Categories

اعلان

Loading…

تعليم وتربيه او پرمختګ / ترتيبونكى:ډاکټر احمد خالد فهيم

 وظيفه(دنده):

پدې پاڼو كې د جندر او تعليم و تربيې په اړه هغه نړيواله اجنډا توضيح شوى چې دEFA  نړيوال نظارت راپورونو او نورو نړيوالو سندونو په مټ چمتو شويدي.وروسته په افغانستان كې ددې اجنډا د پلې كولو په لاره كې د مختلفو پرمختيايي لوبغاړو رول په منتقدانه ډول تحليل شوى.په خپله افغان حكومت څه ته ژمن دى،كوم پلانونو ددې موخو د ترلاسه كولو لپاره تيار شوي،او كوم كارونه بايد دنوموړيو پلانونو د پلې كولو لپاره ترسره شي.همدارنګه د ژمنو\پلانونو او اقداماتو تر منځ پر تشې(خلاء) بحث شوى او ددې خلاوو لاملونه په ګوته شويدي.

_____________________________________________________________________________

مقدمه

په كال ۱۳۸۰ كې د طالبانو واكمنۍ تر ړنګيدو وروسته افغانستان يو نوى پړاو پيل كړ.په عامه ژوند كې د ښځو د ناڅيز ګډون له كلونو وروسته،د بن تړون د ښځو ونډې ته پر ځانګړې پاملرنې غږ وكړ او ددې موخې لپاره په حكومتي جوړښت كې د ښځو چارو وزارت رامينځ ته شو.

د تيرو څوكلونو په ترڅ كې افغان ښځو د خپلو بشري حقونو او سياسي ګډون په برخه كې يولړ مهم پرمختګونه وكړل. په قانوني برخه كې،نوي اساسي قانون  دجندر مساوات دنوي افغاني ټولنې د جوړښت اساسی بنسټ و ګاڼه. تعليم و تربيې ته د نجونو لاسرسى پرمختګ كړى،د جندر مساوات په زياتيدونكي ډول د حكومت پاليسيو،پرمختيايي پروګرامونو او ملي بودجې كې د داخلولو له لارې په واقعي هدف بدليږي.

پدې پاڼو كې د تعليم او تربيې او جندر په اړه نړيوال ليد لورى،نړيوال تړونونه\ اعلاميې او د نوموړي موضوع په اړه د نړيوال كانفرانس مادې  بحث او وړاندې شويدي. او وروسته په افغانستان كې د جندر او تعليم او تربيې پرمختګ(ژمنې،پرمختګ او عمده ننګونې)له ۱۳۸۱كال راهيسي څیړل شویدي.

د جندر نظريه

ځيني وختونه د جنسيت او جندر اصطلاحات په غلط فهمى سره د يو او بل په معنې استعماليږي. د جنسيت اصطلاح دافرادو په بيولوژيكي توپيرونو دلالت کوی پداسې حال كې چې د جندر اصطلاح د افرادو ترمنځ كلتوري او ټولنيزو جوړو شويو توپيرونو ته ور ګرځي.

جنسيت د ښځې او سړي ترمنځ يو دايمي او نه بدليدونكى بيولوژيكي توپير دې پداسې حال كې چې جندرد وګړو تر منځ هغه ټولنيزې ونډې او اړيكې څیړی چې د كلتوري،ديني،او ټولنيزو نورمونو څخه اغيزمنیږي.د مثال په توګه، په ټوليزه توګه افغانستان كې د ځينو هيوادونو په شان سړي كورنۍ ته د ډوډۍ ګټلو دنده لري پداسې حال كې چې ښځې د كور ميرمنې په توګه د كور كارونه او د ماشومانو څارنه كوي. ښځې له سړي نه په اطاعت كولو سره ژوند كوي.د كارونو ويش له هماغه پيله هلك او جنكيو ته ښودل شويدى د مثال په توګه جنكى خپلې مور سره د كور په كارونو كې مرسته كوي پداسې حال كې چې هلكان بيا خپلو پلرونو سره په كرنيزو كارونو يا له بازار نه د خوراكي توكو په را نيولو كې لاس كوي(كارلسون او منصوري،۱۳۸۵). دا ونډې د هغو په بيولوژيكي\ فزیولوژيكي جوړښت پورې اړه نلري بلكه په همدې ډول ورته په مغزو كې كښينول شوى او د هلكانو او جنكيو له خوا په ارث وړل شوې.

د جندر موضوع د نړيوالو تړونونو او جكومتي او پرمختيايي مرستندويانو د پلانونو او پاليسيو په هسته كې ځاى لري.د جندر ملاحظات نه يواځي په نورو پرمختيايي سكتورونو كې خورا مهمه ده بلكه د تعليم او تربيې په پلان جوړونې او پاليسيو كې هم له خورا ارزښت څخه برخمن دى.

جندر او تعليم او تربيه –نړيوال ليد لورى

له پخوا راهيسي حكومتونو او پرمختيايي مرستندويه كاركونكو په پالیسی او پلان جوړونې كې د جندر موضوع ته لوړ لومړيتوب ور كړى دی. په تعليم او تربيې كې د جندر برابري او عدالت نژدې په ټولو نړيوالو تړونونو او اعلاميو كې ياد شوې دي.

نړيوال تړونونه او اعلاميې

تعليم او تربيه د وګړو د حق په توګه په نړيوالو تړونونو او كنوانسيونونو كى په لاسليك شوي بڼه محفوظ  ساتل شويدي او لاسلیک کونکی هیوادونه یی پلی کولو ته اړ بلل شویدی.د ملګروملتونو د بشرد حقونو اعلاميه(۱۳۲۶) په شپږويشتمه (۲۶) ماده كې وايي چې تعليم او تربيه دهر شخص حق دى او بايد په وړيا او جبري توګه په ځانګړي ډول په ابتدايي دورې كې ورته چمتو شي.همدارنګه دا ماده زياتوي چې د لياقت او وړتيا پربنسټ دې د ټولو لپاره  مسلكي،تخنيكي او لوړو زده كړو ته د لاسرسي زمينه برابره شي. پدې ماده كې  د تعليم او تربيې موخه د انساني شخصيت بشيړ پرمختګ  او انساني حقونو او اساسي ازاديو ته در ناوى ښودل شويدى.والدين خپلو كوچنيانو ته د تعليم او تربيې د ډول په ټاكنه كې خپلواك دي(د انساني حقونو په اړه د ملګروملتونو اعلاميه ،۱۳۲۶، ۲۶ ماده).

اعلاميه ددې تر څنګ چې تعليم او تربيې باندې د بشر د لومړي حق په تو ګه تاكيد كوي ددې وړانديز هم لري چې بايد جبري وي. دا خبره د ځينو ټولنيزو څيړونكو له نظره متناقضه ده .يوشى هغه و خت سم دى چې په خپله خوښه وي نه داچې په جبر او زور سره ترسره شي.دلته په ذهن كې يوه پوښتنه پيداكيږي چې كه يو ماشوم تعليم نه كوي نوحكومت بايد دا ماشوم په زور تعليم ته و هڅوي؟ زما له نظره يې ځواب  هو دى ځكه چې د ۷-۱۲ كلونو ماشوم په خپل ښه او بد نه پوهيږي.نو ځكه تعليم او تربيه بايد وړيا وي څو بيوزلي هم ترې ګټه واخلي او همدارنكه بايد جبري وي ترڅو د يو هيواد ټول وګړي هڅه وكړي چې لږترلږه لومړني سواد او حسابي مهارتونه خو تر لاسه كړي.

د ښځو پر وړاندې د تبعيض ختمولو كنوانسيون (CEDAW)چې په (۱۳۵۷)يې د ملګروملتونو پواسطه ومنل شو او وروسته په (۱۹۸۰)كې پلى شو هم په (10a) او (10b) مادو  كې ښځو او نارينو ته د يو ډول تعليم پر برابرولو ټينګار كوي.كنوانسيون وايي چې د ا د حكومتونو دنده ده چې د ښځو پر وړاندې د تبعيض ختمول ډاډمن،او دواړو ښځو او نارينو ته يو شان تعليمي فرصتونه برابر كړي.وروسته كنوانسيون تاكيد كوي چې بايد په ټولو تعليمي بنسټونو كې كه ښاري وي يا كليوالي، له اول ټولګي نيولې بيا تر لوړو زده كړو او ورسره حرفوي تريننګونو، او تعليمي سندونو كې دې  د جندر مساوات ته پام وشي.همدارنګه بايد ښځې او نارينه له يو ډول نصاب،يو ډول ازموينې،په يو ډول وړتياوو سمبال ښوونكي او د ښوونځيوله يو ډول ودانۍ او وسايلو څخه برخمن وي (CEDAW،۱۳۵۹،د10a او 10b مادې).

د ماشومانو د حقونو كنوانسيون (CRC) د انساني حقوقو د تړون له اړخه په پراخه توګه منل شوى يو بل تړون دى چې تعليم او تربيې ته دلاسرسى حقوق په كلكه تضمینوي.دا تړون دهر ماشوم د زده كړې پر حق (پرته له هر ډول تبعيض څخه) يوځل بيا تاكيد كوي چې بايد ابتدايي تعليمات دې جبري او وړيا وي او همدارنګه لوړو رده کړو ته د  لاسرسۍ زمينه بايد ټولو ته چمتو شي. پرته لدې كنوانسيون  زياتوي چې بايد ماشوم دې له هر ډول ناوړه استفادې وساتل شي،چې له زده كړې سره يوځاي كار كول هم پدې ډله كې راځی(CRC, ۱۳۶۸ , مادې 32.1/32.2).). دا تړون (CRC)د امريكا د متحده ايالتونو او صوماليا پرته د نورو ټولو ملتونو(هيوادونو) پواسطه تصويب شويدى(يونيسكو،۱۳۸۲-۸۳)

د بشري حقونو په توګه د تعليم او تربيې پیژندنه جاري هڅې غښتلي كوي چې تر مخه به يې (EFA)موخې ترسره شي. بشري حقونه د اقتصادي ودې مخ نه ډب كوي او نه يې هم محدودوي،بلكه ورسره لازمي ده يعني د بشري حقونو په سم تطبيق سره اقتصاد وده لا هم پیاوړی کیدای شی. بشری حقونه او اقتصادی وده لازم او ملزوم دی. دښی اقتصادی ودی لپاره لازم ده چی د بشر د حقونو درناوی وشی. په همدی ډول داقتصادی ودی په نه موجودیت کی بیوزلی پخپل حال پا تی کیږی.

له همدې امله د جنكيو ځواكمنول يوه ګټونكي طرحه ده ،د نجونود تعليم اوتربیی له لارې به نه يواځي د هغوى فردي حقونه ترسره شي بلكه ټولنه به هم پرمختګ وكړي او  له ډيرو ګټو به برخمن شي. دا پوهاوى د (MDGs) ۲ او ۳  څخه هم استنباطيږي كوم چې هڅه كوي په ترتيب سره ټوليز ابتدايي تعليماتو موخه ترسره كړي،د جندر برابرى خپور كړي او ښځې ځواكمنې كړي.

نړيوال كنفرانسونه

تعليم او تربيه ټولو لپاره (EFA)  په اړه نړيوال كنفرانس  چې په ۱۳۶۸ كې د تايلينډ په جومټين كې ترسره شو،  چې موضوع يې د تعليم او تربيې (په هره ټولنه كې،هر وګړي ته)  ګټې او ننګونې ټاكل شوې وه پرې بحث وشو.د دې غونډې ونډه وال عبارت له حكومتونو،مدنې ټولنو، ډلو او پرمختيايي سازمانونو لكه يونيسكو او نړيوال بانك څخه وو. د جومټين له غونډې را وروسته حكومتونو،تمويلونكو،نادولتي موسيسو ابتدايي تعليمات ددې لپاره چې د بيوزلى په ټيټولو كې  اغيزمن وپيژندل شو په خپلو لومړيتوبونو كې ځاى كړې .خو په ځانګړي توګه نجونو ته د ابتدايي تعليماتو د اسانتياوواو لاسرسي زمينه برابرول د پاليسيو له اصلي موخو څخه وګڼل شوه.  دا نه يواځي د باسوادى په كچه،په ښوونځيو كې د زده كونكو شمير او  د زده كړې پاې ته رسولو شميرې كې د خورا كلكې جندر نابرابرۍ په اړه غبرګون دى بلكه ور سره دا پريكړه د ښځو لپاره له تعليم او تربېې ګټه اخيستل،د هغې كورنى او په ټولنې كې يې ونډه په رسميت پيژندلو معنى هم لري.

خو بياهم ډيري هيوادونو له زياتو هڅو سره سره لږ پرمختګ كړى. د  نفوسو  دچټکی ودې له امله په نړيواله كچه له ښوونځي څڅه دباندی  كوچنيانو شميره يواځې  نژدې ۳% په يوه لسيزه كې را ټيته شوې.  نجونی همداسې  ښوونځيو ته د لاسرسي په برخه كې له تبعيض سره مخامخ دي. هغه ولسونه چی د جندر نابرابرى كچه پکی لوړه ده د خورا محروميت خواته روان دي او سړي سر عايد يې په ورځ كې له يوه ډالر څخه لږ دى(يونسكو،۱۳۸۳)

د پرمختګ ددې پڅ بهير په ځواب كې، په ۱۳۷۹كال كې د تعليم او تربيې مجتمع په داكار كې غونډه وكړه او د پخوانيو ژمنو په بيا تاييدولو يې د تعليم او تربيې په اړه په  شپږوعمده  موخو هوكړه وكړه چې له دی جملی څخه دوه يې په همدې كال كې  د زريزې پرمختيايي موخو(MDGs) په نوم ونو مول شول.د داكار موخې عبارت دی له: ټوليز ابتدايي تعليمات،جندر مساوات،د باسوادى دکچی لوړول ، تعليماتو د كيفيت ښه كول،د ژوند مهارتونو او د ماشومتوب په پيليز عمر كې تعليماتي پروګرامونو زياتول چی په ۱۵ کلونو کی باید تر لاسه شی. كه څه هم چې د جندر موخه په ځانګړي توګه ضروري او فوري و پيژندل شوه، چې په ابتدايي او ثانوي زده كړو كې د نجونو او هلكانو د شمير برابرۍ هدف بايد تر ۲۰۰۵پورې ترسره شي،او په ټول تعليم او تربيه كې بشپړ مساوات باید تر ۱۳۹۳ پورې ترلاسه شي.( EFA Global Monitoring Report, ۱۳۸۲-۸۳).

د (EFA) شپږ موخې پدې ډول دي:

  • ټولو ماشومانو ته دې د ماشومتوب عمر له پيله څارنه او تعليم او تربيه په جامع ډول پراخ او وغزول شي، په ځانګړي ډول زيان منونكو او محرومو ماشومانو ته.
  • تر ۱۳۹۳كاله ،ټول ماشومان په ځانګړي ډول نجونی ، هغوى چې په ستونزمنو موقعيتونو كې اوسي او هغوى چې په اقليت قومونو پورې اړه لري بايدبا کیفیته تعليم او تر بيې ته لاسرسى ولري او همدارنګه  د ابتدايي زده كړو تر بشپړيدو پورې دې ورته په وړيا او جبري ډول چمتو شي.
  • هغه ځوانان او لوړ عمره وګړی چې زده كړو ته اړتيالري بايد د مساوي لاسرسي پربنسټ ور ته مناسبې زده كړې او ژوند مهارتونو پروګرامونه  برابرشي.
  • تر ۱۳۹۳ كاله دې د لوړ عمره وګړود لوستو شميره په ځانګړي ډول د ښځو  ۵۰% ته لوړه شي ،او اساسي اودوامدارو زده كړو په برخه كې د لاسرسي مساوي فرصتونه ورته چمتو شي.
  • تر ۱۳۸۴كاله دې په ابتدايي او ثانوي تعليماتو كې د جندر نابرابري له منځه يوړل شي، او تر۱۳۹۳ دې بيا په ټول   تعليم او تربيه كې د جندر برابرى موخه پلى شي، داسې چې د نجونو بشپړ او مساوي لاسرسي په برخه دې تمركز وشي او د ښه كيفيت اساسي تعليمات دې برابرشي.
  • د تعليم او تربيې د كيفيت په هره برخه كې دې هر اړخیر ښه والى راشي ترڅو د زده كړې منل شوی پايلې تر لاسه شی په ځانګړي ډول په سواد،حساب او د ژوند ضروري مهارتونو كې.(يونيسكو،۱۳۸۱)

دا چی د(EFA) او زريزې پرمختيايي موخو (MDGs) دلاسته راوړنی لپاره ټاکلی وخت تعین شوی ددی اهدافود لاسته راوړنی او  نظارت په برخه كې اسانتيا را مينځته كوى. د (EFA) موخې په باالقوه ډول كولاى شي له ټولو حكومتونو، پرته لدې چې هغوى (CRC) او(CEDAW) لاسليك كړي يانه،د ډيالوګ زمینه را مينځته کوی.

په افغانستان كې جندر او تعليم او تربيه-د حكومت او نورو كاركونكو پواسطه شوي ژمنې

د ۱۳۸۰كال په نومبر مياشت كې د طالبانو له پرځيدو وروسته او د بن د تړون پربنسټ د موقتې ادارې له جوړيدو سره په ۱۳۸۱ كې ډير نړيوال تمويلونكې ادارې او نا دولتي سازمانونو افغانستان ته راغلل چې د تمويلونكي له ډلو څخه USAID, WB, ADB, CIDA, SIDA, DANIDA, GTZ, JICA،او د ملګرو ماتونو اړوند ادارې(  UNESCO, UNICEF, WFPاو داسې نور) او نړيوالو نا دولتي موسيسو له ډلې (SCA, CARE, IRC, OXFAM, IMC, Save the children او داسې نور) يادولى شو.كله چې نړيوالې ټولنې د ښځو كمزوري وضعيت په افغانستان كې وليد نويې پريكړه وكړه چې ښځې بايد په هيواد كې د هر فعاليت يوه برخه وي.ښځو ته بايد د ژوند په ټولو چارو كې سمه برخه وركړل شي،له نارينه سره يې برابرۍ ته وده وركړل شي،او له خپلو اسلامي او بشري حقونو څخه ګټه واخلي.له همدې امله د ښځو لپاره برابري،عدالت،او پرمختګ د افغانستان د اسلامي جمهوريت په ټولو مهمو سندونو كې ځاى شويده لكه په اساسي قانون كې، د افغانستان ملي پرمختيايي ستراتيژي(ANDS)،ملي تعليمي ستراتيژيك پلان(NESP) او د افغانستان ښځو ته ملي عملياتي پلان (NAPWA) كې.

اساسي قانون چې په ۱۳۸۳ كال كې پرې هوكړه وشوه په خپلې ۴۳مادې وايي چې تعليمات دهر افغان حق دى چې تر لوړو زده کړو پورې به د حكومت لخوا ورته وړيا برابريږي. د افغانستان اساسي قانون  دداسې مادې په در لودلو سره د يونسكو له څومحدودو غړو څخه دى چې تر لوړو زده کړوپورې د وړيا تعليم برابرولو كلكه ژمنه لري(معارف وزارت،۱۳۸۸)

د افغانستان ملي پرمختيايي ستراتيژي (۱۳۸۵)د تعليم او تربيې  اړوند د خپل هدف په اړه وايي( تر ۲۰۱۰ كاله به په ښوونځيو كې د هلكانو او نجونو شميره لږ تر لږه ۷۵%او۶۵% ته په ترتيب سره لوړه شي.).د اساسي تعليم او تربيې په برابرولو او نالوستو د شمير را ټيټول به د (ANDS)په ټول دوران كې په لوړ لومړيتوب كې پاتې شي.همدارنګه (ANDS) د جندرد برابري په اړه داسې وايي:

د افغانستان د پرمختيايي موخو د برياليتوب لپاره بايد په افغاني ټولنه كې  دښځو پر وړاندې تاريخي خنډونه له منځه يوړل شي.د حكومت لرليد د يو داسې سوله ايز او پرمختللي ملت جوړول دي چې پكې ښځې او نارينه له مصئونيت،مساوي حقونو،او د ژوند په ټولو برخو كې له مساوي فرصتونو څخه برخمن وي(ANDS, ۱۳۸۵, p. 17).

د (ANDS)په نورو فصلونو او تفصيلاتو كې  د جندر د حقونو د تساوى څخه لكه څنګه چې د (EFA)په موخو كې ياد شوې نا سم تعبیر شوي. د (ANDS) ټاکل شوی موخی کمیتی دی چی په ښوونځيو كې د هلكانو او نجونودشمیری د برابروالی په اړه دي كوم چې ورته د جندر توازن(برابري) ويل كيږي. او كوم چې د جندر د تساوي خبره ده پدې اسنادو كې ډيرلږ تر سترګو كيږي.

ملي تعليمي ستراتيژيك پلان(۱۳۸۴-۱۳۸۹) داسې سند دى چې د (ANDS) او  زريزې پرمختيايي موخې يې تمثيل كړيدي.دا پلان د ښوونې او روزنې پرمختګ لپاره دپاليسى كاري چوكاټ او ستراتيژيك لارښود په توګه كار وركوي(معارف وزارت،۲۰۰۹).حكومت ژمن دى چې هغه لومړيتوب لرونكي پروګرامونه چې پدې سندكې منعكس شويدي عملي كړي، دا پروګرامونه پدې ډول دي:( i) عمومي  تعليم اوتربيه (چې هلكانو او نجونو ته په ترتيب سره د ۷۵%او ۶۵% شموليت موخه ده.).( ii )د ښوونكو د تعليمي سويي لوړول او كاري زمینو ښه كول.( iii) د تعليمي بنسټونو بيا رغونه اوپرمختګ.(iv)د نصاب او زده كړې موادو پرمختيا.(v)تدريس او حرفوي تعليمات او تريننګونه.(vi)سواد او غير رسمي تعليمات او (viii) د معارف په ادارې جوړښت كې سمون او پرمختګ را وستل.

د جندر او تعليم و تربيې د پرمختګ په اړه بل مهم سند د افغانستان ښځوته ملي عملياتي پلان دى(NAPWA, 2007) چې وايي:

د حرفوي او نارسمي زده كړو په ګډون بايد د تعليم او تر پيې په ټولو سطحو كې دې د ښځو داخليدل زياتوالى و مومي،او يو داسې وړ چاپيريال دې را مينځته شي چې هلته ښځې او نجونی د تعليم او تربيي ټولو كچو ته مساوي لاسرسى ولري ،همدارنګه په ټولګيو كې دې مساوي رفتار ورسره وشي او داسې فرصتونه دې ور ته برابر شي چې وكړاى شي په ټاكل شوي مودې كې تر ټولو لوړې ممكنه زده كړې په باكيفيت ډول پاى ته ورسوي.(صفحه ۱۸)

نن ورځ په ټوليزه توګه تعليم اوتربيه د افغانستان د بيا رغونې پروسې كې د يوې ځواكمنې وسيلې په توګه پيژندل كيږي .همدارنګه تعلیم او تربیه د بيوزلى سره د مبارزې،د ښځو پياوړتيا،د بشري حقونو پرمختيا او ديموكراسۍ په برخه كې هم د يو حياتي عنصر په توګه پیژندل كيږي. وګړي پوهيږي چې له كورنى جګړې، بيوزلي او نااميديو څخه را پاتي شوي ميراثونو د له منځه وړلو لپاره ورته تعليم يواځينى چانس دى،هغوى پدې هم پوهيږې چې  دخپلو زامنو او لورانو د راتلونكي په اړه هيلې يې يواځي له همدې لارې د عمل جامه اغوستلى شي.د افغانستان معارف وزارت هم په ځانګړي ډول ژمنه كړې چې د هغو موانعو پر وړاندې به كلكه مقابله كوي كوم چې د هيواد نجونی له ښوونځي څخه ليرې په كور كې كښينوي.

شته پرمختګونه

په۱۳۸۰ كې د طالبانو حكومت تر پرځيدو وروسته په هيواد كې د ښځو په اړه ځيني مثبت پرمختګونه را مينځ ته شول. ښځې له انزوا څخه را ووتې ، په ټولنيز ژوند كې يې ډيره آزادي ترلاسه كړه،تعليم  ته يې لاسرسى وموند،كاري فرصتونه ورته ډير شول،او همدارنګه  د سولې،بيارغونې او تصميم نيونې په پروسو كې يې د ګډون حق پيدا كړ. ملي پرمختيايي كنفرانسونو تل د ښځو حالت پر ښه والي تاكيد كړى  او د جندر مساوات  تل د افغانستان د اجندا  يوه مهمه او حياتي موضوع پاتې شويده.

مهم جوړښتيز بدلونونه را منځ ته شوي. تردې دمه  ښځو لاندې پرمختګونه كړي: د ۱۳۸۳اساسي قانون په جوړولو كې يې ګډون وكړ،د پارلمان د ۲۵۰څوكيو څخه ۶۴ يې ښځو ته ځانګړي شول.د ښځو چارو وزارت په كابينه كې او په نورو وزارتونو كې ځيني كليدي پوستونه ورته بيل شول.اوسمهال  افغاني ښځي که لوستي دي یا نا لوستي خپل اواز پورته كولاى شي.په لومړنۍ لويې جرګې کې   ۱۱%استازی ښځی وی،د۱۳۸۳ ولسمشرى ټاكنو كې ۴۴%ښځورايه وکاروله(د ملګروملتونو اقتصادي او ټولنيز مجلس،۱۳۸۳). د ښځو پر وړاندې د ننګونو سره سره دهغوى ګډون په حیرانونکی ډول لوړ شويدى.

د تعليم او تربيې په برخه كې ښځو د ۱۳۸۱ او ۱۳۸۶ كلونو ترمنځ ځانګړي لاسته راوړنې لري داسې چې د نژدې ۶.۲ميليونو ماشومانو څخه چې ښوونځي ته شامل شوي ،۳۵.۸%يې نجونې جوړوي،چې دا شميره د هركله په پرتله    افغانستان  كې بېسارې ده.ددې  خورا لوړې شميرې سربيره اوس هم نژدې ۵۰%د ۶-۱۲كلونو عمرلرونکی ماشومان له ښوونځي د باندې پاتي دي.په ابتدايي ښوونځيو كې د هلكانو شمير  په همدې دورې كې د جنكيو شمير دوه چندو ته رسيږي.او په كليوالو سيمو كې خو بيا د توپير شميرې په ډراماتيكه توګه لوړې دي.د ښوونكو شمير د ۱۳۸۰كال څخه چی ۲۰۷۰۰تنه وه ،په ۱۳۸۶كال كې ۱۶۰۰۰۰ته لوړ شوي چې ۲۸%پكې ښځينه ښوونكي دي(معارف وزارت،۱۳۸۸)

اوسمهال په هيواد كې ټول ټال ۹۰۶۲حكومتي ښوونځي شتون لري،چې لدې ډلې څخه ۴۸۴۰يې نارينه او يواځي ۱۳۵۳يې ښځينه ښوونځي دي چې ۲۸۶۹يې ګډ(نارينه اوښځينه) دي. د نارينه او ښځينه ښوونځيو د شميرې له پرتله كولو څخه ويلاى شوه چې نجونی لا اوس هم په محروميت كې دي.(معارف وزارت،۱۳۸۷)

معارف وزارت په تيرو اوو كلونو كې د پاليسيو او ستراتيژیو د تنظيم په برخه کی مهم پرمختګ كړى. د انتقالې ادارې په پيل كې وزارت د تعلیم او تربیی د مسایلو مرکزی سمبالښت ته لیواله بریښیده پدی معنا چی تعلیم او تربیی پوری اړوند مسایل لكه.د ښوونځيو ودانۍ، اسباب،نصاب،درسي كتابونه،او داسې نورباید د وزارت په واسطه تولید او اداره شی..خو نن ورځ معارف وزارت  د ستراتيژيك پاليسي جوړونكي او اسانتيا چمتو كونكي وزارت په توګه پخپل رول تاکید کوی اود ولايتونو او ولسواليو د معارف چارواكواو ښوونځیو ته د ډير واك سپارلوهدف تعقیبوی،او د ښوونی او روزنی په بهیر کی د ټولنې،نادولتي موسيسو او خصوصي سكتورد برخی اخستنی په هڅونه بوخت دى.

د نړيوالی دادخواهی او تمويلونكو ادارو د فشار په پايله كې د تعليم او تربيی په برخه کی ډيرې لاسته راوړنې شوی :كه څه هم دا لاسته راوړنې معمولا ماتيدونكي  اوزيانمیدونكي دي په خا صه توګه د نجونو دښوونی او روزنی په برخه كې.  دا لاسته راوړنې ډيرې په ابتدايي دورې كې ليدل كيږي حال دا چی په ثانوي اولوړو زده کړو كې لوېه تشه موجوده ده،په ځانګړي توګه په جنوب او جنوب ختيځو ولايتونو كې .شميرې زياتوالى مومي خو د باكيفيته تعليم او تربيې،ټولو ته لاسرسى او د جندر توازن تر اوسه هم په نشت حساب دى.   

تشې(خلاوې): ژمنې د لاسته راوړنو پر وړاندې

د ۱۳۸۰كال را پديخوا نجونی کولای شی چی ښوونځی ته ولاړی شی. ټولو خواوو په كلكه ژمنه كړې چې د نجونو تعليم به پراخوي د مثال په توګه، د  NESP(۱۳۸۴-۱۳۸۹)ترمخه دمعارف وزارت ژمن دى چې تر ۱۳۸۹ كال به په ښوونځيو كې  د جنيكيو او هلكانو د شموليت شميره په ترتيب سره ۶۰ او ۷۵ فيصدو ته لوړه كړي كوم چې اوسمهال نوموړى كال په خپلو اخيري پړاونو كې دى.

سره لدې چې د زده كونكود داخلې زياتوالى،د ښوونكوګمارل او د معارف دبنسټونو پرمختيا په ابتدايي تعليماتو كې د پرمختګ نښې را ښيي خو دجنكيو د تعليم په اړه تر دې دمه يوشمير ستونزې شتون لري چې د مثال په توګه يې برابرلاسرسى،نا امني،بيوزلي،هلكانو ته ترجيح،د مناسبو اسانتياوو نشتوالى، ښځينه ښوونكې او حتى د پلرونو لپاره ددې عنعنې ماتول چې جينكۍ دې بايد په كور كې وي ،يادولى شو.

دا موخه چې تر ۱۳۸۹ كله پورې به  د هلكانو او جنكيو د شموليت شميره په ترتيب سره ۷۵او۶۵ فيصدو ته لوړه شي پداسې حال كې چې د نوموړي  كال ډيره برخه تيره شوي نا ممكنه ښكاري دا ځكه چې يوشمير ستونزې يې پر وړاندې پرتې دي: لومړى معارف سكتور  ته د ناكافي پيسو ځانګړي كول،دوهم ليري پرتو سيمو ته د معارف وزارت كمزورى لاسرسى،دريم په جنوب او جنوبي ختيځ سيمو كې شته نا امني هغه ستونزې دي چې د نوموړي موخې پر وړاندې يې خنډونه را مينځ ته كړي.

حقوقي ژمنې د پرمختګ نورې نښي دي.خو د نوموړيو ژمنو پوره كول به د يوشمير ستونزو له امله  تر پيش بيني شوي وخت  ډير وخت واخلي چې ددی ستونزو له ډلی څخه د اړتيا وړ ملي وړتياوې،نا امني او معارف سكتور ته دتمویلونکو په مرسته شويو پيسو كې د حساب وركونې او شفافيت نشتوالي يادولى شو.د اساسي قانون،( ANDS)،( NESP)، او (NAPWA) بشپړ پلي كول يو با امنه چاپيريال او د قانون تطبيق ته اړتيا لري كوم چې اوسمهال د هيواد په ډيري برخو كې له ستونزو سره مخامخ دی . د حقوقي ژمنو د بشپړ  تطبيق په لاره كې بله ستونزه او مانع  زياتيدونكي رشوت(بډې) او همدارنګه د حكومت ناكافي وړتياوې دي.

په جنوبی او جنوب ختيځو ولايتونو کی د هلكانو او نجونو شموليت ټیټ دی چې د زابل(۱%)،ارزګان(۱%)،هلمند(۶%) او پكتيكا (۹%) شميرو سره جنوب او جنوب ختيځ ولايتونه د شموليت تر ټولو ټيټه كچه كې واقع دي. ناامني تعليم ته د لاسرسي په لاره كې  زياتيدونكي او پياوړى ګواښ دى.د ۱۳۸۵ كاله پورې په ښوونځيو،ښوونكو او زده كونكو باندې د حملو شميركې پام وړ زياتوالى راغلى دى(د افغانستان د بشري پرمختګ راپور،۱۳۸۵)

د ښوونځي عمر ته برابرو ماشومانو تقريبا نيمايي يې له ښوونځي څخه دباندې پاتي دي. په ملي كچه د کو چنیانو (۶-۱۳ كلونو) شموليت ۳۷ فيصده تخمين شويدى(نړيوال بانك،۱۳۸۷). ښاري سيمو كې  د كليوالي سيمو په پرتله د شموليت اندازه د  پام وړزياتوالى ښيي. په ښاري سيموکی د نجونو لوړ شموليت کیدای شی د كلتوري دلایلو له سببه وی اویا ښايي چی د ښوودځیو مو جودیت يې هم يوسبب وي. واټن(د سيمو ليريوالى) هم د نجونو د لاسرسی په برخه کی یو له خورا مهو ستونزو څخه دی په ښونځيو كې د هلكانو او نجونو د شميرې توپير لا هم شتون لری . د نجونو د تعليم پر وړاندې تردې دمه يوشمير ستونزې شته چې ښونځي ته له تګ څخه يې مخنيوى كوي چې لدی جملی څخه د ښوونځیو لری والی، د ښځينه ښوونكو كموالي(چې د ټولو ښوونكو د شميرې ۲۸سلنه جوړوي) ،ناڅيزه اسانتياوې، د نجونو کورنی کاراو د ښځينه تعليم  د ارزښت نشتوالى یادولی شو. ياد شوي موانع په كليوالي سيمو كې د ښاري سيمو په پرتله ډير معمول دي(مخكنى ماخذ).   

[1]

لومړى چارت.د افغانستان د زريزې پرمختيايي موخو د پرمختګ ځينې مقياسونه(شاخصونه)

زريزې پرمختيايي موخې شاخص كوچيان كليوالي ښاري ملي اوسط
د ټوليز ابتدايي تعليم او تربيې هدف ترسره كول په ابتدايي ښوونځيو كې د شموليت اندازه 9 36 53 37
د ۱۵-۲۴ عمر لرونكو لوستو فيصدي 5 25 63 31
د جندر مساوات او د ښځو د ځواكمنولو پراختيا په ابتدايي تعليماتو كې د جنكيو او هلكانو نسبت 0.5 0.6 0.9 0.7
د ۱۵-۲۴لوستو ښځو او سړيو نسبت 0.9 0.3 0.8 0.5

سرچينه:د افغانستان بشري پرمختګ راپور،۱۳۸۵،صفحه.۲۲.

كه څه هم تعليم او تربيې ته د نجونو د لاسرسى كچه په ځانګړي ډول ښاري سيمو كې لوړه شوې ،نو له همدې امله  بايد اضافي انرژې او سرچينې په كليوالي سيمو تمركز وكړي. په اساسی، ثانوی اولوړو زده کړو كې د ښځو د شمولیت اندازه د نارینه وو په پرتله نيمايي ته رسيږي يعني ۴۱.۸%ښځينه او ۷۳.۷%نارينه. په هيواد کی د لوړ عمر لرونکو وګړود سواد شميره تر ټولې نړۍ ټيټه ده. د ۱۵ كلونو او ترې پورته عمرلرونکو وګړو ۲۳%  ليك او لوست كولاٰٰى شي(مخكينى ماخذ).تخمينا يواځي ۱۲.۶%ښځې باسواده دى چې د سړيو شميره بيا ۳۲.۴% ته رسيږي، لدې ځايه د هيواد د ټول نفوس په كچه د ښځينه او نارينه لوستو نسبت۰.۴دي چې دا شميره د ګاونډيو هيوادونو په پرتله چې ايران(۰.۸%) او پاكستان(۰.۶) دى ډيره ټيټه ده(مخكينى ماخذ).

سره لدی چی د ښځو د باسوادى كچه خورا ټیټه ده، خوبیا هم په ملي كچه په سياسي برخه كې د ښځو د خواكمنولو هڅې هڅونكي دي. دا چی لږ تر لږه د ولسي جرګې ۲۵%چوكۍ ښځو ته ځانګړي شویدی، افغانستان د هیواد په کچه د تصمیم نیونی په برخه کی د جندر د توازن په اړه مهم ګام پورته کړی. په ملي سياست كې د ښځو د پراخ ګډون په برخه كې افغانستان په ګاونډيو او د جنوبي اسيا دسيمه ايزو همكاريو ټولنې(سارك) غړو كې له يوه ښه دريځ څخه برخمن دى. که څه هم په حكومتي بنسټونو كې د ښځو ګډون دهغوی د تصميم نيونې د ځواك او یا دهغوی دغږ د اوریدلو په معنا ندی (NAPWA, ۱۳۸۵).

افغانستان د جندر برابرۍ په برخه كې ښه پرمختګ كړى  چې اساسا دا پرمختګ د شمير د برابرى په برخه كې دى. خوبياهم دا هيواد په معارف كې د ښځو د تساوی او عدالت د رامينځ ته كولو په برخه كې اوږده لاره په مخكې لري. خو د كلتوري موانعو پربنسټ بيوزله كليوالې كورنۍ ښوونځي ته په ليږلو كې هلكانو ته ترجيح ور كوي.د ښوونځيو فزيكي چاپيريال نجونو ته  مساعد نه دى. ډيري ښوونځي د احاطې ديوال نلری چی له امله یی نجونې د نا محرمه خلکو په واسطه لیدل کیږی چی دا خبره په افغاني كلتور كې يو خاص ارزښت لري. دنجونو او هلكانو په ګډو ښوونځيو كې بيا د نجونو لپاره بيل كنارابونه نشته. د ۱۳۸۷كال په نويو كتل شويو درسي كتابونو كې د ټولنيزو نورمونو او بڼو پر بنسټ د جندر رول په اړه ځيني مثالونه لا هم لیدل کیږی.

د محافظه كارانه دودونو موجوديت په مدني،كلتوري،اقتصادي،سياسي او ټولنيزو فعاليتونو كې د نجونو او ښځو ونډه محدوده كړې. نه یواځی د تيرو او روانو شخړو له امله بلکه د کورنیو دننه هم ښځې د جندر مساواتو په برخه كې له تاوتريخوالي سره مخامخ دي. جبري او په ماشومتوب كې ودونه،كورني تاوتريخوالى،د ښوونځي په لاره كې د نجونو او ښځينه ښوونكو اختطاف او زورولو ډيرې پيښې را مينځ ته شويدي. له بيوزله كليوالو سيمو راپورونه ښيي چې ډيري كورنيو خپلې لورانې د ډوډى د نشتوالي له ويرې پلورلې او يا يې هم هغوى په بدو كې ور كړيدي.

بيوزلي بله لويه ستونزه ده.كه څه هم تعليم وړيا دى خو د ښوونځي لپاره د جامو او قرطاسيه موادو اخيستل هم د بيوزلو كورنيو د وس خبره نده له بلې خوا ډيري نجونی د كور دننه ځيني داسې كارونه پرمخ وړي چې كورنۍ ته د عايد سرچينه ده دا فكتور هم بيوزلو كورنيو ته اجازه نه وركوي چې لورانې ښوونځي ته وليږي. او په كوچني عمر كې ودونو هم په ځانګړي ډول په ښوونځيو كې د هغوى د ګډون شميره ټيټه ساتلې.په پايله كې ويلاى شو چې هيواد كې ځینی والدين هم په خاصه توګه نا لوستی والدین د نجونود تعليم په اړوند ښه نظر نلري(نړيوال بانك،۱۳۸۳).

د ښځينه وړتيا لرونكو ښوونكو نشتوالى د نجونو د تعليم پر وړاندې بله ننګونه ده.اوسمهال په هيواد كې ټول ټال ۱۴۲۰۰۰ښوونكي شته چې لدې ډلې څخه يواځي ۲۹فيصده يې ښځينه ښوونكي جوړوي(د پوهنې وزارت د پرمختګ راپور،۱۳۸۵).په افغانستان كې والدين ترجيح ور كوي چی خپلې لورانې هغو ښوونځيو ته واستوي چې هلته د ښځينه او ياهم د لوړ عمر نارينه ښوونكو پوسيله تدريس كيږي. د مثال په توګه ،يوه كوچنى څيړنيزه پروژه چې د كابل ښار په دوولسمه ناحيه كې پلى شو په ترڅ كې يې و موندل شول چې په ښونځيو كې د ښځينه ښوونكو نشتوالى په تعليم او تربيې كې د جنيكيو په ګډون ناوړه اغيزه كړې ده.(۱۳۸۸،فهيم)

پايله(د بحث نتيجه)

له ډيرو كلونو وروسته اوس حكومتونو او پرمختيايي مرستندويو سازمانونو په خپلو پر مختيايي پلانونو او پاليسيو كې د جندر مساوات ته لومړيتوب وركړې.د سرچينو ځانګړي كول او د اجتماعي و اقتصادي پرمختګ لپاره   فرصتونه هغه موضوعات دي چې پدې وروستيو كې د نړيوالو ناستو د اجنډا غټ ټكي جوړوي. د طالبانو حكومت له نسكوريدو وروسته افغا نی ښځې هم د نړيوالې ټولنې په همكارى تاريخې لاسته راوړنې لري. ښځو د سياسي ژوند په سر كې ځاى وموند او د نوي اساسي قانون په تصويب كې يې مرسته وكړه كوم چې په روښانه توګه د ښځو او نارينو برابري مني.په ملي كچه د بيارغونې په هڅو كې ګډون،په ښوونځيو كې د نجونو شمير زياتيدل، او روغتيايي خدمتونوته د لاسرسى په برخه كې پرمختګ د ښځو له لاسته راوړنو څخه شميرل كيږي.

كه څه هم،  امنيتي حالات،  په سولې راوستو اود بيارغونې جاري بهير كې د ښځو ګډون په خطر كې اچوي پداسې ډول چې د عامه ژوند، تعليم او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى او كاركولو په برخه كې د ښځو ګډون محدودوي.اوسمهال د ښځې او نر ترمنځ مهم توپير له خپلو حقونو ګټه اخيستل دي.

د جندرمساوات د تلپاتې سولې او ديموكراسۍ،بشري حقونو ته ددرناوي او د قانون د تطبيق  په برخه کی خورا مهم فكتور دى. لكه چې د زريزې پرمختيايي موخې د افغانستان په اړه خپل راپور كې داسې وايي(د ټولو مهمه نښه به دا وي چې د افغانستان پرمختيايي ستراتيژي په مركزيت كې ښځو ته ځاى ور كړل شي.)

[1]

كله چې د زريزې پرمختيايي موخې غونډه په نيويارك كې دايره شوه پدې وخت كې افغانستان په شخړه كې وه،خو بيا وروسته دا موخې په ۱۳۸۳كال كې افغانستان ومنل او ورسره معيارونه يې هم تاييد كړل چې بايد په ۱۵كلونو كې ترسره شي.

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *