Categories

اعلان

Loading…

د شاهین قول اردو او مشال خان ارواوو ته د درناوي غونډه

د امریکا په ویرجینیا ایالت کی د افغان ځوانانو دپرمختګ ټولنی د مشال خان مشال او په مزارشریف کی دشهیدشوو ملی اردو سربازانو ارواحو ته ددعا په منظور دقران عظیم الشان ختم او دګلانو دستی تقدیم کړی.

دامریکا ویرجینیا میشتو افغانانو او د افغان ځوانانو دپرمختګ ټولنی د   ۲۰۱۷/۴/۲۸ چه دثور دمیاشتی سره سمون خوری دیولړ خاصو مراسمو په ترسره کولو سره دلوی افغانستان ارمانجن او دلری پښتونخوا مدنی فعال مشال خان مشال او په مزارشریف کی د ملی اردو دشهیدشوو سربازانو ارواحو ته ددعا او کورنیو سره دهمدردی اوغمشریکی په منظور دقران عظیم الشان ختم او ملی مراسم ترسره کړل.

دا مراسم چه د امریکا میشت دافغان ځوانانو د پرمختګ ټولنی په ابتکار جوړشوی وه د ابوذر عماد ناصری په کور کی دقران عظیم الشان دختم په شروع دسهار نهه ۹ بجو پیل او د مازدیګر په دری ۳ بجو دملی سرود په غږولو او دشهیدانو ارواحوته د ګلانو ددستو په وړاندی کولو سره پای ته ورسیدل.

په غونډه کی د لری او بری پښتونخوا څخه د مشال خان مشال او دملی اردو دسربازانو مینه والو سربیره په واشنګتن دی سی کی دافغان سفارت داقتصادی او تجارتی چارو مسول استاد سیدمبین شاه هم برخه لرله. چه نوموړی دا ډول پروګرامونو جوړول دهیواد نه بهر دخپلو ملی امنیتی ځواکونو اودلوی افغانستان درامنځ ته کولو دشهید مشال خان مشال دتقدیراو تحسین لپاره اړین وبلل او دایی دهیواد څخه بهر دافغان ځوانانو مینه دخپلو ملی اردو دسربازانو اودټولو لراوبرپښتنو سره وخودله، نوموړی په راتلونکی کی ددا ډول پروګرامونو دتدویراړونده دافغان سفارت کامل ملاتړ اعلان کړه.

همدارنګه په غونډه کی د امریکا میشتو افغان ځوانانو د پرمختګ ټولنی ریس محمدولی ناصری  مشال خان مشال او دملی اردوسربازان افغان اتلان وبلل چه ټولودلوی افغانستان او افغان ملت په خاطر خپلی ځوانی دالله په دربارکی نذرانه کړی ، همدارنګه ناصری د ټولو لراو برپښتنو ځوانانو څخه وغوښتل ترڅوسره متحد اودپښتون په کور چه کوم دظلم اوربل دی دمړکیدولپاره یی په مشترکه ډول  کاروکړی.

دغونډی بل ګډون وال ویرجینیا میشتی دافغان هوایی ځواکونو سابقه ډګروال محمدشاکرانوری وه چه دامنیتی ځواکونو قربانی یی دهیواد دثبات او امنیت اړونده وستایلی او دشهیدانو ارواحوته داحترام لپاره یی دګلونو دستی تقدیم کړی.

مراسم مازدیګر په ۳ بجو پای ته ورسید.

په پښتنی مینه

د امریکا متحده ایالاتو دافغان ځوانانو دپرمختګ ټولنه

77 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *