دي: ۱ د امر او نهې فعلونو په پای کې راځي لکه: ورځئ!، راځئ!، وخورئ!، مه خورئ! او … ۲ د سوالیه جملو په پای کې راځي، چې دلته فعلي حالت څرګندوي لکه: تاسو دلته څه وخت راځئ؟، ایا کتاب لولئ؟، ایا کبان خورئ؟ او داسې نور. ۲ د نورو فعلونو په پای کې راځي، چې دلته هم فعلي حالت ښئي لکه: تاسو دوه کورونه لرئ، تاسو نن پوهنتون ته ځئ او داسې نور.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *