Categories

د پاکستان د یرغل په تړاو مطبوعاتي اعلاميه

مجيد ژړاند
د افغانستان نوين څېړنيز مرکز د مطبوعاتو مسوول
افغانستان نوين څېړنيز مرکز مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۵ـ۲ـ۱۵.
د پاکستاني ځواکونو له لوري نن سهار وختي د محکوم بلوچستان سره پر پوله د سپين بولدک د ولسوالي اړوند د لقمان  او نظر کليو کې د خلکو سر شمېرنه کوله، چې د افغان  امنيتي ځواکونو له لوري ورته وويل شو، چې له يادو کليو څخه په شا شي، خو پاکستاني سامراجي فوځيانو خپلې  سرشمېرنې ته دوام ورکړ، چې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري نن سهار د پاکستان په سامراجي ځواکونو بريد وکړ، چې په پايله کې د پاکستاني ملېشو دوه ويشت سرتيري او مړه او ټپيان شوي دي.
افغان سرحدي ځواکونو  په قوي مرال سره پاکستان  فوځيان په شا تمبولي، د ځغروالو ګاډو تر څنګ يې زيات شمېر وسلې او مهمات هم لاسته راوړي دي.
افغانستان نوين مطالعاتي او څېړنيز مرکز د افغان زړورو سر تېرو مېړانه او سرښندنه ستايي او د پاکستان سامراجي ادارې دغه څرګند تېری په کلکه غندي.
پاکستان تردې وړاندې د پکتيکا او ننګرهار د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې تاسيساتو جوړولو لړۍ پيل کړې وه، چې د د پولي دواړو غاړو ته پرتو افغانانو يې په وړاندې غبرګون وښود او د سامراجي ادارې پلان يې شنډ کړ، همدارنګه د ننګرهار او کونړ په ولايتونو په سرحدي سيمو چې د ډيورنډ تپل شوې کرښې ته څېرمه واقع دي، راکيټي بريدونه کړي دي، چې ملکي وګړي يې په شهادت رسولې دي.
ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان ځواکونو هرډول تحرکات او حملې په کلکه غندي او افغان ولسونه به د سامراجي فوځ په وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي او د غلام هيواد په وړاندې به جهاد وکړي.
افغانستان نوين څېړنيز مرکز په ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غږ کوي، چې د پاکستان  د تيريو او بريدونو په وړاندې خاموش پاتې نه شي او پاکستان تروریست هيواد له منګلو څخه محکوم بلوچستان او پښتونستان ازاد کړی شي.
 افغان زړورو امنيتي ځواکونو ټپي سرتېرو ته د عاجلې روغتيا او شهيدانو ته  د فردوس جنت غوښتنه کوو.
په درنښت د افغانستان نوين څېړنيز مرکز 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *