Categories

اعلان

Loading…

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني خواوو خبرې ناکامې شوې

تاند- د افغانستان او پاکستان امنیتي چارواکي د جمعې په ماښام موافقې ته ونه رسېدل.

دواړه خواوې وروسته له دې خبرو ته کښېناستل چې د سپین بولدک په دوو کلیو کې د دوو هیوادونو سرحدي ځواکونو ۱۲ ساعته جګړه وکړه او په لړ کې یې ۱۲ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شول.

دا خبرې په دې خاطر ناکامې شوې چې پاکستاني لوري د سپین بولدک په لقمان او نظري یا جهانګیري کلیو کې د سرشمېرنې په کولو او د کندو په کیندلو ټینګار وکړ.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ افغان لوري بیا تاکید کاوه چې دا دوې سیمې د افغانستان د سپین بولدک برخې دې او پاکستانیانو ته اجازه نه ورکوي چې پکې سرشمېرنه وکړي.

پرون په دغو دوو کلیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو په ۱۲ ساعته نښتو کې ۱۱ پاکستاني ملېشه ووژل شول او درې افغانان شهیدان شول.

593 total views, 1 views today

2 comments

  1. حضرت سهاک Reply

    څنګه کیدای شي یوه سیمه چې متنازع فیه وي ، هلته پنجابي سرزورې ملیشې د سرشمیرنې لپاره لجاجت وکړي. لاتر اوسه د ډیورند کرښه دیمرکیشن یا نشانی شوې نده ، بنا پنجابیان دا حق نه لرې زمونږ په خاوره او کلیو کې سرشمیرنې او تجاوز وکړي.
    معمولا داسې جنجالي مسایل د باندینیو چارو وزارت د استازو ، سرحدې قواوو کمیسارانو، کورنیو چارو وزارت د استازو او نورو ذیدخلو لوریو په ګډه استازولی سره حل کیږی نه د نظامی قواوو په استعمال سره .

  2. سلیمان Reply

    دا خو نوې خبره ده چې سر شمیرنه پوځ کوي، او بیا د سر شمیرنې لپاره د سقیله وسلو او ټانګونو سره راځي. مقصد یې بل وو خو ارمان یې پوره نشو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸