Categories

اعلان

Loading…

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن /شنبه/ وویل، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سبا /یکشنبه/ کابل ته ځي.

ایراني رسنیو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی بهرام قاسمي په قول وویل، د ایران د باندنیو چارو وزیر به سبا سهار د یوه جګپوړي سیاسي پلاوي په مشرۍ کابل ته روان شي.

قاسمي ویلي چې دا ایرانی پلاوی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کوي.

ټاکل شوې ده چې ظریف د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره هم وویني.

کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر د هدف په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي خو ایرنا خبري اژانس ویلي چې ظریف به له افغان چارواکو سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او د همکاریو د اوسنیو اندازې د زیاتولو پر لارو چارو وږغېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې پاکستان ته لاړ چې د دغه هیواد له چارواکو سره د ایران او پاکستان په پوله کې د ایراني پوله ساتو د وژل کېدو او نورو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي.

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *