Categories

اعلان

Loading…

ویلن: افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو هدف د ولاړ جنګي حالت پای ته رسول دی

تاند- د ځانګړو عملیاتو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال دفاع وزیره وايي چې هیواد یې په افغانستان کې د خپل دریځ د بدلولو په حال کې دی او افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لېږلو وړاندیز په دغه هیواد کې د ولاړ حالت د پای ته رسولو لپاره شوی دی.

د واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې د راپور له مخې مېرمن تیرزا ویلن وویل«افغانستان ته د څو زره اضافي پوځیانو د لېږلو وړاندیز به راتلونکې اوونۍ سپینې ماڼۍ ته وړاندې شي.»

دې زیاته کړه«موږ اوس په افغانستان کې د خپلې تګلارې د بدلون په حال کې یوو. د بدلونونو وړاندیز به د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ ته وسپارل شي.»

مېرمن ویلن په دې اړه څه ونه ویل چې څومره نور امریکايي پوځیان به افغانستان ته واستول شي او یا پینتاګون د څومره نورو پوځیانو د لېږلو وړاندیز کړی دی.

خو تر دې وړاندې په راپورونو کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي وو چې ممکن له ۳زره تر ۵ زره نور امریکايي پوځیان افغانستان ته واستول شي.

د ناټو نورو هیوادونو هم چمتووالی ښودلی چې خپله ونډه زیاته کړي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې افغانستان ته د څو زره نورو امریکايي پوځیانو د ورلېږلو غوښتونکی دی.

ده تېره میاشت د امریکا د سناجرګې د دفاعي خدماتو کمېټې ته هم ویلي و چې په افغانستان کې د ولاړ جنګي حالت د پای ته رسېدو لپاره څو زره نورو امریکايي پوځیانو ته اړتیا ده.

د امریکا د کانګریس اکثره غړي افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو ملاتړ کوي. دا په داسي حال کې ده چې د کانګریس اکثره غړي د امریکا د نورو جنګونو زیات ملاتړ نه کوي.

د امریکا د دفاع وزیر د ځانګړو عملیاتو مرستیاله اغلې ویلن وايي چې د اضافي ځواکونو د لېږلو اصلي هدف دا دی چې په سیمه کې د امریکا ډېر مهم متحد او شریک هیواد افغانستان له ولاړ جنګي حالته ووځي.

256 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2